• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو واکمني؛ افغانستان کې پر ښځو لګول شویو بندیزونو دوی کې رواني ناروغۍ ډېرې کړې دي

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۸ GMT+۱

افغانستان کې د جمهوریت تر ړنګېدو وروسته د مېرمنو او پيغلو نجونو رواني ستونزې ‎له هغه مهاله چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱کال د اګست له میاشتې وروسته یو ځلې بیا طالبان واک ته رسېدلي د دغه هېواد د نیمايي برخې حقونه په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول تر پښو لاندې شوي.

له دې سره ګڼې مېرمنې او افغان پيغلې د بېلابېلو رواني ستونزو او ناروغیو سره غاړه غړۍ دي.
‎که پيغلې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې نه شي کولای، هغه مېرمنې چې پخوا به یې په رسمي ادارو کې دندې لرلې هم له دندو محرومې شوې او په کور ناستې دي، چې دې کار په خپله ګڼو رواني ناروغیو ته لاره هواره کړې ده.
‎دا مهال یوازې په یو څو محدودو برخو کې ښځې کار کوي او له نورو برخو څخه شړل شوي او په کور ناستې دي.
‎په دغو کور ناستو مېرمنو کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې داسې مېرمنې هم شته چې د کورنیو ټول لګښت یې د خپلې میاشتینۍ تنخوا له لارې پوره کولو.

د کابل د ښار یوه اوسېدونکې زرمینه وایي، سره له دې چې د لېسانس تر کچې یې زده‌کړې کړې؛ خو اوس اړ شوې ده، چې د خلکو په کورونو کې کالي پریولي یا د هغوی لوښي ووینځي چې په لاسته راغلیو پيسو د خپلو ماشومانو تشې ګېډې ‌‌‌‌‌‌ډکې کړي:«ما په یوې ادارې کې کار کاوه او د میاشتې مې اووه لس زره افغانۍ تنخوا اخیسته، خاوند مې شهید شوی زما پر همدغې تنخواهچ د خپل کور ټول لګښت پوره کاوه؛ خو اوس هیڅ هم نه شته اداره مو ړنګه شوه او موږ په کور ناستې یو هیڅ هم نه لرو.»
‎د اغلې زرمینې په خبره چې دې کار دوی ته سختې رواني ستونزې زېږولي دي او وېره یې دا ده، که د ناروغۍ په بستر پرېوته نو ماشومان به یې له لوږې ومري.
‎خو ښايي دا یوازې زرمینه نه وي، چې له دغه حالته کړیږي په افغانستان کې په زرګونه او لکونو نورې مېرمنې هم د ورته برخلیک سره لاس او ګرېوان دي.
‎د دې تر څنګ د طالبانو له لوري پر ښځو نور لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه نور هغه څه دي، چې د مېرمنو په منځ کې یې رواني ناروغیو ته لاره هواره کړې.
‎هغوی د خپلې کورنیو سره پارکونو ته تګ نه شي کولای، ښارونو او بازارونو ته نه شي تللای حتی جېمونو او سپورټونو ته چې د هر چا مسلم حق دی نه پرېښودل کېږي.
‎د رواني ناروغیو ‌‌‌‌‌‌ډاکټران وایي، چې رواني ستونزې تر نورو ناروغیو زیاتې ګواښونکي دي او په انسانانو کې د نورو سختو او لا علاجه ناروغیو ته زمینې برابروي.
‎‌‌‌‌‌‌د پوهنتون استاد شرف الدین عظيمي وایي، چې رواني ناروغۍ تر نورو ناروغیو خطرناکې دي او دا ناروغۍ د یوې ټولنې د نابودۍ سبب هم کېدای شي:«رواني ناروغۍ هغه خطرناکې ناروغۍ دي، چې د ناروغ انسان تر څنګ د هغه کورنۍ، ټولنه او ان یو هېواد هم نابودولای شي. که چېرې دغه حالت دوام ومومي دې کې شک نه شته، چې موږ به په یو کاملن ناروغه ټولنه یا ناروغ هېواد بدل شو چې په هغه صورت کې به له خپل هېواده هغه تمه چې لرو هغه به د خاورو سره خاورې شي او هېواد به مو د نابودۍ کندې ته ورټېل وهو.»
‎که څه هم چې رواني ناروغۍ له پخوا نه هم په افغانستان کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې وې؛ خو د طالبانو د بیا واکمنېدو سره د دغو ناروغیو کچه په تېره بیا په مېرمنو او ځوانو نجونو کې خورا لوړه شوې ده.

د یو شمېر کارپوهانو په وینا، که وضعیت همداسې دوام ومومي نو لېرې نه ده چې افغانستان کې به د دغې ناروغۍ تر څنګ لسګونه نورې ناروغۍ هم خورې شي، چې په کابو کولو کې به یې نه یوازې افغان حکومت بلکې نړۍواله ټولنه هم پاتې راشي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

ایرانی بایسکل ځغلونکی د ایران او افغانستان ترمنځ د سولې او دوستۍ له پیغام سره کابل ته تللی

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۸ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی، چې ایراني بایسکل چلوونکی رحمت الله ازاد د ایران او افغانستان ترمنځ د سولې او دوستۍ له پیغام سره کابل ته راغلی دی.

دغه سفارت پر خپلې اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې دغه بایسکل ځغلونکي د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سولې پیغام شریکولو لپاره څو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

رسنیو د ایران د بایسکل ځغلونې د فدراسیون د یوه غړي رحمت الله آزاد له قوله لیکلي، چې له تېرو شلو کلونو راهیسې د معلولینو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په ایران کې دننه او بهر بایسکل ځغلوي.

ښاغلي ازاد وويل، چې له افغانستان سربېره به څلورو نورو هېوادونو ته هم پر بايسکل سفر وکړي.

برېتانیا د افغان او اوکرایني ځوانانو د رواني روغتیا لپاره ۲.۵ میلیونه پونډه ځانګړي کړي دي

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۸ GMT+۱

د برېتانیې د حکومت ویب پاڼې د افغان، اوکراین او هانګ کانګ د ۲۱ کلنو څخه د کم عمره ځوانانو لپاره د ۲.۵ میلیونه پونډو په ارزښت د رواني روغتیا ملاتړ صندوق د جوړلو اعلان وکړ. دا بودیجه به له دې ځوانانو سره مرسته وکړي، چې په برېتانیا کې د رواني روغتیا له خدماتو برخمن شي.

د دې پروګرام له مخې؛ بریتانیا په پام کې لري، چې د ۲.۵ میلیونه پونډ په اختصاص کولو سره له زرګونو ځوانانو سره د روان درملنې او مشورې برخه کې مرسته وکړي.

دا بودیجه د هغو خلکو د ملاتړ لپاره ده، چې برېتانیا ته په بشردوستانه او بي ان(اُ) ویزو راځي.

د بي ان(اُ) ویزې لرونکي خلکو او د دوی د کورنۍ غړو ته اجازه ورکوي، چې په برېتانیا کې ژوند، کار او زده کړه وکړي؛ مګر دوی معمولاً عمومي بودیجې ته لاسرسی نه لري.

د برېتانيا د حکومت د شمېرو له مخې؛ د دغه صندوق له لارې د افغانستان، اوکراين او هانګ کانګ له سلو زرو ماشومانو او ځوانانو سره مرسته کېږي.

د انګلیسي ژبې کورسونه، د دندې پېدا کولو روزنه او د لوړو زده کړو ملاټړ هم د دې پروګرام یوه برخه ده، چې د ځوانانو سره د دوی په ځایي ټولنو کې د ښه ادغام په برخه کې مرسته کوي.

د برېتانیا حکومت وویل، چې دا مالي مرستې به له ځوانانو سره مرسته وکړي، چې په ښه توګه په خپلو نویو ټولنو کې ځای پرځای شي او په ورته وخت کې یې له خپل لومړني کلتور سره هم اړیکه وساتل شي.

توماس وېسټ او د ترکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغانستان په اړه خبرې کړي

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ د ترکیې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر احمد یلدیز سره د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خبرې کړي.

توماس وېسټ نن چهار شنبه (د تلې ۵مه) پر خپلې اېکس (ټوېټر) پاڼې لیکلي، چې د ترکیې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره یې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه هر اړخیز بحث کړی دی.

په یاده ناسته کې د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او وېسټ د افغانستان په زده کړو او اقتصادي ثبات کې د ترکیې د هڅو ستاینه کړې ده.

ښاغلي وېسټ د دغې لیدنې د نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو نوموړي پر اېکس پاڼې د یو شمېر نورو نړۍوالو سازمانونو د چارواکو سره د لیدنې خبر هم ورکړی دی.

د ملي مقاومت شورا د مسکو په غونډه کې د طالبانو د یو اړخیز حضور پر وړاندې خبرداری ورکړ

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۰ GMT+۱

د روسیې په کازان ښار کې د مسکو فرمټ په ناستې کې د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت شورا د طالبانو د «یو اړخیز» حضور پر وړاندې خبرداری ورکړ. دغې شورا د چهارشنبې په ورځ (د تلې۵ مه) په یوې خبرپاڼه کې په دې غونډه کې د «افغانستان د مسالې په اړه د هر اړخیز حضور» غوښتنه وکړه.

د مسکو غونډه به د روسیې په بلنه د دغه هېواد په کازان ښار کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شي.

مسکو په دې غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته بلنه ورکړې او هغه له سې شنبې راهیسې په مسکو کې دی؛ خو د طالبانو د مخالفو ډلو استازو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا په خپله اعلامیه کې د هغو هېوادونو له مشرانو چې استازي یې په دې غونډه کې حضور لري؛ غوښتي چې د افغانستان د مسالې د ټولو ښکېلو خواوو او ملګرو ملتونو په حضور کې د هر اړخیزو خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي.

دغې شورا ټینګار کړی، چې د افغانستان په مساله کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د «حقیقي مذاکراتو» شرایط باید د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د سولې ټینګښت، مشروع، ډېموکراتیک، ټول شموله او عادلانه نظام د رامنځته کېدو لپاره برابر شي.

دغې شورا له «ټول خلوص او جدیت سره» د خپلو باصلاحیته استازو له لارې په دې ډول خبرو اترو کې د ګډون لپاره چمتووالی اعلان کړی، چې د یوه ټول شموله حکومت په جوړولو کې همکاري وکړي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی: «د هېواد د کړکیچ هر ډول حل به هغه وخت عملي او پایداره وي، چې د افغانستان د مسالې ټولې خواوې په کې شریکې وي.»

په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی، چې «له طالبانو سره د هېوادونو تعامل به د افغانانو دردونه او ستونزې لا زیاتې کړي او له دې ډلې سره د چلند پر لارو چارو باید له سره غور وشي.»

د ملي مقاومت شورا زیاته کړه: "طالبان له ټولو ترهګرو ډلو سره له نېږدې همکاري لري او افغانستان یې یو ځل بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل کړی دی".

دغې شورا ویلي؛ په افغانستان کې د القاعده شبکې، پاکستاني طالبانو، د تاجکستان د انصارالله او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ په ګډون د ۲۲ ترهګرې ډلې په افغانستان او په ځانګړې توګه د افغانستان په شمالي او سویل ختیځو سیمو کې فعالیت کوي چې «د طالبان یې ملاټړي او همغږي دي.»

دې شورا خبرداری ورکړی، چې په دغو سیمو کې د دې «ډلو ځای په ځای کېدلو»هدف «د هغو هېوادونو امنیت په نښه کول دي، چې استازي یې د مسکو په غونډه کې حضور لري.»

د مسکو په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو او د طالبانو ډلې تر اوسه د افغانستان د پخواني حکومت د سیاسي ګوندونو او چارواکو په ګډون د دغه ايتلاف د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

صالح: د طالبانو له خوا پر طالبانو په شوي برید کې ۳۰ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۲ GMT+۱

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د دوشنبې په ورځ (د تلې درېیمه) په ارزګان ولایت کې د یوې ډلې طالبانو له خوا د طالبانو د ۲۰۵ قول اردو په څلورم کنډک برید شوی، چې پکې دېرش تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

امر الله صالح پر خپلې اېکس(ټوېټر) پاڼې لیکلي، چې دغه برید د یو شمېر هغو طالبانو له خوا شوی، چې نامعلومو ځواکونو ته وفادار دي.

هغه زیاته کړې:” برید نن سهار شا او خوا دوه نیمې بجې شوی، ټپیان د میر حسن او فرهاد په نوم دوو پیلوټانو په هلیکوپټرو کې کندهار ته انتقال کړي دي”.

د ښاغلي صالح په خبره چې طالبان غواړي دغه پېښه پټه وساتي او د کنډک د قوماندان ملا اخوند په ګډون د ګڼو نورو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

دا د طالبانو په لیکو کې د خپل منځي شخړې یوه نوې پېښه ده، خو تر اوسه طالبانو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل – پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د دغې پېښې پخلی وکړي؛ خو په دې وروستیو کې پر طالبانو د بریدونو پېښې ښيي، چې پر دغې ډلې د دوی د مخالفینو بریدونه زیات شوي دي.