• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

صالح: د طالبانو له خوا پر طالبانو په شوي برید کې ۳۰ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۳ GMT+۱

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د دوشنبې په ورځ (د تلې درېیمه) په ارزګان ولایت کې د یوې ډلې طالبانو له خوا د طالبانو د ۲۰۵ قول اردو په څلورم کنډک برید شوی، چې پکې دېرش تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

امر الله صالح پر خپلې اېکس(ټوېټر) پاڼې لیکلي، چې دغه برید د یو شمېر هغو طالبانو له خوا شوی، چې نامعلومو ځواکونو ته وفادار دي.

هغه زیاته کړې:” برید نن سهار شا او خوا دوه نیمې بجې شوی، ټپیان د میر حسن او فرهاد په نوم دوو پیلوټانو په هلیکوپټرو کې کندهار ته انتقال کړي دي”.

د ښاغلي صالح په خبره چې طالبان غواړي دغه پېښه پټه وساتي او د کنډک د قوماندان ملا اخوند په ګډون د ګڼو نورو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

دا د طالبانو په لیکو کې د خپل منځي شخړې یوه نوې پېښه ده، خو تر اوسه طالبانو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل – پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د دغې پېښې پخلی وکړي؛ خو په دې وروستیو کې پر طالبانو د بریدونو پېښې ښيي، چې پر دغې ډلې د دوی د مخالفینو بریدونه زیات شوي دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د زوجینو د تفریق اصولنامې په اړه نیوکو ته باید هیڅ ارزښت ورنه کړل شي

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله ۲۷م تلین او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پیل

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۸ GMT+۱

له نن څخه اوه ویشت کاله وړاندې د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په ۲۷مه د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله تر وژلو وروسته طالبانو اعلان وکړ، چې مجاهدین یې پر شا کړي، دوی واک ته ورسېدل او ملا محمد عمر د دغې ډلې د مشر او افغانستان د زعیم په توګه اعلان شو.

په همدې سهار د کابل په اریانا څلور لارې کې دوه په دار ځړېدلو جسدونو ته لسګونه وسلوال ولاړ دي او مرګ پر ډاکتر نجیب شعارونه ورکوي.

له همدغه ځایه شمېر طالب وسلوالو اعلان وکړ، چې پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب الله یې وژلی، مجاهدین یې پر شاه کړي او دوی پر کابل خپله واکمني حاصله کړې ده.

ډاکتر نجیب الله د ١٩٨٦ کال په نومبر مياشت د افغانستان د جمهوریت ولسمشر وټاکل شو او د خپلې واکمنۍ په پیل کې یې په اساسي قانون کې نوي بدلونونه او نوښتونه رامنځته کړل.

هغه د حکومتي نظام جوړښت له یوه ګوندیز سیستم څخه څو ګوندیز ته بدل کړ او د اسلامي شریعت پر بنسټ یې د افغانستان قضايي نظام د یوه خپلواک نظام په توګه اعلان کړ.

ډاکتر نجیب الله د ۱۹۸۸ کال د سپټمبر په میاشت کې د ملي روغې جوړې سیاست اعلان کړ او د حکومت پر ټولو وسلوالو او غیر وسلوالو مخالفینو یې د خبرو او تفاهم غږ وکړ.

هغه له شوروي اتحاد سره یوه تفاهم نامه لاسلیک کړه، چې له مخې به یې دغه اتحاد خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي او د همدغه تړون په اساس د شوروي اتحاد ځواکونه له افغانستانه ووتل.

د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته د ډاکتر نجیب الله د حکومت پر وړاندې جګړه لا غښتلې شوه، مخالفو وسلوالو ډلو د خبرو پر ځای جګړه شدیده کړه.

نوموړي په خپلو څو بیانونو کې پر خپلو وسلوالو ډلو غږ کړی، چې له ده سره خبرو ته کیني او دی حاضر دی، چې په سوله ییز شکل د یوې منظمې پروسې له لارې واک پرېږدي، خو مخالفینو یې خبرې نه کولې.

ډاکتر نجیب الله د خپل واک په وروستیو کلونو کې د جګړې طرفدار نه و، د نوموړي وطن ګوند له یو شمېر لوړ پوړو غړیو سره اختلافات زیات شول او د وطن ګوند تر منځ داخلي اختلافاتو مخالفو وسلوالو ته د لا پرمختګ زمینه برابره کړه.

نوموړي د ملګرو ملتونو د پنځه فقره ییز پلان له مخې استعفاء ته مجبور شو او په ۱۳۷۱ لمریز کال کې یې په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه واخیسته.

د افغانستان دغه پخواني ولسمشر نېږدې څلورنیم کاله د ملګرو ملتونو په دفتر کې تېر کړل، بالاخره د مجاهدینو تر منځ د داخلي جګړو وروسته په ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په ۲۷مه کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره سم ووژل شو.

د ډاکتر نجیب الله او د هغه د ورور شاه پور احمدزي شکنجه شوي جسدونه د طالب وسلوالو له خوا د کابل په اریانا څلور لارې کې چېرې چې څو کاله وړاندې نوموړي له همدغه ځایه د پاکستان پر ضد د جګړې اعلان وکړ، په دار را وځړول شول.

لانا ذکي: په افغانستان کې له ۸۰ زرو زیاتې نجونې جبري واده ته مجبورې شوې دي

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۹ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د متحدو عربي اماراتو استازې لانا ذکي نصیبه وايي، چې په افغانستان کې اقتصادي بحران مخ پر ودې دی او د ښځو وضعیت د بحران یو بد پړاو ته داخل شوی دی.

نوموړې تېره ورځ (د تلې ۴مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې وویل، چې دا مهال په افغانستان کې له ۸۰ زرو څخه زیاتې نجونې په زور ودونو ته اړې شوې دي.

لانا ذکي زیاته کړه: "ملیونونه خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. په نړۍ کې بشري اړتیاوې تر بل هر وخت لوړې دي، نجونې او مېرمنې په جبري ډول له ټولنیز ژوند څخه بې برخې کیږي. ایا دا په دې شورا کې د ناخوښۍ شیبه نه ده."

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې په افغانستان کې د بې وزلۍ، نجونو او مېرمنو بد وضعیت ته پر داسې مهال اشاره کوي، چې تېره ورځ د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) ویلي، که په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د اړتیا وړ مرستې ور نه کړل شي، دا به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د ژغورنې د وروستۍ لارې له لاسه ورکول وي.

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې د بودېجې د کمښت او نشتوالي له امله به یو میلیون میندې او د هغوی ماشومان له خوراکي مرستو بې برخې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ښځې په بې ساري توګه له ټولنې څخه لرې کړی شوي او له امله یې په دغه هېواد کې د بې‌وزلۍ کچه زیاته او د مرستو بهیر هم له جدي ننګونو سره مخامخ شوی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې، د بودیجې د کمښت له امله دغه پروګرام اړ شوی، چې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره خپلې مرستې کمې کړي او شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان د سخت بشري ناورین له ګواښ سره مخامخ شي.

دغه پروګرام تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانو نجونو او ښځو د حقونو په اړه د بحث بې بنسټه بللی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر: په ایران کې پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۵ GMT+۱

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر وايي، چې په دغه هېواد کې نېږدې پنځه میلیونه قانوني او غیرقانوني افغان کډوال ژوند کوي.

احمد وحیدي د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۵ مه) خبریالانو ته وویل، چې په دې شمېرو کې رسمي او غیر رسمي کډوال شامل دي او د ایران د کورنیو چارو وزارت د دغو کډوالو د تنظیم په برخه کې کار کوي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر د افغان کډوالو د شمېر په اړه ځینې احصایې ناسمې او پروپاګند وبللې.

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، ډېری افغانان د غربي هېوادونو په ګډون پاکستان او ايران ته کډه شول.

په تېرو دوو کلونو کې د ایراني او پاکستاني پولیسو له خوا د کډوالو د ځورولو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. ایران په وروستیو میاشتو کې زرګونه افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې ویستي دي.

د راپورونو له مخې په ایران کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي. له دغو موضوعاتو څخه یو هم د افغان مهاجرو ماشومانو تعلیم دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر: د غرب غوښتنو ته نه تسلیمیږو

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په بدخشان کې یوې غونډه کې ویلي، چې «لویدیځ هڅه کوي خپل ارزښتونه پر موږ تحمیل کړي»، خو دوی به د لویدیځ غوښتنو ته تسلیم نه شي. ندا محمد ندیم ټینګار وکړ، چې طالبانو د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره جګړه کړې او په دې برخه کې به هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۵مه) بدخشان ته د ښاغلي ندیم د سفر خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې نوموړي د دغه ولایت د پوهنتون استادانو او دیني عالمانو ته وینا وکړه.

هغه په ​​بدخشان کې وویل، چې « د امنیت تامینول، د قبایلي حکومتونو ختمول او د شریعت پلي کول د طالبانو د مکلفیتونو برخه وه» چې سر ته ورسېده او اوس «د طالبانو اطاعت او له دښمن سره په فکري مبارزه کې برخه اخیستل ستاسو له دندو څخه دي».

وروسته له هغه چې ښاغلی ندیم د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وګومارل شو، په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګېدلی دی.

نړۍوالې ټولنې پر دې ډلې فشار راوړی، چې د نجونو پر زده کړو بندیز لېرې کړي؛ خو دې ډلې تر اوسه دغو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

ښاغلي ندیم د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تېر کال د څه باندې ۷۰څانګو نصاب ارزولی دی.

هغه زياته کړه، چې د پوهنتونونو د استادانو د ظرفيت د لوړولو لپاره يې ځانګړې بوديجه په نظر کې نیولې ده.

طالبان د ښځو د تعلیم او کار په اړه د نړۍوالې ټولنې غوښتنې د لویدیځو ارزښتونو یوه برخه ګڼي چې غواړي پر طالبانو یې تحمیل کړي.

طالب چارواکو تل هڅه کړې، چې خپلې پرېکړې د «اسلامیت او افغانیت» په نوم تعبیر کړي او د نړۍوالې ټولنې غوښتنې په خپلو چارو کې د لاسوهنې په توګه تعبیروي.

طالبانو په کابل کې د ښځو د اعتراضي غورځنګ د یوې ډلې مشره نیولې

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۷ GMT+۱

طالبانو په کابل کې د افغانستان د معترضو ښځو د غورځنګ یوه مشره ژولیا پارسي نیولې ده. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وسله والو طالبانو مېرمن پارسي او د هغې ماشوم د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۵ مه) په کابل کې له خپل کور څخه نیولي دي.

دا په تېرو دوو اونیو کې د معترضو ښځو د غورځنګ دویمه غړې ده، چې د طالبانو له خوا نیول کیږي.

د وږي په ۲۸مه طالبانو د معترضو ښځو د غورځنګ غړې ندا ​​پرواني له خپل مېړه او ماشوم سره یو ځای ونیوله.

طالب چارواکو د دغو اعتراض کوونکو ښځو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې د بښنې نړۍوال سازمان د ندا پرواني په خپلسري نیولو د خواشینۍ په څرګندولو سره له طالبانو غوښتي وو، چې ژر تر ژره دې، هغه، د هغې خاوند او ماشوم خوشې کړي.

ژولیا پارسي په کابل کې یوه له هغو معترضو ښځو څخه ده، چې په ځلونو یې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو او محدودیتونو نیوکې کړي او د طالبانو د سختو اقداماتو پر وړاندې یې اعتراضونه کړي دي.

اغلې پارسي د ښځو د یوې ډلې مشره ده، چې د ښځو د خپلواک غورځنګ په نوم یادیږي.

د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته، ژولیا پارسي یوه له هغو کسانو څخه وه، چې په کابل کې یې د هغو ښځو او نجونو لپاره چې له زده کړو بې برخې دي؛ یو کتابتون جوړ کړ.