په ننګرهار کې په ګوزڼ ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې روان کال په ننګرهار ولایت کې په ګوزڼ ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر شپږو تنو ته رسېدلی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې روان کال په ننګرهار ولایت کې په ګوزڼ ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر شپږو تنو ته رسېدلی.
دغه وزارت ویلي، د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ یوه نوې پېښه د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ثبت شوې او پر دغې ناروغۍ اخته ماشوم ۱۲ کلن دی.
د طالبانو د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ د (تلې په ۶مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ نه دی.افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا نه دي توانیدلي د ګوزڼ ناروغۍ له منځه یوسي.تر دې وړاندې د ګوزڼ پر ضد د مبارزې پروګرام چارواکو خبرداری ورکړی و، چې دغه ناروغي په دغه هېواد کې په چټکۍ سره د زیاتېدو په حال کې ده.
په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د لمنځه وړلو بېړني مرکز مشر نیک ولي شاه مومن ویلي، چې تېرکال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ په اړه د واکسین د کمپاین دوولس پروګرامونه ترسره شول.
د واکسین د کمپاین وروستی پروګرام په ټول افغانستان کې د ۱۴۰۲ کال د (تلې په ۳مه) پیل شوي وو.


د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانکړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د طالبانو سره د لیدنې کتنې هوډ نه لري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د مسکو د فارمټ په ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی.
دغه ناسته نن (د تلې اومه) په کازان کې ترسره کېږي.
ښاغلي کابلوف د ارټيوياې سره په مرکه کې چې متن یې د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۶مه) خپور شو ویلي:« د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو په فارمټ ناسته کې د طالب پلاوي د ګډون بلنه نه وه ورکړې، ما رابللي دي.»
هغه څرګنده کړه: له همدې امله، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر "د هغو مېلمنو په وړاندې کوم مکلفیت نهلري، چې ما بللي دي."
ضمیر کابلوف زیاته کړه:« غواړم ټینګار وکړم، چې طالبان ګډونوال نه دي؛ بلکې د مسکو د فارمټ ناستې مېلمانه دي.» هغه وویل:« د دغو دواړو ترمنځ یو اساسي توپیر دی.»
هغه یادونه وکړه، چې د مسکو په فارمټ ناستې کې د لسو هېوادونو استازي روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند، له منځنۍ اسیا د افغانستان ګاونډیان او همدارنګه قزاقستان او قرغزستان په کې شامل دي، چې له افغانستان سره ګډه پوله نه لري.
د روسي استازي په وینا، د مسکو په فارمټ ناسته کې به د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، قطر او د ترکیې استازي هم د څارونکو په توګه حضور ولري.
په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل له هغو موضوعګانو یوه ده، چې د نن ورځې په ناسته کې به پرې خبرې اترې وشي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې په اګسټ میاشت کې په افغانستان کې څه باندې شپږ میلیونه کسانو له دغه سازمان څخه خوراکي او مالي مرستې ترلاسه کړې دي. دې سازمان د پنجشنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې اوس به د بودیجې د سخت کمښت له امله یوازې له 3 میلیونو خلکو سره مرسته وکړي.
د دغه سازمان د شمېرو پر بنسټ؛ په افغانستان کې تر ۲۹ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. د مرستې ترلاسه کوونکو نیمایي برخه ښځې دي.
اوږدمهاله شخړې، د اقلیم بدلون، د بیکارۍ سره سخت اقتصادي زوال، د نغدو پیسو کمښت او د خوراکي توکو د بیو لوړوالی د دې لامل شوی، چې افغانستان په نړۍ کې له ستر بشري بحران سره مخ شي.
دغه سازمان وايي؛ د روان کال د می او اکتوبر تر منځ شاوخوا ۱۵،۳ میلیونه کسانو د خوړو سخته ناانډولي تجربه کړې، چې له دې ډلې ۳.۴ میلیونه کسان د سختې لوږې له امله په دوامداره توګه بشري مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو نړۍوال پروګرام په پام کې لري، چې تر ۲۰۱۳میلادي کال پورې د ۲۱ میلیون خلکو ملاتړ وکړي.
د دې لپاره په ۲۰۲۳میلادي کال کې، له ۲.۲ ملیارد ډالرو څخه ډېرو مرستو ته اړتیا لري، ترڅو اړمنو خلکو ته سمدستي خوراکي مرستې او د ژوند ژواک لومړنی کومک چمتو کړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام اوس د ۱.۰۸ ملیارده ډالرو کمښت سره مخ دی؛ ترڅو د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

پېژندل شوی نرښځی لایق خان چې په «ملاله» مشهور و، د خپل نېږدې ملګري له خوا په مرموز ډول وژل شوی او ملګري یې په جرم اعتراف هم کړی دی. تورن شخص د پولیسو له خوا نیول شوی او هغه د جرم لامل هغه ته د ملالې له خوا «خیانت» بللی.
تورن کس غوښتل چې له کوهاټ څخه وتښتي، خو د پولیسو له خوا ونیول شو. هغه اعتراف وکړ، چې د خپل ناوړه عمل د پټولو لپاره یې د مقتول جسد د اټک سیند ته غورځولی و.
د نوشیره ولسوالۍ د پولیسو افسر نصیر محمود په دې اړه وویل، چې د سپټمبر په ۲۰مه یې د خیراباد په سیمه کې د سیند پر غاړه یو جسد وموند، چې له پلټنو وروسته معلومه شوه، چې دا جسد د لایق مشهور په «ملاله» د پېښور د کوهاټ روډ د اوسېدونکي و.

د قتل پېښه سمدستې د مقتول د ملګري، جواد د شکایت په اساس په اکوړه پولیس سټیشن کې ثبت شوې ده او تورن کس حامد نومېږي.
تورن کس د لومړنیو تحقیقاتو په ترڅ کې په خپل جرم اعتراف کړی. هغه ویلي، چې د ۲۰۱۹ میلادي کال راهیسې یې له مقتولې سره نامشروع اړیکې لرلې، کله چې یې هغه له بل چاسره په اړیکه لرلو ولیده نو د حسد احساس دې ته مجبوره کړ، چې وروسته له سختې شخړې هغه په حیات اباد کې په ډزو ووژني.
د اېکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې؛ په وروستیو کلونو کې خېبرپښتونخوا د ۷۰ ټرانس جنډر د غمجنو وژنو شاهده ده، چې د دې جرمونو ۶۰ سلنه د شخصي اریکو له امله راپېښې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې په دغه هېواد کې د مېرمنو او نجونو وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.
نوموړې په یوې خبري غونډې کې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو لپاره د کار، زده کړو او ټولنیزو حقونو د خوندیتابه غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې افغان مېرمنې باید خپل حقونه تر لاسه کړي.
اغلې امنې زیاته کړه، چې په نېږدې وخت کې به «په اسلام کې د ښځو ونډه» په نامه یوه غونډه هم جوړه شي او په یاده غونډه کې به د افغان مېرمنو او نجونو اوسنی وضعیت وارزول شي.
هغې وویل: “تاسو پوهیږئ چې په دې وروستیو کې د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته یو پلاوی استولی و. موږ فکر کاوه چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره د سیمې هېوادونه هم اړین دي. هغوی د نړۍوالې ټولنې برخه دي او باید فشار پرې راوړي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان کې د ښځو حقونه یو ځل بیا ورکول کیږي”.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د نړۍ ګڼو استازو په افغانستان د مېرمنو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې وه او له طالبانو یې غوښتي وو، چې مېرمنو او نجونو ته دې د هغوی حقونه ورکړي.
طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې دغو څرګندونو ته په ځواب کې څه نه دي ویلي، خو د ملګرو ملتونو غونډې ته په ځواب کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډونوال د دې پر ځای چې د افغانستان پر بنسټيزو مسلو تم شي، د هغه په وینا ټولو فرعي موضوعاتو ته مخه کړې وه.
ښاغلي مجاهد ویلي وو:”په ملګرو ملتونو کې بحثونه او نظرونه فقط د دوو کوچنیو او کورنیو موضوعاتو (د ښځو تعلیم او کار) په لویولو سره منحرف شول.”

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو پر وړاندې د طالبانو ۱۳فرمانونه لېست کړي او ویلي یې دي، چې دغه لارښونې د رسنیو پر کار د سختو بندیزونو او بې ساري شاتګ لامل شوي دي. دغه بنست وايي؛ په افغانستان کې د رسنیو د برخلیک په اړه ډېرې اندېښنې شته.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) د رسنیو د ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د طالبانو ۱۳ فرمانونه تشریح کړې.
په راډیو او ټلویزیون کې د ښځو کار نه کول؛ د طالبانو لومړۍ فرمان دی. په کابل کې د ملي (دولتي) ټلویزیون د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز د دې بندیزونو یوه بېلګه ده.
د مظاهرو او مدني اعتراضونو څخه د رسنیو د پوښښ مخنیوی هم رسنیو ته د طالبانو یو بل فرمان دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د وږي په ۱۷ مه پر هر ډول مظاهرو بندیز ولګاوه او ویې ویل: «د سرغړونې په صورت کې به د هرې پېښې مسوولیت د سرغړونکو پر غاړه وي.»
اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیت هم د هغو نورو لارښوونو له جملې څخه دی، چې د طالبانو رسنیز مرکز د ۱۴۰۰لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۸ مه نېټه د ۱۱ مادیز مقرراتو په بڼه اعلان کړل.
د هغو موضوعاتو خپرول چې له اسلام سره په ټکر کې وي، ملي شخصیتونو ته سپکاوی، ملي او شخصي حریم ته سپکاوی، د طالبانو د رسنیو مرکز تر څارنې لاندې د راپورونو خپرول هغه نور مقررات دي، چې طالبانو پر رسنیو وضع کړي دي.
د دې ترڅنګ د «افغانستان د اسلامي امارت» تر عنوان لاندې د افغانستان د حکومت په توګه د طالبانو د معرفي کول یو له بل بندیز څخه دی، چې طالبانو پر رسنیو لګولی دی. تر دې مهاله هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.
د موسیقۍ پر خپراوي بندیز، په ټلویزیوني ډرامو کې د ښځو پر حضور بندیز، د فلمونو او ټلویزیوني سریالونو پر خپرېدو بندیز، د تفریحي پروګرامونو پر خپرېدو بندیز لګول، چې پکې «شخصیتونو ته سپکاوی شوی وي» او د هغو پروګرامونو پر خپرېدو بندیز لګول، چې ښځې په کې شاملې دي؛ هغه مقرارت دي چې طالبانو یې له رسنیو د منلو غوښتنه کړې.
په ځینو ښارونو کې د ښځو د غږونو پر خپرولو بندیز هم یو له دې مقرارتو څخه دی.
په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څلورو راډیوګانو: سباوون، سکوت، غږ او لښکرګاه راډیو ته خبرداری ورکړی، چې په هېڅ حالت کې دې د ښځو غږونه نه خپروي.
طالبانوپه رسنیو کې هم د جنسیت توپیر لازمي ګڼي، له همدې امله باید نارینه او ښځینه خبریالان په جلا چاپیریال او جلا - جلا پروګرامونو کې څرګند شي.
په همدې اساس د روان کال د زمري په نهمه نېټه طالبانو په ننګرهار کې د همیشه بهار شبکې د خبریالانو روزنیز ورکشاپ د نارینه او ښځینه و په شتون سره بند کړ.
د پورتنیو مواردو ترڅنګ د طالبانو د امر بالمعروف و نهې عن المنکر وزارت په یوه فرمان کې اعلان کړی، چې د طالبانو له مخالفینو او منتقدینو سره د رسنیو مرکې منع دي.
په همدې اساس په کابل کې د طلوع نیوز، يک، اريانا او شمشاد په ګډون د څلورو خصوصي ټلوېزيونونو رييسان د طالبانو له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته احضار شول.
د طالبانو د مشر ملا هبت الله د حکم پر بنسټ؛ د طالبانو د حکومت پر چارواکو نیوکه د شریعت خلاف کار دی او کار منع شوی دی.
په افغانستان کې د امریکا غږ، بي بي سي او دویچه ویله په ګډون د نړۍوالو ټلویزیونونو پر خپرونو هم بندیز ولګېد. له «منع شویو» رسنیو سره د کار کولو ممانعت یو له هغو نورو مسایلو څخه دی چې طالبانو ورته اشاره کړې ده.
د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو منځپانګو سره د سوداګریزو اعلانونو په خپرولو بندیز د نورو مقرراتو څخه دي، چې طالبانو په رسنیو باندې وضع کړي دي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د دغو مقرراتو په شمېرلو او د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، چې د دې محدوديتونو لګول د رسنيو په کار کې بې ساری شاتګ رامنځته کړى دى.