• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې ولسمشر د اوکراین د څلورو سیمو یوځای کول د نړیوالو نورمونو سره سمه چاره بللې

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۵ GMT+۱

ولادیمیر پوتین یو ځل بیا له روسیې سره د اوکراین د څلورو سیمو د یو ځای کېدو دفاع وکړه او ویلي يې دي چې دا ګام یې په بشپړه توګه د نړیوالو نورمونو سره سم دی.

د لوهانسک، دونیتسک، خرسون او زاپوریزیا د یوځای کیدو د لومړۍ کلیزې په مناسبت، د روسیې ولسمشر ادعا وکړه چې «د دغو سیمو اوسېدونکو له خپل پلرني ټاټوبي سره یوځای کېدل غوره کړل.»

پوتین د شنبې په ورځ د تلې میاشتې په اتمه په یوه پیغام کې له روسیې سره د دغو سیمو د یوځای کول یوه "تاریخي او برخلیک ټاکونکې" چاره وبلله.

روسیې پر اوکراین له یرغل وروسته په دغو څلورو سیمو کې جبرې ټولپوښتنه ترسره کړه.

د مسکو چارواکو تېر کال په تله میاشت کې ویلي وه، چې د اوکراین په څلورو ولایتونو کې له روسیې سره د یو ځای کېدو لپاره ټولپوښتې پایلې له ۷۸ تر ۹۹ سلنې پورې مثبتې وې.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دغې کړنې ته غبرګون وښود او ویلي يې وچې دا «په اشغال شویو سیمو کې خندونکي ننداره» حتا د ټولپوښتنې تقلید نه شي بلل کیدی.

لوېدیځو حکومتونو او ملګرو ملتونو هم ټینګار کړی، چې دغه ټولپوښتنې د روسیې تر اشغال لاندې ترسره شوې، له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او دا چاره يې باطله بللې ده.

ترویج لرونکی

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه
۱

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۲

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۳

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له جهاده تر سیاسي معاملو؛ د طالبانو او جهادي ډلو د روایت تاریخي تضاد

۵

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: په قطر کې مېشت افغان کډوال امریکا ته نه لېږدول کېږي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د سټنډرډ اداره وايي، ایران ته یې له ۱۰ زره ټنو زیاته اوسپنه بیرته ور ګرځولې ده

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۳۷ GMT+۱
د طالبانو د سټنډرډ اداره وايي، ایران ته یې له ۱۰ زره ټنو  زیاته اوسپنه بیرته ور  ګرځولې ده
100%

د طالبانو د سټنډرډ ادارې د شنبې په ورځ -د تلې په ۸ مه اعلان وکړ، چې د اسلام کلا له پولې یې څه باندې ۱۰ زره ټنه وارداتي اوسپنه ایران ته ور ګرځولې ده. دغه اداره وايي، چې دا اوسپنه په معیار برابره نه وه.

دغه اداره وايي، په دغو اوسپنیزو توکو کې ګاډر، ټېرنګ او نور ودانیز توکي شامل و، خو د سټنډرډ ادارې د مسلکي انجنيرانو له خوا له لابراتواري ازموينو وروسته یې پايله منفي وه او بېرته ورلیږل شول.

د طالبانو دغې ادارې ویلي چې د ساختماني موادو د کیفیت او ټیکاو د کنټرول په برخه کې «جدي او پرېکنده» اقدام کوي.

په تېرو دوو کلونو کې، د طالبانو د سټنډرډ ادارې بیلابیل وارداتي توکي، په ځانګړې توګه ټیټ کیفیته تېلي محصولات د ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته بیرته ورلیږلي.

د سیمې له هېوادونو څخه د بی کیفیته توکو واردول د افغانستان د تېر حکومت او اوس مهال د طالبانو لپاره له مهمو ننګونو څخه دی.

پر کاج د برید تلین؛ ایراني چارواکي په افغانستان کې د نجونو د تعلیم له حق ملاتړ وکړ

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۰ GMT+۱
پر کاج د برید تلین؛ ایراني چارواکي په افغانستان کې د نجونو د تعلیم له حق ملاتړ وکړ
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د خونړي ځانمرګي برید د لومړي تلین په مناسبت وویل، «د نړۍ په هیڅ ځای کې له زدکړو سره د مینې په خاطر نجونې داسې په وینو نه دي لړل شوې.»

رسول موسوي ویلي، چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم له حق څخه دفاع کوي.

تېر کال د تلې په اتمه د کابل په لویدیځ کې د کاج ښوونیز مرکز د زدکوونکو په یوه ټولګي کې ځانمرګي برید وکړ. په دغه برید کې لږ تر لږه ۵۴ زدکوونکې ووژل او تر ۱۱۰ ډېر ې ټپیانې شوې.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او پوهنتون ته یې د نجونو پر تګ بندیز لګولی دی.

تېر کال د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې زرګونو کسانو د دغه برید په غبرګون کې لاریون وکړ او له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې «د هزاره ګانو نسل وژنه» دې په رسمیت وپېژني.

یو شمېر هېوادونو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه برید غندلی.

له دې برید څخه د یوه کال په تېریدو لا تر اوسه یې کومې ډلې یې مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر هند د بلوچستان بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړ

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۷ GMT+۱
د پاکستان کورنیو چارو وزیر هند د بلوچستان بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړ
100%

د پاکستان سرپرست کورنیو چارو وزیر وايي، د دغه هېواد په بلوچستان صوبه کې «په ترهګریزو بریدونو کې هند لاس لري.» سرفراز بګټي د شنبې په ورځ په کوټه کې د مستونګ پېښې د ټپیانو د لیدلو پرمهال، وویل چې حکومت یې د وسلوالو پرضد پراخ عملیات په پلان کې لري.

پرون د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې د میلادالنبي مراسمو کې ځانمرګی وشو چې له امله یې ۵۹ کسان وژل شوي او تر ۶۰ ټپیان دي.

د بلوچستان صوبايي حکومت درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.

سرفراز بګټي د صوبايي ښار کوټې په روغتون کې د دې ټپیانو تر لیدلو وروسته خبري غونډې ته وویل: «بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښو کې د هند استخباراتي اداره را لاس لري، چې د ترهګرۍ د پلانوونکو، اسانچارو او ترهګرو مور ده.»

هغه زیاته کړه چې د «ترهګرو ملاتړي به تعقیب شي او د پاکستانیانو د څاڅکي څاڅکي وینې حساب به ور سره وشي.»

هغه دا هم وویل، چې د دې ترهګرو د ملاتړو د معلومولو لپاره پوره او هر اړخیزې پلټنې کېږي.

پاکستاني چارواکو تر دې مخکې افغان طالبان تورنول چې د پاکستان ضد وسلوالو ته یې په خپله خاوره کې ځای ور کړی دی، خو دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د وزیر په کچه یو چارواکی هند ته ګوته نیسي.

د هند حکومت لا د ښاغلي بګټي د دې څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

په بله پېښه کې پرون د پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ په دوابه کې هم د پولیسو جومات کې ځانمرګی برید وشو چې له امله یې ۴ کسان ووژل او ۱۲ ټپیان شول.

لا هم کومې ډلې د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی او د پاکستان طالبانو غورځنګ هم دا برید غندلی دی.

په سوریه کې امریکايي ځواکونو د داعش دوه مهم غړي نیولي دي

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۲ GMT+۱
په سوریه کې امریکايي ځواکونو د داعش دوه مهم غړي نیولي دي
100%

د امریکا مرکزي قومندانۍ اعلان وکړ، چې د دوی ځواکونو د سوریې شمال ته په عملیاتو کې د داعش یو مهم غړی ممدوح ابراهیم الحاجي شیخ نیولی دی. تېره اونۍ هم امریکايي ځواکونو په سوریه کې د داعش د یوه بل مهم غړي ابو حلیل الفداني د نیولو اعلان کړی و.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ د ځواکونو د اعلامیې له مخې چې د شنبې په ورځ خپره شوه، ممدوح ابراهیم چې په سوریه کې د داعش ډلې اسانچاری و، د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۸مه نېټه د امریکايي چورلکو په یوه برید کې ونیول شو.

ابوحلیل الفداني هم په سوریه کې د داعش ډلې بل اسانچاری او عملیاتي غړی و، چې د سپتمبر په ۲۵ مه نېټه په عملیاتو کې ونیول شو.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې په دواړو عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

د ۳۰ ورځنۍ بودیجې له تصویب سره د جمهوریتپالو مخالفت ښايي د امریکا د فدرال حکومت چارې ودروي

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۸ GMT+۱
د ۳۰ ورځنۍ بودیجې له تصویب سره د جمهوریتپالو مخالفت ښايي د امریکا د فدرال حکومت چارې ودروي
100%

د امریکا په ولسي جرګه یا د استازو مجلس کې جمهوريتپالو غړو د دغه هېواد حکومت ته د موقتي بودیجې د ورکولو پلان تصویب نه کړ. له دې پرېکړې سره د امریکا د فدرالي حکومت فعالیت یو ګام تړل کېدو ته نږدې شو. د دې پېښې د مخنیوي لپاره کانګرس سبا بله غونډه کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جمعې په ورځ (د تلې په ۷ مه) په رایه اچونه کې ۲۳۲ استازو د امریکا حکومت ته د ۳۰ ورځنۍ بودیجې له تخصیص سره مخالفت وکړ. دا په داسې حال کې ده چې ۱۹۸ استازو رایه ورکړه.

د دې بودیجې طرحه یا پلان هم په ولسي جرګه کې د جمهوريتپالو مشر وړاندې کړی و چې له مخې یې د فدرالي حکومت بودیجه یوازې د یوې میاشتې لپاره تمدید او د چارو د بندیدو مخه یې ونیول شي.

سره له دې چې د جمهوريپالو لومړیتوبونه لکه د کډوالۍ په بهیر کې د محدودیتونو لګول او د حکومت د لګښتونو کمول په دې پلان کې شامل وو، خو بیا هم د اکثره جمهوريتپالو د مثبت نظر په ګټلو کې پاتې راغلی.

د دې راپور له مخې، دا څرګنده نه ده چې جمهوريتپال د فدرالي ادارو له احتمالي تړلو سره څه ستراتیژي لري.

که حکومت وتړل شي، له څلورو میلیونو د زیاتو فدرالي کارمنانو معاشونه، د ملي پارکونو فعالیت او ان ځینې ساینسي څیړنې به وځنډېږي.

همداراز، د امریکا د ولسي جرګې مشر کوین مک کارټي وویل، چې د فدرالي حکومت د بندیدو د مخنیوي د حل لارې په اړه د جمهوريتپالو او دیموکراتانو ترمنځ د احتمالي اجماع امکان شته.

د امریکا په ولسي جرګه کې واک د جمهوريتپالو په لاس کې دی، خو په سنا یا مشرانو جرګه کې دیموکراتان اکثریت دي.

د امریکا د خزانې وزیرې جنټیلن د جمعې په ورځ (د تلې په اوومه) خبرداری ورکړ، چې د حکومت تړل به په دې هېواد کې اقتصادي پرمختګ «کمزوری» کړي.

د هغې په ​​وينا، د دې بندېدو په پايله کې به د بنسټيزو تاسيساتو د ښه والي او د کوچنيو کاروبارونو او ماشومانو اړوند پروګرامونه وځنډول شي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم د فدرالي حکومت تړل کېدل «د وظیفې په اجرا کې سستي» وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا مسله به د دغه هېواد وسله والو ځواکونو ته ډېر زیان ورسوي.

د امریکا د پارلمان استازي به د شنبې په ورځ د میزان په اتمه (د سپتمبر ۳۰مه) د دغه وضعیت د بیا کتنې لپاره یوه غونډه وکړي.

که وړاندیز شوې بودیجه د یکشنبې تر پیل پورې تصویب نشي، د متحده ایالاتو فدرالي حکومت به وتړل شي.