يونیسېف: تېره میاشت په خوارځواکۍ د اخته ۶۰ زره افغان ماشومانو درملنه شوې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسېف وايي، په تېر اګست میاشت کې یې په سختې خوارځواکۍ د اخته ۶۰ زرو ماشومانو درملنه کړې ده. یونیسېف په ورته وخت کې په شدیدې نس ناستې د ۸۷ زره نورو ماشومانو د اخته کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.