د برازیل حکومت افغانانو ته په دې شرط لنډمهاله ویزې ورکوي، چې پنډغالي تش شي

برازيل وايي، هغه مهال به د افغانانو لپاره لنډمهاله ویزې ورکړي چې د هېواد پنډغالي د کډوالو د مېشتېدو لپاره تش شي. نیوکه کوونکي وايي، دا کړنلاره ښايي افغان کډوال د اضافي اداري خنډونو په رامنځته کولو سره له ډېرو زیان منونکو حالاتو سره مخامخ کړي.





