د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت: په کابل کې د سیروم جوړولو فابریکه پرانیستل شوه

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په کابل کې د سیرومو د تولید د یوې لویې فابریکې د پرانیستلو خبر ورکړ. د دغه وزارت چارواکو په جوړې شوې غونډه کې وویل، دغه فابریکه چې په ورځ کې د بېلابېلو طبي سیرومونو د ۱۱۰ زره کڅوړو د تولید وړتیا لري، د ۲۵ میلیونو ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.





