• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د کرېکټ نړیوال جام خپله لومړنۍ سیالۍ کې هالنډ مات کړ

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۰ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ په هند کې د کرېکټ نړیوال جام خپله لومړنۍ سیالۍ کې هالنډ ته په ۸۱ منډو ماتې ور کړه. پاکستان د پچې ګټلو سره توپ وهل پیل کړل او ۴۹ اورونو کې یې ۲۸۶ منډې جوړې کړې.

خو د هالنډ ملي لوبډله په ۴۱ اور کې د ۲۰۵ منډو په جوړولو سره وسوځېده او لوبه د پاکستان په ګټه تمامه شوه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په دې جام کې سبا له بنګله دېش سره سیالي لري.

د کرېکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوره یا یو ورځنیو لوبو ۱۳ نړیوال جام دی، چې هر څلور کاله وروسته کېږي.

د هند په حیدر اباد کې دا جام پرن پیل شوی او د نومبر تر ۱۹ به روان وي، چې ټولې پکې ۴۵ سیالۍ کېږي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نوی زیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لری.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

ځینې افغان هنرمندانو په پاکستان کې د کډوالو د اېستلو پر ضد اعتراض وکړ

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۴ GMT+۱
ځینې افغان هنرمندانو په پاکستان کې د  کډوالو د اېستلو پر ضد اعتراض وکړ
100%

یو شمېر افغان هنرمندانو د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۱۳مه)د پاکستان په کوټه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مخې ته له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو پرضد مظاهره وکړه.

دوی ویلي، چې له موسیقۍ سره د طالبانو د مخالفت له امله به دوی افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې خوندي نه وي.

دغو هنرمندانو د بینرونو او پلې کارډونو په لیږدولو سره، د پاکستان له خوا د کډوالو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خپله جدي اندیښنه څرګنده کړه.

د پاکستان موقت حکومت کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی چې له هیواده ووځي.

افغان سندرغاړي احمد شیدايي رسنیو ته وویل: «موږ له شړلو وېرېږو او که څه هم د کډوالۍ کره اسناد لرو، خو اندېښنه لرو چې څه به کېږي.»

دغو مظاهره کوونکو چې -د موسیقۍ وسایل هم ور سره وـ ټینګار یې وکړ، چې سندرغاړي د طالبانو په اند «منفور» دي او که افغانستان ته واستول شي، هغوی به خوندي نه وي.

پښتون سندرغاړی احمدشاه ښادي وايي، چې هېواد ته له ستنېدو وروسته ښايي د دغو هنرمندانو ژوند له کوم ګواښ سره مخ نه شي، خو په هېواد کې پر موسيقۍ د بنديز له امله به بېکاره شي.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاندې حمیرا کریم ویلي، دوی د هنرمندانو د مرستې لپاره هره هڅه کوي.

په وروستیو اونیو کې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد او کراچۍ کې تر درې زرو زیات افغانان نیولي دي.

د پاکستان د حکومت د شمېرو له مخې په پاکستان کې شاوخوا ۱.۷ میلیونه نا راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي.

دغه هېواد په تېرو څلورو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو کوربتوب کړی دی.

تخار کې ځايي طالبان له پاکستاني وسلوالو سره یو ځای شوي

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۸ GMT+۱
 تخار کې ځايي طالبان له پاکستاني وسلوالو سره یو ځای شوي
100%

سره له دې چې طالب مشرانو خپل وسلوال د پاکستان پر ضد له جګړې منع کړي، خو د دې ډلې غړي د پاکستاني طالبانو له لیکو سره یوځای کیدو ته دوام ورکړی. افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اسناد ښيي، چې تخار ولایت کې طالب وسلوال په شمالي وزیرستان کې د حافظ ګل بهادر له ډلې سره یوځای شوي دي.

د دغو اسنادو له مخې، په تخار ولایت کې لږ تر لږه ۴۰ طالبان د حافظ ګل بهادر له ډلې سره یوځای شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د طالبانو مشر، د دفاع وزیر او د طالبانو د سترې محکمې یوه غړي په پاکستان کې جګړه «حرامه» بللې وه.

سرچينو زياته کړې، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده يو حکم صادر کړی، چې له مخې يې په پاکستان کې جګړه منع او «حرامه» ده.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب هم د زمري په میاشت کې اعلان وکړ، چې که څوک د جهاد په نیت له افغانستانه بهر ځي، د هغه کار جهاد نه بلل کیږي. هغه ویلي وو: «کله چې د مجاهدینو امیر مو له جګړې منع کړي او بیا هم تاسو جکړې ته ځی، ستاسو دا جګړه جهاد نه بلل کیږي.»

د طالبانو د سترې محکمې غړي مفتي عبدالرووف هم په پاکستان کې د جګړې پر ضد فتوا صادره کړه او ویلي یې و، چې طالبانو د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه، چې په بهر کې به جهاد نه کوي.

خو هغه اسناد چې موږ تر لاسه کړي، ښيي چې له تخار ولایت څخه طالب وسلوال د حافظ ګلبهادر په مشرۍ له پاکستاني طالبانو سره یوځای شوي دي.

100%

د هغو طالب جنګیالیو نوملړ چې د تحریک طالبان پاکستان له لیکو سره یوځای شوي دي

د تحریک طالبان پاکستان له خوا د بریدونو له زیاتېدو او د پاکستان په جګړه کې د افغان طالبانو د حضور په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، اسلام اباد پر افغان طالبانو فشار راوړ چې په دغه هېواد کې جګړه «حرامه» اعلان کړي.

د افغانستان او پاکستان طالبان نږدې اړیکې سره لري. پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، طالبانو هڅه وکړه چې د پوځ او ټي ټي پي تر منځ منځګړتوب وکړي، خو بریالي نه شول.

پاکستاني چارواکو په وروستیو ورځو کې هم وویل، چې په تېرو ۹ میاشتو کې په پاکستان کې له ۲۴ځانمرګو بریدونو څخه ۱۴یې د افغانانو له خوا شوي دي.

100%

له تخار ولایت څخه لږ تر لږه ۴۰ تنه طالبان له تحریک طالبان پاکستان سره یوځای شوي دي

افغان کرېکټ الف لوبډله د پاکستان په ماتولو سره د اسیايي جام پایلوبې ته ووتله

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۳ GMT+۱
افغان کرېکټ الف لوبډله د پاکستان په ماتولو سره د اسیايي جام پایلوبې ته ووتله
100%

د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې د جمعې په ورځ په چین کې د اسیایي لوبو په لړ کې پاکستان ته په ماتې ور کولو سره پایلوبې ته لار وکړه. د پاکستان الف لوبډلې په ۱۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۵ منډې جوړې کړې وې او افغانستان ته یې ۱۱۶ منډې هدف ټاکلی و.

افغان ابدالیان لوبډلې د شپږو لوبغاړو په بایللو سره دا هدف په ۱۶ اور کې پوره او لوبه یې وګټله.

افغان لوبډلې تر دې مخکې په دغو سیالیو کې سریلانکا هم ماته کړې وه.

د افغان ابدالیان په نوم د افغان کرېکټ الف لوبډله سبا د هند له الف لوبډلې سره پایلوبه لري.

د چین د هانګژو ښار په کوربه‌توب د اسیا د ۱۹ م پړاو سیالۍ له څه مودې راهیسې د افغان لوبغاړو په ګدون د ۴۵ هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي.

پاکستان وايي د بې قانونه کډوالو د اېستلو پرېکړه یې له نړیوالو اصولو سره برابره ده

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۰ GMT+۱
پاکستان وايي د بې قانونه کډوالو د اېستلو پرېکړه یې له نړیوالو اصولو سره برابره ده
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د افغانانو په ګډون د بې قانونه کډوالو د اېستلو پرېکړه یې له نړیوالو اصولو سره سمه ده. د جلیل عباس جیلاني په خبره، یو هېواد هم بې قانونه کډوالو ته د اوسېدو اجازه نه ور کوي، ځکه به ۱.۷۳ میلیونه بې قانونه افغان کډوال له پاکستان و اېستل شي.

د پاکستان حکومت د سې شنبې په ورځ په دغه هېواد کې بې قانونه کډوالو ته د نومبر تر اولې وخت ور کړ، خو طالبان وايي، دا پرېکړه د منلو نه ده.

د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون مختلفو ادارو هم له پاکستان غوښتي چې له افغان کډوالو سره ناسم چلن بند کړي.

خو جلیل عباس جیلاني په تبت کې د یوې غونډې په بهیر کې د هانګ کانګ فونیکس تلوېزون سره په مرکه کې ویلي، یو هېود هم بې قانونه کډوالو ته د اوسېدو اجازه نه ور کوي، هغه که اروپا ده یا زموږ په ګاونډ کې د اسیا هېوادونه.

د هغه په خبره، دې ته په پام د پاکستان وروستۍ پرېکړه هم له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې نه ده.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ وویل، چې په دغه هېواد کې څلور میلیونه او څلور لکه افغان کډوال اوسېږي چې یو میلیون اوه لکه او دېرش زرو پورې بې قانونه دي.

پاکستاني چارواکي افغان کډوال د دغه هېواد په ناامنۍ کې هم په لاس لرلو تورنوي او وايي سږنیو ۲۴ ځانمرګو بریدونو کې ۱۴ افغانانو کړي دي.

خو طالب چارواکي دا تورونه ردوي.

په پاکستان کې افغان کډوالو ته د یوې میاشتې وخت له ورکولو مخکې هم په مختلفو ښارونو په تېره کراچۍ او اسلام اباد کې د دوی د نیولو لړۍ پیل شوې ده.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، درې کډوال تر نیول کېدو وروسته مړه موندل شوي دي.

طالبان دا هم وايي، چې تېرو دریو اونیو کې نږدې ۲۳ زره افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر د ملایعقوب مجاهد څرګندونې د پاکستان په چارو کې لاسوهنه وبلله

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۲ GMT+۱
د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر د ملایعقوب مجاهد څرګندونې د پاکستان په چارو کې لاسوهنه وبلله
100%

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د ملایعقوب مجاهد وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې د پاکستان په کورني چارو کې لاس وهنه وبلله. ملایعقوب مجاهد په یوې غونډه کې د وینا پرمهال د پاکستان له خلکو او علماوو وغوښتل، چې خپل حکومت د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې راوګرځوي.

د دغو څرګندونو په غبرګون کې د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر د یوې ویډیو په خپرولو ویلي، چې دا د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده.
ښاغلي اڅکزي زیاته کړې، دا د پاکستان حق دی چې د افغانانو په ګډون هر څوک له خپل هېواده وباسي.
هغه ویلي، په دې برخه کې به حکومت هیڅ ډول بهرنی فشار ونه مني.
اڅکزي ویلي، د حکومت د سپارښتنې له مخې ۲۶ ورځې وروسته به د بلوچستان صوبایي حکومت د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې اړین ګامونه واخلي.
دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ ملایعقوب مجاهد د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړې په غبرګون دغه کړنه «ظلم او بربریت» وباله.
نوموړي وویل، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان حکومت پرېکړه عادلانه نه ده.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې دغه ډول پرېکړې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلولای شي.

‏همدارنګه ښاغلي مجاهد پر نړۍوالو سازمانونو او بنسټونو غږ کړی، چې پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د دغه هېواد له لوري د «روان ظلم او بربریت» مخه ونيسي.

په ورته مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي، په اسلام اباد کې له کډوالو سره کېدونکی چلند ورته د زغم وړ نه دی.

د پاکستان د نشنل اېپېکس کمېټې (د تلې ۱۱مه) په یوه ناسته کې چې د پاکستان سرپرست حکومت لومړي وزیر ترڅنګ د پوځ مشر هم کډون کړی و پرېکړه وکړه، چې افغان کډوال د اکټوبر له ۱۰مې نېټې څخه د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د کډوالۍ کارتونو او تذکرو سره د تګ او راتګ اجازه لري.

دوی ټینګار کوي، چې افغانان د نومبر لومړۍ نېټې څخه بیا یوازې پر پاسپورټ او وېزې لرلو سره کولی شي، دغه هېواد ته سفر وکړي.

دغې پرېکړې د طالبانو او نړۍوالو سازمانونو غبرګونونه راپارولي او له پاکستان څخه یې غوښتي، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.