د حماس راکټي برید کې لږ تر لږه ۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې پر اسراییل د حماس د وسله والو ځواکونو د راکټي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۰۰ اسراییلیان وژل شوي او ۷۴۰ نور ټپیان شوي دي.

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې پر اسراییل د حماس د وسله والو ځواکونو د راکټي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۰۰ اسراییلیان وژل شوي او ۷۴۰ نور ټپیان شوي دي.
د فلسطین روغتیايي چارواکو هم ویلي، چې د اسراییل په ځوابي بریدونو کې شاوخوا ۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۶۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
د اسراییل ځوابي برید د حماس له راکټي حملې وروسته پیل شو.
حماس وايي، د شنبې په ورځ یې له پنځو زرو ډېر راکټونه د اسراییل سوېل ته توغولي دی.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دوی "د فلسطین د خلکو له حق څخه چې په خپله تاریخي خاوره کې یو خپلواک دولت ولري ملاتړ کوي.» طالبانو له اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې «د فلسطین د بې ګناه خلکو پر وړاندې دې د اسراییلي ځواکونو د تاوتریخوالي مخه ونیسي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ -د تلې په ۱۵مه- په یوه بیان کې له اسلامي هېوادونو، د اسلامي همکاریو له سازمان، نړیوالې ټولنې او د سیمې له اغېزناکو هېوادونو غوښتي چې «د فلسطین د مسئلې د حل لپاره دې د فلسطینیانو د مشروع حقونو د ورکړې په برخه کې لاس په کار شي.»
حماس د شنبې په سهار اسراییل ته سلګونه توغندي وتوغول چې په وروستیو کلونو کې پر اسراییلو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.
طالبانو په دې اعلامیه کې «د دغسې پېښو رامنځ ته کیدل د صهیونیستي اسراییلیانو له خوا د فلسطیني مظلوم ولس د حقونو تر پښو لاندې کول او د مسلمانانو د مقدسو اماکنو په مکرر ډول اهانت او بې احترامي» بللې ده.
د اسراييل د ژغورنې ملي سرویس ويلي، چې د حماس په راکټي بريدونو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۵۶۱ نور ټپيان دي. په ټپیانو کې د ۷۷ تنو حالت نازک ښودل شوی دی.
د حماس د راکټي بریدونو په غبرګون کې، اسراییلي پوځ عملیات پیل کړل چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د فلسطین د روغتیا وزارت تایید کړه، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بمباریو کې ۱۶۱ کسان وژل شوي او۹۳۱ نور ټپیان دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت تایید کړه، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بمباریو کې ۱۶۱ کسان وژل شوي او ۹۳۱ نور ټپیان دي. تر دې مخکې د اسراییل پوځ ویلي وو، چې د غزې تړانګې ته څېرمه یې د «اوسپنېزو تورو» په نوم عملیاتو کې د حماس پر مرکزونو بریدونه کړي دي.
یوې پوځي سرچینې اسراییل ټایمز ته ویلي چې جنګي الوتکو تر اوسه له ۱۶ ڼنو زیات مهمات غورځولي دي.
همداراز، وروستی شمېر ښيي چې پر اسراییل د حماس راکټي او ځمکني برید کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي او ۷۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د اسراییل پر سوېل د حماس ډلې په برید کې د ۲۲ کسانو د وژل کېدو او ۵۴۰ د ټپي کېدو راپور ور کړل شوی دی. په ورته مهال د اسراییل پوځ وايي، له دې برید وروسته یې د حماس پرضد «د اوسپنیزو تورو» عملیات پیل کړي دي.
فلسطینۍ ډلې حماس د شنبې په ورځ ناڅاپه د اسراییل پر سویل د توغندیو باران پیل کړ، چې وروستیو کلونو کې بې مخینې بلل کېږي.
حماس وايي، په دې برید کې پنځه زره توغندي د اسراییل لور ته توغولي او «دوښمن مرکزونه، هوایي ډګرونه او نظامي ځایونه» یې په نښه کړي دي.
د دې ډلې یوه قومندان محمد ضیف ویلي چې د الاقصا توپان عملیات پیل شوي دي
تلګراف د اسراییلي رسنيو په حواله ویلي چې حماس ۳۵ اسراییل هم یرغمل کړي دي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو له امنیتي چارواکو سره بېړنۍ غونډه کې کړې ده.
هغه یوه پیغام کې ویلي، «موږ په جنګ کې یو او بریالي به شو.دوښمن به د دې برید درنه بیه ور کړي.»
اسراییل ټایمز ته یوې امنیتي سرچینې ویلي چې د حماس پرضد عملیاتو کې یې الوتکې هم برخه لري.
اناتولي خبری اژانس وايي، د اسراییل بریدونو کې څلور فلسطنیان هم وژل شوي دي.

د هند په ختیځ کې د یخچالي ډنډ د ماتېدو او ناڅاپي سېلاب د جوړېدو له امله د مړو شمېر ۴۲ او د ورکو کسانو شمېر ۱۵۰ ته ورسېد. په سیکیم ایالت کې ځايي چارواکو د جمعې په ورځ وویل، چې د ورکو کسانو د موندلو هڅې لا هم روانې دي.
دا له پنځوسو کلونو ډېر وخت کې په دغه سیمه کې تر ټولو بده طبیعي پېښه بلل کېږي.
د هند په سیکیم ایالت کې لوناک ډنډ له څنډو پروناوبه روانې او د لوی سیلاب لامل شوې.
د چارواکو په وینا په سیکیم ایالت کې چې د طبیعي منظرو له مخې د سیل لپاره په زړه پورې ځای دی، د دې پېښې له امله د نږدې ۲۲ زره کسانو ژوند اغیزمن شوی دی.
دا د سوېلي اسیا غرونو کې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو مرګونې پېښه ده.

په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ښيي د ایران د قزوین ولایت د اقبالیه اوسېدونکو په دې ښار کې د افغان کډوالو د اوسېدو پر صد مظاهره کړې. دغه لاريونوال چې لرګي او ډبرې ور سره دي د افغان کډوالو پر یوه کور برید کوي.
له دغې پېښې درې میاشتې وړاندې د اقبالیه ښاروال میکاییل سلماني د افغان کډوالو شتون "امنیت او روغتیا ته ګواښ" بللی و.
ښاغلي سلماني د روان کال د سرطان د میاشتې په ۱۸ مه په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ د افغانانو (بهرنیو کډوالو) د شتون په اړه رسمي شمېر نه لرو، خو د غیر رسمي شمېر له مخې له ۱۴څخه تر ۱۵ زره افغان کډوال په اقبالیه کې استوګن دي.»
داسلامی جمهوریت دغه ځایي چارواکي زیاته کړه: «هغه روغتیایي او امنیتي ګواښونه چې (افغان کډوال) یې لري د ولایت مقام سیاسی مرستیال او دملکي خلکو عمومی ادارې ته منعکس شوي دي.»
د اسلامي جمهوريت د اصلاح طلب ورځپاڼې په شمول ځینې ایراني ورځپانو په پرله پسې ډول په ایران کې د افغان مهاجرینو د حضور د زیاتیدو په اړه مطالب لیکلي، او هغه یې د هلمند پر سیند د ایران د حقابې سره تړلي او هڅه یې کړې چې د افغان کډوالو شتون د امنیت پر ضد ښکاره کړي.
داسې انديښنه شته چې د افغان مهاجرينو په اړه د چارواکو او رسنيو څرګندونې به د مهاجرينو په وړاندې د عامو خلکو احساسات راوپاروي او پر وړاندې به يې تاوتريخوالی زيات شي.