• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حماس: پر اسرايیلو برید د ایران په ملاتړ تر سره شوی

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۴ GMT+۱

د حماس یوه ویاند غازي حمد ویلي، چې د شنبې په ورځ پر اسراییلو په برید کې دغې ډلې د ایران ملاتړ درلود. ښاغلي حمد د بي بي سي نړیوالې برخې ته ویلي، په دغو بریدونو کې نورو هیوادونو هم له حماس سره مرسته کړې، خو هغه د هیوادونو نومونه نه دي یاد کړي.

خو د بایډن د حکومت یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې تر اوسه په دې بریدونو کې د ایران د مستقیم رول په اړه څه ویل ناشوني دي.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، دغه چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي، د حماس په دغه برید کې د ایران د "مستقیم" رول په اړه څه ویل ته لا وختي دي.

تهران په دوامداره ډول د حماس او د لبنان حزب الله په څېر د وسله والو ډلو څخه په ښکاره خپل ملاتړ اعلان کړی او په فلسطیني "مقاومت" ډلو یې غږ کړی چې د اسراییلو په وړاندې خپل بریدونه زیات کړي.

د حماس له لوري د بریدونو نوی پړاو په داسې حال کې شوی چې د تل ابیب او ریاض تر منځ د اړیکو د عادي کولو لپاره خبرې روانې دي.

ایران د اسرائیلو او د سیمې د هیوادونو تر منځ د اړیکو ټینګول په کلکه غندلي دي، ځکه وېره لري چې دغه موضوع به په سیمه کې د تهران د څنډې ته کېدو لامل شي.

حماس د شنبې په ورځ د «الاقصی توپان» د عملیاتو د پیلولو له اعلان وروسته د اسرائیلو پر ښارونو زرګونه توغندي ور وتوغول. په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۶۰۰ټپيان شوي دي.

د اسرائیلو پوځ د یکشنبې په ورځ د (تلې۱۶مه) سهار اعلان وکړ چې لا هم د اسرائیلو په سویلي سیمو کې له حماس سره په جګړه بوخت دي.

له دغو بریدونو وروسته اسرائیلي پوځ هم په غزه کې د حماس پر مرکزونو پراخ بریدونه پیل کړل. د فلسطین د سرې میاشتې د معلوماتو له مخې، پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې تر اوسه ۲۵۰ کسان وژل شوي او تر ۷۰۰ډېر ټپیان شوي دي. خو دا شمېرې له نورو هغو سره توپیر لري.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

پر غزې د اسرائیلو په غچ اخیستونکو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۳۲ تنو ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۵ GMT+۱
پر غزې د اسرائیلو په غچ اخیستونکو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۳۲ تنو ته ورسېد
100%

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو په ځوابي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳۲ تنه وژل شوي. دغه وزارت د ټپيانو شمېر ۱۶۰۰ تنه ښودلی. تېره ورځ د فلسطین حماس ډلې پر اسراييلو بې شمېره توغندي ورولي و.

په اسرائیلو کې هم د حماس د بریدونو له امله د وژل شویو شمېر ۳۰۰ تنو ته رسېدلی او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

حماس ډلې د شنبې په ورځ (د تلې۱۵مه) سهار وختي د اسرائیلو پر ښارونو زرګونه توغندي وتوغول.

د حماس یوه جګپوړي قوماندان محمد ضعیف دغه ګام د «القصی توپان» عملیاتو پیل وباله او ویې ویل چې حماس پر اسرائیلو پنځه زره توغندي توغولي دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې حماس پر دغه هېواد څه باندې دوه زره او۲۰۰ توغندي توغولي دي.

پر اسراییلو دغه ناڅاپي برید چې "بې مخینې" بلل شوی، د غزې په تړانګه کې د اسراییلي امنیتي ځواکونو د غچ اخیستونکو بریدونو لامل شو.

اسرائیلي پوځ ویلي، چې د دوی ځواکونو د غزېپه لسګونو ځایونو کې د حماس پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان وکړ چې هیواد یې په «جګړه کې»دی او دوی به يې «ګټي»هغه خبرداری ورکړ چې «شمان» به د دې برید لپاره «بې ساری پور» پرې کړي.

پر اسرائیلو د حماس ناڅاپي برید د اسرائیلو د استخباراتي ادارو د وړتیاوو او فعالیت په اړه هم پوښتنې راپورته کړې دي.

د امريکا په ګډون يو شمېر لوېديځو هېوادونو د حماس دغه بريد غندلى او له اسرائيلو يې خپل ملاتړ اعلان کړى دى.

د امریکا ولسمشر: اسراییل له ځانه د «دفاع حق» لري

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۱ GMT+۱
د امریکا ولسمشر: اسراییل له ځانه د «دفاع حق» لري
100%

د امریکا ولسمشر پر اسرائیلو د حماس له راکټي بریدونو وروسته وویل چې زرګونه راکټونه د اسرائیلو ښارونه په نښه کړي او دا «هېواد حق لري چې له ځانه دفاع وکړي» او دغه بریدونه ودروي.

جو بایډن په ایکس پاڼه لیکلي: «د حماس ترهګر نه یوازې اسرائیلي پوځیان وژني، بلکې ملکي خلک هم په کوڅو او کورونو کې په نښه کوي.»

جو بایډن د اسراییلي ولسي وګړو وژل "غیر اخلاقي" بللي او ویلي یې دي چې نړۍ ډارونکي انځورونه ویني.

د وروستیو راپورونو له مخې، په فلسطین کې د حماس وسله والو د راکټي بریدونو په پایله کې تر ۲۰۰ډېر اسراییلیان وژلي او ۱۱۰۰ نور يې ټپیان کړي.

د حماس روغتیايي چارواکو هم ویلي چې د اسرائیلو په ځوابي بریدونو کې تر ۲۳۰ډېر فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۶۰۰ډېر ټپیان شوي دي.

د امریکا ولسمشر او د اسرائیلو لومړي وزیر هم د شنبې په ورځ ټلیفوني خبرې وکړې.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې انتوني بلینکن د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره په ټیلیفوني خبرو کې پر اسرائیلو باندې د حماس د بریدونو د غندلو ترڅنګ له هغه غوښتي چې په لویدیځه غاړه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ګامونه واخلي.

د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ چې جوبایډن له بنیامین نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې متحده ایالات د اسراییلو تر څنګ ولاړ دي او د اسراییلو د دفاع د حق ملاتړ کوي.

د حماس راکټي برید کې لږ تر لږه ۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۷ GMT+۱
د حماس راکټي برید کې لږ تر لږه ۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول
100%

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې پر اسراییل د حماس د وسله والو ځواکونو د راکټي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۰۰ اسراییلیان وژل شوي او ۷۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکو هم ویلي، چې د اسراییل په ځوابي بریدونو کې شاوخوا ۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۶۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د اسراییل ځوابي برید د حماس له راکټي حملې وروسته پیل شو.

حماس وايي، د شنبې په ورځ یې له پنځو زرو ډېر راکټونه د اسراییل سوېل ته توغولي دی.

طالبانو «خپله تاریخي ځمکه کې» د فلسطینیانو د خپلواک دولت د جوړېدو ملاتړ وکړ

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۱ GMT+۱
طالبانو «خپله تاریخي ځمکه کې» د فلسطینیانو د خپلواک دولت د جوړېدو ملاتړ وکړ
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دوی "د فلسطین د خلکو له حق څخه چې په خپله تاریخي خاوره کې یو خپلواک دولت ولري ملاتړ کوي.» طالبانو له اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې «د فلسطین د بې ګناه خلکو پر وړاندې دې د اسراییلي ځواکونو د تاوتریخوالي مخه ونیسي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ -د تلې په ۱۵مه- په یوه بیان کې له اسلامي هېوادونو، د اسلامي همکاریو له سازمان، نړیوالې ټولنې او د سیمې له اغېزناکو هېوادونو غوښتي چې «د فلسطین د مسئلې د حل لپاره دې د فلسطینیانو د مشروع حقونو د ورکړې په برخه کې لاس په کار شي.»

حماس د شنبې په سهار اسراییل ته سلګونه توغندي وتوغول چې په وروستیو کلونو کې پر اسراییلو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.

طالبانو په دې اعلامیه کې «د دغسې پېښو رامنځ ته کیدل د صهیونیستي اسراییلیانو له خوا د فلسطیني مظلوم ولس د حقونو تر پښو لاندې کول او د مسلمانانو د مقدسو اماکنو په مکرر ډول اهانت او بې احترامي» بللې ده.

د اسراييل د ژغورنې ملي سرویس ويلي، چې د حماس په راکټي بريدونو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۵۶۱ نور ټپيان دي. په ټپیانو کې د ۷۷ تنو حالت نازک ښودل شوی دی.

د حماس د راکټي بریدونو په غبرګون کې، اسراییلي پوځ عملیات پیل کړل چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د فلسطین د روغتیا وزارت تایید کړه، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بمباریو کې ۱۶۱ کسان وژل شوي او۹۳۱ نور ټپیان دي.

د فلسطین روغتیا وزارت: د اسراییل په هوايي بریدونو کې ۱۶۱ تنه وژل شوي او ۹۳۱ نور ټپیان دي

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۷ GMT+۱
د فلسطین روغتیا وزارت: د اسراییل په هوايي بریدونو کې ۱۶۱ تنه وژل شوي او ۹۳۱ نور ټپیان دي
100%

د فلسطین د روغتیا وزارت تایید کړه، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بمباریو کې ۱۶۱ کسان وژل شوي او ۹۳۱ نور ټپیان دي. تر دې مخکې د اسراییل پوځ ویلي وو، چې د غزې تړانګې ته څېرمه یې د «اوسپنېزو تورو» په نوم عملیاتو کې د حماس پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

یوې پوځي سرچینې اسراییل ټایمز ته ویلي چې جنګي الوتکو تر اوسه له ۱۶ ڼنو زیات مهمات غورځولي دي.

همداراز، وروستی شمېر ښيي چې پر اسراییل د حماس راکټي او ځمکني برید کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي او ۷۴۰ نور ټپیان شوي دي.