• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وروسته له ۲۹ ساعتونو د هرات د پېښې په اړه د طالبانو ریاست الوزرا بېړنۍ ناسته وکړه

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۴ GMT+۰

په داسې حال کې چې د هرات خونړۍ زلزله پرون شنبه ۱۱ بجې ۱۴ دقیقې شوې ده، خو طالبانو نن یکشنبه د مازیګر ۴ بجې د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ په ارګ کې د هرات د پېښې په اړه بېړۍ غونډه کړې او پېښې ته د رسیده ګۍ په پار یې یو ګډ کمېسیون جوړ کړی دی.

له ارګ څخه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د طالبانو د رییس الوزرا په مشرۍ نن څلور بجې د هرات په اړه بېړنۍ غونډه شوې ده.

تر اوسه د هرات د پېښې د قربانیانو په اړه له هراته بېلابېل خبرونه وړاندې کیږي، د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د پرونۍ زلزلې د قربانیانو شمېر هغومره نه دی چې دوی مخکې خپور کړی و.

خو په سیمه کې روغتیاپال او قومي مخور وايي، د زلزلې مرګ ژوبله تر هغه په مراتبو ډېره ده، چې طالبان یې رسمي وړاندې کوي.

د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت مخکې ویلي وو، چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې- چې د پرونۍ زلزلې مرکز بلل شوی- ۲۰۵۳ کسان مړه او ۹۲۴۰ټپیان شوي دي.

خو څو ګړۍ وروسته یې وویل؛ د پرونۍ زلزلې د قربانیانو د ناسم فهرست د خپرولو له امله بښنه غواړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د کلیو پراختیا، پېښو ته د رسېدو، عامې روغتیا، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او افغاني سرې میاشتې څخه یوه ګډه کمېټه جوړه کړې، چې د هرات ولایت ته لاړ شي او هلته له زیانمنو سره مرستې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې رییس الوزرا د هرات له زلزله‌ ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۰۰ میلیون نغدې افغانۍ هم دغه ولایت ته استولې دي.

د طالبانو د ریاست الوزار د دفتر یو کارمند او لیکوال محمد حسن حقیار بیا وايي، چې تر اوسه هېڅ کوم دولتي چارواکي د پېښې سیمې ته نه دي ورغلي.

هغه زیاته کړې: “د طبیعي پېښو وزیر پرېږده چې ان ولسوال هم زلزله ځپلې سیمې ته نه دی تللی”.

د طالبانو ریاست الوزرا د هرات د پېښې لپاره دغه کمېټه په داسې وخت کې اعلانوي، چې نن د افغانستان لپاره د ایران سفیر کاظمي قمي ویلي، چې د دوی مرستندویې ډلې تېره شپه سیمې ته رسېدلي او له زیانمنو شویو او ورکو خلکو سره یې د مرستو او لټې لړۍ پیل کړې ده.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

اشرف غني: د هرات زلزله ځپلو ته د مرستو ټولولو او وېشلو لپاره دې شفاف میکانېزم جوړ شي

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۴ GMT+۱
 اشرف غني: د هرات زلزله ځپلو ته د مرستو ټولولو او وېشلو لپاره دې شفاف میکانېزم جوړ شي
100%

د افغانستان پخواني ولسمشر په هرات کې د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه. محمد اشرف غني له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ولسي کمېټو د جوړېدو وړاندیز وکړ. د هغه په ​​وينا، دغه کمېټې بايد دقيقې شمیرې چمتو کړي او زيانمنو ته د مرستو په وېش کې ونډه واخلي.

پخواني ولسمشر په ​​یوه متن کې چې د یکشنبې په ورځ ـ میزان ۱۶ ـ یې خپور کړ، لیکلي یې دي: «دغه کمیټې دې په زنده جان ولسوالۍ کې چې تر ټولو زیات زیان یې لرې پرتو سیمو ته رسیدلی، ارقام راټول کړي او بیا دې سیمو ته د مرستو رسولو کې ونډه واخلي."

اشرف غني لیکلي: "د مرستو د ټولېدو، وېشل کېدو او حساب ورکولو یوه شفاف میکانیزم ته اړتیا ده."

هغه چې په متحده عربي اماراتو کې اوسېږي وويل، شوهد ښيي چې افغانستان د نړۍ د هغو اتو هیوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلونو له ژورو اغېزو ترټولو ډېر زیانمېږي.

دی زیاتوي د هرات او لوېدیځو برخو د زلزلې له عواقبو سره د مبارزې ترڅنګ، ددغو اوږد مهالو عواقبو مقابله هم له افغانانو ریښتنی ملي وحدت، ملي او روحي کډون او اسلامي پیوستون غواړي.

پخواني ولسمشر تاکید کړی، چې لومړى بايد په وروستۍ زلزله کې د وژل شويو، ټپيانو او بې ځايه شويو کره شمېرې وړاندې شي.

طالبانو تر اوسه د زلزلې د قربانیانو کره شمېره نه ده اعلان کړې.

د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د یکشنبې په سهار ویلي و چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې- چې د پرونۍ زلزلې مرکز بلل شوی- ۲۰۵۳ کسان مړه او ۹۲۴۰ ټپیان شوي دي.

خو وروسته یې وویل، چې دې شمېر کې تېروتنه شوې ده او د زلزلې د ټولو مړو او ټپیانو شمېر ۲۰۵۳ ته رسېږي او د زلزله ځپلو سیمو د وګړو شمېر ۹۲۴۰ ته رسېږي.

له دې سره په زنده جان کې یو طالب چارواکی او ځايي خلک وايي، وايي، په څو کلیو کې تر زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

قمي: ایران کې مېشت افغان کډوال زموږ مېلمانه دي او هرات ته مو د ژغورنې ډلې رسېدلې دي

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۰ GMT+۱
قمي: ایران کې مېشت افغان کډوال زموږ مېلمانه دي او هرات ته مو د ژغورنې ډلې رسېدلې دي
100%

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او د دغه هېواد سفیر کاظمي قمي وايي،په ایران کې له افغان کډوالو سره شوی نادرست چلند د یو شمېر افراطي ډلو له خوا شوی او د ایران حکومت افغان کډوالو ته د مېلمنو په سترګه ګوري. نوموړی هرات ته د ایراني مرستندویې ډلې د راتګ خبر هم ورکوي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته تر هغې وکړې، چې څو ورځې وړاندې افغانستان انټرنشنل داسې ویډیوګانې ترلاسه کړې وې، چې په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې او ناوړه چلند زړه بوږنوونکې صحنې پکې ښودل کېدې.

د دغو ویډیوګانو څخه په یوې کې د رالیږونکي په وینا؛ دوه تنکي ځوان کډوال چې ۱۶ او ۱۷ کلن دي، د تهران یوه طبي مرکز ته وړل شوي، چې په چاقو د وهلو له امله ژور ټپونه لري.

په ویډیو کې دوه تنکي ځوانان بې کمیسه په بستر پراته دي او له ټپونو یې وینې روانې دي.

د همدې روغتيايي مرکز په دهلېز کې يو بل ځوان هم ليدل کېږي، چې د چپې سترګې لاندې یې له وینو ډک زخمونه لیدل کیږي او وايي، چې په چاقو پرې بريد شوی دی.

قمي نن یکشنبه (د تلې ۱۶مه) په یوې خبري غونډې کې وویل، چې ایران له تېرو ۵۰ کلونو را په دې خوا د افغان کډوالو کوربه دی او دا مهال په ایران کې ۶ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې ۷۵۰ زره افغان ماشومان پکې په زده کړو بوخت دي.

قمي د هرات د وروستۍ پېښې له زیانمنو سره د ایران له مرستو هم خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې تېره شپه یو شمېر ایراني مرستندویه ډلې د دوغارون له پولې اسلام کلا ته راغلې دي.

هغه وویل، چې له مرستندویه ډلو سره “څارونکي سپي” هم موجود دي، چې د مړو شویو کسانو په پېدا کولو کې به مرسته وکړي.

د نوموړي په خبره چې یادې مرستندویه ډلې له ماسپیښین مهاله د موقتي سرپناه او لومړنیو روغتيايي مرستو په رسولو بوختې دي.

د قمي په خبره، چې دوی هڅه کوي د وروستیو پېښو د قربانیانو لپاره ګرځنده روغتیايي مراکز جوړ کړي او په ورته وخت کې یې د لومړنیو مرستو بکسې هم چمتو کړې دي.

په هرات کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې وروسته رویټرز خبري اژانس د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ویاند له خولې ویلي، چې په هرات کې د شنبې د ورځې د زلزلې له امله دمړو شویو کسانو شمېر دوه زره او ۵۳ ته رسېدلی دی.

ملا جانان سایق زیاته کړه، چې په دې زلزله کې څه باندې ۹ زره نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د دغه طالب چارواکي په وینا؛ په دې زلزله کې شاوخوا ۱۳۲۹ کورونه یا په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

طالبانو په هرات کې د زلزلې د زیانونو بېلابېلې شمېرې وړاندې کړې دي.

په ورته ورخت کې یو شمېر سوداګرو، د سپورت د ډګر وتلو ستورو او سیاستوالو د هرات د پېښې له قربانیانو سره د خپلې مرستې اعلان کړی دی.

د افغانستان مرګونې زلزلې په تېرو ۳۰ کلونو کې

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۲ GMT+۱
د افغانستان مرګونې زلزلې په تېرو ۳۰ کلونو کې
100%

د افغانستان لوېدیځ کې پرون د ۶.۳ درجې لزلې هرات او ور څېرمه ولایتونه ولړزول. لا هم د مرګ ژوبلې کره شمېر نشته خو ویل کېږي تر دوو زرو کسان پکې مړه شوي دي. دلته په تېرو دېرشو کلونو کې د افغانستان مرګونو زلزلو ته کتنه شوې ده.

بدخشان ۲۰۲۳

۶.۵ درجې لزلې د بدخشان جرم ولسوالي کې وشوه چې افغانستان او پاکستان کې یې ۱۳ کسان مړه شول.

کونړ ۲۰۲۲

د تېر کال سپټمبر کې هم په کونړ کې زلزلې اته کسان مړه کړل.

پکتیکا د ۲۰۲۲ کال جون

پکتیکا او خوست کې د ۶.۱ درجې لزلې سره یو زر ۳۶ کسان مړه او پراخ تاوان یې واړاوه، چې له امله یې طالبانو د نړیوالې مرستې غوښتنه وکړه.

هندوکش ۲۰۱۵

د ۷.۵ درجې زلزله په افغانستان کې یوه لویه ریکارډ شوې زلزله ده چې له امله یې په دغه هېواد او ګاونډیو پاکستان او هند کې ۳۹۹ کسان مړه شول.

هندوکش ۲۰۰۲

د ۲۰۰۲ کال په مارچ کې دوو زلزلو په هندو کش کې ۱۱ سوه کسان مړه کړل.

هندوکش ۱۹۹۱

په هندوکش د زلزلې له امله په افغانستان، پاکستان او پخواني شوروي کې ۸۴۸ کسان مړه شول.

قاین ۱۹۹۷

د افغانستان او ایران پر پوله ۷.۲ درجې لزلې په دواړو هېوادونو کې له ۱۵ سوو ډېر کسان مړه او تر لس زرو ډېر کورونه وران کړل.

تخار ۱۹۹۸

د دغه کال په فبروري زلزلې تر ۲۳۰۰ کسان مړه کړل. ځینې اټکلونه دا شمېر څلور زره ښيي. په مۍ کې د ۶.۶ درجې دویمې زلزلې په دغه سیمه کې له ۴۷۰۰ ډېر کسان په سیمه کې مړه کړل.

طالبان وايي د زلزلې د قربانیانو شمېر کې تېروتنه شوې، خو ولس مرګ ژوبله په مراتبو ډېره بولي

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۸ GMT+۱
 طالبان وايي د زلزلې د قربانیانو شمېر کې تېروتنه شوې، خو ولس مرګ ژوبله په مراتبو ډېره بولي
100%

د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د پرونۍ زلزلې د قربانیانو شمېر هغومره نه دی چې دوی مخکې خپور کړی و. خو په سیمه کې روغتیاپال او قومي مخور وايي، د زلزلې مرګ ژوبله تر هغه په مراتبو ډېره ده چې طالبان یې رسمي وړاندې کوي.

د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت مخکې ویلي و چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې- چې د پرونۍ زلزلې مرکز بلل شوی- ۲۰۵۳ کسان مړه او ۹۲۴۰ ټپیان شوي دي.

خو څو ګړۍ وروسته یې وویل د پرونۍ زلزلې د قربانیانو د ناسم فهرست د خپرولو له امله بښنه غواړي.

دغه وزارت وايي، د زلزلې د ټولو مړو او ټپیانو شمېر ۲۰۵۳ ته رسېږي او د زلزله ځپلو سیمو د وګړو شمېر ۹۲۴۰ ته رسېږي.

له دې سره بیا هم طالبانو د مړو او ټپیانو شمېر سره بېل کړی نه دی.

له دې سره په زنده جان کې ېو طالب چارواکی وايي، په څو کلیو کې تر زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

د طالبانو د ریاست الوزار د دفتر کارمن او لیکوال محمد حسن حقیار هم- چې زنده جان کې زلزله ځپلو سیمو ته تللی- د ځايي خلکو هڅې ستايي، خو وايي، د طبیعي پېښو وزیر پرېږده چې ان ولسوال هم زلزله ځپلې سیمې ته نه دی تللی.

نوموړی وايي، په یوه سیمه کې پنځه کلي یو مخ نړېدلي، خو ځايي خلکو له پرون راهیسې یوازې د یوه کلي دریمه برخه سپړلې ده.

د زنده جان اوسېدونکي هم پر طالبانو نیوکه کوي چې تر کنډوالو لاندې کسانو د ژغورلو لپاره یې ټیمونه او وسیال کم دي.

د زنده جان اوسېدونکو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په سوونو کسان لا هم تر خاورو لاندې دي او د مړو شمېر تر هغه ډېر دی چې رسمي اعلانېږي.

یو قومي مشر هم په یوه غږیز پیغام کې وايي، چې تر ۱۳ کلي یو مخ وران شوي دي او په عادي وسایلو د مړو او خاورو لاندې کسانو اېستل امکان نه لري.

نوموړی وايي، کله چې پرون سکواټر د خلکو پر اېستلو پیل وکړ خلکو پر ډبرو ویشت او ورته ویل به یې چې اول زما کسان را وباسه.

دغه کس زیاتوي: «که یوه اونۍ هم کار وشي دا شهیدان به ونه باسل شي. دا زلزله د غرمې مهال شوې چې د کلیو خلک په دغه مهال ډوډۍ خوري.»

له بلې خوا د بې پولې ډاکټرانو ادارې یو ډاکټر وايي، چې په زنده جان او رباط سنګي کې مکمل کلي وران شوي دي او ان د مرګ ژوبلې شمېر تر هغه څو برابر دی چې رسمي اعلانېږي.

نوموړی دا هم وايي چې ځینې کلیو ته لا هم ژغورونکي نه دي رسېدلي.

ملګرو ملتونو هم تر دې دمه د پرونۍ زلزلې د قربانیانو شمېر نه دی خپور کړی.

په دا مهال په هرات کې د طالبانو والی له درمل پلورو د درملو او له ځايي خلکو له زلزله ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

طالبان: په بریتانیا او اتریش کې د افغانستان د سفارتونو کونسلي خدمتونه وځنډول شول

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۱ GMT+۱
طالبان: په بریتانیا او اتریش کې د افغانستان د سفارتونو کونسلي خدمتونه وځنډول شول
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزات له کابل سره د برېتانیا او اتریش د سفارتونو له لوري د همغږۍ نه شتون د کونسلي خدمتونو د ځنډولو لامل یاد کړی دی.

د یک شنبې په ورځ د (تلې۱۶مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه لیکلي چې په لندن او ویانا کې د افغانساتان سفارتونه ته د کونسلي خدمتونو لپاره مراجعه کوونکي دغو سفارتونو ته نه ورځي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو سفارتونو کې د روڼوالي نشت او طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سره د نه همغږۍ له امله يې کونسلي خدمتونه «د پاسپورټ تمدید، د ویزو صادرول، د وثیقو او اسنادو تصدیق او صادورل د روانې تلې میاشتې له ۱۶ مې نیټې څخه تر بلې خبرتیا د اعتبار وړ نه بلل کیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په هند کې د افغانستان د تېر جمهوري حکومت سفارت د طالبانو او هند هیواد له لوري د فشارونو له امله سفارت وتړل شو او بیا يې څو ورځې وروسته د بېرته پرانیستو خبر خپور شو.