• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فلسطینۍ حماس څه ډول ډله ده؟

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۴ GMT+۱

د فلسطین حماس ډلې له غزې تراړې پرون تر پنځو زرو توغندي د اسراییل سوېل ته وتوغول. دا وروستیو کلونو کې د فلسطین-اسراییل ترمنځ یو بې مخینې ټکر دی. په دې نوي ټکر کې تراوسه ۳۱۳ فلسطنیان او ۳۵۰ اسراییل وژل شوي دي.

خو حماس څنګه ډله ده؟

حماس یا د اسلامي مقاومت غورځنګ په نوم ډله د فلسطین د انتفاضې یا پاڅون پر مهال پر ۱۹۸۷ کال جوړه شوه.

د ایران حکومت یې ملاتړ کوي او د اخوان المسلمین په څېر ایډیالوژي لري چې په ۱۹۲۰ کلونو کې په مصر کې پیل شوې ده.

حماس د فلسطین د ولسمشر او محمود عباس په مشرۍ له فتح غورځنګ سره تر لنډې کورنۍ جګړې وروسته له ۲۰۰۷ کال راهیسې پر غزه واکمن دی. فتح غورځنګ هم لوېدیځه غاړه کې واکمني لري.

حماس په ۲۰۰۶ کال کې په پارلماني ټاکنو ګټلو پسې پر غزه هم واکمن شو. حماس محمود عباس د حماس پرضد په دسیسه تورن کړ، خو عباس د حماس ولکه کودتا وبلله.

له هغه وروسته د دواړ ترمنځ څه مهال کورنۍ جګړه هم وشوه، چې بیا سره جوړ شول، خو ترې دې پېښې وروته ټاکنې هم نه دي شوې.

له هغه وخت راهیسې حماس له اسراییل سره ګڼې نښتې درلودلې دي؛ په داسې ډول چې حماس له غزې راکټي او توغندیز بریدونه کړي او اسراییل په ځواب کې پر غزه بمبار کړی دی.

حماس د اسراییل هېواد په رسمیت نه پېژني او د فتح یا فلسطین ازادیپال غورځنګ او تل ابیب ترمنځ د ۱۹۹۰ کلونو د اوسلو سولې خبرو هم سخت مخالف دی.

حماس وسلواله څانګه لري چې د عزالدین قسام کنډکونو په نوم یادېږي او وسلوال او ځانمرګي اسراییل ته د بریدونو لپاره لېږي. حماس خپلې دا هڅې د اسراییل د نېواک پرضد مقامات بولي.

د حماس د ۱۹۸۸ کال منشور د اسراییل د له منځه وړلو غوښتنه کوي، خو له دې سره د دې غورځنګ مشرانو کله کله د هودنا په نوم د اوږدمهالي اوربند وړاندیز کړی، خو په دې شرط چې اسراییل به د خپلواک فلسطین د جوړېدو لپاره د ۱۹۶۷ کال جګړه کې له نیولیو فلسطیني سیمو وځي. خو اسراییل دا یو چل بولي.

اسراییل، امریکا، اروپايي ټولنه، کاناډا، مصر او جاپان حماس ته د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.

حماس د ایران، سوریې او د لبنان د حزب الله ډلې په ګډون د هغه ایتلاف برخه دی چې په منځني ختیځ کې د امریکا او اسراییل د پالیسیو سخت مخالفت کوي.

که څه هم د حماس د واک او ځواک مرکز غزه ده، خو فلسطیني سیمو کې ملاتړي لري او مشران یې د قطر په ګډون د منځني ختیځ مختلفو سیمو کې تیت پرک دي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په بریتانیا او اتریش کې د افغانستان د سفارتونو کونسلي خدمتونه وځنډول شول

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۱ GMT+۱
طالبان: په بریتانیا او اتریش کې د افغانستان د سفارتونو کونسلي خدمتونه وځنډول شول
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزات له کابل سره د برېتانیا او اتریش د سفارتونو له لوري د همغږۍ نه شتون د کونسلي خدمتونو د ځنډولو لامل یاد کړی دی.

د یک شنبې په ورځ د (تلې۱۶مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه لیکلي چې په لندن او ویانا کې د افغانساتان سفارتونه ته د کونسلي خدمتونو لپاره مراجعه کوونکي دغو سفارتونو ته نه ورځي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو سفارتونو کې د روڼوالي نشت او طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سره د نه همغږۍ له امله يې کونسلي خدمتونه «د پاسپورټ تمدید، د ویزو صادرول، د وثیقو او اسنادو تصدیق او صادورل د روانې تلې میاشتې له ۱۶ مې نیټې څخه تر بلې خبرتیا د اعتبار وړ نه بلل کیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په هند کې د افغانستان د تېر جمهوري حکومت سفارت د طالبانو او هند هیواد له لوري د فشارونو له امله سفارت وتړل شو او بیا يې څو ورځې وروسته د بېرته پرانیستو خبر خپور شو.

حماس: پر اسرايیلو برید د ایران په ملاتړ تر سره شوی

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۰ GMT+۱
حماس: پر اسرايیلو برید د ایران په ملاتړ تر سره شوی
100%

د حماس یوه ویاند غازي حمد ویلي، چې د شنبې په ورځ پر اسراییلو په برید کې دغې ډلې د ایران ملاتړ درلود. ښاغلي حمد د بي بي سي نړیوالې برخې ته ویلي، په دغو بریدونو کې نورو هیوادونو هم له حماس سره مرسته کړې، خو هغه د هیوادونو نومونه نه دي یاد کړي.

خو د بایډن د حکومت یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې تر اوسه په دې بریدونو کې د ایران د مستقیم رول په اړه څه ویل ناشوني دي.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، دغه چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي، د حماس په دغه برید کې د ایران د "مستقیم" رول په اړه څه ویل ته لا وختي دي.

تهران په دوامداره ډول د حماس او د لبنان حزب الله په څېر د وسله والو ډلو څخه په ښکاره خپل ملاتړ اعلان کړی او په فلسطیني "مقاومت" ډلو یې غږ کړی چې د اسراییلو په وړاندې خپل بریدونه زیات کړي.

د حماس له لوري د بریدونو نوی پړاو په داسې حال کې شوی چې د تل ابیب او ریاض تر منځ د اړیکو د عادي کولو لپاره خبرې روانې دي.

ایران د اسرائیلو او د سیمې د هیوادونو تر منځ د اړیکو ټینګول په کلکه غندلي دي، ځکه وېره لري چې دغه موضوع به په سیمه کې د تهران د څنډې ته کېدو لامل شي.

حماس د شنبې په ورځ د «الاقصی توپان» د عملیاتو د پیلولو له اعلان وروسته د اسرائیلو پر ښارونو زرګونه توغندي ور وتوغول. په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۶۰۰ټپيان شوي دي.

د اسرائیلو پوځ د یکشنبې په ورځ د (تلې۱۶مه) سهار اعلان وکړ چې لا هم د اسرائیلو په سویلي سیمو کې له حماس سره په جګړه بوخت دي.

له دغو بریدونو وروسته اسرائیلي پوځ هم په غزه کې د حماس پر مرکزونو پراخ بریدونه پیل کړل. د فلسطین د سرې میاشتې د معلوماتو له مخې، پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې تر اوسه ۲۵۰ کسان وژل شوي او تر ۷۰۰ډېر ټپیان شوي دي. خو دا شمېرې له نورو هغو سره توپیر لري.

پر غزې د اسرائیلو په غچ اخیستونکو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۳۲ تنو ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۵ GMT+۱
پر غزې د اسرائیلو په غچ اخیستونکو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۳۲ تنو ته ورسېد
100%

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو په ځوابي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳۲ تنه وژل شوي. دغه وزارت د ټپيانو شمېر ۱۶۰۰ تنه ښودلی. تېره ورځ د فلسطین حماس ډلې پر اسراييلو بې شمېره توغندي ورولي و.

په اسرائیلو کې هم د حماس د بریدونو له امله د وژل شویو شمېر ۳۰۰ تنو ته رسېدلی او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

حماس ډلې د شنبې په ورځ (د تلې۱۵مه) سهار وختي د اسرائیلو پر ښارونو زرګونه توغندي وتوغول.

د حماس یوه جګپوړي قوماندان محمد ضعیف دغه ګام د «القصی توپان» عملیاتو پیل وباله او ویې ویل چې حماس پر اسرائیلو پنځه زره توغندي توغولي دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې حماس پر دغه هېواد څه باندې دوه زره او۲۰۰ توغندي توغولي دي.

پر اسراییلو دغه ناڅاپي برید چې "بې مخینې" بلل شوی، د غزې په تړانګه کې د اسراییلي امنیتي ځواکونو د غچ اخیستونکو بریدونو لامل شو.

اسرائیلي پوځ ویلي، چې د دوی ځواکونو د غزېپه لسګونو ځایونو کې د حماس پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان وکړ چې هیواد یې په «جګړه کې»دی او دوی به يې «ګټي»هغه خبرداری ورکړ چې «شمان» به د دې برید لپاره «بې ساری پور» پرې کړي.

پر اسرائیلو د حماس ناڅاپي برید د اسرائیلو د استخباراتي ادارو د وړتیاوو او فعالیت په اړه هم پوښتنې راپورته کړې دي.

د امريکا په ګډون يو شمېر لوېديځو هېوادونو د حماس دغه بريد غندلى او له اسرائيلو يې خپل ملاتړ اعلان کړى دى.

د امریکا ولسمشر: اسراییل له ځانه د «دفاع حق» لري

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۱ GMT+۱
د امریکا ولسمشر: اسراییل له ځانه د «دفاع حق» لري
100%

د امریکا ولسمشر پر اسرائیلو د حماس له راکټي بریدونو وروسته وویل چې زرګونه راکټونه د اسرائیلو ښارونه په نښه کړي او دا «هېواد حق لري چې له ځانه دفاع وکړي» او دغه بریدونه ودروي.

جو بایډن په ایکس پاڼه لیکلي: «د حماس ترهګر نه یوازې اسرائیلي پوځیان وژني، بلکې ملکي خلک هم په کوڅو او کورونو کې په نښه کوي.»

جو بایډن د اسراییلي ولسي وګړو وژل "غیر اخلاقي" بللي او ویلي یې دي چې نړۍ ډارونکي انځورونه ویني.

د وروستیو راپورونو له مخې، په فلسطین کې د حماس وسله والو د راکټي بریدونو په پایله کې تر ۲۰۰ډېر اسراییلیان وژلي او ۱۱۰۰ نور يې ټپیان کړي.

د حماس روغتیايي چارواکو هم ویلي چې د اسرائیلو په ځوابي بریدونو کې تر ۲۳۰ډېر فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۶۰۰ډېر ټپیان شوي دي.

د امریکا ولسمشر او د اسرائیلو لومړي وزیر هم د شنبې په ورځ ټلیفوني خبرې وکړې.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې انتوني بلینکن د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره په ټیلیفوني خبرو کې پر اسرائیلو باندې د حماس د بریدونو د غندلو ترڅنګ له هغه غوښتي چې په لویدیځه غاړه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ګامونه واخلي.

د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ چې جوبایډن له بنیامین نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې متحده ایالات د اسراییلو تر څنګ ولاړ دي او د اسراییلو د دفاع د حق ملاتړ کوي.

د حماس راکټي برید کې لږ تر لږه ۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۷ GMT+۱
د حماس راکټي برید کې لږ تر لږه ۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول
100%

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې پر اسراییل د حماس د وسله والو ځواکونو د راکټي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۰۰ اسراییلیان وژل شوي او ۷۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکو هم ویلي، چې د اسراییل په ځوابي بریدونو کې شاوخوا ۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۶۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د اسراییل ځوابي برید د حماس له راکټي حملې وروسته پیل شو.

حماس وايي، د شنبې په ورځ یې له پنځو زرو ډېر راکټونه د اسراییل سوېل ته توغولي دی.