• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړۍوال سازمان له طالبانو غوښتي چې د هرات زلزله ځپلو لپاره بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۱ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان د هرات د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل، چې د قربانیانو عاجلو او بېړنیو اړتیاوو ته پاملرنه وکړي.

له دغې خونړۍ زلزلې درې ورځې وروسته په هرات کې د ژغورنې او پلټنې په عملیاتو کې د طالبانو پر مدیریت نیوکې شوې دي.

د شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې یوې زلزلې د افغانستان شمال لوېدیځ ولړزاوه.

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د دغې زلزلې مرکز و.

نن د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) ویلي، چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله تر دا مهاله ۱۰۲۳ تنه مړه شوي او ۱۶۶۳ کسان ټپیان شوي.

اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې تر دا مهاله ۵۱۶ کسان ورک دي، چې له جملې یې ۲۰۳ نارینه او ۲۱۳ښځینه دي.

په راپور کې ویل شوي، چې په زنده جان کې ۱۳۲۰ کورنۍ، په انجیل کې ۱۵۰ کورنۍ، په ګلران کې ۹۵ کورنۍ، په کوهسان کې ۶۰ کورنۍ او په کوشک (ربات سنګی) کې ۱۶۵۵ کورنۍ اغېزمنې شوې دي.

د اوچا د راپور له مخې؛ ښايي دا شمېره تر دې هم لوړه شي او د دوی د ژغورنې او مرستې ډلې په سیمه کې د خلکو په لټون بوختې دي.

بل خوا منتقدین وايي، چې د زلزلې د ناورین له پراخوالي او ژوروالي سره - سره طالبان تر اوسه د دغه ناورین په اداره کولو کې پاتې راغلي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې د مرستې او ژغورنې عملیات "بې له تبعیض او د بشري حقونو له معیارونو سره سم" ترسره کړي.

د بښنې د نړۍوال سازمان مشر زمان سلطاني وویل: «په افغانستان کې اوس مهال خلک د سخت اقتصادي بحران او څو کلونو جګړو له اغېزو سره مخامخ دي. د ژمي راتلونکو میاشتو ته په پام سره موږ په [طالبانو] چارواکو او نړۍوالې ټولنې غږ کوو، چې ژر تر ژره زلزله ځپلو ته کورونه، کافي خواړه، د څښاک اوبه او روغتیایی خدمتونه برابر کړي."

د بښنې نړۍوال سازمان هم پر طالبانو غږ کړی، چې مرستندویه ادارو ته اجازه ورکړي چې زیانمنو شویو سیمو ته د لاسرسي اجازه ورکړي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا نړۍوال سازمان: د هرات د زلزلې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۹ GMT+۱
د روغتیا نړۍوال سازمان: د هرات د زلزلې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي
100%

په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان د بېړنیو مرستو د څانګې مشر د دوشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان په لویدیځ کې د شنبې د ورځې په زلزله کې زیاتره مړه شوي او ټپیان ښځې او ماشومان دي.

د ډاکټر علا ابوزید په وینا؛ یو شمېر یې د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې بیستر شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله تر دا مهاله ۱۰۲۳ تنه مړه شوي او ۱۶۶۳ کسان ټپیان شوي.

اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې تر دا مهاله ۵۱۶ کسان ورک دي، چې له جملې یې ۲۰۳ نارینه او ۲۱۳ ښځینه دي.

په راپور کې ویل شوي، چې په زنده جان کې ۱۳۲۰ کورنۍ، په انجیل کې ۱۵۰ کورنۍ، په ګلران کې ۹۵ کورنۍ، په کوهسان کې ۶۰ کورنۍ او په کوشک (ربات سنګی) کې ۱۶۵۵ کورنۍ اغېزمنې شوې دي.

ډاکټر علا ابوزید رویټرز ته وویل: "ډېری نارینه د زلزلې په وخت کې بهر وو، چې د سهار په ۱۱ بجو وشوه." له همدې امله د وژل شویو او ټپیانو ډېری هغه ښځې او ماشومان دي چې هغه مهال په کورونو کې وو.

هغه زیاته کړه: "د ټپیانو دوه پر درېیمه برخه چې ما په روغتون کې ولیدل ماشومان او ښځې دي."

هغه د هرات په روغتونونو کې د زلزله ځپلو ماشومانو په نازک حالت کې لیدل ډېر د اندېښنې وړ وبلل او زیاته یې کړه، چې دا ډول ټپي کېدل کولی شي، چې د اوږدې مودې فزیکي معیوبیت رامنځته ځینې ​​​​دا ټپونه کولی شي د اوږدې مودې فزیکي معیوبیت لامل شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ژغورنې د عملیاتو او په هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د مالي مرستو برابرول خورا مهم دي، په ځانګړې توګه مرستندویه هېوادونه دا مهال د نورو بحرانونو له امله افغانستان ته کمه پاملرنه کوي.

بهرنیو ډېپلوماټانو او د مرستندویه موسسو چارواکو ویلي، چې په اوکراین او منځني ختیځ کې کړکېچ او همدارنګه په مرستندویه موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو د کمېدو لامل شوی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان دغه چارواکي وویل: "هغه څه چې په دې دوه ورځو کې په مینځني ختیځ کې پېښیږي د ټولې نړۍ پام یې ځانته اړولی او د افغانستان د کړکېچ په اړه پاملرنه کمه شوې ده."

نوموړي په هرات کې د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره په روغتونونو کې د کافي اندازه وسایلو د کمښت یادونه هم کړې ده.

د اوچا تازه راپور: د هرات په زلزله کې ۱۰۲۳ تنه مړه، ۱۶۶۳ ټپیان او ۵۱۶ تنه ورک دي

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۰ GMT+۱
د اوچا تازه راپور: د هرات په زلزله کې ۱۰۲۳ تنه مړه، ۱۶۶۳ ټپیان او ۵۱۶ تنه ورک دي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله تر دا مهاله ۱۰۲۳ تنه مړه شوي او ۱۶۶۳ کسان ټپیان شوي. اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې تر دا مهاله ۵۱۶ کسان ورک دي، چې له جملې یې ۲۰۳ نارینه او ۲۱۳ ښځینه دي.

په راپور کې ویل شوي، چې په زنده جان کې ۱۳۲۰ کورنۍ، په انجیل کې ۱۵۰ کورنۍ، په ګلران کې ۹۵ کورنۍ، په کوهسان کې ۶۰ کورنۍ او په کوشک (ربات سنګی) کې ۱۶۵۵ کورنۍ اغېزمنې شوې دي.

د اوچا د راپور له مخې؛ ښايي دا شمېره تر دې هم لوړه شي او د دوی د ژغورنې او مرستې ډلې په سیمه کې د خلکو په لټون بوختې دي.

دوی وايي، چې د لټون او مرستې د ډلو سربېره د ارزونې ډلې هم په چټک ډول پر کار بوختې دي.

په راپور کې راغلي، چې تر دا دمه د زنده جان ولسوالۍ ۳۳ ماشومان، ۱۵ سپین ږیري او ۴۸ مېرمنې بې سرپرسته تایید شوې دي، چې د کورنۍ غړي یې په زلزله کې له منځه تللي یا ورک دي.

اوچا زیاتوي، چې دا مهال د هرات په ولایتي روغتون کې د ۵۵۲ ټپیانو درملنه روانه ده، چې له ډلې یې ۸۱ نارینه، ۱۹۹ مېرمنې، ۲۲۹ ماشومان او ۴۳ نامعلومه اشخاص دي.

دوی وايي، چې دا مهال په سیمه کې د دوی د ژغورنې او مرستې ډلې خپلو مرستو او پلټنو ته دوام ورکوي.

په راپور کې ویل شوي، چې ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندوق څخه د پنځه میلیونو بېړنیو مرستو تصویب شوی او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره به په راتلونکو څلرویشتو ساعتونو کې د دغو مرستو وېش پیل کړي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره دې بېړنۍ مرستې وکړي.

بل خوا د طالبانو د پېښو ته رسېدو وزارت نن اعلان وکړ، چې په هرات کې د زلزلې له امله څلور زره تنه مړه او ټپيان شوي دي.

د دې وزارت چارواکو په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د هرات په ۲۰ کلیو کې ۱۹۸۳ کورونه "په بشپړه توګه" ویجاړ شوي.

طالبانو یو ځل بیا د هرات په زلزله کې د مړو او ټپیانو شمېرې سره نه دی جلا کړي.

د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۷مه) په کابل کې له یوې خبري غونډې وروسته د طالبانو د پېښو ته رسېدو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د زلزلې په ځای کې ۳۵ ملي او نړۍوالې د پلټنې او ژغورنې ډلې موجودې وې.

طالبانو ویلي، چې د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده په استازیتوب یو پلاوی هم هرات ته تللی او له زلزله ځپلو سره یې د مرستې ژمنه کړې ده.

طالبانو ویلي، چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي نړۍوالې ټولنې ته: د هرات له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړئ

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۹ GMT+۱
د ملګرو ملتونو سرمنشي نړۍوالې ټولنې ته: د هرات له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړئ
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش په هرات کې د زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ تر څنګ وايي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو همغږې ادارې له زلزله ځپلو سره په مرستو بوختې دي.

نوموړي په یوه بیان کې د هرات وروستۍ پېښه بوږنوونکې بللې او ویل یې دي، چې د ملګرو ملتونو همکارې ادارې د زلزله ځپلو سیمو ته د مرستو په همغږۍ کار کوي او دغه پېښه له نېږدې څاري.

ښاغلي ګوترش پر نړۍوالې ټولني هم غږ کړی، چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره په بېړني ډول مرسته وکړي.

هغه ویلي، چې دغه خلکو لا له وړاندې د مرستې اړتیا لرله، مګر په اوسني بېړني حالت کې دا اړتیا څو چنده زیاته شوې او اړینه ده، چې د قربانیانو د کورنیو لاسنیوی وشي.

په ورته وخت کې چين، جاپان، ايران، پاکستان، اروپايي ټولنې او د روغتيا نړۍوال سازمان د هرات له زلزله ځپلو سره د نغدو پيسو، خوراکي توکو او طبي مرستو ژمنه کړې ده.

طالبانو ویلي، چې هرات ته د ایران او ترکیې مرستې رسېدلې دي.

همداراز د خوست، کندهار، پکتيا، نيمروز، ننګرهار، وردګو او فراه خلکو هم اعلان کړى، چې هرات ته به نغدي، خوراکي او غير خوراکي مرستې ولېږدوي.

دا مهال د یو شمېر سوداګرو، بنسټونو او طالبانو له خوا د هرات له زلزله ځپلو سره نېږدې ۳۱۵ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان شوې ده.

طالبانو افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره د بین الوزارتي کمېسیون د جوړېدو اعلان وکړ

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۱ GMT+۱
طالبانو افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره د بین الوزارتي کمېسیون د جوړېدو اعلان وکړ
100%

د طالبانو د رییس الوزرا له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امر یې د وزارتونو په کچه یو ګډ کمېسیون جوړ کړی، چې د کډوالو اوسنی وضعیت وڅېړي.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه کمېسیون لومړۍ غونډه د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ کړې او پکې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر ستونزو، د بېرته راستنېدو پر وړاندې د خنډونو او په کور دننه د ستونزو په اړه خبرې اترې شوې دي.

د خبر پاڼې له مخې؛ په غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ته دنده سپارل شوې ده، چې یاد کمېسیون ته طرزالعمل جوړ کړي.

په افغانستان کې وروسته له هغې د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو مساله ګرمه شوه، چې د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې له دغه هېواده به ټول غیرقانوني کډوال وباسي.

په ورته وخت کې ایران هم اعلان کړی، چې دوی به غیرقانوني کډوال له خپلې خاورې وباسي.

دغه پرېکړې په سیمه ییزه او نړۍواله کچه له پراخ غبرګون سره مخ شوې، مګر تر اوسه د دواړو هېوادونو په دریځونو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د طالبانو یو شمېر چارواکو د افغان کډوال راویستل له طالبانو سره د جنګ په معنا یاد کړل او زیاته یې ده، چې افغان کډوالو له روسیې سره د جګړې پر مهال له پاکستان څخه دفاع کړې ده.

یادو غبرګونونو ته تر دا مهاله پاکستان ځواب نه دی ویلی، خو نن د پاکستان د سرپرست حکومت لومړی وزیر انوارالحق کاکړ ویلي، په پاکستان کې درې برخې کډوال اوسیږي او د افغانانو په ګډون هغه کډوال چې قانوني اسناد لري هغوی به له له پاکستانه نه ویستل کیږي.

نوموړی ویلي: «موږ د ۱،۸ میلیونه اسناد لرونکو افغان کډوالو د ویستلو په اړه هیڅ خبره هم نه ده کړې او ویل کیږي چې ټول افغانان باید له پاکستان څخه ویستل شي دا اوازه ده، موږ د اسناد لرونکو افغانانو سره هېڅ کار نه لرو.»

خو په ورته وخت کې یو شمېر د قانوني اسنادو لرونکي افغان کډوال شکایت کوي، چې پاکستاني پولیس یې ځوروي، کورونو ته یې ورننوځي او له دوی پېسې اخلي.

هرات د درېیم ځل لپاره د ریښتر په کچه د ۵.۱ درجې یوې بلې زلزلې ولړزاوه

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۹ GMT+۱
هرات د درېیم ځل لپاره د ریښتر په کچه د ۵.۱ درجې یوې بلې زلزلې ولړزاوه
100%

د دوشنبې په ورځ (د میزان ۱۷مه) یوې بلې زلزلې د هرات ولایت ځینې برخې ولړزولې. د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د دغې زلزلې شدت ۵.۱ ښودلی دی. دا په هرات کې نن درېیمه پرلپسې زلزله ده.

دغه راز د دوشنبې په ورځ (د میزان په ۱۷ مه) په هرات ولایت کې د رېښتر په کچه د ۴،۷ درجې یوې بلې زلزلې ولړزاوه.

د امریکا د جیولوژیکي ادارې ویلي چې د وروستۍ زلزلې مرکز د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په مرکز قره باغ کلي کې و.

څو ساعته وړاندې هرات د ریښتر په کچه د ۴،۹ درجې یوې بلې زلزلې شاهد و.

د دوشنبې په ورځ (د میزان په ۱۷مه) ماسپښین څخه مخکې لومړۍ زلزله د افغانستان لویدیځ ولړزاوه.

د اروپا مدیترانې سیسمولوژیکي مرکز د معلوماتو له مخې؛ دغه زلزله د هرات ښار شمال لوېدیځ ته په ۵۰ کیلومترۍ کې شوې ده.

په هرات کې د شنبې په ورځ (د میزان ۱۵مه) له خونړۍ زلزلې چې سلګونه کسان یې مړه او ژوبل کړل، دوه ورځې وروسته نن دوشنبې (د میزان ۱۷ مه ) درې ځله زلزلې وشوې.