پاکستان نه اوس او نه پخوا د ځانمرګو د پېژندګلوي په اړه اسناد وړاندې کړې دي. د ځانمرګو په اړه د ښاغلي بګټي ارقام شاید د ډېرو زړه ته ونه لوېږي خو په دې کې شک نه شته چې پاکستان د افغانستان له خوا امنیتي اندېښنې لري.
په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته د پاکستاني طالبانو بریدونه ډیر او لا خطرناک شوي دي. په دې موده کې پاکستاني چارواکو څو ځله کابل ته سفرونه کړي او له طالبانو یې غوښتي دي چې یا په افغانستان کې دېره پاکستاني طالبان وروسپاري او یا یې په پاکستان کې له برید کولو راوګرځوي.
پاکستان ظاهرآ له افغان طالبانو زیاته توقع لري خو ډېر څه کول یا د طالبانو د ادارې په وس کې نه دي، یا یې نه کوي.
په تشدد باندې د معتقدو، افراطي کسانو خصوصیت دا دی چې په ډېره اسانه باندې وژلو او تخریب ته پلمه پیدا کوي. څو ورځې مخکې په بلوچستان کې د میلادالنبي لپاره په راغونډو شویو خلکو باندې هغو انتحاریانو حمله وکړه چې د میلادالنبي لمانځل هم ورته ګناه ښکارېده.
په پاکستان کې د افراط او تعصب فکرونو ته په لسیزو هوا ورکړه شوې ده. له کډوالو سره د جنایت او افراطیت د پېښو تړل شاید یوازې د هغو کسانو زړه ته پرېوزي چې نژاد پرستانه افکار لري، نه د بل چا.
د کډوالو د ایستلو بل دلیل دا راوړل کېږي چې دغه کډوال له پاکستانیانو د کاروبار فرصتونه اخیستي دي، په قاچاق او ځانګړي ډول د ډالرو په قاچاق کې لاس لري،په ناقانونه توګه یې ملکیتونه رانیولي دي او د پاکستان په داخل کې یې یو موازي اقتصاد روان کړی دی.
د پاکستان چارواکي شاید فکر کوي چې د کډوالو په ایستلو سره به لکونو پاکستانیانو ته د کار فرصتونه برابر شي، د قاچاق مخنیوی به اسانه شي، کرایه ورکوونکو ته به د کورونو کرایې ټیټې شي، په صحي او تعلیمي نظام به فشار کم شي او د بریښنا، خوړو او نورو لګښتونو په اندازې کې به څه نا څه کمی راشي.
افغان کډوالو ته د پناه ورکولو په خاطر یو وخت له پاکستان سره زیاتې مرستې کېدلې او اکثرو شتمنو افغانانو، چې لا په ترکیه، دوبۍ او نورو ځایونو کې له پانګونې سره بلد نه وو، په پاکستان کې پانګونې کولې، نو پاکستان په اقتصادي لحاظ د کډوالو په شتون کې تاوان نه لید، خو اوس هغه دور پای ته رسېدلی دی. اوس پاکستان فکر کوي چې د کډوالو ایستل یې ممکن په اقتصاد باندې یو څه مثبت اغېز وکړي.
البته د پاکستان اقتصادي بحران تر دې ډېر ژور دی چې د کډوالو ایستل دې ورته چندان ګټه ورسولی شي.
د پاکستان اقتصادي مشکل ډېر پېچلی دی. خارجي پانګونه پکې کمه ده، صادارت یې کم شوي دي، د پورونو د ورکړې لپاره لازم پلان نه لري، قرض یې مخ په زیاتېدو دی، انفلاسیون، د نفوسو بې کنټروله وده، د مالیاتو په ټولولو کې جدي ستونزې،اداري فساد او د امنیتي ستونزو له کبله ان د چین په پانګونو کې کمی ځینې هغه لوی لاملونه دي چې د پاکستان اقتصاد یې د دغه هېواد د امنیت غوندې له کم ساري بحران سره مخ کړی دی.
د کډوالو د ایستلو لپاره سیاسي دلایل هم وړاندې کېږي. ویل کېږي چې دا فیصله په اصل کې د طالبانو په ادارې باندې د فشار اچولو لپاره شوې ده.دې کې شک نه شته چې په لوی شمېر کې د کډوالو ایستل به په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین نور هم ژور کړي خو ایا دغسې ناورین به په طالبانو کوم اثر واچوي؟ زما په نظر ځواب منفي دی. ځکه طالب خلکو ته د مسولیت احساس نه لري. همدا څه موده له مخه یې د ښځو په زرګونو سنیګارتونونه وتړل او دې ته یې ونه کتل چې دغه په زرګونو کورنۍ به ډودۍ له کومه کوي؟ شاید پاکستان په دې فکر کې وي چې د کډوالوایستل به طالبان مشابه اقدام او د وزیرستاني کډوالو ایستلو ته وهڅوي خو د مختلفو دلایلو په وجه د دغسې اقدام امکان ډېر کم ښکاري.
دلته سوال پیدا کېږی چې پاکستان د لسګونو کلونو مساله څنګه اوس راپورته کړه او څنګه یې په یوه میاشت کې حل کوي؟
ظاهرا ځواب دا دی چې د لنډمهالي حکومت په دوران کې د پوځ او امنیتي ادارو قدرت لا زیات وي او څرنګه چې ګوندونه په حکومت کې نه وي نو حکومت په ځان باندې فشار کم احساسوي. که څه هم د انتخاباتو په درشل کې ګوندونه معمولا له موقت حکومت او پوځ سره تر وسه وسه له ټکره ځان ساتي، خو بیا هم د افغان کډوالو په اړه پرېکړه باندې ځینو ګوندونو اعتراض کړی دی. د جماعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د دې لړۍ د بندېدو غوښتنه کړې ده او د عوامي نشنل پارټۍ مشر ایمل ولي خان ویلي دي چې له افغان کډوالو سره توپيري چلند کېږي.
د پاکستان د اساسي قانون له غوښتنې سره سم باید د قومي اسمبلۍ له ړنګېدو وروسته په درې میاشتو کې ټاکنې شوې وای خو دغه ټاکنې د جنورۍ وروستیو ته وځنډول شوې او اوس دا شکونه کېږي چې ان هغه وخت به هم ټاکنې ونه شي. د ځينو په نظر د کډوالو د مسالې د راپورته کولویو مقصد دا هم کېدای شي چې د بې سارې ګرانۍ او انتخاباتي مسایلو په ځای د خلکو پام د کډوالو موضوع ته واوړي.
د افغان کډوالو د شړلو لاملونه که هر څه وي خو د افغانستان د خلکو لپاره دا سبق یو ځل بیا تکرار شو چې د خپلو ستونزو د حل لپاره په پردیو ډېر حساب کول، اشتباه وي.