• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکايي سناتور: پر داسې قانون کار کوو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته مرستې ودروي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۷ GMT+۱

د امریکا یو جمهوري غوښتونکی سناتور وايي، چې د یوې لایحې وړاندیز یې کړی، چې له مخې به یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته ټولې مالي مرستې بندې شي. رن پال د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه ) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي دي، دا اونۍ به په دې لایحه بیا ځلې کار پیلوي.

دغه امریکايي سیاستوال د خپل لنډ یادښت ترڅنګ د اېکس ټولنیزې شبکې پر پاڼه د خونړیو ډالرو انځور خپور کړی دی.

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د میلیونونو ډالرو بشري مرستو لېږل ډېر پلویان او مخالفین لري.

ملګري ملتونه چې د پيسو د ټولولو او وېشلو مسووليت لري وايي؛ په افغانستان کې ميليونونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتيا لري.

مخالفین بیا وايي، چې دا مرستې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له دوام سره مرسته کوي او دا ډله د بشري مرستو په وېش او مصرف کې لاسوهنه کوي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان د کانونو په برخه کې د جاپان د پانګونې راجلبول غواړي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۸ GMT+۱
طالبان د کانونو په برخه کې د جاپان د پانګونې راجلبول غواړي
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د کانونو او ټېکنالوجۍ په برخه کې د جاپان د پانګونې غوښتنه وکړه. د عبدالسلام حنفي د دفتر د اعلامیې له مخې؛ نوموړي دا غوښتنه پرون د جاپان له پخواني سفیر تاکاشي اوکادا سره د مخه ښې په ناسته کې وکړه.

لا د جاپان سفارت په دې هکله څه نه دي ویلي؛ خو د طالبانو په اعلامیه کې د دغه هېواد د پخواني سفیر له خولې ویل شوي، چې ټوکیو له نړۍوالې ټولنې سره د کابل د نېږدې کولو هڅه کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته له رسېدو وروسته طالبان له نړۍوالو بندیزونو سره مخ او افغانستان له اقتصادي پلوه ګوښه شوی دی.

طالبان د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره د کانونو سپړلو ته مخه کړې ده او له چین سره یې په دې برخه کې څو تړونونه کړي دي.

طالبانو د تېر اګسټ په وروستیو کې هم د سرو زرو، مسو، اوسپنې او جستو په برخه کې د ۷ کانونو د استخراج تړونونه له شپږو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړل.

خو نیوکګر یا منتقدان وايي، چې دا ډله د خپلې مالي اړتیا پوره کولو لپاره کانونه په کمه بیه سپړي او د دوی دغه کار له ملي شتمنۍ سره خیانت بولي.

ولادیمیر پوتین د ایران، مصر، سوریې، فلسطین او اسراییل له مشرانو سره ټیلیفوني خبرې کوي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۴ GMT+۱
ولادیمیر پوتین د ایران، مصر، سوریې، فلسطین او اسراییل له مشرانو سره ټیلیفوني خبرې کوي
100%

کرملین ماڼۍ وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران او سوریې له ولسمشرانو سره د دوشنبې په ورځ ټيلیفوني خبرې کړې دي. د کرملین ماڼۍ د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري اشاکوف زیاتوي، چې پوتین د مصر، سوریې، فلسطین او اسراییل له مشرانو سره هم جلا - جلا ټیلفیوني خبرې کول غواړي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د منځني ختیځ ډېپلوماټیک جنګ ته په ور دانګلو او اصلي لوبغاړو سره د خبرو له لارې پوتین غواړي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ اوربند ته لاره برابره کړي.

روسیه چې له ایران، حماس، ډېری غرب ځواکونو او له فلسطین او اسراییل سره اړیکي لري، بیا - بیا یې متحده ایالتونه او لوېدیځ تورن کړي، چې د ۱۹۶۷ کال پولو سره د خپلواک فلسطین د جوړېدو پر اړتیا سترګې پټوي.

تر دې دې ټیلیفوني خبرو مخکې د روسیې د بهرینو چارو وزارت مرستیال سرګي بیابکوف پوتین ته ویلي وو، چې حالات له کنټرول وتوونکي دي او د اسراییل هڅې بې مخینې دي او دا وېره شته چې اسراییل به ځمکني عملیات پیل کړي.

نوموړي پوتین ته- په یوه غونډه کې چې د روسیې د جاسوسۍ ادارې مشران هم پکې وو- زیاته کړه: دا وېره ډېره ده چې دا ټول تاوتریخوالی له کنټرول وځي.

د روسي چارواکو دا اندېښنه په داسې مهال ده، چې د حماس او اسراییل ترمنځ روانه جګړه ورځ تر بلې زیاتېږي او تل ابیب پر غزه د پراخ برید پلان لري.

ولادیمیر پوتین تر دې مخکې هم پر غزه د اسراییل له برید سره یو ډول مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې دغه برید د نه منلو دی.

پاکستان کې افغان خبریالانو د دغه هېواد له لومړي وزیر غوښتي چې افغانستان ته دې یې نه ستنوي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۸ GMT+۱
 پاکستان کې افغان خبریالانو د دغه هېواد له لومړي وزیر غوښتي چې افغانستان ته دې یې نه ستنوي
100%

په پاکستان کې د افغان خبریالانو جلاوطنه فدراسیون د دغه هېواد له سرپرست لومړي وزیر غوښتي، چې دوی دې د امنیتي اندېښنو له وېرې افغانستان ته نه ستنوي. پاکستان کې د افغان خبریالانو د فدراسیون ویاند افغانستان انټرنشنل ته وویل، دوی دا غوښتنه په یوه لیک کې له انوارالحق کاکړ څخه کړې ده.

حشمت وجداني زیاته کړه، چې افغان خبریالان د جمهوریت له پرځېدو وروسته د امنیتي اندېښنو له امله دغه هېواد ته کډه شوي او درېیم هېواد ته د تللو تکل لري.

د نوموړي په خبره؛ په لیک کې له انوارالحق کاکړ غوښتنه شوې، ترهغې چې بل هېواد ته د دوی د تلو کېسونه اجرا شوي نه وي، دا خبریالان دې له پاکستانه نه ویستل کېږي.

پاکستان ته له تلو وروسته د ډېری خبریالانو وېزې هم ختم شوې دي او د کرايي کورونو څښتنانو ترې غوښتنه کړې چې ووځي.

ډېرو خبریالانو د وېزې د تمدید غوښتنه کړې؛ خو لا په کورنیو چارو وزارت کې ورته وېزې نوې شوې نه دي.

په لیک کې له کاکړ غوښتل شوي، چې د خبریالانو وېزې نوې او که کوم خبریال نوې وېزه غواړي هغو ته نوې ویزه ور کړل شي.

د افغان خبریالانو جلا وطنه فدراسیون دا لیک د رسنیو له لارې انوارالحق کاکړ ته استولی دی او وايي، هڅه کوي په خپل لاس یې هم تر نوموړي ورسوي.

د دوی دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د اکټوبر تر وروستۍ نېټې بې قانونه افغان کډوالو ته د وتلو لپاره وخت ور کړی دی.

په کور د ننه او بهر له اسلام اباد څخه بیا - بیا غوښتل شوي، چې د بې قانونه کډوالو په هکله وروستۍ پرېکړه بېرته واخلي.

خو د انوارالحق کاکړ په ګډون د دغه هېواد نور چارواکي وايي، دې پرېکړه کې بدلون نه راځي.

د ماشوم د ملاتړ اداره(سېف د چلډرن): د هرات زلزلو زرګونه ماشومان بې کوره کړل

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۱ GMT+۱
د ماشوم د ملاتړ اداره(سېف د چلډرن): د هرات زلزلو زرګونه ماشومان بې کوره کړل
100%

سېف د چلنډرن یا د ماشوم ملاتړې اداره وايي، د هرات له دوو "۶.۳" درجو زلزلو وروسته په زرګونو ماشومان بې کوره شوي دي. دې ادارې د دوشنبې په ورځ لیکلي، چې په دغه زلزله کې له درېیو زرو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۱۲ زره کورنۍ یې سختې اغېزمنې کړې دي.

د ماشومانو د ملاتړ دغې ادارې پر خپله وېبپاڼه په افغانستان کې د دې ادارې د مشر ارشد ملک په حواله لیکلي: «اوس په زرګونو کورنۍ او ماشومان بې کوره دي، بې سرپناه دي. دوی هرڅه بایللي دي.»

د هغه په خبره؛ د نورو زلزلو او د ودانیو د ړنګېدو له وېرې دوی مجبور شوي، چې په هرات کې تر شنه اسمان لاندې وخت تېر کړي.

له تېرې اونۍ راهیسې دا څویم ځل دی، چې هرات او ور څېرمه ولایتونو کې زورورې زلزلې کېږي.

طالبان وايي؛ دې زلزلو کې تر زرو کسان مړه شوي، خو ځايي خلک د مرګ ژوبلې شمېر ډېر ښيي.

محسن داوړ: حکومت دې قبایلي سیمو کې د جرګو له خوا د کورونو د ورانېدو مخنیوی وکړي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۹ GMT+۱
محسن داوړ: حکومت دې قبایلي سیمو کې د جرګو له خوا د کورونو د ورانېدو مخنیوی وکړي
100%

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې په قبایلي سیمو کې د جرګو له خوا د کورونو د ورانېدو مخه ونیسي. نوموړي په پېښور کې د خپل ګوند د دفتر د پرانیستې په مراسمو کې د جرګو دا کار په حکومت کې یو بل حکومت وباله.

هغه د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په قبایلي سیمو کې د جرګو په حکم د کورونو ورانول یا سوځول ګډوډي رامنځته کوي او د قوت استعمال یوازې د دولت حق دی.

د محسن داوړ دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو جرګې د هغه کس کور ته اور اچولی چې خپله مېرمن یې وژلې وه.

دغې جرګې د محسن داوړ د ګوند دوو غړو ته هم ویلي، چې په حکومتي ناستو کې د ګډون له امله به هر یو پنځه - پنځه لکه روپۍ ناغه ورکوي او یا به یې کور سوځول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د روان کال له پیله ناامنۍ زور اخیستی او په قبایلي سیمو کې یو شمېر جرګه ګۍ بېرته فعالې شوې دي.

دغه جرګې د خپلو سیمو یو شمېر فیصلې په خپله کوي او په دودیز ډول د جرګې له پرېکړې سرغړوونکو ته سزا ورکوي.