• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ولادیمیر پوتین د ایران، مصر، سوریې، فلسطین او اسراییل له مشرانو سره ټیلیفوني خبرې کوي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۸ GMT+۱

کرملین ماڼۍ وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران او سوریې له ولسمشرانو سره د دوشنبې په ورځ ټيلیفوني خبرې کړې دي. د کرملین ماڼۍ د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري اشاکوف زیاتوي، چې پوتین د مصر، سوریې، فلسطین او اسراییل له مشرانو سره هم جلا - جلا ټیلفیوني خبرې کول غواړي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د منځني ختیځ ډېپلوماټیک جنګ ته په ور دانګلو او اصلي لوبغاړو سره د خبرو له لارې پوتین غواړي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ اوربند ته لاره برابره کړي.

روسیه چې له ایران، حماس، ډېری غرب ځواکونو او له فلسطین او اسراییل سره اړیکي لري، بیا - بیا یې متحده ایالتونه او لوېدیځ تورن کړي، چې د ۱۹۶۷ کال پولو سره د خپلواک فلسطین د جوړېدو پر اړتیا سترګې پټوي.

تر دې دې ټیلیفوني خبرو مخکې د روسیې د بهرینو چارو وزارت مرستیال سرګي بیابکوف پوتین ته ویلي وو، چې حالات له کنټرول وتوونکي دي او د اسراییل هڅې بې مخینې دي او دا وېره شته چې اسراییل به ځمکني عملیات پیل کړي.

نوموړي پوتین ته- په یوه غونډه کې چې د روسیې د جاسوسۍ ادارې مشران هم پکې وو- زیاته کړه: دا وېره ډېره ده چې دا ټول تاوتریخوالی له کنټرول وځي.

د روسي چارواکو دا اندېښنه په داسې مهال ده، چې د حماس او اسراییل ترمنځ روانه جګړه ورځ تر بلې زیاتېږي او تل ابیب پر غزه د پراخ برید پلان لري.

ولادیمیر پوتین تر دې مخکې هم پر غزه د اسراییل له برید سره یو ډول مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې دغه برید د نه منلو دی.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

محسن داوړ: حکومت دې قبایلي سیمو کې د جرګو له خوا د کورونو د ورانېدو مخنیوی وکړي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۹ GMT+۱
محسن داوړ: حکومت دې قبایلي سیمو کې د جرګو له خوا د کورونو د ورانېدو مخنیوی وکړي
100%

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې په قبایلي سیمو کې د جرګو له خوا د کورونو د ورانېدو مخه ونیسي. نوموړي په پېښور کې د خپل ګوند د دفتر د پرانیستې په مراسمو کې د جرګو دا کار په حکومت کې یو بل حکومت وباله.

هغه د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په قبایلي سیمو کې د جرګو په حکم د کورونو ورانول یا سوځول ګډوډي رامنځته کوي او د قوت استعمال یوازې د دولت حق دی.

د محسن داوړ دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو جرګې د هغه کس کور ته اور اچولی چې خپله مېرمن یې وژلې وه.

دغې جرګې د محسن داوړ د ګوند دوو غړو ته هم ویلي، چې په حکومتي ناستو کې د ګډون له امله به هر یو پنځه - پنځه لکه روپۍ ناغه ورکوي او یا به یې کور سوځول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د روان کال له پیله ناامنۍ زور اخیستی او په قبایلي سیمو کې یو شمېر جرګه ګۍ بېرته فعالې شوې دي.

دغه جرګې د خپلو سیمو یو شمېر فیصلې په خپله کوي او په دودیز ډول د جرګې له پرېکړې سرغړوونکو ته سزا ورکوي.

د سولې نوبل جایزې ګټونکی او د فنلنډ پخوانی ولسمشر مارټي اهتیساري ومړ

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۴ GMT+۱
د سولې نوبل جایزې ګټونکی او د فنلنډ پخوانی ولسمشر مارټي اهتیساري ومړ
100%

د فنلنډ د ولسمشر دفتر اعلان وکړ چې، د سولې نوبل جايزې ګټونکی مارټي اهتیساري د دوشنبې په ورځ په ۸۶ کلنۍ کې ومړ. ښاغلی اهتیساري له ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۰ میلادي کال پورې د فنلنډ ولسمشر و.

نوموړي په کوزوو، اندونیزیا او شمالي ایرلېنډ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې په منځګړیتوب کې رول لوبولی و.

د نوبل بنسټ د نړیوالو شخړو د حل په برخه کې د اهتیساري د هڅو لپاره په ۲۰۰۸ کال کې هغه ته د سولې نوبل جایزه ورکړه.

نوموړی له ولسمشرۍ وروسته د نړیوالو شخړو د حل لپاره د ملګرو ملتونو د منځګړي ډیپلومات په توګه کار وکړ او په دې برخه کې یې یوه اداره هم جوړه کړه.

په ۲۰۲۱ کال کې اعلان وشو چې ښاغلی اهتیساري د الزایمر په پرمختللي ناروغۍ اخته شوی.

اسراییل او حماس د اوربند راپورونه رد کړل

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۰ GMT+۱
اسراییل او حماس د اوربند راپورونه رد کړل
100%

د اسرايیل لومړي وزیر دفتر او د حماس رسنیز دفتر غزې ته د بشري مرستو د رسولو او د بهرنیو وګړو د وتلو لپاره د لنډمهالي اوربند په اړه راپورونه رد کړل. رویټرز د دوشنبې په ورځ د تلې په ۲۴مه په مصر کې د سرچینو په حواله د غزې په سویلي برخه کې د اوربند د هوکړې خبر ورکړی و.

د اسراییل ټایمز ورځپاڼې د دې هیواد د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له قوله لیکلي دي: «په غزه کې د بشري مرستو او د بهرنیو وګړو د وتلو لپاره اوربند نه شته.»

په اسراییل کې د ښي اړخو سکولار لیکوډ ګوند څو وزیرانو هم له احتمالي اوربند سره خپل مخالفت اعلان کړ.

د حماس د سیاسي دفتر یوه غړي عزت الرشیق هم ویلي، چې د پولې د پرانیستلو یا د لنډمهالي اوربند په اړه معلومات ناسم دي.

تر دې مخکې رویټرز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي و، چې مصر، اسراییل او امریکا لنډمهالي اوربند ته رسېدلي او رفح پوله به د ساعتونو لپاره خلاصه وي.

دا کرښه د مصر او غزې تړانګې تر منځ د تېریدو یوازینۍ کرښه ده.

حسين امير عبداللهيان: چین باید په غزه کې د اسرايیل د بریدونو په بندولو کې خپله وړتیا وښيي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۷ GMT+۱
حسين امير عبداللهيان: چین باید په غزه کې د اسرايیل د بریدونو په بندولو کې خپله وړتیا وښيي
100%

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل چینايي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې په سیمه کې حالات ډیر نازک دي. حسين امير عبداللهيان وويل، «چين بايد په غزه کې د اسرایيل د بریدونو د مخنيوي لپاره له خپلې وړتیا څخه کار واخلي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) د غزې په تړاو د حسین امیر عبداللهیان او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ ترمنځ د خبرو اترو خبر ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې، حالات ډیر خطرناک او د اندیښنې وړ دي او هره شېبه له کنټرول څخه د حالاتو د وتلو احتمال شته .

د هغه په وينا، که د اسراييل بريدونه ونه درول شي، هېڅوک د کړکېچ د پراخېدو مخه نه شي نیولای.

د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، د چین د بهرنیو چارو وزیر هم د شته نازکو حالاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: «نړیواله ټولنه باید په ولسي وګړو د بریدونو مخالفت وکړي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې په دې اړه مسولیت واخلي او خپل ذاتي مسولیت دېترسره کړي.»

حسین امیر عبداللهیان لبنان ته هم د خپل سفر په ترڅ کې خبرداری ورکړی و چې د مقاومت ډلو «ټولې سناریوګانې پلان کړې دي او د ټولو لاسونه د ډزو لپاره په ماشه دي.»

امير عبداللهيان په دغه غونډه کې چې د تلې په ٢٢مه نېټه په لبنان کې د اسلامي جمهوريت په سفارت کې ترسره شوه، په غزې تړانګې د اسرایيل د بریدونو د بندېدو غوښتنه وکړه او ټینګار يې وکړ چې که نړيواله ټولنه د دغو بریدونو په مخنيوي کې ځنډ وکړي «نو د مقاومت محور به یې په مناسب وخت کې ځواب ووايي.»

د غزې په روغتونونو کې د سون توکو او درملو د کمښت له امله د زرګونو کسانو د مړینې احتمال

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۳ GMT+۱
د غزې په روغتونونو کې د سون توکو او درملو د کمښت له امله د زرګونو کسانو د مړینې احتمال
100%

اسوشیېټیډ پرېس د یکشنبې په ورځ په غزه کې د روغتیایي کارکونکو په حواله خبر ورکړی، چې د دې سیمې روغتونونه د اسراییل د بریدونو له امله له ټپیانو ډک دي او د سون توکو او درملو د کمښت له امله د زرګونو کسانو د مړینې احتمال هم شته.

ډیری فلسطینیان د غزې په تړانګه کې د اوبو او خوړو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان اعلان وکړ چې په غزه کې د روغتونونو جنراتورونه به یوازې د دوو نورو ورځو لپاره کار وکړي او دا د زرګونو ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

په غزه کې د برېښنا یوازینۍ فابریکه وروسته له هغه بنده شوه چې اسراییل سیمه بنده کړه او د تیلو د ننوتلو مخه یې ونیوله.

په ورته وخت کې د غزې پولې ته څېرمه د اسراییل پوځي ځواکونه پر غزې د ځمکني پوځ د برید په اړه ګنګوسې راپورته شوې دي.

د غزې د روغتيا وزارت اعلان وکړ چې د روانې مياشتې له پنځلسمې نيټې څخه تر اوسه پورې د غزې په تړانګه کې د اسرایيل په عملياتو کې دوه زره او ٣٢٩ تنه فلسطينيان وژل شوي دي.

دا شمېرې په ۲۰۱۴ کال کې د حماس او اسراییل ترمنځ د فلسطینیانو د جګړې د قربانیانو له شمېر څخه چې څه باندې شپږ اوونۍ یې دوام وکړ، زیاتې دي.

په سویلي ښار خان يونس کې د ناصر روغتون د ځانګړې پاملرنې څانګه د وروستيو بریدونو له امله له ټپیانو ډکه ده، چې زياتره يې له دريو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د ناصر روغتون ډاکټر محمد قندیل وویل، چې د ځانګړې پاملرنې په څانګه کې ۳۵ تنه ونټیلاټور ته اړتیا لري او ۶۰ نور ناروغان هم د ډیالیز لاندې دي.

هغه زياته کړه، چې د دوشنبې په ورځ به د دغه مرکز د جنراتور تیل ختم شي او د برېښنا پرې کېدو سره به د دغو ټولو ناروغانو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

د غزې په شمال کې د کمال عدوان د ماشومانو د روغتون رييس حسام ابوصفيه وويل، سره له دې چې اسرایيل له سيمې څخه د وتلو خبردارى ورکړى، خو دوى نه شي کولاى له روغتونه ووځي.

په تېرو څو ورځو کې اسرايیلي چارواکو په پرله پسې ډول د غزې د تړانګې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې د غزې له شمالي سیمو ووځي او د اسرايیلي پوځ له بریدونو څخه د ژوندي پاتې کیدو لپاره دې د سیمې په سویلي سیمو کې میشت شي.

د ابوصفیه په وینا، د ځانګړې پاملرنې په برخه کې اوه ماشومان د ونټیلاټور سره تړلي دي او له دې مرکز څخه وتل به د ماشومانو او نورو ناروغانو د مړینې په مانا وي.

د غزې تړانګې تر ټولو ستر روغتون شفاء روغتون هم اعلان وکړ چې د سړو خونو د ظرفیت له بشپړویدو وروسته به سل مړي په یوه عمومي قبر کې ښخ کړي.

همدا راز د تېلو د کمښت له امله په غزه کې ډېری نانوایي ګانې تړل شوي او خلک اوس د ډوډۍ پیدا کولو توان نه لري.