خیبر پښتونخوا کې چارواکي:هغو ناقانونه موټرو ته اسناد ورکوي چې له افغانستانه را اړول شوي

چارواکي وايی د ټولو ناقانونه موټرو خاوندان باید له پېژندنې وروسته هغه سندونه ترلاسه کړي چې د حکومتي چارواکو له خوا هغوی ته په پام کې نیول شوي. دغه موټر له افغانستانه په قاچاقي لارو را اړول کیږي او پرته له ګمرکي محصول د خیبر پښتونخوا په یو شمېر قبایلي سیمو کې په ازاده توګه چلیږي.