طالبان د هرات زلزله ځپلو ته کورونه جوړوي

طالب چارواکو ویلي، دغه کورونه چې په پاخه او عصري بڼه جوړیږي د ژمي تر رارسېدو وړاندې به یې چارې بشپړې شي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی پتیېلې چې ۲۱۴۶ کوره به د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ په سیاه اب کلي کې چې د وروستیو زلزلو له امله په چورلټ ډول ویجاړ شوي جوړ کړي.