د جمهوري نظام له رانسکورېدو او د طالبانو واک ته په رسېدو سره دا ملاتړ بند شو.
په هند کې د افغانستان سفارت چې د دې مرستو په تنظیم کې یې مهم رول لاره هم له ملاتړه لاس په سر شوی.
هندي رسنیو په هند کې د افغان ټولنې مرستیال محمد قیس ملک زاده په حواله ویلي، چې دغه ښوونځی له بد اقتصادي ستونزو سره مخ و او نور یې نه شو کولی، چې فعالیت وکړي.
هغه زیاته کړه: «کله چې زموږ سفارت دلته خلاص و، زموږ له ښوونځي سره د هند د حکومت له خوا هم مرسته کېده؛ خو اوس هېڅ کوم ملاتړی نه شته، شپږ یا اوه میاشتې کیږي چې ښوونکو معاشونه نه دي اخیستي».
هغه وویل، چې د ستونزې د حل لپاره یې په هند کې د افغانستان سفارت څخه مرسته وغوښته؛ خو غږ یې چا وانه ورېد.
هغه تاکید وکړ، چې په افغان سفارت کې د فساد له امله ښوونځی له مالي ستونزو سره مخ شو.
نوموړي وویل: «د ښوونکو معاش ۲۵۰۰۰څخه زیات و، خو ښوونکو ته یې یوازې ۱۰۰۰۰ ورکولې. د ښوونځي کرایه ۱۱۰۰۰۰ وه، چې دوی له درېیو میاشتو نه وه ورکړې».
ملک زاده زیاته کړه، چې دوه ورځې وړاندې دوی مجبور شول، چې ښوونځی وتړي او د ښوونکو دندې هم وځنډوي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم را واخلو خو د نظر په اخیستو ونه توانېدو.
د هند حکومت هم تر اوسه د دغه ښوونځي په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د سید جمال الدین افغان ښوونځی له اوږدې مودې راهیسې د بهر مېشتو افغانانو لپاره د افغاني زده کړو یو ښوونیز مرکز و، له تړل کېدو سره یې نېږدې ۲۰۰ زده کوونکي له زده کړو بې برخې شول.
دا ښوونځی په ۱۹۹۴ لمریز کال کې د هند او افغانستان د حکومت په یوه ځانګړي تفاهم جوړ شو.