د اسراییل لومړی وزیر: پر روغتون برید "په غزه کې د وحشي ترهګرو" له لوري شوی

د اسرایيل لومړي وزير وويل: «ټوله نړۍ پوهيږي چې په غزه کې وحشي ترهګر هماغه وو چې د غزې په تړانګه کې يې پر روغتون بريد وکړ، نه د اسرایيل پوځ.» بنیامین نتنیاهو زیاته کړه: «هغه کسان چې زموږ ماشومان یې په وحشیانه توګه وژلي، خپل ماشومان هم وژني.»