د اردن بهرنیو چارو وزیر ویلي چې له جو بایډن سره څلور اړخیزه غونډه لغوه شوې ده

د اردن بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي اعلان وکړ چې د غزې په اړه د مصر، اردن او فلسطین له مشرانو سره د امریکا د ولسمشر غونډه چې د چهارشنبې په ورځ په اردن کې جوړېدونکې وه، لغوه شوې. هغه پرون سه شنبه د اردن دولتي تلویزیون ته ویلي چې د اسراییل او حماس تر منځ جګړه "سیمه کندې ته غورځوي"