• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نوي زیلنډ د تر ټولو مرګونې پېښې پلټنه پیلېږي چې ۵۱ مسلمانان پکې وژل شوي

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ تله ۱۴۰۲ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۴ GMT+۱

په نوي زیلنډ کې د ۵۱ وژل شویو مسلمانانو د پېښې په هکله پلټنې راتلونکې سې شنبه پیلېږي. پر ۲۰۱۹ کال یوه توندلاري د کریسچرچ ښار پر دوو جوماتونو په برید کې دا کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپي کړل. دا برید د نوي زیلنډ په تاریخ کې تر ټولو مرګونې پېښه بلل کېږي.

نوی زیلنډ له دې پلټنې سره دا نتیجه اخیستل غواړي چې له برید وروسته څه وشول او راتلونکي کې د ورته پېښو مخنیوی څنګه کېدلی شي.

د برنټن تارنټ په نوم ۳۲ کلن اسټرالیايي چې په نیمه اتومات وسلو سمبال و، د ۲۰۱۹ کال د مارچ پر ۱۵ پر مسلمانو عبادتګرو برید وکړ او ۵۱ کسان یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

تارنټ په کریسچرچ ښار کې پر النور جومات او لېن ووډ اسلامي مرکز له برید لږ مخکې توکمپالې څرګندونې خپرې او خپل برید یې هم پر فیسبوک ژوندی خپور کړ.

دا پلټنې د اکتوبر پر ۲۴ پیلېږي او لومړی پړاو یې شپږو اونیو کې بشپړېږي چې لس مسلې پکې څېړل کېږي؛ لکه پېښې ته د بېړنۍ ادارې او روغتیاپالو ځواب، له تارنټ سره بل چا هم مخامخ مرسته کړې او د هر قرباني د مړینې لامل.

دا پلټنې قانوني بهیر دی چې د نوي زیلنډ قانون یې د ناڅاپي مرګ د ارزونې لپاره لازمې بولي او پکې د طبي پلټونکو، پولیسو، لومړنیو ځواب ویونکو او د پېښې د شاهدانو نظریې ټولېږي.

د عدلي طب محکمې هم په خپله وېبپاڼه کې لیکلي: «دا قانوني پلټنې د حقیقت موندلو لپاره ګډ بهیر دی او د دې لپاره کېږي چې د راتلونکي لپاره په ورته شرایطو کې د پېښو د مخینیو لپاره سپارښتنه ترلاسه شي.»

دوی زیاتوي چې دغو پلټنو سره کومه سزا یا جرمانه نه پلې کېږي.

تارنټ د ۵۱ کسانو د وژلو او ۴۰ نور ټپي کولو په جرم په عمر بند محکوم شوی دی.

هغه له دې پېښې وروسته ویلي وچې غوښتل یې پر دریم جومات هم برید وکړي او له برید وروسته جوماتونه وسوځوي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۵

جمعه خان فاتح د ملا هبت‌الله له امر څخه د سرغړونې راپورونه بې‌بنسټه وبلل

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د دفاع وزارت: د تېر کال په پرتله د چین د اټومي وسلو په تولید کې زیاتوالی راغلی

۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۲ GMT+۱
د امریکا د دفاع وزارت: د تېر کال په پرتله د چین د اټومي وسلو په تولید کې زیاتوالی راغلی
100%

د امریکا د دفاع وزارت وايي، چې د چین په اټومي بټیو کې د تمې خلاف چټک پرمختګ ښکاري او د تېر کال په پرتله یې اټومي وسلې زیاتې شوي دي. دوی وايي، چې چین د دغو وسلو د کارونې په موخه ځانګړي ځایونه هم جوړ کړي.

د چین د پوځي ځواک د کلني راپور په اړه چې نن پنجشنبه ( د تلې په ۲۷مه) خپور شوی، د امریکا د دفاع وزارت اندېښنه ښودلې او ویلي دي، چې د تېرې می میاشت پورې چین نېږدې ۵۰۰ اټومي وسلې لرلې مګر دا شمېره د روان کال تر پایه ۱۰۰۰ ته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د تېر کال په نومبر کې اټکل کړی و، چې چین ۴۰۰ اټومي وسلې لري او شمېر به یې تر ۲۰۳۵ کال پورې ۱۵۰۰ ته ورسیږي.

امریکايي چارواکو د چین د اټومي وسلو د چټکې پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دا چټک پرمختګ حیرانوونکی دی.

د امریکا د دفاع وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ایس بي ون نیوز ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې چین د اټومي وسلو د استعمال په موخه په ځمکه، فضاء او سمندر کې اډې جوړې کړي او په دغه برخه کې یې پانګونه زیاته کړې ده.

یو شمېر امریکايي رسنیو بیا د چین د اټومي وسلو د زیاتوالي په اړه په بېلابېلو بحثونو کې دا پوښتنې راپورته کړي، چې د چین د اټومي پراختیا دا چټک بدلون په کومه معنا دی؟

شننونکي بیا وايي، چې چین په راتلونکو څو کلونو کې غواړي چې د اټومي ځواک له لارې خپل پوځي قدرت دومره پیاوړی کړي، چې په سیمه او نړۍ کې د امریکا ځواک محدود کړي.

یو شمېر غربي رسنیو د چین د پوځي ځواک د راپور له خپرېدو وروسته ویلي، چې دا راپور تایوان ته د یوه ګواښ په معنا هم دی.

د چین د اټومي قدرت د چټکې پراختیا خبر د امریکا لپاره د خطر زنګ بلل شوی دی.

د اټومي وسلو د مخنیوي د تړون په اساس امریکا دا مهال ۱۵۵۰ اټومي وسلې لري او په پام کې لري، چې په راتلونکو کلونو کې نېږدې ۷۵۰ میلیارده ډالر پانګونه پرې وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو خپلو اتباعو ته بهرنیو هېوادونو ته د سفر په اړه امنیتي خبرداری ورکړی

۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۶ GMT+۱
د امریکا متحده ایالاتو خپلو اتباعو ته بهرنیو هېوادونو ته د سفر په اړه امنیتي خبرداری ورکړی
100%

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تازه له هېواده بهر خپلو ټولو اتباعو ته"امنیتي خبرداری" ورکړی. امریکا له خپلو اتباعو غوښتي، چې په نړۍ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د تروریستي حملو د احتمال په پام کې نیولو سره دې ډېر احتیاط وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کې د امریکا د اتباعو او ګټو پر ضد د تروریستي بریدونو، مظاهرو او تاوتریخوالي د احتمال په اړه خبرداری ورکړی.

دا پدې معنا ده، چې د متحده ایالاتو اتباع کله چې د نړۍ نورو هېوادونو ته سفر کوي، هوښیار اوسي او د امنیتي خبرداري د ترلاسه کولو سره سمدستي باید د متحده ایالاتو حکومت خبر کړي.

په تېرو ورځو کې په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې کړکېچونه زیات شوي، لوېدیځو هېوادونو د امنیتي خبرداریو کچه لوړه کړې او له خپلو اتباعو یې غوښتي چې د منځني ختیځ ځینو هېوادونو ته سفر ونه کړي.

د اسراییل د دفاع وزیر خپلو پوځیانو ته: ډېر ژر به غزه له داخل څخه ووینئ

۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۸ GMT+۱
د اسراییل د دفاع وزیر خپلو پوځیانو ته: ډېر ژر به غزه له داخل څخه ووینئ
100%

د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې په دیارلسمه ورځ د اسراییل د دفاع وزیر یواف ګالانټ د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) وویل، چې اسراییلي سرتیري به ډېر ژر غزې ته ورننوځي.

د اسراییل د دفاع وزارت د خبر پاڼې له مخې؛ نوموړي خپلو سرتېرو ته ویلي: "تاسو اوس له لېرې څخه غزه وینئ؛ خو ډېر ژر به حکم وشي او تاسو به یې له داخل څخه ووینئ."

ګالانټ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له دې وړاندې اسراییلي چارواکو ویلي وو، چې د ځمکني برید لپاره چمتووالی نیسي.

د اسراییل مشرانو تر دې مخکې ویلي وو، چې د حماس د له منځه وړلو لپاره به پر غزې د هوا، سمندر او ځمکې له لارې بریدونه وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د برېتانیا لومړي اسراییل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد پر حق او د غزې له خلکو سره د بشري مرستو پر لاسرسي ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې د اسراییل لومړي وزیر له خپل برېتانوي سیال سره په کتنه کې ویلي، چې د حماس وروستۍ حمله له عربي هېوادونو سره د اسراییل د سوله ییزو اړیکو د پراخېدو د مخنیوي په هدف ترسره شوې ده.

بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ د می په ۲۷مه له برېتانیا وغوښتل چې پر غزې د اسراییل د برید ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د سیمې وضعیت تیلو او باروتو ته ورته دی

۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۳ GMT+۱
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د سیمې وضعیت تیلو او باروتو ته ورته دی
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسراییل او حماس د جګړې د پراخېدو خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې وضعیت ته په کتو د هر ډول پېښې د رامنځته کېدو امکان شته.

حسین امیر عبداللهیان وویل:«د سیمې وضعیت تیلو او باروتو ته ورته دی، هره شېبه یې د چاودېدلو امکان شته او هره شېبه د دې امکان شته چې وضعیت له کنټروله ووځي».

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۲۷ مه) د سعودي عربستان په جده ښار کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارووزیرانو په دې توافق وکړ، چې د غزې په تړانګه او لویدیځې غاړې کې د اوسېدونکو پر وړاندې د اسراییل «د جنګي جنایتونو» د بندولو غوښتنه وکړه.

امیر عبداللهیان زیاته کړه، چې په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمشریزې په فضاء کې جدي اندېښنې موجودې دي.

هغه خبرداری ورکړ، «دا ادعا چې د اسراییل د تودې جګړې له امله په غزې کې د حماس د مقاومت ختمول یوه مبالغه ده».

هغه په ​​لبنان کې د حزب الله په هکله هم وویل: « چې اوس مهال حزب الله په خپل قوي او پیاوړې دریځ کې دی».

ښاغلي عبداللهیان یو ځل بیا له مسلمانو هېوادنو پر اسراییل د اقتصادي او سیاسي بندیزونو او د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره د یوې حقوقي مجموعې غوښتنه وکړه.

د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۲۶مه) د سعودي عربستان پلازمېنه د اسلامي همکاریو د سازمان د اجرایوي کمېټې د غړو هېوادونو د چارواکو او بهرنیو وزیرانو په شمول د یوې فوق العاده غونډې کوربه و.

د دغه سازمان غړو د غزې په تړانګه کې د فلسطیني وګړو پر وړاندې د اسراییل د «تېریو» د سمدستي پای ته رسولو او د دغې سیمې د کلابندۍ د لرې کولو غوښتنه وکړه.

همداراز د اسلامي همکاریو سازمان په یوې بیانیه کې له نړۍ غوښتي، چې د بشرپالو، بېړنیو، طبي مرستو لپاره دې د لارو د پرانیستلو لپاره سمدستي اقدام وکړي.

د تاجکستان طالبانو پر اسلامپالو غږ کړی چې د تاجکستان د حکومت پر ضد وسله پورته کړي

۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۲ GMT+۱
د تاجکستان طالبانو پر اسلامپالو غږ کړی چې د تاجکستان د حکومت پر ضد وسله پورته کړي
100%

د تاجکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي ټي) په یوې تازه ویډیو کې په تاجکستان کې له اسلامپالو غوښتي، چې د حکومت پر ضد د بغاوت وسله پورته کړي او له دوی سره د حکومت په ړنګولو کې برخه واخلي.

دغې ډلې وروسته له هغې دا ګواښوونکې ویډیو خپره کړه، چې په تېرې سپټمبر میاشت کې د تاجکستان حکومت اعلان وکړ، چې یو شمېر وسلوال د افغانستان له پولې تاجکستان ته وراوښتي وو او د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شوي او له منځه تللي دي.

د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې ویلي وو، چې دغو کسانو غوښتل چې د سپټمبر په ۹مه نېټه د تاجکستان د خپلواکۍ د ورځې پر مراسمو ترهګریز بریدونه وکړي.

تازه د تحریک طالبان تاجکستان(ټي ټي ټي) له خوا په خپره شوې ویډیو کې د تاجکستان حکومت ته ګواښ کړی، چې دوی به یې پر وړاندې خپله وسلواله مبارزه جاري ساتي.

دغې ډلې په افغانستان کې د طالبانو بریا ته په اشارې سره په تاجکستان کې پر اسلامپالو غږ کړی، چې وسلې دې راواخلي او د حکومت پر وړاندې دې بغاوت پیل کړي.

په ویډیو کې په پاکستان کې د تحریک طالبان (ټي ټي پي) قوي کېدل او د پاکستان د حکومت پر وړاندې د چټکې مبارزې ستاینه هم شوې او زیاته کړې یې ده، چې د ایران د جیش العدل چیریکي جګړه د یوې نمونې په توګه تعقیبوي.

د تاجکستان د طالبانو د دغې ویډیو په اړه تر اوسه د تاجکستان حکومت څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یو شمېر تاجکي چارواکو ویلي وو، چې دغه ډله د افغانستان پر پولو خپل پټنځایونه لري.