د اسراییل د دفاع وزیر خپلو پوځیانو ته: ډېر ژر به غزه له داخل څخه ووینئ

د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې په دیارلسمه ورځ د اسراییل د دفاع وزیر یواف ګالانټ د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) وویل، چې اسراییلي سرتیري به ډېر ژر غزې ته ورننوځي.

د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې په دیارلسمه ورځ د اسراییل د دفاع وزیر یواف ګالانټ د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) وویل، چې اسراییلي سرتیري به ډېر ژر غزې ته ورننوځي.
د اسراییل د دفاع وزارت د خبر پاڼې له مخې؛ نوموړي خپلو سرتېرو ته ویلي: "تاسو اوس له لېرې څخه غزه وینئ؛ خو ډېر ژر به حکم وشي او تاسو به یې له داخل څخه ووینئ."
ګالانټ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له دې وړاندې اسراییلي چارواکو ویلي وو، چې د ځمکني برید لپاره چمتووالی نیسي.
د اسراییل مشرانو تر دې مخکې ویلي وو، چې د حماس د له منځه وړلو لپاره به پر غزې د هوا، سمندر او ځمکې له لارې بریدونه وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د برېتانیا لومړي اسراییل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد پر حق او د غزې له خلکو سره د بشري مرستو پر لاسرسي ټینګار کړی دی.
په ورته وخت کې د اسراییل لومړي وزیر له خپل برېتانوي سیال سره په کتنه کې ویلي، چې د حماس وروستۍ حمله له عربي هېوادونو سره د اسراییل د سوله ییزو اړیکو د پراخېدو د مخنیوي په هدف ترسره شوې ده.
بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ د می په ۲۷مه له برېتانیا وغوښتل چې پر غزې د اسراییل د برید ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسراییل او حماس د جګړې د پراخېدو خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې وضعیت ته په کتو د هر ډول پېښې د رامنځته کېدو امکان شته.
حسین امیر عبداللهیان وویل:«د سیمې وضعیت تیلو او باروتو ته ورته دی، هره شېبه یې د چاودېدلو امکان شته او هره شېبه د دې امکان شته چې وضعیت له کنټروله ووځي».
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۲۷ مه) د سعودي عربستان په جده ښار کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارووزیرانو په دې توافق وکړ، چې د غزې په تړانګه او لویدیځې غاړې کې د اوسېدونکو پر وړاندې د اسراییل «د جنګي جنایتونو» د بندولو غوښتنه وکړه.
امیر عبداللهیان زیاته کړه، چې په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمشریزې په فضاء کې جدي اندېښنې موجودې دي.
هغه خبرداری ورکړ، «دا ادعا چې د اسراییل د تودې جګړې له امله په غزې کې د حماس د مقاومت ختمول یوه مبالغه ده».
هغه په لبنان کې د حزب الله په هکله هم وویل: « چې اوس مهال حزب الله په خپل قوي او پیاوړې دریځ کې دی».
ښاغلي عبداللهیان یو ځل بیا له مسلمانو هېوادنو پر اسراییل د اقتصادي او سیاسي بندیزونو او د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره د یوې حقوقي مجموعې غوښتنه وکړه.
د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۲۶مه) د سعودي عربستان پلازمېنه د اسلامي همکاریو د سازمان د اجرایوي کمېټې د غړو هېوادونو د چارواکو او بهرنیو وزیرانو په شمول د یوې فوق العاده غونډې کوربه و.
د دغه سازمان غړو د غزې په تړانګه کې د فلسطیني وګړو پر وړاندې د اسراییل د «تېریو» د سمدستي پای ته رسولو او د دغې سیمې د کلابندۍ د لرې کولو غوښتنه وکړه.
همداراز د اسلامي همکاریو سازمان په یوې بیانیه کې له نړۍ غوښتي، چې د بشرپالو، بېړنیو، طبي مرستو لپاره دې د لارو د پرانیستلو لپاره سمدستي اقدام وکړي.

د تاجکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي ټي) په یوې تازه ویډیو کې په تاجکستان کې له اسلامپالو غوښتي، چې د حکومت پر ضد د بغاوت وسله پورته کړي او له دوی سره د حکومت په ړنګولو کې برخه واخلي.
دغې ډلې وروسته له هغې دا ګواښوونکې ویډیو خپره کړه، چې په تېرې سپټمبر میاشت کې د تاجکستان حکومت اعلان وکړ، چې یو شمېر وسلوال د افغانستان له پولې تاجکستان ته وراوښتي وو او د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شوي او له منځه تللي دي.
د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې ویلي وو، چې دغو کسانو غوښتل چې د سپټمبر په ۹مه نېټه د تاجکستان د خپلواکۍ د ورځې پر مراسمو ترهګریز بریدونه وکړي.
تازه د تحریک طالبان تاجکستان(ټي ټي ټي) له خوا په خپره شوې ویډیو کې د تاجکستان حکومت ته ګواښ کړی، چې دوی به یې پر وړاندې خپله وسلواله مبارزه جاري ساتي.
دغې ډلې په افغانستان کې د طالبانو بریا ته په اشارې سره په تاجکستان کې پر اسلامپالو غږ کړی، چې وسلې دې راواخلي او د حکومت پر وړاندې دې بغاوت پیل کړي.
په ویډیو کې په پاکستان کې د تحریک طالبان (ټي ټي پي) قوي کېدل او د پاکستان د حکومت پر وړاندې د چټکې مبارزې ستاینه هم شوې او زیاته کړې یې ده، چې د ایران د جیش العدل چیریکي جګړه د یوې نمونې په توګه تعقیبوي.
د تاجکستان د طالبانو د دغې ویډیو په اړه تر اوسه د تاجکستان حکومت څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یو شمېر تاجکي چارواکو ویلي وو، چې دغه ډله د افغانستان پر پولو خپل پټنځایونه لري.

د بریتانیا لومړي وزیر رشي سونک تل ابیب ته خپل سفر کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو او د دې هېواد له ولسمشر اسحاق هرتزوګ سره وکتل. رشي سونک د اسراییل له ولسمشر سره په ليدنه کي وويل چي فلسطينيان د حماس د کړنو قرباني شوي دي.
رشي سونک له اسراييلي چارواکو سره په ليدنه کې له اسراييل څخه د برتانيا کلک ملاتړ اعلان کړ. هغه وويل: «موږ د ترهګرۍ پر وړاندې له تاسو سره ولاړ یو».
د بريتانيا لومړي وزير وويل، له خپلو شریکانو سره په ګډه د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو هوډ لري.
رویټرز د رشي سونک د ویاند په حواله راپور ورکړ، چې پر اسراییل له برید راهیسې لږ تر لږه ۷ بریتانویان وژل شوي او نهه نور ورک دي.

ښاغلي سونک د دغه سفر په ترڅ کې پر اسراییل د حماس د برید د ځینو قربانیانو له کورنیو سره هم وکتل.
د اسراییل لومړي وزیر هم له خپل بریتانوي سیال سره په خبري کنفرانس کې وویل چې د حماس پر ضد جګړه یوازې د اسراییل جګړه نه ده، بلکې د ټولې نړۍ جګړه ده.
نتن یاهو وویل، چې د حماس د برید یو هدف د سیمې له هېوادونو سره د اسراییل د سولې د هڅو ګډوډول دي. هغه ټینګار وکړ چې په غزه کې به جګړه اوږد مهاله شي او اسراییل د بریتانیا ملاتړ ته اړتیا لري.
د بريتانيا لومړي وزير په دغو کتنو کې د غزې خلکو ته د بشري مرستو رسول هم مهم وبلل.
د تلې په پنځلسمه پر اسراییل د حماس له برید وروسته اسراییل د غزې تړانګه محاصره کړه او دې سیمې ته یې د برېښنا، خوراکي او سون توکو د لېږد مخه نیولې ده.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اعلان وکړ چې له مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته د کام ایر هوایي شرکت مستقیمې الوتنې پیل شوې.
د کام ایر هوایي شرکت په لومړۍ الوتنه کې ۱۲۱ تنه مسافر د مزارشریف ښار له مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته ولیږدول.
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د پنجشنبې په ورځ «د تلې په ۲۷مه» په خپل اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ الوتنې د چهارشنبې په ورځ پیل شوې.
کام ایر هوایي شرکت وايي چې دغه الوتنې به په اونۍ کې يو ځل د مزارشريف له هوايي ډګر څخه جدې ښار ته ترسره شي.

د پاکستان یو وتلی سیاستوال نواز شریف درې ځلې لومړی وزیر شوی، خو د فساد د تورونو او له پوځ سره د ډغرو له امله یې یو ځل هم خپله دوره نه ده بشپړه کړې. پخپله خوښه جلاوطن شریف راتلونکې شنبه پاکستان ته ستنېږي او راتلونکو ټاکنو کې لوبېدو ته تیارېږي.
۷۳ کلن نواز شریف له ۱۹۹۰ تر ۹۳، بیا له ۱۹۹۷ تر ۹۹ او بیا هم له ۲۰۱۳ تر ۱۷ لومړی وزیر و، خو اول ځل د پوځ ملاتړي ولسمشر، بیا کودتا او دریم وار هم د محکمې له خوا بې واکه شو.
نواز شریف صنعي کورنۍ کې وزېږېد، د پولادو تولید سره یې پیسې پیدا او د اتفاق ګروف په نوم د کورنۍ شرکت یې پراخ کړ.
نوموړی د ۱۹۷۰ کلونو په وروستیو کې سیاست ته لاړ او پر ۱۹۸۱ کال د پنجاب صوبايي مالي وزیر شو.
نواز شریف له جنرالانو سره د نږدې اړیکو په لرلرو مشهور و، دوی یې د پنجاب له حیرانوونکې اقتصادي ودې اغېزمن کړي وو. د پوځي ډیکټاټور ضیاالحق په لاس روزل شوی و. د جنرالانو په ملاتړ پر ۱۹۸۵ کال د پاکستان د ډېر وګړې او پرمختللې صوبې پنجاب سروزیر شو.
پر ۱۹۹۰ کال ټولټاکنو کې اول ځل د پاکستان لومړی وزیر او د دغه هېواد د لومړنۍ وزیر اعظمې بې نظیر بوټو ځای ناستی شو، چې د وخت ولسمشر یې حکومت د بډو او فساد د تورونو له امله ړنګ کړی و.
پر ۱۹۹۳ کال نواز شریف له ولسمشر سره دوښمني پیل کړه او هغه یې هم حکومت د خېلپالنې او فساد په تور ختم کړ.
سترې محکمې د نواز شریف حاکمیت بېرته واکمن کړ، خو ښاغلی شریف او ولسمشر پخلاینه کې پاتې راغلل او دواړو استعفا وکړه.
پر ۱۹۹۷ کال نواز شریف بیا د مسلم لیګ نواز ګوند په مشرۍ ټاکنې وګټلې او دویم ځل لومړی وزیر شو.
د نوموړي په دغه واکمنۍ کې پاکستان د ۱۹۹۸ کال مۍ کې اول ځل اټومي ازموینه وکړه، دا ګام د دغه هېواد سخت سیال هند ته ځواب و چې څو ورځې مخکې یې دوه اټومي ازموینې کړې وې.
د شریف په دغه لومړي وزارت کې هند او پاکستان د ۱۹۹ کال له مۍ تر جولای د لانجمن کشمیر په کارګل کې جګړه وکړه.
نواز شریف د ۱۹۹۹ کال وروستیو کې د پوځ لوی درستیز پروېز مشرف سره ښکېل شو او هغه هم د کودتا له لارې بې واکه کړ. وروسته نواز شریف پر عمر بند محکوم شو، خو د سعودي په منځګړتوب ریاض ته جلاوطن شو. هغه پر ۲۰۰۷ کال پاکستان ته ستون شو.
نواز شریف د ۲۰۱۳ کال ټولټاکنو کې د دغه هېواد د پخواني کرېکټ اتل عمران خان سره په سیالۍ کې برلاسی او دریم وار لومړی وزیر شو.
نواز شریف له هند سره د اړیکو عادي کولو هڅه وکړه، پر ۲۰۱۴ کال یې ور سره سوداګریزې خبرې وکړې. ور پسې کال د هند لومړی وزیر نرېندر مودي د پاکستان لاهور ښار ته لاړ او له ښاغلي شریف سره یې ولیدل.
پر ۲۰۱۷ کال د پاناما اسنادو اړوند د فساد دوسیو په پلټنو پسې د محکمې په حکم سره له واک لرې شو.
د ۲۰۱۸ کال جولای کې د پاکستان فساد ضد محکمې نوموړی د اختلاس له امله پر لس کلن بند محکوم کړ.
د ۲۰۱۸ کال په ډیسمبر کې نواز شریف د فساد اړوند بله دوسیه کې هم مجرم وبلل او پر اوه کاله بند محکوم او وروسته د ټول عمر لپاره له سیاست بې برخې اعلان شو.
هغه دا ټول تورونه رد کړل او ویې ویل چې سیاسي انګېزه لري.
نواز شریف د ۲۰۱۹ کال اکتوبر کې د طبي اسنادو وړاندې کولو له مخې خوشی شو او څو اونۍ وروسته لندن ته وکوچېد او له دغه ځای په سیاست کې ښکېل پاتې شو.
نواز شریف راتلونکې شنبه د اکتوبر پر ۲۱ پاکستان ته ستنېدل او راتلونکو ټاکنو کې د مسلم لیګ په مشرۍ لوبېدل غواړي.
تېره میاشت د ښاغلي شریف او د پاکستان د څو نورو لومړیو وزیرانو اړوند د فساد یوه دوسیه بېرته را ژوندۍ شوه، خو وکیل یې امجد خان خان وايي، چې د اسلام اباد سترې محکمې د هغه د خوندیتوب ضمانت منظور کړی دی.
