نواز شریف له څلورو کلونو وروسته پاکستان ته ستون شو

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف له څلور کلنې جلاوطنۍ وروسته نن اسلام اباد ته ورسېد. د نوازشریف د هرکلي لپاره هوایي ډګر ته د هغه ځینې ملګري او اوسني چارواکي ورغلي دي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف له څلور کلنې جلاوطنۍ وروسته نن اسلام اباد ته ورسېد. د نوازشریف د هرکلي لپاره هوایي ډګر ته د هغه ځینې ملګري او اوسني چارواکي ورغلي دي.
ویل کېږي، چې نوازشریف به اسلام اباد کې د ځینو قانوني اسنادو تر لاس لیک او یو ساعت دمې وروسته، په یوې الوتکه کې لاهور ته ولاړ شي.
لاهور ته په رسېدو نوازشریف هلته یوه غونډه رابللې او د غونډې له لارې به خلکو ته وینا وکړي.
تر دې دمخه د پاکستان یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۹مه د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر او د فساد په تور د محکوم نواز شریف ضمانت ومانه.

د اسراییل او حماس ترمنځ له دوو اونیو خونړیو نښتو وروسته، د رفح لاره بالاخره د شنبې په ورځ د (تلې په ۲۹مه) د بشري مرستو د کاروانونو لپاره پرانیستل شوه.
په رسنیو کې په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې له مصر څخه غزې ته مرستندویه لارۍ د ننوتو په حال کې دي.
تراوسه مالومه نه ده، چې دا لاره به څومره وخت خلاصه وي.
د یادولو ده، اسراییل تر اوسه د اړینو مرستو شلو لاریو ته د ننوتلو اجازه ورکړې چې غزې ته داخلې شي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې له ۶۰۰۰ ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت لیکلي، چې د ننګرهار ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د تورخم له لارې د تلې په ۲۷مه او ۲۸مه د ۶۰۴۵ کډوالو له ستنېدو خبر ورکړی.
د تورخم د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، ۱۰۶۲ کورنۍ چې ټولټال ۶۰۴۵ تنه کېږي بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې دغه کسان له راستنېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفتر ته ورپېژندل شوي.
پاکستان د ناقانونه کډوالو د ورکړل شوي ضرب الاجل د ختمېدو په درشل کې دی، له دغې وېرې افغان کډوال غواړي د دغه ضرب الاجل له پایته رسېدو مخکې دغه هېواد پرېږدي.
په ورته مهال، نن د پنحاب او سند ایالتونو ځایي حکومتونو خبرداری ورکړی، چې ناقانونه کډوالو دې تر ورکړل شوې نېټې دمخه دغه هېواد پرېږدي؛ کنه د نومبر میاشتې له پیلېدو سره هم مهاله دوی پراخه عملیات پیلوي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې څلور وسلهوال وژل شوي او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو دغه عملیات په وانډه سیمه کې پیل کړي و.
د عملياتو پرمهال د پوځيانو او وسلهوالو ترمنځ سخته نښته شوې، چې په ترڅ کې یې څلور وسلهوال وژل شوي او يو تن ژوبل شوى د امنيتي ځواکونو لهخوا نيول شوى دى.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، د عملياتو پرمهال د وسلهوالو نه وسلې هم ترلاسه شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي:« د عملیاتو له پیلېدو مخکې، په سیمه کې اعلانونه وشول چې کلیوال دې غرونو ته له تګه ډډه وکړي.»
هغه زیاته کړه، وسلهوالو د کلي سره نږدې په غرونو کې خپل پټنځایونه جوړ کړي وو.

د پاکستان د سند ایالتي چارواکو ویلي، چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به ټول هغه بهرنیان له دغه ایالته اېستل کېږي چې قانوني اسناد نه لري.
د سند د کورنیو چارو لنډ مهاله وزیر حارث نواز د اکټوبر په شلمه په کراچۍ پرېس کلپ کې د يوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې د نومبر له لومړۍ نېټې به ټول ناقانونه کډوال د چمن له لارې په بسونو کې لېږدول کېږي او هغه هندي کډوال چې په دغه ایالت کې په ناقانونه توګه ژوند کوي د واګه بندر له لارې به هغه هېواد ته ولېږل شي.
حارث نواز دا رنګه وویل، چې د نومبر میاشتې له پيله د سند ایالت په ټولو سیمو کې د پولیسو پراخ عملیات پيلیږي او هغه کډوال چې لا تر اوسه هم خپلو هېوادونو ته نه دي ستانه شوي، په زوره به واېستل شي.
نوموړي دا رنګه ویلي، د سند په ایالت کې د افغان کډوالو تر څنګ، د بنګله دېش، چین، تانزانیا او نورو هېوادونو وګړي هم شته، چې په ناقانونه توګه ژوند کوي.
په کراچۍ کې روان کال د سپټمبر له نهمې نېټې راهیسې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پيل شوې، چې د افغان کډوالو او د هغوی د وکیلانو په وینا، تر اوسه ۱۷۰۰ افغان کډوال نیول شوي، چې په بېلابېلو زندانونو کې بنديان دي.
سره له دې چې د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ او نورو پاکستاني چارواکو په وار، وار ویلي، چې د دغې پرېکړې له مخې به یوازې هغه کسان له پاکستانه اېستل کیږي چې قانوني اسناد نه لري؛ خو په کراچۍ کې خبریالان او افغان کډوال وایي، پولیس لا هم هغه افغان کډوال نیسي چې قانوني اسناد په لاس لري او د دوی د وکیلانو په وینا اوس هم د کراچۍ په زندانونو کې تر ۴۰۰ زیات قانوني اسناد لرونکي افغانان بندیان دي.
له هغې وروسته چې د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د ستنېدو لپاره د اکټوبر تر دېرشمې نېټې وخت ورکړ، د کراچۍ په ګډون د پاکستان له بېلابېلو برخو په ګڼ شمېر کې افغانان هره ورځ د تورخم او سپين بولدک له لارې افغانستان ته ستنیږي او دغه لړۍ چټکه شوې ده.
دغه کډوال وایي، مخکې له دې چې د پولیسو لهخوا تر نېولو وروسته وځورول شي او یا د زندانونو د تورو تمبو شاته بې برخلیکه پاتې شي، غوره دا ده چې په خپله خوښه بېرته خپل ټاټوبي ته ستانه شي.

د پاکستان په پنجاب کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ډينګي۷۱۴۷ پېښې ثبتې شوې او له امله یې د مړو شویو راپور نه دی ورکړل شوی. چارواکو د رسنیو هغه راپورونه بې بنسټه وبلل چې ویلي یې و، ګواکې دوه کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
روغتیايي چارواکو ویلي، چې په ټول ایالت کې د ډينګي ناروغۍ پر ضد عمليات روان دي او کوراکور د دوا شېندنې لړۍ هم پیل شوې ده.
د چارواکو په وینا، له ګواښونو سره مخامخو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د معلوماتو له مخې فيصل اباد او ملتان کې هم د ډينګي پېښې ثبتې شوې دي.
