• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا په اورکزۍ ولسوالۍ کې د سیلانیانو لپاره نوې تفریحي سیمه پرانیستل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۲:۰۵ GMT+۱

د پېښور د قول اردو مشر تورنجنرال حسن اظهر حیات د پښتونخوا په اوکرزۍ ضلعه کې د سیلانیانو لپاره نوې جوړه شوې تفریحي سیمه پرانیسته. دا تفریحي سیمه د پاکستان پوځ او صوبايي حکومت په ګډه د سیلګرۍ د ودې او ځايي خلکو ته د کار روزګار پېدا کولو لپاره جوړه کړې ده.

د پاکستان راډیو د یکشنبې ورځې د خبر له مخې؛ د کوهاټ له کلایه دوه نیم ساعته لرې د اورکزۍ ولسوالۍ «دا سیمه د جنت په څېر ده».

په دغه نوې تفریحي سیمه کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره د صوبې د نورو پارکونو په څېر اسانتیاوې برابرې شوې دي.

اوکرزۍ ولسوالۍ په ټوله کې طبیعي منظرې لري او د سیمې خلکو هم دې ولسوالۍ ته د خلکو د جذبولو لپاره په خواله رسنیو کې له دوو کلونو راهیسې کمپاین پیل کړی دی.

له دې کمپاین سره دې سیمې ته د پښتونخوا له مختلفو برخو خلک ور مات شوي؛ خو دې وروستیو کې بیا اورکزیو کې د وسلوالو له پېدا کېدو سره وېره پېدا شوې، چې تازه غوړېدلې سیلګرۍ ته به هم تاوان ورسېږي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د پاکستان پولیس د شپې د افغانانو کورونو ته ور اوړي او زندان ته یې بیايي

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۱ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اطلاعات ښيي، چې د پاکستان پولیسو کور په کور د افغان کډوالو تلاشي پیل کړې ده. پولیس د شپې د کډوالو کورونو ته اوړي او جېل ته یې بیايي. پاکستان پرېکړه کړې چې د اکتوبر تر وروستۍ نېټې بې قانونه کډوال له خپل هېواد وباسي.

کراچۍ کې یوه افغان کډوال افغانستان انټرنشنل ته وویل: «پولیس نیمه شپه له خبرداري پرته د مهاجرو کورونو ته ننوځي.»

هغه زیاتوي چې پولیس کور په کور تلاشۍ سره غواړي چې دا کډوال وپېژني.

افغانستان انټرنشنل ته داسې ویډیووې هم رسېدلې چې پکې پاکستاني پولیس د شپې د افغان کډوالو پر کورونو چاپې اچوي.

پاکستان وايي، په دغه هېواد کې ۱.۷ میلیونه بې قانونه افغان کډوال اوسېږي.

افغان کډوال وايي، د اسلام اباد نوي سیاست دوی ته ژوند سخت کړی دی.

که څه هم نړیوالو ادارو له پاکستان بیا بیا غوښتي چې د افغان کډوالو په هکله له اوسنۍ پرېکړې شاته شي، خو د دغه هېواد سرپرست کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي، چې دا پرېکړه نه بدلېږي.

دوی دا هم وايي، چې افغان کډوال د پاکستان مختلفو سیمو کې په بریدونو کې لاس لري.

طالبان د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې ردوي او د انساني حقونو د نړیوالو ادارو په څېر له اسلام اباد غواړي چې د کډوالو ستنولو په تړاو وروستۍ پرېکړه واخلي.

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب له افغان کډوالو سره د پاکستانی وروستی چلن وحشت او بربریت وباله او زیاته یې کړه چې دا سیاست یې د کابل او اسلام اباد اړیکي زیانمنوي.

خو له دې سره سره له پاکستان د کډوالو ستنولو بهیر روان دی او د پاکستان رادیو د ننني راپور له مخې تراوسه له دغه هېواد نږدې ۶۰ زره کډوال ستانه شوي دی.

د تېلو د نشتوالي له امله د پاکستان د دولتي هوايي شرکت ۲۶ الوتنې لغوه شوې

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۹ GMT+۱

د پاکستان دولتي هوایي شرکت (پي ای اې) د مالي کړکېچ د زیاتېدو او د تېلو د نشتوالي له امله ۲۶ الوتنې نه دي شوې. د پاکستان د تېلو دولتي شرکت (پي اېس او) دې هوايي کرښې ته د تېلو په برابرولو کې پاتې راغلی دی او له امله یې الوتنې سختې اغېزمنې شوې دي.

د جیو نیوز د یکشنبې ورځې د راپور له مخې؛ د الوتنو د ځنډېدو له امله مسافر هم له ستونزو سره مخ شوي دي.

سرچینو دې رسنۍ ته ویلي، چې د دولتي هوايي کرښې دا الوتنې د کراچۍ، اسلام اباد، کوېټې، بهاولپور، لاهور، ګوادر او ملتان ته ځنډېدلې دي.

سرچینې وايي، په لاهور، اسلام اباد، کوېټه، سیالکوټ، ملتان او پېښور هوايي ډګرونو کې هم د پاکستان هوايي کرښې الوتنې لغوه شوې دي.

ډان‌ ورځپاڼې هم تېره اورنۍ وویل، چې د پاکستان دولتي هوايي شرکت د دیوالیه کېدو په حال کې دی.

دغې ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان موقت لومړي وزیر انورالحق کاکړ د دغه شرکت د خصوصي کولو بهیر د ګړندي کولو لپاره هڅوونکي امرونه صادر کړي.

ویل کېږی دا هوايي شرکت ۷۴۳ میلیارده کلدارې پوروړی هم دی.

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی هیله من دی چې له پاکستانه به لوبه وګټي

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۱ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی جانتن ټروټ وايي، لوبډله یې له پاکستان سره جذباتي سیالۍ ته منتطره ده او هیله لري چې دا لوبه به وګټي. دواړه هېوادونه سبا په نړیوال جام کې سره مخامخېږي او بري ته سخته اړتیا لري.

د پاکستان او افغانستان د کرېکټ سیالۍ تر ډېره د دواړو هېوادونو د توپاني سیاسي اړیکو منعکسوونکې وي.

د افغان لوبډلې روزونکی د سبا ورځې سیالۍ ته په اشاره له فرانس خبري اژانس سره په خبرو کې وايي: «زما په اند افغان لوبغاړو ته دا داسې سیالي ده چې دوی احساساتي کوي.»

د هغه په خبره، که افغان لوبډلې له پاکستان سره پخوا هم له جذباتو ډکې سیالۍ کړې، خو ور سره یې ډېرې دوستانه لوبې هم درلودلې دي.

نوموړی وایي، هیله من دی چې سبانۍ لوبه به ډېره جذباتي نه وي او په لوی توپیر به یې افغان لوبډله وګټي.

هغه وايي، دواړه لوبډلې یو بل ته درناوی لري، خو د ګټلو لپاره ډېر سخت دي.

پاکستان په کرېکټ نړیوال جام کې په څلورو لوبو کې دوه ګټلې او دوه بایللې دي.

افغانستان هم له دریو ماتو وروسته د کرېکټ نړیوال جام د تېر اتل انګلنډ په ماتولو سره حیرانوونکی بری ګټلی دی.

د فرانس خبري اژانس د راپور له مخې، د سبا ورځې سیالي هم د دوی ترمنځ د کرښې اوږدو کې جنجال ته د مرچ مسالې ور زیاتولو په مانا دي.

اسلام اباد پر طالبانو تور لګوي چې تر واک ته رسېدو وروسته یې وسلوالو ته خپله خاوره کې پنا ور کړې او هغوی په پاکستان کې بریدونه کوي.

پاکستان په دې وروستیو کې له دغه هېواد ده تر یو میلیون د ډېرو بې قانونه افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه کړې ده.

په کرېکټ لوبو کې هم د دواړو هېوادونو د لوبغاړو ناندرۍ شوې دي.

د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لوبو کې چې پاکستان درې ویکټو سره سیالي وګټله د دواړو هېوادونو د مینوالو ترمنځ له لوبغالي بهر جنجال وشو.

تېر کال هم په شارجه کې په شل اوره لوبو کې د افغانستان د لوبغاړي فرید ملک او د پاکستاني لوبغاړي اصف علي ترمنځ ګواښ او ګیر وشو.

د پاکستان سند ایالت د پوهنې وزارت په ښوونځیو کې د افغان زده کوونکو معلومات غوښتي

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۴ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هيواد د سند ایالت د ښوونې او روزنې وزارت د دغې صوبې په کچه په ښوونځیو کې د افغان زده کوونکو د ښوونځيو او ټولګيو تر کچې معلومات غوښتي. دا لا نه ده معلومه چې دغه معلومات د څه لپاره غوښتل شوي.

د سند د ښوونې او روزنې وزارت وروسته له هغې په ښوونځیو کې د افغان زده کوونکو معلومات غوښتي چې دا مهال د پاکستان حکومت په جبري ډول د افغان کډوالو نیول او شړل پیل کړي.

دغه وزارت د يوې اعلامیې له مخې په پاکستان کې د افغان زده کوونکوزده کړو ته د لاسرسي په برخه کې د ننګونو د بیا کتنې په موخه د نومبر په لومړۍ نېټه یوه غونډه هم رابللې ده.

په اعلامیه کې د کراچۍ زون له مسولانو غوښتل شوي چې د افغان زده کوونکو ټولګيو او ښوونځیو مفصل معلومات وړاندې کړي.

د انوار الحق کاکړ په سرپرستۍ د پاکستان لنډمهالي حکومت پرېکړه کړې چې له پاکستانه به ناقانونه افغان کډوال د راتلونکي نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته په زور له پاکستانه باسي، ټاکل شوې نیټې ته ایله يوولس ورځې پاتې دي خو بیا هم د پاکستان په ډیری سیمو کې له افغان کډوالو سره زور زیاتی روان دی.

د سوېلي پښتونخوا د چمن اوسېدونکو د پاسپورټ اخیستلو له بهیر سره پرېکون وکړ

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۸ GMT+۱

د سوېلي پښتونخوا چمن اوسیدونکو، سوداګرو او د ځایي سیاسي ګوندونو غړو پر سپین بولدک چمن دروازه باندې پر پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون کې د پاکستاني پاسپورټ اخیستلو له بهیر سره د پرېکون په موخه په چمن کې پرلت وهلی. ډیورنډ کرښې ته څېرمه په چمن کې زرګونو کسانو په دغه پرلت کې ګډون کړی.

دغه پرلت د چمن لغړیانو اتحاد، سوداګرو او د ځایې سیاسي ګوندو له لوري پیل شوی دی.

یاد پرلت د پاکستان د هغې پرېکړې په غبرګون کې تر سره کیږي چې پر چمن سپین بولدک دروازه به له دې وروسته پر پاسپورټ او ویزه تګ راتګ تر سره کیږي.

په تېر کې به په دغه دروازه د ډیورنډ کرښې دواړه غاړې اوسیدونکي په افغان تذکره او پاکستاني شناختي کارډ یو او بل لور ته اوښتل.

له تېرو دوه میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان له لوري هڅه کیږي چې مساپر اړ کړي په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ وکړي.

په چمن کې د لغړي اتحاد مشر غوث الله د یاد پرلت په اړه وايي:«زموږ غوښتنه داده چې پر سپین بولدک ـ چمن دروازه په پاسپورټ تګ راتګ په هیڅ صورت نه منو. که موږ یو مرو که سل مرو موږ له خپلې غوښتنې نه په شا کیږو. کوم کسان چې پر دغه دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ خوبونه ویني هغوی خطاوتلي دي. موږ د چمن د ټولو اوسیدونکو څخه غوښتنه کوو چې د پاکستان پاسپورټ وا نه خلي.»

پاکستان پر سپین بولدک ـ چمن دروازه پر پاسپورټ د تګ راتګ د پرېکړي سره سم په چمن کې د پاسپورټ اخیستنې اداري کارکوونکي او امکات ډیر کړي دي چې د یاد ښار اوسیدونکي پاکستانی پاسپورټ واخلي.

دغه پرلت کوونکي وايي کابل او اسلام اباد دې د خبرو له لارې خپلې ستونزي حل کړي، د ډیورنډ دواړو لوریو پراته قبایل پر دروازه په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ نه مني.

د عوامي پارټی سیمه اییز مسول عطاء الله وايي، د پاکستان د یادې پرېکړې له امله د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د زرګونو کسانو کاروبار زیانمن شوی دی.

نوموړی وايي:«د زرګونو چمن مېشتو اوسیدونکو کاروبار د افغانستان لوري ته په سپین بولدک کې دی او د سپین بولدک د زرګونو اوسیدونکو کاروبار په چمن کې دی د پاکستان د یادې پرېکړې له امله د یادو ټولو کسانو کاروبار پر مخ بند شوی دی.»

دغه پرلت کوونکي وايي، د پاکستان د حکومت له لوري پرېکړه شوې چې د نومبر میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته پر سپین بولدک ـ چمن دروازه باندې په پاسپورټ تګ راتګ جبري کیږي.

خو د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته پراته قبایل وايي د پاکستان یاده پرېکړه نه مني او پرلت به تر هغه غځوي چې پاکستان خپله دغه پرېکړه بدله نه کړي.