• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراييل دفاع وزير: پر غزې ځمکنی بريد ښايي لږ تر لږه درې مياشتې وخت ونيسي

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۰ GMT+۱

د اسراييل دفاع وزير د يکشنبې په ورځ (د تلې ۳۰مه) وويل چې پر غزې د اسراييل ځمکنی بريد ښايي له يوې تر درېيو مياشتو وخت ونيسي. یواو ګالانټ په خوشبینۍ سره زیاته کړه: «که چیرې اسراییل د حماس ترهګرې ډلې په له منځه وړلو کې بریالی شي نو دا به له غزې څخه وروستی برید وي.»

ګالانټ د یکشنبې په ورځ د اسراییل په پلازمېنه تل ابیب کې د اسراییل د هوايي ځواکونو د قوماندې په مرکز کې لوړ پوړو افسرانو ته وویل «هیڅ څه شی به د اسراییل د پوځ مخه و نه نیسي او دا باید په غزه کې وروستی مانور وي، ځکه چې له دې وروسته به حماس دلته نه وي.»

هغه څرګنده کړه: «مخکې له دې چې حماس زموږ له ټانکونو او پياده ځواکونو سره مخامخ شي، زموږ د هوايي ځواک له بریدونو سره به مخامخ شي.»

اسراییل په وار وار د حماس د له منځه وړلو ژمنه کړې او په خپلو هوايي بریدونو کې د حماس قومندانان او بنسټونه په نښه کوي.

د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هاګاري وویل چې هیواد به یې په سملاسي توګه پر غزې خپل بریدونه زیات کړي چې پر حماس فشار زیات کړي او د «تر ټولو غوره شرایطو» لاندې د جګړې بل پړاو ته به داخل شي.»

د اسرايیل د پوځ لوی درستیز هم ویلي چې د دوی ځواکونه غزې ته د ننوتلو لپاره چمتووالی نیسي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۳

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

•
•
•

نور کیسې

د چینايي بې پیلوټه الوتکو پر خرڅلاو بندیزونو اوکراین اندېښمن کړی دی

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۱ GMT+۱

چین د سپټمبر له لومړیو راهیسې د بې پیلوټه الوتکو پر صادراتو بندیز لګولی دی. د یوې برېټانوۍ موسسې په خبره، له دې پرېکړې سره به اوکراین هره میاشت شاوخوا لس زره بې پیلوټه الوتکې له لاسه ورکړي.

اوکراین په دغه ګام اندېښمن دی، ځکه بې پیلوټه الوتکو له روسیې سره د هغوی په جګړو ژورې اغیزې کړې دي.

چین د روان کال د سپټمبر له لومړیو راهیسې د اوږده واټن ویشتونکو بې پیلوټه الوتکو چې وزن یې څلور کیلو ګرامه دی او همدارنګه د ډرون اړوند وسایلو لکه کامرې او راډیویي وسایلو بندیز لګولی دی.

سربېره پر دې، د سوداګریزو بې پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی تولید کونکي شرکت «ډي جي آی» دوه میاشتې مخکې اوکراین او روسیې ته د ډرون مستقیم پلور بند کړ.

د چین حکومت وايي چې سوداګریز چینایي ډرون باید د پوځي موخو لپاره ونه کارول شي او چینایي تولید کوونکي د صادراتو د جواز او د وروستي کارونکو د مشخصاتو د وړاندې کولو په برخه کې د معلوماتو غوښتلو ته اړ دي.

د نیویارک ټایمز څیړنې هم ښیي چې چینایي شرکتونو په وروستیو میاشتو کې اوکراین ته د بې پیلوټه الوتکو او د هغې د پرزو خرڅلاو کم کړی دی.

له دې سره، اوکرایني پوځیان وايي که څه هم د چین دغو بندیزونو د بې پیلوټه الوتکو پر شته والي لږ اغېز کړی، خو دوی په راتلونکي کې د وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښمن دي.

د اوکراین د پوځ د بې پیلوټه الوتکو برابروونکی دګنیټاس مشر لیوبا شیپوویچ وایي:«اوس یوازینی بدلون دا دی چې موږ هر هغه تجهیزات اخلو چې په اروپا کې په ګودامونو کې پاتې دي، خو دا چې په راتلونکي کې به څه کوو، څرګنده نه ده.»

نوموړی هغو پرزو لکه د حرارتي انځور اخیستونکو کیمرو ته د لاسرسي د بندیزونو په اړه اندیښمن دی او وايي چې «دا پرزې د پوځ تدارکات او د جګړو د تر سره کولو طریقه اغیزمنه کوي، ځکه موږ ډیری حرارتي انځور اخیستونکي ډرون نه لرو.»

د چین له لوري د دغو بندیزونو له لګولو وروسته اوکراین هڅه کوي چې یوه بدیله لاره ومومي.

د چینايي بې پیلوټه الوتکو د صادراتو کمښت نه یوازې اوکراین بلکې روسیه هم اغیزمنه کړې ده.

د روسیې کومرسانټ ورځپاڼې د راپور له مخې «د چینايي چارواکو لخوا د بې پیلوټه الوتکو په صادراتو لګول شوي بندیزونو روسیې ته د دوی اکمالات خورا پیچلي کړي او د ځینو برخو لکه د حرارتي انځور اخیستونکو کیمرو د کموالي لامل شوي.»

له دې سره، روسیه ډیری وختونه د قزاقستان په څیر هیوادونو څخه چینایي بې پیلوټه الوتکې اخلي.

هند وايي له کاناډا سره یې اړیکې له یوه ستونزمن پړاو څخه تیریږي

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۵ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ (د تلې ۳۰مه) اعلان وکړ چې کاناډايي ډیپلوماټان په پرله پسې توګه د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې، له کاناډا سره د دغه هېواد اړیکې له یوه ستونزمن پړاو څخه تیریږي.

نوموړي د دغو ډيپلوماټانو د لاسوهنې په اړه جزیات ور نه کړل.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جې شنکر د یکشنبې په ورځ وویل: «له کاناډا سره اوس مهال اړیکې له یوه ستونزمن پړاو څخه تیریږي، خو زه غواړم ووایم چې زموږ ستونزې د کاناډا د سیاست له یوې ځانګړې برخې سره تړلې دي.»

کاناډا د پنج شنبې په ورځ تر هغه وروسته له هند څخه د خپلو ۴۱ ډیپلوماټانو په اېستلو اړ شول چې نوي ډیلي د دوی د ډیپلوماتیک خوندیتوب د لغوه کولو ګواښ وکړ.

د کاناډا لومړي وزیر د جمعې په ورځ (د تلې ۲۸مه) وویل چې د نوي ډیلي وروستیو ګامونو په کاناډا او هند کې د میلیونونو خلکو عادي ژوند ستونزمن کړی دی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملني جولي تېره اونۍ وویل چې، د هند دریځ «له منطق لرې او بې مخینې» دی او په ښکاره ډول د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه د ویانا له کنوانسیون سرغړونه کوي.

له دې سره، جي شنکر وویل چې هند د ویانا کنوانسیون پر بنسټ له ډیپلوماټیک متقابل عمل حق څخه استفاده کړې، «ځکه چې موږ په خپلو چارو کې د کاناډا د دوامداره لاسوهنې په اړه اندیښنه درلوده.»

جي شنکر همداراز وویل، هند د خپلو ډیپلوماټانو د خوندیتوب په اړه د اندېښنو له امله د څو اونیو لپاره د کاناډا ویزې بندې کړې دي.

نوموړي وویل، د ډیپلوماټانو د امنیت په اړه د اندېښنو له حل وروسته به بیا ځلې د ویزو ورکړه پیل کړي.

ویل کیږي چې د کاناډا شاوخوا پنځه سلنه وګړي هندي الاصله کاناډایان دي.

اسراییل: هغه کسان چې له شمالي غزې نه وځي له ترهګرو سره د همکار په سترګه به ورته وکتل شي

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۱ GMT+۱

رویټرز د غزې د اوسېدونکو په حواله ویلي، چې د اسراییل پوځ یو ځل بیا خلکو ته خبرداری ورکړی چې له شمالي غزې ووځي. په بیان کې ویل شوي: "هر هغه څوک چې د غزې له شمالي سیمو جنوب ته نه ځي، کېدای شي د یوه ترهګریز سازمان د ملګري په توګه وپېژندل شي."

رویټرز راپور ورکړی، چې فلسطینیانو د شنبې په ورځ هغه خبرتیا ترلاسه کړه چې د اسراییلي پوځ نوم او نښان لري.

په بیان کې راغلي دي: «د غزې اوسیدونکو ته بېړنی خبرداری! د غزې په شمالي برخه کې ستاسو شتون ستاسو ژوند په خطر کې اچوي. هر هغه څوک چې د غزې د تړانګې لویدیځې برخې ته د شمالي غزې څخه د نه وتلو پریکړه کوي، احتمال لري د یو ترهګریز سازمان د ملګري په توګه وپېژندل شي."

د اسراییل پوځ په ځواب کې په یوه بیان کې وویل چې "دوی هېڅ اراده نه لري چې هغه کسان وپېژندل شي چې د یوې ترهګرې ډلې په توګه له دغې سیمې نه وځي".

دغه سازمان زیاته کړه: "د ملکي تلفاتو د کمولو په خاطر د اسراییل پوځ د غزې د تړانګې د شمالي سیمو اوسیدونکو ته د غزې د تړانګې جنوبي برخې ته د تګ غوښتنه وکړه."

اسراییل تر دې مخکې له فلسطینیانو غوښتي وو، چې جنوب ته ولاړ شي؛ خو هلته یو شمېر خلکو له دې کار ډډه کړې ده.

دوی اندېښمن دي چې که دوی له دې ځایه ووځي نو هېڅکله به خپلو کورونو ته بېرته ستانه نه شي.

دوی دا هم وايي؛ په داسې حال کې چې د اسراییل هوايي بریدونه روان دي، جنوب ته تګ ډېر خطرناک دی او وايي چې جنوبي سیمې هم له دې بریدونو خوندي نه دي. ځینو ویلي چې هلته یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي.

اسراییل وايي، د حماس د تاسیساتو او شبکو د له منځه وړلو لپاره له شمالي غزې څخه وتل مهم دي؛ خو ځینو سازمانونو ویلي، چې دغه جبري مهاجرت د نړۍوالو قوانینو خلاف دی.

لویډ اسټن: له ځانه د دفاع حق ساتو او د مناسب اقدام په اخیستلو کې به دوه زړي نه شو

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۱ GMT+۱

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن په منځني ختیځ کې د اسراییل او حماس تر منځ د جګړې په ترڅ کې د کړکېچ او هر ډول جګړې د زیاتېدو پر ضد خبرداری وکړی او ویلي یې دي، چې په سیمه کې د دوی پر سرتېرو د بریدونو د پام وړ زیاتوالي احتمال لیدل کیږي.

له دغه خبردارۍ څو ساعته وړاندې د امریکا د دفاع وزارت په سیمه کې د خپلو پوځي عملیاتو د چمتوالي د زیات والي خبر ورکړی دی.

د امریکا د دفاع وزیر له ای بي سي نیوز سره په خبرو کې ویلي: “که هره ډله او یا هر هېواد د دغه تاوتریخوالي زیاتول غواړي او له دغه وضعیت څخه ګټه اخلي، زموږ مشوره ورته دا ده، چې مه یې کوئ”.

د هغه په خبره، چې دوی له ځان څخه د دفاع حق ساتي او د مناسب اقدام په اخیستلو کې به دوه زړي نه شي.

مخکې له دې د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی و، چې د ایران او د دغه هېواد د نیابتي ډلو له لوري د وضعیت د خرابېدو په ځواب کې خپل چمتوالی زیاتوي.

اسټن ویلي، چې دوی د هوايي دفاع د سیستمونو د فعالېدو امر کړی او اضافي ځواکونه یې خبر کړي چې ښايي ژر واستول شي.

په ورته وخت کې له لبنان سره د اسراییل پر شمالي پولې وضعیت کړکېچن شوی او د حزب الله ډلې سره یې وخت ناوخت نښتې رامنځته کیږي.

د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې منځني ختیځ ته به یوه بله الوتکه وړونکې بېړۍ او هوايي دفاعي سیستم واستوي.

د امريکا دفاع وزير لويډ اسټن وويل، دا پرېکړه يې له ولسمشر جوبایډن سره د ايران او د هغه د پلويانو له لوري د تاوتريخوالي د زياتېدو په اړه له تفصيلي خبرو وروسته کړې ده.

دا د امریکا درېیمه جنګي بیړۍ ده چې په منځني ختیځ کې د حماس له لوري پر اسراییل تر برید وروسته استول کیږي.

د امریکا پوځ دا هم ویلي چې خپل ځواکونه يې په منځني ختیځ کې د احتمالي ځای پرځای کولو لپاره چمتو کړي.

ایران کې د ارمنستان-اذربایجان د سولې په هکله د شپږو ملتونو غونډه کېږي

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۲ GMT+۱

د ایران، ترکیې، روسیې او ګورجستان د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ «د اکتوبر ۲۳» د اذربایجان او ارمنستان له سیالانو سره د ایران پلازمېنه تهران کې ناسته لري. دوی د اذربایجان له خوا د نګورنو قره باغ تر نیول کېدو وروسته د باکو او یروان ترمنځ د سولې تړون د پرمختګ اړوند خبرې کوي.

ایرنا خبري اژانس وايي، دا شپږ هېوادونه له سیمې د لرې او غربي هېوادونو له مداخلې پرته پر سیمه ییزو لانجو خبرې کوي.

د ایرنا دا اشاره د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې خبرو کې، د امریکا او اروپايي ټولنې ښکېلتیا ده، چې مسکو یې غوسه کړی دی.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دې غونډې ته ځي.

مسکو ځان د ارمنستان او اذربایجان د امنیت ضامن بولي، خو په اوکراین کې ښکېلتیا یې دغه سیمه کې نفوذ کمزوری کړی دی.

اذربایجان تېره میاشت د نګورنو قره باغ نیولو سره ځانبولی خپلواک حکومت ختم کړ چې له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې ارمنیانو جوړ کړی و.

له دې پېښې وروسته تر یو لکو ډېر ارمنیان له قره باغ وتلي او ارمنستان پر اذربایجان د توکم پاکونې تور لګوي، خو باکو وايي چې د دې سیمې خلک په اذربایجنۍ ټولنې کې ور ګډېدلی شي.

دواړو هېوادونو تېرو دریو لسیزو کې دوه ځلې جګړه کړې او د روسیې، امریکا او اروپايي ټولنې له ډېرو هڅو سره سره سولې ته په رسېدو کې پاتې راغلي دي.