• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکي: په تېرو اوو میاشتو کې له ایرانه څه باندې اوه لکه کډوال اېستل شوي

۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۵ GMT+۱

د ایران د پوله ساتو ځواکونو قوماندان وايي، د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې ۷ لکه او ۳۸ زره «ناقانونه بهرني اتباع» له ایرانه اېستل شوي. افغانان په ایران کې د کډوالو تر ټولو لوی نفوس دی او دغه هیواد هم د پاکستان په څېر په وروستیو اونیو کې د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی.

د ایران د پوله ساتو ځواکونو قوماندان سردار احمد علي ګودرزي ویلي چې دغه کډوال په ناقانونه ډول ایران ته دننه شوي وو.

د رسمې شمېرو له مخې شاوخوا نېږدې پنځه میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي. څه موده وړاندې د ایران د عدلیې وزارت مرستیال ویلي چې ایران د ۶۳ سلنې افغان کډوالو کور دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په میلیونونو افغانان بې ځایه شول او ډیرو یې د پاکستان او ایران په ګډون ګاونډیو هیوادونو ته پناه یوړه.

خو ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان په دې وروستيو مياشتو کې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.
په ایران کې د افغانانو د شتون د زیاتېدو په اړه مخالفتونو زور اخیستی، چې په دې وروستیو ورځو کې یې توند غبرګونونه هم راپارولي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د ملګرو ملتونو استازي ژمنه کړې، چې له طالبانو سره به د نړۍ ناسم پوهاوی لرې کړي

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا دفتر ویلي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ورسره ژمنه کړې چې د دغې ډلې او نړۍوالې ټولنې تر منځ د «ناسم پوهاوي» د له منځه وړلو لپاره به هڅه وکړي.

ظاهراً فریدون سینیرلي اوغلو دغه موضوع د طالبانو رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.

د ملا حسن اخوند دفتر د دوشنبې په ورځ (د لړم په لومړۍ) په خپله خبرپانه کې د ښاغلي سینیرلي اوغلو له قوله لیکلي: «موږ هڅه کوو چې د نړۍوالې ټولنې او د افغانستان طالبانو تر منځ ناسم پوهاوی حل کړو».

همدارنګه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي په نقل راغلي: «په افغانستان کې په تېره بیا د امنیت او ثبات د تامین په برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي».

فریدون سینیرلي اوغلو تر اوسه د دې غونډې د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي

طالبانو بیاهم د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي له قوله لیکلي: «افغانستان اوږده تاریخچه لري او موږ غواړو له اسلامي امارتو سره ښې او نیکې اړیکې ولرو».

عبدالسلام حنفي هم په دې کتنه کې ویلي، چې د طالبانو او ملګرو ملتونو د چارواکو ترمنځ ناستې د ناسم پوهاوي په له منځه وړلو کې ګټورې دي او مسایل باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې طالبانو په وار - وار نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې بشري حقونو ته درناوی، د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو او د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د بندیز لرې کول د دوی په چارو کې لاسوهنه بللې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) د دوشنبې په ورځ (د لړم په لومړۍ) د طالبانو په حکومت کې د بشري حقونو د سلګونو سرغړونو په ګډون د قتل او شکنجو راپور ورکړی.

په ورته وخت کې د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار پر اېکس ټولنیزې شبکې کې د عبدالسلام حنفي او فریدون سینیرلي اوغلو ترمنځ د لیدنې خبر پر بیا خپرولو لیکلي:«د افغان ښځو د حقونو مدافعینې د دې څرګندونو په اړه سختې اندېښمنې دي، چې د ملګرو ملتونو همغږي کوونکو څرګندونې کولی شي؛ طالبان عادي کړي او بشري حقونه له پامه وغورځوي».

د ګډ امنیتي تړون سازمان: له افغانستانه زموږ هېوادونو ته مخدره توکي را قاچاق کیږي

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۵ GMT+۱

د ډله ییزو امنیتي تړونونو د سازمان د عمومي منشي مرستیال اعلان وکړ، چې مخدره توکې له افغانستان څخه د دغه تړون غړو او نورو هېوادونو ته واردیږي. والري سمریکوف ټینګار وکړ، چې دغو هېوادونو ته د مخدره موادو د ننوتلو د مخنیوي لپاره ټولې لازمه پرېکړې به ونیول شي.

نوموړي د سې شنبې په ورځ (د لړم په دویمه) په مینسک کې د ګډو امنیتي تړونونو د سازمان د نشه یي توکو له قاچاق سره د مبارزې د همغږۍ شورا د ۲۵مې ناستې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، چې له افغانستان سره باید د تاجکستان پوله پیاوړې شي.

په دې ناسته کې د ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان، روسیې، تاجکستان او بیلاروس د کورنیو چارو وزرات استازو حضور درلود.

ښاغلي سمریکوف وویل، چې د دغه سازمان غړو هېوادونو د نشه‎ يي توکو پر وړاندې د جرایمو د مخنیوي لپاره د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د ټینګولو د پروګرام د پراختیا چارې بشپړې کړې دي.

د روسي رسنیو د راپور له مخې؛ والري سمریکوف زیاته کړه: «موږ به هر هغه څه وکړو چې په نېږدې راتلونکي کې دا پروګرام د ډله ییز امنیتي تړون سازمان د هېوادونو د مشرانو لخوا تصویب شي؛ ترڅو موږ یې سمدستي پلي کړو».

نوموړي د یاد پروګرام په اړه جزییات نه دي وړاندې کړي؛ خو خوښي یې څرګنده کړه چې د یاد پروګرام پلې کېدل به هېوادونو ته د مخدره توکو د ننوتلو په برخه کې د پام وړ تاثیرات ولري.

د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د نشه يي توکو د قاچاق د زياتوالي په اړه په داسې حال کې اندېښنې شته، چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د کوکنارو پر کښت، پېر او پلور بنديز لګولى دى.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې ویلي وو، چې دغه هېواد په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره پر پوله له لسو ټنو ډېر نشه‎ یې توکي نیولي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو کمپاین پیل کړ

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۸ GMT+۱

د اکټوبر ۲۴مه د پولیو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو کمپاین پیل کړ. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي، چې دغه ناروغي پکې له منځه نه ده تللې.

د روغتیا نړۍوال سازمان دغه کمپاین «د پولیو پرته افغانستان» تر سرلیک لاندې پیل کړی او په افغانستان کې یې د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د واکسین پر اهمیت ټینګار کړی دی.

همداراز د ماشومانو د پولیو واکسين کمپاين د يکشنبې په ورځ (د لړم په لومړۍ) د افغانستان په ۱۴ ولايتونو کې د دغه سازمان په ملاتړ پيل شو.

د دغې ناروغۍ لومړنۍ پېښه سږ کال د ننګرهار په «بټي کوټ» ولسوالۍ کې وموندل شوه او ورپسې د وږي په میاشت کې د «د پولیو فري» سازمان په ننګرهار کې د دغې ناروغۍ د پنځو پېښو د ثبت اعلان وکړ.

په هرات کې یو خیریه بنسټ هم د دغې ناروغۍ د دوو نویو پېښو د ثبت راپور ورکړی.

تر دې مخکې هم چارواکو په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی و.

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده.

د دې ناروغۍ ویروس د اخته کس څخه په بېلابېلو لارو خپریږي. ډېری وخت د ناروغۍ نښې نښانې په اغېزمن شوي کس کې تر هغه وخته نه لیدل کیږي چې ویروس پرمختللې مرحلې ته ورسیږي.

لوړه تبه، سر درد، د نس درد، د ستوني درد، کانګې او د بدن درد د دې ناروغۍ عامې نښې دي، چې په ځینو ناروغانو کې لیدل کیږي.

د طالبانو د بدخشان امر بالمعروف: له اسلامي حجاب پرته ښځې دفترونو ته د ننوتو اجازه نه لري

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۸ GMT+۱

په بدخشان کې د طالبانو امربالمعروف و نهې عن المنکر له دولتي او بهرنیو ادارو غوښتي هغو ښځینه مراجعینو ته چې اسلامي حجاب نه لري؛ دفترونو ته د ننوتو اجازه ور نه کړي. د دې ادارې مشر له مرستندویه موسسو هم غوښتي، چې د ښځینه کارکوونکو لپاره دې جلا ځایونه په پام کې ونیسي.

د طالبانو امربالمعروف و نهې عن المنکر وزارت د سې شنبې په ورځ (د لړم په دویمه) په یوې بیانیه کې لیکلي، چې په بدخشان کې د دې ادارې مشر شېرمحمد جواد له یو شمېر ځایي چارواکو او د نړۍوالو بنسټونو له مسوولانو سره کتلي دي.

په دې ناسته کې د «فضیلتونو د لوړولو او د منکراتو منع کولو» پر لارو چارو خبرې اترې کړي.

په بیانیه کې راغلي، چې دغه طالب چارواکي د مرستندویه موسسو د ښځینه کارکوونکو پر «مناسب پوښښ» هم ټینګار کړی دی.

طالبانو له نارینه کارکوونکو هم غوښتي چې خپل «صورت او سیرت» د پیغمبر له سنتو سره سم برابر کړي او پنځه وخته لمونځ په جماعت وکړي.

د بیانیې پر اساس؛ د طالبانو امر بالمعروف محتسبان په بدخشان کې د واده مراسمو ته ورغلي او د «موسیقۍ د بدمرغیتوب» په اړه یې هم خبرې کړي دي.

له څه باندې دوو کلونو راهیسې طالبانو امر بالمعروف و نهې عن المنکر وزارت محتسبان له بېلابېلو ځایونو او ښارونو څخه لیدنه کوي او خلک د دې ډلې د لارښوونو پر بنسټ د شریعت پلي کولو ته رابلي.

دوی په ښاري لارو کې هم ودرېږي او ښاریانو ته د حجاب اغوستلو، موسیقۍ غږولو او د ښځو د تګ راتګ د محدودیتونو په اړه لارښوونې کوي.

د طالبانو محتسبان کله ناکله د خلکو د ودونو مراسمو ته ننوځي او د موسیقۍ د غږولو مخه نیسي.

په تېرو میاشتو کې افغانستان انټرنشنل د ترلاسه شویو ویډیوګانو او ځایي سرچینو په حواله، له خلکو سره د طالبانو د ناوړه چلند او تاوتریخوالي په اړه راپور خپور کړی و.

طالبانو په هغو ښوونځیو کې د نجونو زده کړو مخه نیولې چې جرمني يې مالي ملاتړ کاوه

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۶ GMT+۱

د جرمني د یوې خصوصي ټولنې چارواکي وایي، دغه ټولنه چې د افغانستان په شمال او لوېدیځ کې د څه باندې ۵۰ ښوونځیو مالي ملاتړ کوي، طالبانو د دې ټولنې په ښوونځیو کې له ۱۲ کلونو څخه د کم عمره نجونو د زده کړې مخه نیولې ده.

د جرمني د اوستشتاین بک ټولنې مشرې مارګا فلاډر چې تېره میاشت د افغانستان په شمال کې د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د دې ټولنې په ملاتړ له یوه ښوونځي څخه لیدنه کړې، وايي چې د دوی له تګ وروسته وضعیت خراب شوی دی.

جرمنۍ ورځپاڼې هامبرګر ابندبلاټ د دوشنبې په ورځ د فلاډر په حواله لیکلي: «له بده مرغه زموږ له وتلو وروسته وضعیت خراب شوی دی، ځکه چې د طالبانو د پوهنې وزارت یو پلاوی له کابل څخه د دغو ښوونځیو د څارنې لپاره راغلی و.»

مارګا فلاډر، چې له شلو کلونو راهیسې د دغې ټولنې مشري کوي وايي چې، افغانستان ته یې له سفر او له استادانو او زده کوونکو سره له لیدنې خوند واخیست: «موږ ښه سفر درلود او د خپلو سلګونو زده کونکو سره مو په ټولګیو کې، او همدارنګه ډیری مېرمنو ته چې زموږ د پروژو له لارې پیسې ورکول کیږي، ولیدلې.»

د نوموړې په وینا: «هغوی هم زموږ په لېدو خوشحاله شول، خو دا خوښي دوامداره نه وه؛ ځکه چې اوس د زده کوونکو وضعیت خراب شوی او دوی اړ دي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې لپاره د "کرونا دورې پلان" بیا پیل کړي.»

په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بنديزونو په اړه د طالبانو دغه اقدام د یادې ټولنې کار ته چې له تېرو څلوېښتو کلو راهيسې د افغان نجونو د زده کړو په برخه کې کار کوي، ډېر بد ګوزار ورکړی دی.

مارګا فلاډر وايي: «زما لپاره دا سخته ده چې دا موضوع ومنم، خو د یو څه مودې لپاره موږ باید د خپلو ۱۳۰ کارمنانو ساتنې لپاره ډیر احتیاط وکړو.»