• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د بدخشان امر بالمعروف: له اسلامي حجاب پرته ښځې دفترونو ته د ننوتو اجازه نه لري

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۹ GMT+۱

په بدخشان کې د طالبانو امربالمعروف و نهې عن المنکر له دولتي او بهرنیو ادارو غوښتي هغو ښځینه مراجعینو ته چې اسلامي حجاب نه لري؛ دفترونو ته د ننوتو اجازه ور نه کړي. د دې ادارې مشر له مرستندویه موسسو هم غوښتي، چې د ښځینه کارکوونکو لپاره دې جلا ځایونه په پام کې ونیسي.

د طالبانو امربالمعروف و نهې عن المنکر وزارت د سې شنبې په ورځ (د لړم په دویمه) په یوې بیانیه کې لیکلي، چې په بدخشان کې د دې ادارې مشر شېرمحمد جواد له یو شمېر ځایي چارواکو او د نړۍوالو بنسټونو له مسوولانو سره کتلي دي.

په دې ناسته کې د «فضیلتونو د لوړولو او د منکراتو منع کولو» پر لارو چارو خبرې اترې کړي.

په بیانیه کې راغلي، چې دغه طالب چارواکي د مرستندویه موسسو د ښځینه کارکوونکو پر «مناسب پوښښ» هم ټینګار کړی دی.

طالبانو له نارینه کارکوونکو هم غوښتي چې خپل «صورت او سیرت» د پیغمبر له سنتو سره سم برابر کړي او پنځه وخته لمونځ په جماعت وکړي.

د بیانیې پر اساس؛ د طالبانو امر بالمعروف محتسبان په بدخشان کې د واده مراسمو ته ورغلي او د «موسیقۍ د بدمرغیتوب» په اړه یې هم خبرې کړي دي.

له څه باندې دوو کلونو راهیسې طالبانو امر بالمعروف و نهې عن المنکر وزارت محتسبان له بېلابېلو ځایونو او ښارونو څخه لیدنه کوي او خلک د دې ډلې د لارښوونو پر بنسټ د شریعت پلي کولو ته رابلي.

دوی په ښاري لارو کې هم ودرېږي او ښاریانو ته د حجاب اغوستلو، موسیقۍ غږولو او د ښځو د تګ راتګ د محدودیتونو په اړه لارښوونې کوي.

د طالبانو محتسبان کله ناکله د خلکو د ودونو مراسمو ته ننوځي او د موسیقۍ د غږولو مخه نیسي.

په تېرو میاشتو کې افغانستان انټرنشنل د ترلاسه شویو ویډیوګانو او ځایي سرچینو په حواله، له خلکو سره د طالبانو د ناوړه چلند او تاوتریخوالي په اړه راپور خپور کړی و.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په هغو ښوونځیو کې د نجونو زده کړو مخه نیولې چې جرمني يې مالي ملاتړ کاوه

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۶ GMT+۱

د جرمني د یوې خصوصي ټولنې چارواکي وایي، دغه ټولنه چې د افغانستان په شمال او لوېدیځ کې د څه باندې ۵۰ ښوونځیو مالي ملاتړ کوي، طالبانو د دې ټولنې په ښوونځیو کې له ۱۲ کلونو څخه د کم عمره نجونو د زده کړې مخه نیولې ده.

د جرمني د اوستشتاین بک ټولنې مشرې مارګا فلاډر چې تېره میاشت د افغانستان په شمال کې د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د دې ټولنې په ملاتړ له یوه ښوونځي څخه لیدنه کړې، وايي چې د دوی له تګ وروسته وضعیت خراب شوی دی.

جرمنۍ ورځپاڼې هامبرګر ابندبلاټ د دوشنبې په ورځ د فلاډر په حواله لیکلي: «له بده مرغه زموږ له وتلو وروسته وضعیت خراب شوی دی، ځکه چې د طالبانو د پوهنې وزارت یو پلاوی له کابل څخه د دغو ښوونځیو د څارنې لپاره راغلی و.»

مارګا فلاډر، چې له شلو کلونو راهیسې د دغې ټولنې مشري کوي وايي چې، افغانستان ته یې له سفر او له استادانو او زده کوونکو سره له لیدنې خوند واخیست: «موږ ښه سفر درلود او د خپلو سلګونو زده کونکو سره مو په ټولګیو کې، او همدارنګه ډیری مېرمنو ته چې زموږ د پروژو له لارې پیسې ورکول کیږي، ولیدلې.»

د نوموړې په وینا: «هغوی هم زموږ په لېدو خوشحاله شول، خو دا خوښي دوامداره نه وه؛ ځکه چې اوس د زده کوونکو وضعیت خراب شوی او دوی اړ دي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې لپاره د "کرونا دورې پلان" بیا پیل کړي.»

په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بنديزونو په اړه د طالبانو دغه اقدام د یادې ټولنې کار ته چې له تېرو څلوېښتو کلو راهيسې د افغان نجونو د زده کړو په برخه کې کار کوي، ډېر بد ګوزار ورکړی دی.

مارګا فلاډر وايي: «زما لپاره دا سخته ده چې دا موضوع ومنم، خو د یو څه مودې لپاره موږ باید د خپلو ۱۳۰ کارمنانو ساتنې لپاره ډیر احتیاط وکړو.»

هرات ولايت کې په ۷۷۲ زلزله ځپلو کورنیو خیمې ووېشل شوې

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۴ GMT+۱

افغان سرې میاشتې ټولنې په اېکس ټولنیزه پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، په تېرو دوو ورځو کې، د هرات ولایت د رباط سنګي او ګلران ولسواليو په زیامنو کليو کې له ۷۷۲ زلزله ځپلو کورنيو سره د خيمو مرسته وکړه.

د خبرپاڼې له مخې، دغې ټولنې د قطر سرې میاشتې په همکارۍ د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې پر ۲۶۶ زلزله ځپلو کورنیو ۲۱زره او ۶۷۹ ټنه خوراکي توکي هم ویشلي.

د سرپناه، خوراکي او روغتیایي توکو کمښت د زلزله ځپلو لپاره تر ټولو لویې ستونزې بلل کیږي چې له یوې خوا د هرات په شاوخوا سیمو کې سخت توپانونه روان دي او له بلې خوا مرستې په سمه توګه زیانمنو کورنیو ته نه رسیږي

هرات ولایت چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د سختو خونړیو زلزلو شاهد و، زرګونه کسانو ته پکې مرګژوبله واوښته او په دیارلسو کلیو کې خلکو خپل هر څه له لاسه ورکړل.

تر اوسه هم په هرات ښار او لیرې کلیو کې د دغه ولایت اوسېدونکي د دغو پرله پسې زورورو زلزلو له امله خپلو کورونو ته نه شي ورتللای او په سړه هوا کې له ویرې ډکې شپې او ورځې په خیمو کې تیروي.

د ملګرو ملتونو د بېلابېلو څانګو په ګډون ځېنو مرستندویه ټولنو ځپل شویو سیمو ته یوه اندازه مرستې رسولې، خو د ځایي اوسېدونکو، طالب چارواکو او خیریه بنسټونو په خبره دغه مرستې بسنه نه کوي.

د هرات زلزله په داسې حال کې شوې، چې افغانستان له جدي بشري ناورین سره مخ دی او نړیوال مرستندویه بنسټونه هم د بودیجې له کمښت سره مخ دي.

اخوا، د نړیوالو مرستو ترڅنګ یو شمېر افغانانو په ډله ییز او انفرادي توګه هم په کور دننه او هم بهر د زیانمنو کسانو لپاره مرستې ټولې کړې خو دا چې دغه مرستې به دوی ته څنګه و رسول شي معلومه نه ده.

د بدخشي طالبانو له خوا د کانونو چور او پر وړاندې یې د کندهاري طالبانو چوپتیا

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۰ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو معلومات تر لاسه کړي، چې د طالبانو حکومت په بدخشان کې د سرو زرو او لاجوردو د دوو سترو کانونو د روان چور تالان د مخنیوي او د قرارداد په ورکړه چوپ پاتې دی.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته څو معتبرو سرچېنو ویلي، د طالبانو حکومت له ډېرو هڅو سره ونه شو کولی، چې له بدخشاني طالبانو څخه په راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو او په کران منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو د کانونو واک واخلي.

د افغانستان له دغو سترو کانونو څخه ترلاسه شوې میلیونونه افغانۍ د بدخشاني طالبانو د مشرانو ترمنځ وېشل کیږي.

د بدخشان د کانونو سره زر، لاجورد او لعل په نړۍ کې ګرم بازار لري.

د بدخشان د لاجوردو کانونه:

د افغانستان په طبیعي زېرمو کې یو غټ کان د بدخشان په کران منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو کان دی، چې یوازې شاوخوا یونیم سل د کېندنې غارونه لري، چې د را رسېدلو معلوماتو له مخې؛ دغه کان د وردوج ولسوالۍ د طالبانو ۲۱۷ عمري قول اردو قومندان په واک کې دی، چې مشري یې د طالبانو دوه ځواکمن غړي، د دغې ډلې لوی درستیز قاري فصیح الدین او مولوي امان الدین منصور کوي.

دغه دوه لوړ رتبه بدخشاني طالب مشران د جمهوریت د پیل له څو کلونو راهیسې تر دې مهاله د دغو کانونو په بې قانونه کېندنو او قاچاق کې لاس لري.

د بدخشان د لاجوردو کان د غیر قانوني استخراج قراردادونه د دغو دوو طالب چارواکو د استازو له خوا ترسره کیږي او پیسې یې د وسلوالو ترڅنګ دغو مشرانو ته رسیږي.

د بدخشان د راغستان د سرو زرو کانونه:

د بدخشان بل ستر کان سره زر دي، چې د دې ولایت د راغستان ولسوالۍ په وېکادور سیمه کې موقعیت لري. ځايي سرچینې تاییدوي، چې دغه کان د لغمان اوسني امنیه قوماندان مولوي نجیب الله بدخشاني په واک کې دی، چې هره میاشت میلیونونه افغانۍ عواید ترې تر لاسه کوي.

مولوي نجیب الله بدخشانی د راغستان ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې سلګونه وسلوال په خپل کنټرول کې لري.

په دغه ستر کان کې د دغه طالب چارواکي وسلوال موجود دي او کان په نامسلکي ډول استخراجوي او په قرارداد یې ورکوي

د بدخشان شیوه کې د سرو زرو کان:

دا هم د بدخشان د لویو کانونو په قطار کې شمېرل کیږي او د دغه ولایت په شیوه ولسوالۍ کې موقعیت لري.

د سرو زرو دغه کان په بدخشان کې د طالبانو د یوه ځايي قوماندان نظام الدین چې د ارغنجخواه ولسوالۍ اوسیدونکی دی، په کنټرول کې دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغه کان کې هم د دغه طالب ځايي قوماندان وسلوال موجود دي او ګڼ وسلوال یې د کېندونو پرمهال څارنه او امنیت نیسي.

په بدخشان کې د لاجوردو او سرو زرو کانونو کېندنه او قاچاق:

په تېر جمهوریت کې د وخت حکومتونو د چینایي او ترکيي کمپنیو سره د بدخشان د دوو سترو کانونو: د راغستان د سرو زرو او په کران منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو کانونو قراردادونو د لاسلیکولو هڅې کړې وې؛ خو وروسته معلومه شوه، چې د دغو سیمو امنیت خراب دی او دغه بهرنۍ کمپنۍ نه شي کولی هلته قانوني او فني استخراج وکړي.

په بدخشان کې د تېر جمهوریت په زمان کې ځینو ځايي دولتي او غیر دولتي زورواکو او د ولسي جرګې ځینو استازو وسلوالې ډلې جوړې کړې وې؛ ترڅو د کانونو سیمې ناامنه کړي او غیر قانوني کېندنو او قاچاق ته لارې هوارې کړي او پیسې دوی ته ورسیږي.

یو وخت دغه وسلوال د دولتي او غیر دولتي ځايي زورواکو له کنټروله وځي او د یو بل مخالف کیږي ، چې ځینو د ولسي جرګې استازو په پارلمان کې وویل، چې د بدخشان په کانونو کې غیرقانوني کېندنې روانې دي باید حکومت عملیات وکړي.

د طالبانو اوسنی لوي درستیز او د جمهوریت پرمهال په دغه ولایت کې د طالبانو جنګي مشر قاري فصیح الدین له لومړنیو بدخشي طالبانو څخه دی، چې له طالبانو سره یوځای شو.

قاري فصیح الدین په پاکستاني مدرسو کې روزل شوي طالب وسلوالو ګروپونه سره یوځای منظم کړل او د جمهوریت لپاره لوی سرخوږی جوړ شو.

که څه هم بدخشان د هغو ولایتونو په قطار کې و، چې هغه مهال یې د افغانستان په ملي اردو کې زیات سرتیري درلودل.

د جمهوریت د مهال حکومت په بدخشان کې څو ځله عملیات وکړل او ولسي پاڅون کوونکي وسلوال یې هم وګمارل؛ خو له سختو جګړو وروسته پر کانونو د کنټرول هڅه ناکامه شوه او کلونه دغه ولسوالیو کې کانونونه د بدخشي طالبانو په کنټرول کې پاتې شول.

د طالبانو ډلې ته د بدخشي طالبانو ورتګ مشروع و، دوی له کندهاري طالبانو د یوه قرارداد په اساس چې د بدخشان د کانونو کنټرول به یوازې د بدخشان طالبانو په ولکه کې وي، یو ځای شول.

د معلوماتو له مخې؛ بدخشي طالبانو د دې ولایت د عشر او ذکات په نوم یوه اندازه پیسې د طالبانو پېښور او کوټې شوراګانو ته هم استولې.

د تېر حکومت اندېښنې هم دا وې، چې طالبان د هېواد په زیرمو کنټرول لري او په غیر فني توګه کېندنې او پر عوایدو یې له حکومت سره جګړه کوي.

بدخشي طالبانو د کانونو په عوایدو باندې خپل ځانونه په مجهزو او پرمختللو وسلو سمبال کړي دي، چې اوس هم دغه وسلې په واک کې لري.

دغې چارې په کابل، کندهار کې مېشت طالب مشرانو ته سخته وېره اچولې ده.

د بدخشان سرو زرو او لاجوردو په کانونو کې لسګونه کېندنې د سکواټرونو په واسطه کیږي او سلګونه مزدوران چې خپله ځايي خلک او د وسلوالو اړوند کسان دي، په کار بوخت دي او ټولو ته خپله لاس مزدوري رسیږي.

د معلوماتو له مخې، په دغو کانونو کې یو فایر یا د لاسي بم چاودنه پلورل کیږی، بیا چې څومره سره زر او لاجورد لاسته راشي، د برخې په دود وېشل کیږي.

په دغو کانونو کې چاودنې کیږي او بیا وروسته د کېندنو په نتیجه کې په غیر فني ډول استخراجیږي.

دا یو یا دوه کانونو نه دي؛ بلکې په لویو کانونو کې ګڼ شمېر کوچني کانونه دي، چې په کې کار روان دی.

هلته د بدخشي طالب مشرانو وسلوال او استازي موجود دي او د دوی له خوا یې څارنه کیږي.

هغه بدخشي وسلوال چې د طالبانو په لیکو کې ثبت نه دي او معاش نه لري، دوی ته د کانونو له عوایدو څخه میاشتنی معاش ورکول کیږی.

کومې وسلوالې بهرنۍ ډلې چې په بدخشان کې فعالیت لري، لکه؛ د تاجکستان هېواد سخت دریځه وسلوال چې د جماعت انصارالله ګروپ په شمول له دغو کانونو څخه خپله برخه عواید ترلاسه کوي او همداسې د بدخشان په سرحدي ولسوالیو کې ځینې واړه کانونه یې په کنټرول کې دي.

د سیمه ییزو قاچاقبرانو ترڅنګ ځینې وخت پاکستاني او چینايي قاچاقبران له بېلابیلو لارو دغو ولسوالیو ته ځي او د عیني شاهدانو په وینا خپله ځايي طالبان یې امنیت نیسي.

راپورونه دا دي، چې بدخشان د ځايي طالبانو لخوا وېشل شوی دی، دوی د یو بل په سیمو کې مداخله نه کوي.

بدخشان ته د غیر بدخشي طالبانو د ننوتلو هڅه:

درې میاشې وړاندې په بدخشان کې د طالبانو مرستیال والي وژل کېدل او بیا پرلپسې چاودنو وروسته یو شمېر غیر بدخشي طالبان له کابل څخه بدخشان ته د امنیت د نیولو په موخه تللي وو او ځای پر ځای یې د پلټنې پوستې جوړې کړې وې.

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې؛ په کابل او کندهار کې د طالبانو له خوا دغه پرېکړې د بدخشي طالب مشرانو غبرګونونو را وپارول.

د بدخشي طالبانو شمېره لوړه ده، چې د معلوماتو له مخې د بدخشي طالبانو مشران په غیر رسمي توګه شاوخوا شپږ زره وسلوال لري.

کله چې د بدخشي طالبانو غبرګونونه په کابل کې مېشت طالب مشرانو ولیدل؛ نو له خپلې دغې پرېکړې څخه په شا شول او غیر بدخشي طالبان یې له دغه ولایت څخه را وویستل.

له کابل څخه تللو طالب وسلوالو او د بدخشان ځايي طالبانو ترمنځه د نښتې راپورونه هم ورکړل شوي وو؛ خو کابل کې مېشتو طالب مشرانو دا بهانه وکړه، چې تللي وسلوال په فارسي ژبه نه پوهیږي او زیاتره د افغانستان د جنوبي ولایتونو اوسیدونکي دي؛ نو له همدې امله یې لیږل شوي طالب وسلوال له یوې میاشتې تېرولو وروسته له بدخشان څخه وویستل.

سرچینې وايي، له کابل څخه تللو طالب وسلوالو هڅه کړې وه، چې د بدخشان کانونو ته ورشي خو بدخشي طالبانو یې مخه نیولې وه.

یوه میاشت وړاندې هم ځینې پښتانه طالبان بدخشان ته تللي وو، ترڅو پر یو کان کنټرول تر لاسه کړي، د بدخشي طالبانو یو دلیل نورو طالبانو ته دا دی، چې تاسو د افغانستان پر نورو ولایتونو باندې کنټرول لرئ او بدخشان زمونږ برخه ده.

طالبان ځکه له دې څخه په شا شول چې په کابل کې د طالبانو په مشرانو کې دا وېره پېدا شوې وه، چې له دغو مخالفتونو څخه د دوی مخالفې وسلوالې ډلې په ځانګړي توګه د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه ګټه پورته نه کړي.

ځکه بدخشي وسلوال د جمعیت اسلامي ګوند سره د کار سابقه لري.

د بدخشي طالبانو اقتصادی نفوذ:

100%

د طالبانو لوی درستیز قاري فیصح الدین، د۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الدین منصور او د لغمان اوسني امنیه قوماندان مولوي نجیب الله بدخشاني ترڅنګ قوماندان نظام الدین مشهور په نظامي په بدخشان کې هغه طالب مشران دي، چې په خپلو ولایتونو کې یې پر طبعي زېرمو خېټې اچولي او هره میاشت په غیرقانوني توګه میليونونه افغانۍ عواید لاسته راوړي.

د ترلاسه شو معلوماتو له مخې؛ مولوي نجیب الله درې میاشتې وړاندې په خپلو پیسو د بدخشان راغستان د درېیو ولسوالیو ترمنځه ۶۲ میلیونه افغانۍ د ۷۵ کېلو متره خام سرک د جوړولو چارې یوې کمپنۍ ته په قرارداد ورکړې.

د طالبانو واک ته له رسېدو سره د دې ډلې لوی درستیز قاري فصیح الدین او د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان امان الدین منصوري بدخشاني په ګډون ګڼو یې په کابل کې زیات جایدادونه اخیستي دي او ډېره سرمایه په اختیار کې لري.

د سرچېنو له معلوماتو له مخې، د بدخشي طالب مشرانو ترمنځه اختلافات هم موجود دي.

د بدخشان وردوج ولسوالۍ طالبان چې مشري یې لوی درستیز قاري فصیح الدین او امان الدین منصوري کوي، خپل واک او زور له نورو بدخشي طالبانو لوړ بولي.

په بدخشان کې د قدرت له مخې؛ دویمه درجه طالبان د یفتل ولسوالۍ دي؛ خو د دې ولسوالیو ځیني طالب مشران د خپل منځي اختلافاتو له امله وژل شول.

د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي په مرکز فیض اباد کې په یوه چاودنه کې وژل شو او وروسته د دې ډلې یو بل طالب مشر قوماندان صفي الله صمیم چې په لومړیو کې د بغلان لپاره د طالبانو امنیه قومندان و، د بدخشي طالبانو ترمنځه د اختلافاتو له امله وژل شوی دی.

دغه بدخشي طالبان بیا په کابل او کندهار کې د طالب مشرانو سره خپلې شخصي اړیکې هم پالي او ددغو کانونو یو څه عواید هم ورکوي.

چې په دې کې د کندهاري او حقاني ډلې طالبانو مشرانو نومونه هم اخیستل کیږي، چې په پټه له دغو کانونو څخه پیسې ورته رسیږي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تاریخي بری؛ نړیوال يې ستايي او پاکستان يې خواشینی کړی

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۵ GMT+۱

د کرېکټ نړۍ مشهورو ستورو، د لویو لوبډلو روزونکو او سیاستوالو د پاکستان په وړاندې د افغانستان د تاریخي بري په اړه تبصرې کړې، چې دې کار د پاکستان خپګان نور هم زیات کړی دی. پاکستان ته په ماتې ورکولو سره افغان لوبډلې په خپل لوبیز تاریخ کې په نړیوال جام کې خپل دویم بری ثبت کړ.

د چینای په چیدمبرام لوبغالي کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لوبې له پیله د کرېکټ مبصرینو ویلي وو، چې د لوبغالي ویشتنځای د ورو توپ اچونکو لپاره جوړ دی.

افغانستان د پاکستان په وړاندې د لوبې لپاره په لوبډله کې تیز توپ اچونکی فضل الحق فاروقي کښیناوه او پر ځای یې ورو توپ اچونکی نور احمد په لوبډله کې ور زیات کړ. چې په دې سره په افغان لوبډله کې څلورو ورو توپ اچونکو د پاکستان پر وړاندې توپ اچونه کوله.

نور احمد د خپلې جادویي توپ اچوونې پر مټ د پاکستان پیلیز توپ وهونکی عبدالله شفیق، په نړیوال جام کې تر ټولو ډیر منډه جوړونکی لوبغاړی محمد رضوان او د پاکستان لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم له میدانه بهر کړل.

په توپ وهنه کې رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدران اوږده ملګرتیا وکړه، او ورپسې رحمت شاه زرمتي او افغان لوبډلمشر حشمت الله شاهدي لوبه په بري پای ته و رسوله.

په دغه تاریخې بري سره افغان لوبډلې په یو ورځینو لوبو کې د پاکستان څخه د ماتې خوړلو لړۍ پای ته ورسوله او پاکستانۍ لوبډله یې ماته کړه.

د افغانستان د لوبډلې تکړه توپ وهونکی رحمان الله ګربز د لوبې تر ګټلو وروسته وویل شپږ، اوه کاله موږ همدې ورځې ته انتظار ویوست، چې پاکستان لوبډله باید ماته کړو.

د پاکستان پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې په اړه تبصرې او غبرګونونه.

هندي کرېکټر عرفان پټان په لوبغالي کې دا بری له راشد خان سره په نڅا او ګډا ونمانځله.

د کرېکټ د نړۍ افسانوي ستوري سچن ټنډولکر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي « په دې نړیوال جام کې د افغانستان د لوبډلې کارکردګي په زړه پوري وه. د توپ اچونې د پیاوړې کرښې په لرلو سره د انګلستان او پاکستان په څېر لوبډلو پر وړاندې بری د افغانستان د نوې لوبډلې د راڅرګندېدو ښکارندویي کوي.»

د هند ملي لوبډلې بل پخواني لوبغاړي، مشر روزونکي او د کرېکټ مشهور مبصر راوي شاستري افغان لوبډلې ته په خطاب کې پر ایکس پاڼه لیکلي، «تاسې د دوو نړیوالو اتلانو، اوسني او مخکني په ماتولو سره وښوده، چې واقعا زړور یاست. تاسې په دې ستر سټيج نړۍ ته خپله وړتیا وښودله.»

همدارنګه د هند لوبډلې پخواني توپ وهونکي سوریش راینا پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، «د افغانستان لوبډلې، د پاکستان پر وړاندې د نن ورځې په زړه پورې بری مو مبارک شه ستاسو په زړه پورې ټیم، تکړه کپتانۍ، او ښه توپ وهنه د لېدو لپاره په زړه پورې وه. ځلانده اوسئ.»

خو تر دغه خوږ بري وروسته په پاکستانې رسنیو کې خپګان راڅرګند شو.

د پاکستان د لوبډلې پر کپتان سختې نیوکې وشوې. د کرېکټ پاکستانيو مبصرینو بابر اعظم یو ناکاره کپتان یاد کړ او وايي د پاکستان لوبډلې د افغانستان پر وړاندې با مسولیته لوبه تر سره نه کړه.

د پاکستان د کرېکټ پخواني افسانوي تېز توپ اچونکي پر خپل یوټیوب چینل یوه تبصره خپره کړې ده او داسې یې ویلي، «افغانان زموږ وروڼه دي خو نن موږ د خپلو ورونو له لوري وډبول شوو.»

د پاکستان لوبډلې پخوانی لوبډلمشر وسیم اکرم. د پاکستان لوبډلې د تیرې شپې لوبې په اړه د پاکستان پر کریکټ بورډ سختې نیوکې وکړې. او د افغان لوبډلې په اړه وايي، «افغان لوبډلې مبارک مو شه! ښه لوبه مو وکړه. په توپ اچونه، توپ وهنه او ډګر ساتنه کې مو د پاکستان لوبډلې ته ماته ورکړه په زړه پوري لوبه مو وکړله.»

د پاکستان لوبډلې پخوانی کپتان مصباح الحق د لوبې پر مهال د افغان لوبډلې د ورو توپ اچونکو ستاینه کوي وايي، «په نړۍ کې تر ټولو قوي ورو توپ اچونکي د افغانستان د لوبډلې سره دي او نن شپه یې وښوده چې د نړۍ قوي لوبډلو ته ماتې ورکولای شي.»

همدارنګه د پاکستان لوبډلې اوسنۍ لوبډلمشر بابر اعظم له افغان لوبدلې څخه د ماتې خوړلو وروسته د یوه رسنیز کنفرانس پر مهال افغان لوبډلې ته د لوبې ګټلو مبارکي ورکړه. خو د خپلې لوبډلې د کارکردګۍ څخه ډیر ناخوښه و.

د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې هغه بازار ړنګ شو، چې د کوچني کابل په نامه یادېده

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۰ GMT+۱

دغه بازار چې د بورډ بازار په نامه هم یادېده شاوخوا څلور لسېزې مخکې جوړ شوی و، چې ګڼ کاروباریان یې افغانان وو او هغه توکي په کې پلورل کېده، چې افغانانو ورته اړتیا لرله.

وړمه ورځ د دغه بازار ۴۰۰ هټۍ او غرفې ونړول شوې او په اړه یې ځايي چارواکو ویلي، چې دغه هټۍ د پاخه سړک پر سر جوړې شوې وې او دولتي ځمکه یې ولکه کړې وه.

100%

اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د یوه پاکستاني چارواکي له قوله لیکلي، چې د ناقانونه ودانیو او دکانونونو ویجاړولو لړۍ به د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کې هم پیل شي.
پاکستاني رسنیو ویلي، د دغو عملیاتو په لړ کې سل تنه هغه کسان یې هم نیولي چې د دوی په وینا د دغه کار مخالفت یې کاوه.
یو شمېر هغه افغانان چې په بورډ بازار کې یې هټۍ ورانې شوې وايي، چې د دغه بازار له ړنګېدو وړاندې ورته چارواکو خبرداری نه و ورکړی او په ناڅاپي توګه یې د دوی هټۍ ویجاړې کړې او سپکې سپورې یې هم ورته ویلي دي.
په بورډ بازار کې هټۍوال وايي، له هغه مهاله چې د کابل او اسلام اباد تر منځ سیاسي لانجې ګونجې زیاتې شوې؛ نو ورسره د پاکستاني چارواکو زور زیاتی له افغان کډوال سره زیات شوی او د دوی په وینا دوی سیاسی زور له عامو وکړو باسي.
د بورډ په بازار کې نور ستر، ستر مارکېټونه هم شته، چې د چارواکو په وینا دوی له هغو سره کار نه لري؛ خو یوازې هغه دکانونه او غرفې ړنګوي چې په ناقانونه توګه جوړ شوي او د ښار ښکلا او ټرافیکو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.
خو هغو چې په مارکېټونو کې د دکانونو د کرایه کولو وس نه لري، د همدغو کوچنیو دکانونو او غرفو له لارې یې د خپلې کورنۍ ورځني عواید تر لاسه کول.

دغه هټۍوال وايي، چې پاکستاني چارواکي غواړي په دې توګه د افغان کډوالو د کارونو مخه ونیسي او هغوی اړ باسي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
تر دې وړاندې پاکستاني پولیسو د اسلام اباد په څندو کې د افغان کډوالو هغه پنډغالی هم وران کړ، چې څلور لسیزې مخکې اباد شوی و او ګڼ افغانان په کې مېشت وو.
له هغه مهاله چې د پاکستان لنډمهاله حکومت د ناقانونه افغان کډوالو د ستنولو پرېکړه کړې، ورسره هم مهاله د افغانانو د ځورولو لړۍ هم زور اخیستی او د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې افغانان نیول کېږي، بندیانیږي او په زوره له دغه هېواده شړل کېږي.