• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې هغه بازار ړنګ شو، چې د کوچني کابل په نامه یادېده

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۱ GMT+۱

دغه بازار چې د بورډ بازار په نامه هم یادېده شاوخوا څلور لسېزې مخکې جوړ شوی و، چې ګڼ کاروباریان یې افغانان وو او هغه توکي په کې پلورل کېده، چې افغانانو ورته اړتیا لرله.

وړمه ورځ د دغه بازار ۴۰۰ هټۍ او غرفې ونړول شوې او په اړه یې ځايي چارواکو ویلي، چې دغه هټۍ د پاخه سړک پر سر جوړې شوې وې او دولتي ځمکه یې ولکه کړې وه.

100%

اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د یوه پاکستاني چارواکي له قوله لیکلي، چې د ناقانونه ودانیو او دکانونونو ویجاړولو لړۍ به د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کې هم پیل شي.
پاکستاني رسنیو ویلي، د دغو عملیاتو په لړ کې سل تنه هغه کسان یې هم نیولي چې د دوی په وینا د دغه کار مخالفت یې کاوه.
یو شمېر هغه افغانان چې په بورډ بازار کې یې هټۍ ورانې شوې وايي، چې د دغه بازار له ړنګېدو وړاندې ورته چارواکو خبرداری نه و ورکړی او په ناڅاپي توګه یې د دوی هټۍ ویجاړې کړې او سپکې سپورې یې هم ورته ویلي دي.
په بورډ بازار کې هټۍوال وايي، له هغه مهاله چې د کابل او اسلام اباد تر منځ سیاسي لانجې ګونجې زیاتې شوې؛ نو ورسره د پاکستاني چارواکو زور زیاتی له افغان کډوال سره زیات شوی او د دوی په وینا دوی سیاسی زور له عامو وکړو باسي.
د بورډ په بازار کې نور ستر، ستر مارکېټونه هم شته، چې د چارواکو په وینا دوی له هغو سره کار نه لري؛ خو یوازې هغه دکانونه او غرفې ړنګوي چې په ناقانونه توګه جوړ شوي او د ښار ښکلا او ټرافیکو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.
خو هغو چې په مارکېټونو کې د دکانونو د کرایه کولو وس نه لري، د همدغو کوچنیو دکانونو او غرفو له لارې یې د خپلې کورنۍ ورځني عواید تر لاسه کول.

دغه هټۍوال وايي، چې پاکستاني چارواکي غواړي په دې توګه د افغان کډوالو د کارونو مخه ونیسي او هغوی اړ باسي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
تر دې وړاندې پاکستاني پولیسو د اسلام اباد په څندو کې د افغان کډوالو هغه پنډغالی هم وران کړ، چې څلور لسیزې مخکې اباد شوی و او ګڼ افغانان په کې مېشت وو.
له هغه مهاله چې د پاکستان لنډمهاله حکومت د ناقانونه افغان کډوالو د ستنولو پرېکړه کړې، ورسره هم مهاله د افغانانو د ځورولو لړۍ هم زور اخیستی او د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې افغانان نیول کېږي، بندیانیږي او په زوره له دغه هېواده شړل کېږي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

•
•
•

نور کیسې

افغان خبریال وايي پر طالبانو د رسنیو فشار د هغه ژوند وژغوره

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۵ GMT+۱

افغان خبریال مرتضی بهبودي چې د طالبانو په بند کې له ۲۸۴ ورځو تېرولو وروسته خوشې شو، د دوشنبې په ورځ یې په فرانسه کې وویل چې د رسنیو فشار د هغه ژوند وژغوره. د بې پولې خبریالانو سازمان عمومي منشي هم د بهبودي له نیول کېدو وروسته د رسنیو خبري پوښښ «غوره» وباله.

مرتضی بهبودي د دوشنبې په ورځ په فرانسه کې د بې پولې خبریالانو په مرکزي دفتر کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «له رسنیو پرته به زه ژوندی نه وای پاتې.»

نوموړي له افغانستان انټرنشنل او نورو رسنيو څخه مننه وکړه چې د نوموړي د نيول کېدو او د هغه د خلاصون لپاره يې نړيوال کمپاين تر پوښښ لاندې راوست.

د بې پولې خبریالانو سازمان مشر ویلي چې د رسنیو پوښښ «طالبانو ته یو په زړه پورې مهم پیغام استولی.»

بهبودي د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په میاشت کې د افغانستان د وضعیت په اړه د راپور جوړولو په موخه کابل ته ولاړ، خو دوه ورځې وروسته د طالبانو له خوا د جاسوسۍ په تور ونیول شو او بالاخره د طالبانو له بنده ۲۸۴ ورځې وروسته خوشې شو.

دغه خبریال د دوشنبې په ورځ د کابل د مرکزي زندان د تجربې په اړه وویل چې شاوخوا ۱۲۰۰ نور سیاسي بندیان هم هلته ساتل کېږي.

د هغه په وينا، سره له دې چې څو ځلې د طالبانو له خوا تر پوښتنو ګروېږنو لاندې نيول شوى او ځورول شوى هم دی، فکر یې نه کولو چې دى به ژوندى ووځي.

ښاغلي بهبودي وویل چې، د محکمې له پنځو جلسو وروسته بالاخره بې ګناه وپیژندل شو او په دې شرط خوشې شو چې «په راتلونکي کې به د مطالبو د خپرولو لپاره د طالبانو تاییدي ترلاسه کړي.»

په ۲۰۲۳ کرېکټ نړیوال جام کې د پاکستان له ماتې وروسته د افغانانو خوښي او رسنیو غبرګون

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۹ GMT+۱

د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ په نړیوال جام کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له بري وروسته، په افغانستان او نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو دغه بری ونمانځه. د افغانستان په ښارونو کې خلک واټونو ته راووتل او دا خوشحالي یې په ګډه ونمانځله.

افغانانو په کور دننه او بهر د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د بري له امله خوښي څرګنده کړه او یو بل ته یې د دې بري مبارکي وویله.

په خواله رسنیو کې هم غبرګونونه له خوښیو ډک دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم دغه بری د کرېکټ لوبو په ډګر کې په کور دننه او بهر ونمانځله.

خبریالانو، لوبغاړو، هنرمندانو، سیاستوالو او ټول ولس د افغانستان دغه بری یو تاریخي او ځلانده بری وګاڼه او مبارکي یې ورکړه.

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان بری د سیمې او نړۍ په رسنیو کې هم انعکاس درلود.

هندوستان ټایمز د دې بری په اړه لیکلي چې افغانستان پاکستان ته په ماتې ورکولو سره دغه لوبډله له نړیوال جام څخه د وتلو برابر کړه.

دغې ورځپاڼې همداراز د افغانستان لوبډله د (((غول کُش))) په نوم یاده کړې، چې له انګلستان وروسته یې په نړیوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړې ده.

د پاکستان "ډان" ورځپاڼې د افغانستان په وړاندې د اتو ویکټو په توپیر سره د پاکستان ماتې د کرېکټ نړیوال جام ته یوه حیرانتیا بللې او لیکلي یې دي چې د افغانستان خلکو دغه بری په کابل کې په ډزو، خوښیو او په اورلوبو سره نمانځلی دی.

دغې ورځپاڼې زیاته کړې، چې افغانستان د پاکستان په وړاندې دغه بری په داسې حال کې ترلاسه کړی چې، د دواړو هېوادونو سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې ترینګلې دي.

انټرنېشنل نیوز د پاکستان د لوبډلې د ستوري بابر اعظم له قوله ویلي چې د دې لوبډلې د ماتې لامل د پاکستاني لوبغاړو کمزوری فیلډینګ او توپ وهنه وه، داسې ماتې چې د ۲۰۲۳ کرېکټ نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د پاکستان د احتمالي نه پرمختګ په اړه به د پام وړ اغیزه ولري.

د پاکستان ټيم لوبډلمشر بابراعظم زياته کړې ده چې په ميدان کې د پاکستان ټيم پلانونه او تاکتيکونه په بریالیتوب سره نه دي ترسره شوي.

هغه وویل، مونږ هر څه چې پلانوو هغه په بشپړه توګه په ډګر کې نه عملي کیږي.

یو شمېر نورو پاکستاني ورځپاڼو لکه "پاکستان ټوډې" هم د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د بري لامل د افغان لوبغاړو له خوا د سمو تکتیکونو اجرا کولو، د پاکستاني لوبډلې سمې پیژندنې او د فضل الحق فاروقي پر ځای د نور احمد ټاکنې ته اشاره وکړه او دا یې یو بریالی بدلون وباله.

طالبانو په کابل کې د بشري حقونو فعاله منیژه صدیقي نیولې ده

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۵ GMT+۱

د معترضو ښځو غورځنګ تایید کړه، چې طالبانو د دغه غورځنګ غړې او د بشري حقونو فعاله منیژه صدیقي نیولې ده. دغه غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې مېرمن صدیقي د تلې په ۱۷مه طالبانو نیولې وه.

تر دې مخکې د مېرمن صديقي یو شمېر خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ويلي وو، چې هغه له دوو اوونيو راهيسې ورکه وه او اوس څرګنده شوې، چې طالبانو هغه د کابل په خيرخانه کې نيولې او کورنۍ ته يې هېڅ معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه د مېرمن صديقي د روغتيايي حالت او د توقيف د ځاى په اړه کره معلومات نه شته.

د معترضو ښځو غورځنګ په خپله اعلاميه کې ليکلي، چې مېرمن صديقي د دغه غورځنګ درېيمه غړې ده چې د "عدالت غوښتلو" له امله قرباني کېږي.

دغه غورځنګ د مېرمن صدیقي نیول کېدل د طالبانو د «جنسیتي توپیر» د پالیسۍ دوام او د دغې ډلې د جنګیالیو له خوا د ښځو او د بشري حقونو د فعالانو نیول کېدل ګڼلي دي.

طالبانو تر اوسه د دغې مدني فعالې مېرمن د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دغې ډلې تر دې وړاندې هم څو ځلې لاریون کوونکې ښځې نیولي دي.

وروسته له هغه چې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل، دې ډلې په مدني ازادیو او په ځانګړې توګه د ښځو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه ولګول.

د طالبانو د مشر له لوري د ښځو د کور په څلور دېوالۍ کې د محدودیت په اړه پرله پسې حکمونو د ښځینه فعالانو پراخ اعتراضونه راپارولي او په تېرو دوو کلونو کې دغو فعالانو د خپلو غوښتنو د تحقق لپاره احتجاجي حرکتونه جوړ کړي دي.

د سړکونو د لاریونونو او همدارنګه په تړلو سیمو کې د انفرادي او ډله ییزو مظاهرو وروسته طالب جنګیالیو یو شمېر لاریون کوونکي ونیول.

د کرېکټ نړۍوال جام؛ افغانستان په لومړي ځل په نړۍوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړه

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۰ GMT+۱

د کرېکټ د روان نړۍوال جام په ترڅ کې پاکستان د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته ۲۸۳ منډې هدف وټاکه او د پاکستان د توپوهنې په پاڼۍ کې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه. دا د نړۍوال پنځوس اوریز جام په تاریخ کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان لومړۍ بریا ده.

د کرېکټ د نړۍوال جام دا لوبه د هند په چينای کې نن دوشنبه پیل شوه، په دغه لوبه کې د پاکستان د ټیم کپتان بابر اعظم تر ټولو ډېرې منډې کړي دي.

د افغانستان په لوبډله کې د تیز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي پر ځای، ورو توپ اچوونکی نور احمد لوبه وکړه.

هغه په نړۍوال جام کې په خپله لومړنۍ لوبه کې په لسو اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې او د پاکستان درې لوبغاړي یې وسوځول.

افغان لوبغاړو په ۴۹م اور ټاکل شوی هدف بشپړ کړ او لوبه یې په خپلې ګټې تمامه کړه.

همداراز د توپ اچونې په برخه کې محمد نبي یو لوبغاړی، نوین الحق دوه لوبغاړي او عظمت عمرزي یو لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان د توپ وهې په پاڼۍ کې پرانیستونکو توپ وهونکو ابراهیم ځدران د ۸۷ منډو او رحمان الله ګربز د ۶۵ منډو په مټ دغه هدف پوره کړ.

په یاده لوبه کې د افغانستان توپ وهونکو رحمت شاه ۷۷ او کپتان هشمت الله شهیدي ۴۸ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېدل.

د افغانستان راتلونکې سیالي به د سریلنکا له لوبډلې سره د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ ترسره کیږي.

وسلوالو د هرات یو دیني عالم په ډزو وژلی دی

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۷ GMT+۱

په هرات کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې ناپېژاندو وسلوالو په هرات ولایت کې یو دیني عالم "عید محمد اعتمادي" په ډزو وژلی دي.

سرچینې ویلي، چې عید محمد اعتمادي تېره شپه ناپېژانده وسلوالو له کوره ویستی او نن دوشنبه یې جسد موندل شوی دی.

اعتمادي د هرات د انجیل ولسوالۍ د خوشرود کلي لوی جومات ملا امام و او همداراز به مدرسه کې یې تدریس کاوه.

تر اوسه طالبانو د دغې پېښې اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.