د هرات زلزله په داسې حال کې شوې، چې افغانستان له جدي بشري ناورین سره مخ دی او نړیوال مرستندویه بنسټونه هم د بودیجې له کمښت سره مخ دي.
اخوا، د نړیوالو مرستو ترڅنګ یو شمېر افغانانو په ډله ییز او انفرادي توګه هم په کور دننه او هم بهر د زیانمنو کسانو لپاره مرستې ټولې کړې خو دا چې دغه مرستې به دوی ته څنګه و رسول شي معلومه نه ده.
د کرېکټ نړۍ مشهورو ستورو، د لویو لوبډلو روزونکو او سیاستوالو د پاکستان په وړاندې د افغانستان د تاریخي بري په اړه تبصرې کړې، چې دې کار د پاکستان خپګان نور هم زیات کړی دی.
پاکستان ته په ماتې ورکولو سره افغان لوبډلې په خپل لوبیز تاریخ کې په نړیوال جام کې خپل دویم بری ثبت کړ.
د چینای په چیدمبرام لوبغالي کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لوبې له پیله د کرېکټ مبصرینو ویلي وو، چې د لوبغالي ویشتنځای د ورو توپ اچونکو لپاره جوړ دی.
افغانستان د پاکستان په وړاندې د لوبې لپاره په لوبډله کې تیز توپ اچونکی فضل الحق فاروقي کښیناوه او پر ځای یې ورو توپ اچونکی نور احمد په لوبډله کې ور زیات کړ. چې په دې سره په افغان لوبډله کې څلورو ورو توپ اچونکو د پاکستان پر وړاندې توپ اچونه کوله.
نور احمد د خپلې جادویي توپ اچوونې پر مټ د پاکستان پیلیز توپ وهونکی عبدالله شفیق، په نړیوال جام کې تر ټولو ډیر منډه جوړونکی لوبغاړی محمد رضوان او د پاکستان لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم له میدانه بهر کړل.
په توپ وهنه کې رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدران اوږده ملګرتیا وکړه، او ورپسې رحمت شاه زرمتي او افغان لوبډلمشر حشمت الله شاهدي لوبه په بري پای ته و رسوله.
د پاکستان د لوبډلې پر کپتان سختې نیوکې وشوې. د کرېکټ پاکستانيو مبصرینو بابر اعظم یو ناکاره کپتان یاد کړ او وايي د پاکستان لوبډلې د افغانستان پر وړاندې با مسولیته لوبه تر سره نه کړه.
د پاکستان د کرېکټ پخواني افسانوي تېز توپ اچونکي پر خپل یوټیوب چینل یوه تبصره خپره کړې ده او داسې یې ویلي، «افغانان زموږ وروڼه دي خو نن موږ د خپلو ورونو له لوري وډبول شوو.»
د پاکستان لوبډلې پخوانی لوبډلمشر وسیم اکرم. د پاکستان لوبډلې د تیرې شپې لوبې په اړه د پاکستان پر کریکټ بورډ سختې نیوکې وکړې. او د افغان لوبډلې په اړه وايي، «افغان لوبډلې مبارک مو شه! ښه لوبه مو وکړه. په توپ اچونه، توپ وهنه او ډګر ساتنه کې مو د پاکستان لوبډلې ته ماته ورکړه په زړه پوري لوبه مو وکړله.»
د پاکستان لوبډلې پخوانی کپتان مصباح الحق د لوبې پر مهال د افغان لوبډلې د ورو توپ اچونکو ستاینه کوي وايي، «په نړۍ کې تر ټولو قوي ورو توپ اچونکي د افغانستان د لوبډلې سره دي او نن شپه یې وښوده چې د نړۍ قوي لوبډلو ته ماتې ورکولای شي.»
د پاکستان "ډان" ورځپاڼې د افغانستان په وړاندې د اتو ویکټو په توپیر سره د پاکستان ماتې د کرېکټ نړیوال جام ته یوه حیرانتیا بللې او لیکلي یې دي چې د افغانستان خلکو دغه بری په کابل کې په ډزو، خوښیو او په اورلوبو سره نمانځلی دی.
دغې ورځپاڼې زیاته کړې، چې افغانستان د پاکستان په وړاندې دغه بری په داسې حال کې ترلاسه کړی چې، د دواړو هېوادونو سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې ترینګلې دي.
انټرنېشنل نیوز د پاکستان د لوبډلې د ستوري بابر اعظم له قوله ویلي چې د دې لوبډلې د ماتې لامل د پاکستاني لوبغاړو کمزوری فیلډینګ او توپ وهنه وه، داسې ماتې چې د ۲۰۲۳ کرېکټ نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د پاکستان د احتمالي نه پرمختګ په اړه به د پام وړ اغیزه ولري.
د پاکستان ټيم لوبډلمشر بابراعظم زياته کړې ده چې په ميدان کې د پاکستان ټيم پلانونه او تاکتيکونه په بریالیتوب سره نه دي ترسره شوي.
هغه وویل، مونږ هر څه چې پلانوو هغه په بشپړه توګه په ډګر کې نه عملي کیږي.
یو شمېر نورو پاکستاني ورځپاڼو لکه "پاکستان ټوډې" هم د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د بري لامل د افغان لوبغاړو له خوا د سمو تکتیکونو اجرا کولو، د پاکستاني لوبډلې سمې پیژندنې او د فضل الحق فاروقي پر ځای د نور احمد ټاکنې ته اشاره وکړه او دا یې یو بریالی بدلون وباله.