• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان افغانان له خوږې ګوتې نیولي

شاه محمود میاخېل
شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۱ GMT+۰

تاریخي مثالونه ښيي، چې ملتونه له جمعي ستونزو سره مخ کیږي، کټ مټ افغانان هم نن له جمعي ستونزې سره مخ دي. پاکستان افغانستان له خوږې ګوتې نیولی، په افغانستان کې د قانوني واک خلا، د ولسي او نړۍوال مشروعیت نه موجودیت او نړۍواله بې اعتباري هغه څه دي، چې پاکستان ترې استفاده کوي.

دا چې د افغانستان په داخل کې موجوده حاکمه ډله د حقوقي او ولسي‌ مشروعیت تر څنګ نړۍوال مشروعیت هم نه لري، له دغې تشې څخه په استفادې سره د افغانستان ګاونډیان کوښښ کوي، چې د افغانستان ملي سرمایه، لکه؛ معدنونه، ځنګلونه، تاریخي اثار، دولتي منقول اموال او نظامي تجهیزات لوټ او تالا کړي.

همدا شان دوی کوښښ کوي، چې په افغانستان کې داسې ګروپونه او ډلې تقویه کړي چې په راتلونکي کې هم د دوی ګټې خوندي وساتي.

له دې سربېره د افغانستان ګاونډیانو ایران او پاکستان؛ دواړو له افغانانو سره داسې بد چلند پيل کړی، چې په تېرو پنځو لسیزو کې یې ساری نه درلود.

د افغان ماشومانو، ښځو، ځوانانو او سپین ږیرو په توهینولو، بې عزته کولو او په زاندانونو کې له اچولو سره - سره یې د دوی د مالونو او سرمایې په لوټولو هم پيل کړی دی.

کومې ویډګانې او اسناد چې نن سبا په رسنیو کې په خاصه توګه د پاکستان د حاکمې ډلې د چلند له امله ښکته پورته کیږي او د افغانانو د ځورونې راپورونه خپریږي؛ په ښکاره ډول پاکستان د ټولو نړۍوالو بشري او انساني حقونو په خلاف له افغانانو سره ناوړه چلند کوي.

د نړۍ ټول بشري او د کډوالۍ سازمانونه په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان ناوړه چلند غندي او له پاکستانه غواړي، چې د ټولو نړۍوالو کنواسیونونو په نظر کې نیولو سره دا ډول ناوړه چلند ودروي؛ مګر پاکستان د یوه ښه ګاونډي د شعار په وړاندې کولو سره په ډېر خشن انداز افغانان زنداني کوي، سرمایه یې لوټوي، شکنجه کوي یې او بېرته یې په جبري ډول افغانستان ته لېږي.

د افغانستان دننه بیا طالبانو د دوی د دې ناوړه کړنو پر وړاندې چوپتیا اختیار کړې ده او په ډېرو مواردو کې د دواړو هېوادونو سره د افغانانو په ځورولو کې همغږي ښکاري.

ښکاره بېلګه یې په پېښور کې د طالبانو قونسل دی، هغه په پېښور کې د سیمه ییزو مطالعاتو په مرکز کې په ښکاره ډول وویل، چې دوی له پاکستان سره مینه لري او دوی هیڅکله د افغانانو پر وړاندې د پاکستان کړنې نه غندي.

هغه له دې واندې له یوه تلویزون سره په مرکه کې هم ویلي وو، چې د کډوالو پر وړاندې د پاکستان د چلند په اړه کوم اعتراض نه لري.

په اوس وخت کې افغانان ځکه له خپلو حقونو څخه دفاع نه شي کولی، چې له یوې خوا په داخل د افغانستان کې غیر قانوني جنګې ډله حاکمه ده او په بېرون کې کوم ټاکلی او منظم حرکت نه تر سترګو کیږي.

له هېواده بهر خو پرېږده، په داخل د هېواد کې هم طالبان افغانان ځوري او غواړي، چې په افغانانو په زوره حکومت وکړي.

له بله پلوه په بهر کې هم افغانان منظم او منسجم نه دي، چې د خپلو افغانانو نه په ښه توګه په نړۍوال ستیج دفاع وکړي.

د دې تر څنګ طبعي خبره ده، چې د یو غیر مشروع او قانونمند حکومت په نه شتون کې افغانستان او افغانان په نړۍوالو سټیجونو کې هغه ځای او منزلت نه لري، چې د خپلو حقوقو نه په ښه توګه دفاع وکړی شي.

په دې خاطر دا لازمه ده، چې افغانان په بهر کې سره لاس یو کړي او په ایران او پاکستان کې د افغانانو د مظلومیت اواز د جمعي او ټولنیزو رسنیو له لارې اوچت او په خاصه توګه د پاکستان وروستۍ پرېکړې، ظلم، زیاتی او د افغانانو د اموالو او سرمایې لوټول وغندي.

خاموشي او بې تفاوته پاتې کېدل د مړو انسانانو نښه ده او که موږ د دغه ستر ناورین پر وړاندې غلي پاتې کېږو دا به د یوه مړ ملت نښه وي.

همداشان په پاکستان کې هم ولسي سازمانونه، احزاب او ملي تاثیر ګذاره شخصیتونه باید د پاکستان د حکومت د دغه پرېکړې په وړلاندې چوپ پاتې نه شي، ویې غندي او حتا د امکان په صورت کې د پاکستان د حکومت پر وړاندې ودرېږي؛ ځکه داسې کړنې د دوو هېوادونو د خلکو ترمنځ روابط خرابوي.

که څه هم د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځ روابط په تېرو څو لسیزو کې ښه نه وو؛ خو د ولسونو تر منځ تر ډېره حده روابط ښه وو.

په لسګونو زره پاکستانیانو په افغانستان کې کار کاوه او همداشان افغانانو هم په پاکستان کې خپل عادي ژوند او کارو بار ته دوام ورکاوه. په ولسي کچه څه ستونزه نه وه.

دویم تړاو یو تاریخي او نسبي تړاو دی، چې د پولې دواړو غاړو ته پښتانه او بلوڅ ژوند کوي او په اوس وخت کې د کوزنیو پښتنو او بلوڅانو د نسب د شریک په حیث دا فرض جوړیږي، چې له خپلو افغانانو څخه دفاع وکړي.

په ملتونو سختې ورځې راځي، دا جمعي سختي او مشکلات په جمعي فکر او اتحاد جوړیږي، پرته له شکه تاریخ هر څه څاري او ثبتوي یې او دې کې شک هم نه شته چې افغانان اوس په داخل او بهر کې د زیاتو ستونزو سره مخامخ دي او د خپلو حقوقو څخه په سمه توګه دفاع نه شي کولای؛ خو افغانان به خامخا یو ځل بیا به د دې جوګه شي، چې له خپلو حقوفو څخه دفاع وکړي او د دغه مظالمو پوښتنه به خامخا تر سره کیږي.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.


ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د پښتو ژبې وتلی شاعر او ډرامه لیکونکی لایق زاده لایق د ۶۴ کلونو په عمر ومړ

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د لایق زاده لایق د کورنۍ غړو اففانستان انټرنشنل ـ پښتو ته تایید کړه، چې نوموړی د زړه د حملې له امله تېره شپه مړ شوی دی. لایق زاده لایق کلونه - کلونه د پېښور راډیو مشر پاتې شوی او په پښتو ژبه یې ۴۷ اثار چاپ کړي دي. د لایق زاده مشهور شعرونه د پښتنو سندرغاړو له خوا ویل شوي دي.

افغان لېکوال او شاعر عارف همدرد ساپي نن دوشنبه د ( لړم ۸ مه ) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل د لایق زاده لایق پښتو ادب ته زیات خدمت کړی.

عارف همدرد ساپي وايي: « لایق زاده لایق یو غزل بول شاعر و، ښه لیکوال و، د افغانانو سره یې ځانګړې مینه وه، زه د لایق صیب په مینه او انسانیت مین انسان بولم، مړینه یې د پښتو ادب ترڅنګ د پښتو موسقۍ ته هم لویه ضایع ده او پښتو ژبه به بل لایق پېدا نه کړي».

د پښتو ژبې مشهور سندرغاړی کرن خان پر خپلې فېسبوک پاڼه لیکي: « بابا یو ښه ډرامه نګار، د ژوند شاعر او افسانه نویس و، دوی کم او زیات ۴۷ کتابونه تر اوسه لیکلي دي».

لایق زاده د ادب او شعر په برخه کې زیات ایوارډونه تر لاسه کړي دي.

د لایق زاده کورنۍ وايي، چې نوموړي د زړه ناروغ و او څو ورځې وړاندې یې هم د زړه عملیات کړی و.

دوی زیاتوي؛ جنازه به نن مازیګر سوات مدین سیمه کې خاورو ته وسپارل شي.

د نوموړي د شعر بېلګه:

چا په فرېب وخوړه چا په دوکو وخوړه

چې حیا نه پیژنې دونیا هغوې وخوړه

٫٫٫٫

چې رټلی زه د هر دور قارون یم

زما لویه ګناه دا ده چې پښتون یم

په کابل کې د طالبانو او ازبکستان تر منځ د پانګونې فرصتونو په اړه غونډه وشوه

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۷ GMT+۰

د ازبکستان جمهوريت رسمي پلاوی چې تېره ورځ د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه یوف په مشرۍ کابل ته راغلی و، نن یې د افغانستان او ازبکستان د پانګونې فرصتونو په اړه غونډه جوړه کړه او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور پلاوي پکې برخه درلوده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې په اېکس پاڼه لیکلي چې، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، ټرانزیت او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې شوې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په خپلو خبرو کې ازبکستان ښه ګاونډی هیواد بللی او زیاته کړې یې ده چې، دواړه لوري سوداګرو او موټر چلوونکو ته د ویزو ورکړې، د دوه اړخیزه سوداګري درې میلیارډ ډالرو ته د لوړولو او د نومبر میاشتې له پیل څخه د حیرتان د بندر د ۲۴ ساعته پرانیستلو په اړه هوکړه وکړه.

په دې غونډه کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یوف بیا د خپل پلاوي په مشرۍ وویل: «څومره چې افغانستان وده کوي، ازبکستان هم وده کوي او په افغانستان کې له سولې او ټیکاو راتلو سره په ازبکستان کې سوله او ټیکاو رامنځته کيږي.»

د یادولو ده چې د غونډې په پای کې د ازبکستان ملي نندارتون هم پرانیستل شو.

دا د افغانستان په شمال کې د قوشتېپې کانال تر جوړېدو او پرانیستو وروسته د ازبکستان هيواد تر نورو لوی پلاوی دی چې د هغه هیواد د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ کابل ته له طالبانو سره د ځينو مسایلو د حل په موخه سفر کوي.

په بلوچستان کې د پوځ او وسله والو تر منځ جګړې مرګ ژوبله اړولې ده

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۶ GMT+۰

تېره ورځ ناوخته د بلوچستان په اواران ولايت د کهورو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو کسانو تر منځ نښته شوې چې له امله يې څلور کسان وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي په وژل شویو کې د دوی دوه پوځيان شامل دي او له وسله والو يې هم دوه تنه وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي.

د پوځ د رسنیو څانګې ويلي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ يې په دغه سیمه کې د وسله والو لټون کاوه چې په جګړه اوښتي.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی. خو په بلوچستان کې تل په پاکستاني پوځ باندې بلوچ بیلتون پاله ډله بریدنه کوي.

د پاکستان پوځ ویلې له دغې جګړې وروسته په سیمه کې لا هم په وسله والو پسې د لټون عملیات روان دي.

د طالبانو ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: ملا عبدالغني برادر د سټنډرډ ملي شورا مشر وټاکل شو

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۲ GMT+۰

د طالبانو ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په اېکس پاڼه لیکلي چې، ‏د دې ریاست اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سټنډرډ ملي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.

دغه ریاست وړاندې لیکلي چې، د سټنډرډ ملي شورا افغانستان ته د بې کېفیته او غیرمعیاري توکو د واردېدو، د هېواد دننه د غیر معیاري او خپلسرو ودانیزو چارو په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې ستراتیژۍ، د عمومي پالیسیو د تصویب او د هغوی له پلي کولو څخه د څارنې، د ملي سټنډرډونو او ودانیزو ملي کوډونو او نورمونو د تصویب او د تخنیکي مقرراتو د طرحو د تایید په موخه رامنځته شوې ده.

د طالبانو ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت زیاتوي چې د دې شورا د دایمي غړیتوب له پاره د کرنې او اوبو لګولو، لوړو زده کړو، ښار جوړونې، ټولګټو، عامې روغتیا، سوداګرۍ، مخابراتو، کانونو، ټرانسپورټ او د مالیې وزارتونو مرستیالان، د علومو اکاډمۍ لوی رئیس، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رئیس، کابل ښاروال، د ښاروالیو د عمومي ریاست مرستیال، د افغانستان د سوداګرۍ-پانګونې او د کانونو او صنایعو خونو د مدیره پلاوي رئیسان ټاکل شوي دي.

د یادولو ده چې ملا برادر به د سټنډرډ ملي شورا د مشرۍ ترڅنګ خپلو نورو دندو ته هم دوام ورکړي.

ملګري ملتونه: د هرات زلزلې ځپلو سیمو ته ژمني توکي استول کیږي

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي، په ازبکستان او پاکستان کې د دوی له زیرمتونونو څخه د هرات زلزله ځپلو سیمو ته ژمنۍ زرګونه خیمې استوي.

(يو اين ايج سي آر) د دوشنبې په ورځ د (لړم ۹مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، دا زرګونه خیمې د ژمي له پاره د افغانستان په ګاونډ کې له پاکستان او ازبکستان هیوادونو څخه زلزلې ځپلو سیمو ته استوي.

همدارنګه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د خپل کار د پراخولو او زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د مالي مرستو د راغونډولو غوښتنه کوي.

د افغانستان په لویدیځ کې د یوې ویجاړونکې زلزلې له امله یو شمېر کلي ویجاړ شوي او هلته پاتې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو له پاره مبارزه کوي.

په یادو زلزلو کې له زرو زیات کسان مړه شوي او زرګونو نورو خپل کورونه له لاسه ورکړي.

د زلزله ځپلو سیمو اوسیدونکو سره ګڼو هیوادونو او مرستندویه ادارو مرستې اعلان کړې او ګڼو یې خپلې مرستي تر سیمې هم رسولې. خو اړمن کسان د مرستو د ناسم وېش په اړه نیوکې لري.

تر دې مهاله لاهم په بنسټيز ډول د زلزله ځپلو سیمو اوسیدونکو ستونزې نه دي حل شوې او د ساړه ژمي په رارسېدو د یادو کسانو د ستونزو د ډيریدو اندېښنې مخ په زیاتیدو دي.