د طالبانو ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: ملا عبدالغني برادر د سټنډرډ ملي شورا مشر وټاکل شو

د طالبانو ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په اېکس پاڼه لیکلي چې، د دې ریاست اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سټنډرډ ملي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.

د طالبانو ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په اېکس پاڼه لیکلي چې، د دې ریاست اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سټنډرډ ملي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.
دغه ریاست وړاندې لیکلي چې، د سټنډرډ ملي شورا افغانستان ته د بې کېفیته او غیرمعیاري توکو د واردېدو، د هېواد دننه د غیر معیاري او خپلسرو ودانیزو چارو په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې ستراتیژۍ، د عمومي پالیسیو د تصویب او د هغوی له پلي کولو څخه د څارنې، د ملي سټنډرډونو او ودانیزو ملي کوډونو او نورمونو د تصویب او د تخنیکي مقرراتو د طرحو د تایید په موخه رامنځته شوې ده.
د طالبانو ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت زیاتوي چې د دې شورا د دایمي غړیتوب له پاره د کرنې او اوبو لګولو، لوړو زده کړو، ښار جوړونې، ټولګټو، عامې روغتیا، سوداګرۍ، مخابراتو، کانونو، ټرانسپورټ او د مالیې وزارتونو مرستیالان، د علومو اکاډمۍ لوی رئیس، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رئیس، کابل ښاروال، د ښاروالیو د عمومي ریاست مرستیال، د افغانستان د سوداګرۍ-پانګونې او د کانونو او صنایعو خونو د مدیره پلاوي رئیسان ټاکل شوي دي.
د یادولو ده چې ملا برادر به د سټنډرډ ملي شورا د مشرۍ ترڅنګ خپلو نورو دندو ته هم دوام ورکړي.


د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي، په ازبکستان او پاکستان کې د دوی له زیرمتونونو څخه د هرات زلزله ځپلو سیمو ته ژمنۍ زرګونه خیمې استوي.
(يو اين ايج سي آر) د دوشنبې په ورځ د (لړم ۹مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، دا زرګونه خیمې د ژمي له پاره د افغانستان په ګاونډ کې له پاکستان او ازبکستان هیوادونو څخه زلزلې ځپلو سیمو ته استوي.
همدارنګه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د خپل کار د پراخولو او زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د مالي مرستو د راغونډولو غوښتنه کوي.
د افغانستان په لویدیځ کې د یوې ویجاړونکې زلزلې له امله یو شمېر کلي ویجاړ شوي او هلته پاتې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو له پاره مبارزه کوي.
په یادو زلزلو کې له زرو زیات کسان مړه شوي او زرګونو نورو خپل کورونه له لاسه ورکړي.
د زلزله ځپلو سیمو اوسیدونکو سره ګڼو هیوادونو او مرستندویه ادارو مرستې اعلان کړې او ګڼو یې خپلې مرستي تر سیمې هم رسولې. خو اړمن کسان د مرستو د ناسم وېش په اړه نیوکې لري.
تر دې مهاله لاهم په بنسټيز ډول د زلزله ځپلو سیمو اوسیدونکو ستونزې نه دي حل شوې او د ساړه ژمي په رارسېدو د یادو کسانو د ستونزو د ډيریدو اندېښنې مخ په زیاتیدو دي.

نن دوشنبه د (لړم ۹مه) د لسمې ورځې لپاره هم د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د سپین پولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او وېزه د تګ راتګ په غبرګون پرلت دوام لري. د تېرو لسو ورځو راهیسې د سوېلي پښتونخوا چمن زرګونه اوسیدونکي پکې برخه لري.
دغه پرلت وهونکې په خپله غوښتنه کلک ولاړ دي. او وايي، په هیڅ صورت د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ نه مني.
له دغو پرلت وهونکو سره د خبرو اترو لپاره څو ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت د پوځ مشر آصف غفور هم چمن ته ورغلی و خو د پرلت وهونکو او آصف غفور تر منځ خبرې بې پایلې وې.
د چمن یو اوسیدونکی صادق خان ناراض وايي: «د پاکستان ریاست ډیرې داسې پرېکړې دي خو دا په دې مانا نه ده چې موږ د دوی هره پرېکړه ومنو. موږ د دې خاورې مالکان یو د ریاست داسې پرېکړې هیڅ راته د منلو وړ نه دي او هیڅکله موږ له خپلې غوښتنې نه تیریږو.»
پرلت وهونکي وايي، هیڅ داسې پلان نه لري چې پرلت پای ته ورسوي، هره ورځ د پرلت سره سلګونه کسان یوځای کیږي او غږ یې نور هم قوي کیږي.
پرلت وهونکي وايي، «دپاکستان د چمن ښار ځايي امنیتي کسانو د پرلت وهونکو پر ضد ځينې داسې خوښځتونه ترسره کړي چې پرلت ته د خلکو راتګ کم رنګه کړي»
په سوېلي پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مسول اویس ابدال وايي:«د یاد پرلت د غږ لا قوي کولو لپاره به د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي علي وزیر او منظور پښتون او له وزیرستان څخه نور ګڼ شمېر کسان هم ګډون وکړي. زموږ د چمن د اوسیدونکو پرلت به تر هغه دوام وکړي، چې حکومت خپله پرېکړه نه وي اخیستي.»
بل خوا د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اچکزی یاد پرلت ته په غبرګون کې ویلي، د پاکستان حکومت دا پرېکړه چې سپین بولدک ـ چمن پر دروازه تګ راتګ حتمي دی او حکومت د یادې پرېکړې څخه نه پر شا کیږي.«دا د ریاست پرېکړه ده او حکومت له خپلې دغې پرېکړې نه په شا کیږي. دغه پرلت کوونکي دې زموږ څخه د نورو خدمتونو غوښتنه وکړي موږ تیار یو چې ستونزې یې حل کړو خو پاسپورټ او ویزه حتمي دي.»
په سوېلي پښتونخوا کې پرلت وهونکې وايي، د پاکستان حکومت سره د خپلو قبایلي اصولو له لارې په دغه سیمه کې ژوند کوي او د «پاکستان حکومت دا حق نه لري» چې خپلې پرېکړې په زور پر دغه قبایلو عملي کړي.

د تمنا زریاب پریاني په مشرۍ د افغانستان د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو چې د جرمني په ویپرفورټ ښار کې يې د جنسیتي توپیر د په رسمیت پیژندلو په موخه د اعتراض خیمه وهلې وه، دغه اعتراض پای ته ورساوه.
میرمن پریاني په اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې، له تېرې یوې میاشتې راهیسې يې د تحصن په دې خیمه کې د افغانو مېرمنو غږ پورته کړی او وايي مبارزې يې به تر هغه وخته دوام لري، چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت نه وي پېژندل شوی.
تمنا زریاب پریاني د یو شمېر نورو مدني فعالانو په ملتیا څه موده مخکې د جرمني په کولن ښار کې د دولسو ورځو لپاره د نه خوړو اعتصاب کړی و او دا یې د مبارزې دویم پړاو و چې پای ته ورسید .
د افغان ښځو د حقونو دغو فعالانو ټینګار کړی چې «په افغانستان کې د جنسیتي توپیر پر ضد احتجاجي کاروان» به د دغه هیواد نورو ښارونو ته هم وغځیږي.
دوی د جرمني، امریکا او د ملګرو ملتونو د سازمان له استازو سره خبرې اترې کړې وې، خو داسې ښکاري چې د دغو خبرو اترو پایلې ددوی د قناعت وړ نه وې.
له دې وړاندې پریاني د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي و، چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره یې په لیدنه کې په ښکاره توګه هغه وزارت ته د افغان مېرمنو پیغام رسولی، خو روښانه ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
تر هغه وروسته چې د تمنا زریاب پریاني د نه خوړلو اعتصاب پیل شو، په افغانستان دننه او بهر کې د دې کمپاین د ملاتړ او د نه خوړو په اعتصاب کې د ګډون څپې رامنځته شوې او د افغانستان په ګډون په ایران او پاکستان کې مېشتو لږ تر لږه ۴۰ افغان ښځینه فعالانو د نه خوړو اعتصاب وکړ.
دوی په دغو اعتراضونو سره له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپیژني.
په تېرو دوو کلونو کې چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی، هېڅ ښځه د زده کړې او کار حق نه لري او طالبانو په عملي توګه ښځې په افغانستان کې له ټولنيزو، سياسي، اقتصادي او هنري فعاليتونو لرې کړې دي.
د یادولو وړ ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د ښځو پر وړاندې د شاوخوا ۶۰ بندیزونو فرمانونه صادر کړي، چې ټول یې د ښځو ازادي او اساسي حقونه په نښه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام په اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې، د بشري مرستو د کمېدو له امله زرګونه افغانان هره شپه وږي ویده کیږي. ويل کیږي په کابل او ولایتونو کې ورځ تر بلې د سوالګرو شمېر زیاتیږي.
د خوړو نړیوال پروګرام په خبره، سږکال دوی د بودیجې د کمېدو له امله اړ شوي چې کابو لس میلیونه خلک د مرستو له نوملړ څخه وباسي، په داسې حال کې چې تېر کال په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلکو د خوړو د نړیوال پروګرام خوراکي مرستې ترلاسه کړې دي.
یادې ادارې همداراز زیاته کړې چې، اوسمهال په افغانستان کې تر ۹۰ سلنه ډېر خلک د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري.
د نړیوالو بشري مرستو په کمېدو سره د پلازمېنې په ګډون د هیواد په ډیرو سیمو کې د سوالګرو شمېر هم زیات شوی دی.
دغه سوالګر له وزګارۍ او سختو اقتصادي شرایطو سر ټکوي او وایي چې نړیوالې مرستندویې ادارې باید د دوی لاسنیوی وکړي.
انګلستان، فینلنډ، کویټ، چین او اسټرالیا هغه هیوادونه دي چې په تېرو کلونو کې یې تر ټولو ډیر د اړمنو کسانو د لاسنیوي په موخه له مرستندویه ادارو سره مرستې کړې دي، خو دغه مرستې اوس د پام وړ کمې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې، لوږه او امنیتي ننګونې زیاتې شوې دي.
په دې راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې اقتصادي ناورین پراخ دی او په تېرو شپږو میاشتو کې تر نیمايي زیاتې کورنۍ له دغه کړکېچ سره مخامخ شوې دي.
د یادولو وړ ده چې، د هرات ولایت وروستۍ زلزلې او خلکو ته د سختو زیانونو له امله د مرستو اړتیا څو برابره زیاته شوې ده.

د افغانستان سوېلي ولایت کندهار حوزوي روغتون کار کوونکي وايي، د عامي روغتیا له لوري د نامعلوم دلیل له امله له تېرو دوو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي. د دغه روغتون ځينې ډاکټران وايي، د دې تر څنګ په روغتون کې د روغتیايي توکو کمښت يوه بله لویه ننګونه ده چې دوی ورسره مخ دي.
میرویس حوزوي روغتون په سویلي حوزه کې یو له لویو روغتونو څخه دی.
په یاد روغتون کې هره ورځ د سلګونو ناروغانو درملنه تر سره کیږي.
د کندهار میرویس حوزي روغتون څخه سرچینې وايي، په تېر یوه کال کې د کندهار لپاره د طالبانو د عامي روغتیا ریاست له لوري د یاد روغتون یو شمیر اداري کار کوونکي له دندو ګوښه شوي او پر ځای یې غیرې مسلکي کسان په دندو ګمارل شوي دي.
میرویس حوزوي روغتون ته د کندهار ترڅنګ له هلمند، ارزګان، زابل او نیمروز ولایتونو څخه هم لسګوه ناروغان د درملنې په موخه ورځي.
د کندهار یو شمېر اوسیدونکي وايي، د پخوا پرتله د یاد روغتون خدمتونه کم شوي.
د سمیع الله په نوم د کندهار ښار یو اوسیدونکی وايي:«لویه ستونزه داده چې په روغتون کې یواځې د ناروغ معاینات تر سره کیږي دوا نه ورکول کیږي. ډیر خلک د روغتون د خدمتونو څخه په شکایت دي. خو دلته داسې څوک نشته چې غږ مو واوري.»
تردې مهاله په کندهار د طالبانو د عامي روغتیا مسولینو د میرویس حوزوي روغتون د کارکوونکو د معاشونو د ورکړي په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې، کابو درې میاشتې وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمیټې چې یاد روغتون ته یې د درملو د ورکړې مسولیت په غاړه درلود، دغه روغتون ته خپلې مرستې کمې کړې دي.