• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوړو نړیوال پروګرام: د بشري مرستو د کمېدو له امله ۹۰ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۹ لړم ۱۴۰۲ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۳ GMT+۰

د خوړو نړیوال پروګرام په اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې، د بشري مرستو د کمېدو له امله زرګونه افغانان هره شپه وږي ویده کیږي. ويل کیږي په کابل او ولایتونو کې ورځ تر بلې د سوالګرو شمېر زیاتیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام په خبره، سږکال دوی د بودیجې د کمېدو له امله اړ شوي چې کابو لس میلیونه خلک د مرستو له نوملړ څخه وباسي، په داسې حال کې چې تېر کال په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلکو د خوړو د نړیوال پروګرام خوراکي مرستې ترلاسه کړې دي.

یادې ادارې همداراز زیاته کړې چې، اوسمهال په افغانستان کې تر ۹۰ سلنه ډېر خلک د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري.

د نړیوالو بشري مرستو په کمېدو سره د پلازمېنې په ګډون د هیواد په ډیرو سیمو کې د سوالګرو شمېر هم زیات شوی دی.

دغه سوالګر له وزګارۍ او سختو اقتصادي شرایطو سر ټکوي او وایي چې نړیوالې مرستندویې ادارې باید د دوی لاسنیوی وکړي.

انګلستان، فینلنډ، کویټ، چین او اسټرالیا هغه هیوادونه دي چې په تېرو کلونو کې یې تر ټولو ډیر د اړمنو کسانو د لاسنیوي په موخه له مرستندویه ادارو سره مرستې کړې دي، خو دغه مرستې اوس د پام وړ کمې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې، لوږه او امنیتي ننګونې زیاتې شوې دي.

په دې راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې اقتصادي ناورین پراخ دی او په تېرو شپږو میاشتو کې تر نیمايي زیاتې کورنۍ له دغه کړکېچ سره مخامخ شوې دي.

د یادولو وړ ده چې، د هرات ولایت وروستۍ زلزلې او خلکو ته د سختو زیانونو له امله د مرستو اړتیا څو برابره زیاته شوې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د کندهار میرویس روغتون کار کوونکو ته له تېرو دوو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۹ GMT+۰

د افغانستان سوېلي ولایت کندهار حوزوي روغتون کار کوونکي وايي، د عامي روغتیا له لوري د نامعلوم دلیل له امله له تېرو دوو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي. د دغه روغتون ځينې ډاکټران وايي، د دې تر څنګ په روغتون کې د روغتیايي توکو کمښت يوه بله لویه ننګونه ده چې دوی ورسره مخ دي.

میرویس حوزوي روغتون په سویلي حوزه کې یو له لویو روغتونو څخه دی.

په یاد روغتون کې هره ورځ د سلګونو ناروغانو درملنه تر سره کیږي.

د کندهار میرویس حوزي روغتون څخه سرچینې وايي، په تېر یوه کال کې د کندهار لپاره د طالبانو د عامي روغتیا ریاست له لوري د یاد روغتون یو شمیر اداري کار کوونکي له دندو ګوښه شوي او پر ځای یې غیرې مسلکي کسان په دندو ګمارل شوي دي.

میرویس حوزوي روغتون ته د کندهار ترڅنګ له هلمند، ارزګان، زابل او نیمروز ولایتونو څخه هم لسګوه ناروغان د درملنې په موخه ورځي.

د کندهار یو شمېر اوسیدونکي وايي، د پخوا پرتله د یاد روغتون خدمتونه کم شوي.

د سمیع الله په نوم د کندهار ښار یو اوسیدونکی وايي:«لویه ستونزه داده چې په روغتون کې یواځې د ناروغ معاینات تر سره کیږي دوا نه ورکول کیږي. ډیر خلک د روغتون د خدمتونو څخه په شکایت دي. خو دلته داسې څوک نشته چې غږ مو واوري.»

تردې مهاله په کندهار د طالبانو د عامي روغتیا مسولینو د میرویس حوزوي روغتون د کارکوونکو د معاشونو د ورکړي په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې، کابو درې میاشتې وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمیټې چې یاد روغتون ته یې د درملو د ورکړې مسولیت په غاړه درلود، دغه روغتون ته خپلې مرستې کمې کړې دي.

د پاکستان حکومت له لوري د کډوالو د اېستلو وروستۍ نېټې ته ايله دوه ورځې پاتې دي

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۰ GMT+۰

د پاکستان حکومت شاوخوا یوه میاشت وړاندې پرېکړه وکړه چې څه باندې ۱.۷ میلیونه کډوال به چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، له دغه هیواده وباسي.

که څه هم د ملګرو ملتونو لوړ پوړو ادارو او چارواکو او همدارنګه ځینو لوېدیځو هیوادونو پاکستان ته سپارښتنه کړې چې خپله دا پرېکړه بدله کړي، خو د پاکستاني چارواکو په خبره، دا پرېکړه یې وروستۍ ده او په ټاکلي وخت به عملي شي.

اوس هغې نیټې ته ایله دوه ورځې پاتې دي، ډیر شمیر افغانان په ځانګړي توګه هغه کسان چې په افغانستان کې له جدي امنیتي ستونزو سره مخ و، په پاکستان کې له ویرې او ناهیلۍ سره شپې او ورځې سبا کوي.

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لویه برخه هغه کسان جوړوي چې په امریکا او یا اروپايي هیوادونو کې د خپلې کډوالۍ قضیو ته په تمه دي.

یو شمیر کډوال وایي، «موږ په قانوني ویزو پاکستان ته راغلي یو، خو د ویزو له ختمېدو وروسته مو د څو ځلو هڅو او آن د پیسو په ورکولو سره ونه شو کړای خپلې ویزې نوې کړو.»

دوی د پاکستان له حکومته غواړي چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر دې یا ودروي او یا دې هم ددوی د اېستلو پلان وځنډوي.

له دې سره، پاکستانۍ ډان ورځپاڼې هم په خپل تازه راپور کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ له اسلام آباده غوښتي، چې د بشري ناورین له رامنځته کیدو مخکې دې د افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي.

ورځپاڼې د دې کمېشنرۍ د ویاندې راوینا شمداساني له خولې لیکلي چې له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې له اړو کسانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او دا مسئله دې یقیني کړي چې په راتلونکې کې د دوی هر ډول ستنېدل به خوندي، باعزته، په خپله خوښه او له نړیوال قانون سره سم ترسره شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د شمیرو له مخې، اوسمهال په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال له اسنادو پرته ژوند کوي چې له دې ډلې شپږ لکه یې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي.

له پاکستانه د ناقانونه کډوالو د اېستلو پرېکړه تر هغه وروسته وشوه چې په دې هیواد کې څو لویې امنیتي پیښې رامنځته شوې او پاکستاني چارواکي افغانان هم پکې ښکېل بلل.

د نوي قانون له مخې د نومبر له لومړۍ نیټې څخه به د پولې د دواړو غاړو اوسیدونکو ته له پاسپورټ او ویزې پرته د پولې څخه د تېریدو اجازه نه ورکول کیږي.

له دې سره، د پاکستان د تحقیقاتو فدرالي ادارې هم اعلان کړی چې، د تورخم په پوله یې د ویزې د کنټرول سیستم لګولی چې له مخې به یې پاسپورتونه، ویزې او جعلي سفري اسناد له اصلي اسنادو جلا شي او له پولې د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیول شي.

په افغانستان کې د زړو بانکنوټونو د راټولولو او نویو هغو د وېش لړۍ پیل شوه

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مرکزي بانک په ټول ولایتونو کې د زړو بانکنوټونو د ټولولو او د نویو هغو د وېشلو خبر ورکړی. دغه بانک د یکشنبې په ورځ (د لړم ۷مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې، د پنځه سوه او زرګون بانکنوټونه راټولوي او پر ځای یې نوي نوټونه بازار ته وړاندې کوي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، د پنځه سوه او زرګون د بانکنوټونو د وېش پر بهیر سربېره د لس، شل، پنځوس او سلګون بانکنوټونو د بدلولو بهیر هم روان دی.

خبرپاڼه زیاتوي، اشخاص او شرکتونه کولای شي د افغانستان مرکزي بانک څانګو ته په ورتګ سره خپلې زړې پیسې له نویو بانکنوټونو سره تبادله کړي.

دا په داسې حال کې ده چې، یو شمېر هیوادوال په بازارونو کې د زړو افغانیو له ډېرېدو شکایت لري.

د یادولو ده چې د روانې میاشتې په دویمه نیټه د افغانستان بانک چارواکو د ۱۸۰ میلیونو ۴۰۱ زره زړو او سولېدلي افغاني بانکنوټونه د سوځولو خبر هم ورکړی و.

دغه بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و چې د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو پر بنسټ ۱۸۰ میلیونه او ۴۰۱ زره زاړه او سولېدل شوي افغاني بانکنوټونه د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته د سوېلي زون په کندهار کې سوځولي دي.

د افغانستان بانک د چارواکو په خبره، د بانکنوټونو سمه ساتنه د ټولو افغانانو ملي مسولیت دی.

د طالبانو دفاع وزارت: د هرات له زلزله ځپلو سره مو د څه باندې ۳۶ میلیونه افغانیو مرسته وکړه

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۱ GMT+۰

د هرات له زلزلې څخه د درېو اونیو په تېرېدو سره د طالبانو د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ د هرات له زلزله ځپلو سره د ۳۶ میلیونه او ۵۷۴ زره افغانیو د مرستې خبر ورکړ. یاد وزارت وايي، دغه نغدي مرسته د هرات د زلزله ځپلو کورنيو لپاره د استوګنې د کورونو جوړولو په موخه په پام کې نیول شوې.

د طالبانو د ملي دفاع وزارت په اېکس پاڼه کې لیکلي چې، تر دې وړاندې یې هم له زلزله ځپلو سره د لس میلیونه افغانیو مرسته کړې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د شمېرو له مخې، د تلې په پنځلسمه او نولسمه په دوو زلزلو کې ١۰٨٠ کسان مړه شوي او ١٩٥٠ نور ټپيان شوي دي.

له دې سره، ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ وویل چې لا هم د زلزله ځپلو لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا ده چې د زیانمنو جدي او حساسو اړتیاوو ته رسېدنه وشي.

دغه سازمان ویلي، چې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره شاوخوا ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې له دغه شمیر څخه ۲۴ میلیونه ډالره ورکړل شوي او یا یې د ورکړې ژمنه شوې ده.

سرفراز بګټي: له قانوني اسنادو پرته ټول افغان کډوال به په څو پړاونو کې و اېستل شي

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۲:۵۴ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ وویل چې، په لومړي پړاو کې به ټول هغه کډوال چې معتبره قانوني اسناد نه لري، له دغه هیواد څخه و اېستل شي.

سرفراز بګټي زیاته کړه چې، په راتلونکو پړاونو کې به په ملګرو ملتونو کې ثبت شوي کډوال او بیا د پاکستان حکومت د نوم لیکنې سند (پي او آر) کارټ لرونکي کسان هم له دغه هېواده و اېستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې یو شمېر رسنیو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي وو، هغه کډوال چې د نوم لیکنې سند (پي او آر) کارټونه ولري له پاکستانه نه اېستل کېږي.

سرفراز بګټي له پاکستانه د کډوالو په ځانګړې توګه بیا د افغان کډوالو د اېستلو د وروستۍ نیټې په نېږدې کیدو سره جیو نیوز ته ویلي چې د کډوالو د اېستلو بهیر به په څو پړاوونو کې وشي.

نوموړي وويل، هغه کډوال چې د اوسېدو او سفر اسناد نه لري او په جعلي هويت سره پاکستان ته راغلي، په لومړي ګام کې به له دې هېواده و اېستل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د "ناقانونه" کډوالو د پېژندلو پلان بشپړ شوی او د نومبر له لومړۍ نېټې به د پاکستان په ټولو سیمو کې د کډوالو د پېژندلو او نیولو لپاره د پولیسو عملیات پیل شي.

هغه له پاکستانه له ۱۵ د ۲۰ زرو تر منځ د کډوالو "داوطلبانه" ستنېدو ته په اشارې سره زیاته کړه: «ټول ناقانونه بهرنیان باید بیرته ستانه شي.»

ښاغلي بګټي په ملګرو ملتونو کې د ثبت شویو او د دغه هیواد د نوم لیکنې کارټ لرونکو په ګډون د کډوالو شمیر له ۳ میلیونو څخه زیات بللی دی.