• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حیدر خان هوتي: د بې ګناه افغانانو او پښتنو ځورول د زغم وړ نه دي

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۰ GMT+۰

په داسې حال کې چې د پاکستان د حکومت له خوا افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل یوازې یوه ورځ پاتې ده، عوامي نشنل ګوند په پاکستان کې د پولیسو له خوا د افغان کډوالو او پښتنو پر ځورونو خواشیني څرګنده کړې او پر حکومت یې غږ کړی، چې له ځورونو لاس واخلي.

د دغه ګوند د پښتونخوا مرستیال امیر حیدر خان هوتي په یوه تازه بیان کې ویلي، چې ترهګري په قوم او هېواد پورې اړه نه لري او د پاکستان پولیس دې بې ګناه افغانان او پښتانه نه ځوروي.

هغه زیاته کړې، چې دا له زغمه وتلې خبره ده او دوی ته دا ډول کړنې د منلو وړ نه دي.

هوتي وویل: “ترهګر ترهګر دی او په هېڅ مذهب او خاص قوم پورې تړلي نه دي او نه دې څوک د تړلو کوښښ کوي”.

هغه پر حکومت غږ کړی، چې د کډوالو د ثبت او راجستر په موخه دې یو مېکانیزم جوړ کړي؛ که څوک غواړي په پاکستان کې واوسي، چې د اوسېدنې قانوني حق یې خوندي پاتې شي.

بل خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ وویل، چې په لومړي پړاو کې به ټول هغه کډوال چې معتبره قانوني اسناد نه لري، له دغه هېواد څخه وايستل شي.

سرفراز بګټي زیاته کړه، چې په راتلونکو پړاونو کې به په ملګرو ملتونو کې ثبت شوي کډوال او بیا د پاکستان حکومت د نوم لیکنې سند (پي او ار) کارټ لرونکي کسان هم له دغه هېواده وايستل شي.

د پاکستان حکومت شاوخوا یوه میاشت وړاندې پرېکړه وکړه چې څه باندې ۱.۷ میلیونه کډوال به چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، له دغه هېواده وباسي.

که څه هم د ملګرو ملتونو لوړ پوړو ادارو او چارواکو او همدارنګه ځینو لوېدیځو هېوادونو پاکستان ته سپارښتنه کړې، چې خپله دا پرېکړه بدله کړي؛ خو د پاکستاني چارواکو په خبره، دا پرېکړه یې وروستۍ ده او په ټاکلي وخت به عملي شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان افغانان له خوږې ګوتې نیولي

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۶ GMT+۰
•
شاه محمود میاخېل

تاریخي مثالونه ښيي، چې ملتونه له جمعي ستونزو سره مخ کیږي، کټ مټ افغانان هم نن له جمعي ستونزې سره مخ دي. پاکستان افغانستان له خوږې ګوتې نیولی، په افغانستان کې د قانوني واک خلا، د ولسي او نړۍوال مشروعیت نه موجودیت او نړۍواله بې اعتباري هغه څه دي، چې پاکستان ترې استفاده کوي.

دا چې د افغانستان په داخل کې موجوده حاکمه ډله د حقوقي او ولسي‌ مشروعیت تر څنګ نړۍوال مشروعیت هم نه لري، له دغې تشې څخه په استفادې سره د افغانستان ګاونډیان کوښښ کوي، چې د افغانستان ملي سرمایه، لکه؛ معدنونه، ځنګلونه، تاریخي اثار، دولتي منقول اموال او نظامي تجهیزات لوټ او تالا کړي.

همدا شان دوی کوښښ کوي، چې په افغانستان کې داسې ګروپونه او ډلې تقویه کړي چې په راتلونکي کې هم د دوی ګټې خوندي وساتي.

له دې سربېره د افغانستان ګاونډیانو ایران او پاکستان؛ دواړو له افغانانو سره داسې بد چلند پيل کړی، چې په تېرو پنځو لسیزو کې یې ساری نه درلود.

د افغان ماشومانو، ښځو، ځوانانو او سپین ږیرو په توهینولو، بې عزته کولو او په زاندانونو کې له اچولو سره - سره یې د دوی د مالونو او سرمایې په لوټولو هم پيل کړی دی.

کومې ویډګانې او اسناد چې نن سبا په رسنیو کې په خاصه توګه د پاکستان د حاکمې ډلې د چلند له امله ښکته پورته کیږي او د افغانانو د ځورونې راپورونه خپریږي؛ په ښکاره ډول پاکستان د ټولو نړۍوالو بشري او انساني حقونو په خلاف له افغانانو سره ناوړه چلند کوي.

د نړۍ ټول بشري او د کډوالۍ سازمانونه په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان ناوړه چلند غندي او له پاکستانه غواړي، چې د ټولو نړۍوالو کنواسیونونو په نظر کې نیولو سره دا ډول ناوړه چلند ودروي؛ مګر پاکستان د یوه ښه ګاونډي د شعار په وړاندې کولو سره په ډېر خشن انداز افغانان زنداني کوي، سرمایه یې لوټوي، شکنجه کوي یې او بېرته یې په جبري ډول افغانستان ته لېږي.

د افغانستان دننه بیا طالبانو د دوی د دې ناوړه کړنو پر وړاندې چوپتیا اختیار کړې ده او په ډېرو مواردو کې د دواړو هېوادونو سره د افغانانو په ځورولو کې همغږي ښکاري.

ښکاره بېلګه یې په پېښور کې د طالبانو قونسل دی، هغه په پېښور کې د سیمه ییزو مطالعاتو په مرکز کې په ښکاره ډول وویل، چې دوی له پاکستان سره مینه لري او دوی هیڅکله د افغانانو پر وړاندې د پاکستان کړنې نه غندي.

هغه له دې واندې له یوه تلویزون سره په مرکه کې هم ویلي وو، چې د کډوالو پر وړاندې د پاکستان د چلند په اړه کوم اعتراض نه لري.

په اوس وخت کې افغانان ځکه له خپلو حقونو څخه دفاع نه شي کولی، چې له یوې خوا په داخل د افغانستان کې غیر قانوني جنګې ډله حاکمه ده او په بېرون کې کوم ټاکلی او منظم حرکت نه تر سترګو کیږي.

له هېواده بهر خو پرېږده، په داخل د هېواد کې هم طالبان افغانان ځوري او غواړي، چې په افغانانو په زوره حکومت وکړي.

له بله پلوه په بهر کې هم افغانان منظم او منسجم نه دي، چې د خپلو افغانانو نه په ښه توګه په نړۍوال ستیج دفاع وکړي.

د دې تر څنګ طبعي خبره ده، چې د یو غیر مشروع او قانونمند حکومت په نه شتون کې افغانستان او افغانان په نړۍوالو سټیجونو کې هغه ځای او منزلت نه لري، چې د خپلو حقوقو نه په ښه توګه دفاع وکړی شي.

په دې خاطر دا لازمه ده، چې افغانان په بهر کې سره لاس یو کړي او په ایران او پاکستان کې د افغانانو د مظلومیت اواز د جمعي او ټولنیزو رسنیو له لارې اوچت او په خاصه توګه د پاکستان وروستۍ پرېکړې، ظلم، زیاتی او د افغانانو د اموالو او سرمایې لوټول وغندي.

خاموشي او بې تفاوته پاتې کېدل د مړو انسانانو نښه ده او که موږ د دغه ستر ناورین پر وړاندې غلي پاتې کېږو دا به د یوه مړ ملت نښه وي.

همداشان په پاکستان کې هم ولسي سازمانونه، احزاب او ملي تاثیر ګذاره شخصیتونه باید د پاکستان د حکومت د دغه پرېکړې په وړلاندې چوپ پاتې نه شي، ویې غندي او حتا د امکان په صورت کې د پاکستان د حکومت پر وړاندې ودرېږي؛ ځکه داسې کړنې د دوو هېوادونو د خلکو ترمنځ روابط خرابوي.

که څه هم د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځ روابط په تېرو څو لسیزو کې ښه نه وو؛ خو د ولسونو تر منځ تر ډېره حده روابط ښه وو.

په لسګونو زره پاکستانیانو په افغانستان کې کار کاوه او همداشان افغانانو هم په پاکستان کې خپل عادي ژوند او کارو بار ته دوام ورکاوه. په ولسي کچه څه ستونزه نه وه.

دویم تړاو یو تاریخي او نسبي تړاو دی، چې د پولې دواړو غاړو ته پښتانه او بلوڅ ژوند کوي او په اوس وخت کې د کوزنیو پښتنو او بلوڅانو د نسب د شریک په حیث دا فرض جوړیږي، چې له خپلو افغانانو څخه دفاع وکړي.

په ملتونو سختې ورځې راځي، دا جمعي سختي او مشکلات په جمعي فکر او اتحاد جوړیږي، پرته له شکه تاریخ هر څه څاري او ثبتوي یې او دې کې شک هم نه شته چې افغانان اوس په داخل او بهر کې د زیاتو ستونزو سره مخامخ دي او د خپلو حقوقو څخه په سمه توګه دفاع نه شي کولای؛ خو افغانان به خامخا یو ځل بیا به د دې جوګه شي، چې له خپلو حقوفو څخه دفاع وکړي او د دغه مظالمو پوښتنه به خامخا تر سره کیږي.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.


د پښتو ژبې وتلی شاعر او ډرامه لیکونکی لایق زاده لایق د ۶۴ کلونو په عمر ومړ

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د لایق زاده لایق د کورنۍ غړو اففانستان انټرنشنل ـ پښتو ته تایید کړه، چې نوموړی د زړه د حملې له امله تېره شپه مړ شوی دی. لایق زاده لایق کلونه - کلونه د پېښور راډیو مشر پاتې شوی او په پښتو ژبه یې ۴۷ اثار چاپ کړي دي. د لایق زاده مشهور شعرونه د پښتنو سندرغاړو له خوا ویل شوي دي.

افغان لېکوال او شاعر عارف همدرد ساپي نن دوشنبه د ( لړم ۸ مه ) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل د لایق زاده لایق پښتو ادب ته زیات خدمت کړی.

عارف همدرد ساپي وايي: « لایق زاده لایق یو غزل بول شاعر و، ښه لیکوال و، د افغانانو سره یې ځانګړې مینه وه، زه د لایق صیب په مینه او انسانیت مین انسان بولم، مړینه یې د پښتو ادب ترڅنګ د پښتو موسقۍ ته هم لویه ضایع ده او پښتو ژبه به بل لایق پېدا نه کړي».

د پښتو ژبې مشهور سندرغاړی کرن خان پر خپلې فېسبوک پاڼه لیکي: « بابا یو ښه ډرامه نګار، د ژوند شاعر او افسانه نویس و، دوی کم او زیات ۴۷ کتابونه تر اوسه لیکلي دي».

لایق زاده د ادب او شعر په برخه کې زیات ایوارډونه تر لاسه کړي دي.

د لایق زاده کورنۍ وايي، چې نوموړي د زړه ناروغ و او څو ورځې وړاندې یې هم د زړه عملیات کړی و.

دوی زیاتوي؛ جنازه به نن مازیګر سوات مدین سیمه کې خاورو ته وسپارل شي.

د نوموړي د شعر بېلګه:

چا په فرېب وخوړه چا په دوکو وخوړه

چې حیا نه پیژنې دونیا هغوې وخوړه

٫٫٫٫

چې رټلی زه د هر دور قارون یم

زما لویه ګناه دا ده چې پښتون یم

په بلوچستان کې د پوځ او وسله والو تر منځ جګړې مرګ ژوبله اړولې ده

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۶ GMT+۰

تېره ورځ ناوخته د بلوچستان په اواران ولايت د کهورو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو کسانو تر منځ نښته شوې چې له امله يې څلور کسان وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي په وژل شویو کې د دوی دوه پوځيان شامل دي او له وسله والو يې هم دوه تنه وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي.

د پوځ د رسنیو څانګې ويلي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ يې په دغه سیمه کې د وسله والو لټون کاوه چې په جګړه اوښتي.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی. خو په بلوچستان کې تل په پاکستاني پوځ باندې بلوچ بیلتون پاله ډله بریدنه کوي.

د پاکستان پوځ ویلې له دغې جګړې وروسته په سیمه کې لا هم په وسله والو پسې د لټون عملیات روان دي.

د چمن پرلت لسمه ورځ هم روان دی خو پاکستانی حکومت پټه خوله دی

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۵ GMT+۰

نن دوشنبه د (لړم ۹مه) د لسمې ورځې لپاره هم د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د سپین پولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او وېزه د تګ راتګ په غبرګون پرلت دوام لري. د تېرو لسو ورځو راهیسې د سوېلي پښتونخوا چمن زرګونه اوسیدونکي پکې برخه لري.

دغه پرلت وهونکې په خپله غوښتنه کلک ولاړ دي. او وايي، په هیڅ صورت د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ نه مني.

له دغو پرلت وهونکو سره د خبرو اترو لپاره څو ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت د پوځ مشر آصف غفور هم چمن ته ورغلی و خو د پرلت وهونکو او آصف غفور تر منځ خبرې بې پایلې وې.

د چمن یو اوسیدونکی صادق خان ناراض وايي: «د پاکستان ریاست ډیرې داسې پرېکړې دي خو دا په دې مانا نه ده چې موږ د دوی هره پرېکړه ومنو. موږ د دې خاورې مالکان یو د ریاست داسې پرېکړې هیڅ راته د منلو وړ نه دي او هیڅکله موږ له خپلې غوښتنې نه تیریږو.»

پرلت وهونکي وايي، هیڅ داسې پلان نه لري چې پرلت پای ته ورسوي، هره ورځ د پرلت سره سلګونه کسان یوځای کیږي او غږ یې نور هم قوي کیږي.

پرلت وهونکي وايي، «دپاکستان د چمن ښار ځايي امنیتي کسانو د پرلت وهونکو پر ضد ځينې داسې خوښځتونه ترسره کړي چې پرلت ته د خلکو راتګ کم رنګه کړي»

په سوېلي پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مسول اویس ابدال وايي:«د یاد پرلت د غږ لا قوي کولو لپاره به د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي علي وزیر او منظور پښتون او له وزیرستان څخه نور ګڼ شمېر کسان هم ګډون وکړي. زموږ د چمن د اوسیدونکو پرلت به تر هغه دوام وکړي، چې حکومت خپله پرېکړه نه وي اخیستي.»

بل خوا د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اچکزی یاد پرلت ته په غبرګون کې ویلي، د پاکستان حکومت دا پرېکړه چې سپین بولدک ـ چمن پر دروازه تګ راتګ حتمي دی او حکومت د یادې پرېکړې څخه نه پر شا کیږي.«دا د ریاست پرېکړه ده او حکومت له خپلې دغې پرېکړې نه په شا کیږي. دغه پرلت کوونکي دې زموږ څخه د نورو خدمتونو غوښتنه وکړي موږ تیار یو چې ستونزې یې حل کړو خو پاسپورټ او ویزه حتمي دي.»

په سوېلي پښتونخوا کې پرلت وهونکې وايي، د پاکستان حکومت سره د خپلو قبایلي اصولو له لارې په دغه سیمه کې ژوند کوي او د «پاکستان حکومت دا حق نه لري» چې خپلې پرېکړې په زور پر دغه قبایلو عملي کړي.

د پاکستان حکومت له لوري د کډوالو د اېستلو وروستۍ نېټې ته ايله دوه ورځې پاتې دي

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۰ GMT+۰

د پاکستان حکومت شاوخوا یوه میاشت وړاندې پرېکړه وکړه چې څه باندې ۱.۷ میلیونه کډوال به چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، له دغه هیواده وباسي.

که څه هم د ملګرو ملتونو لوړ پوړو ادارو او چارواکو او همدارنګه ځینو لوېدیځو هیوادونو پاکستان ته سپارښتنه کړې چې خپله دا پرېکړه بدله کړي، خو د پاکستاني چارواکو په خبره، دا پرېکړه یې وروستۍ ده او په ټاکلي وخت به عملي شي.

اوس هغې نیټې ته ایله دوه ورځې پاتې دي، ډیر شمیر افغانان په ځانګړي توګه هغه کسان چې په افغانستان کې له جدي امنیتي ستونزو سره مخ و، په پاکستان کې له ویرې او ناهیلۍ سره شپې او ورځې سبا کوي.

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لویه برخه هغه کسان جوړوي چې په امریکا او یا اروپايي هیوادونو کې د خپلې کډوالۍ قضیو ته په تمه دي.

یو شمیر کډوال وایي، «موږ په قانوني ویزو پاکستان ته راغلي یو، خو د ویزو له ختمېدو وروسته مو د څو ځلو هڅو او آن د پیسو په ورکولو سره ونه شو کړای خپلې ویزې نوې کړو.»

دوی د پاکستان له حکومته غواړي چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر دې یا ودروي او یا دې هم ددوی د اېستلو پلان وځنډوي.

له دې سره، پاکستانۍ ډان ورځپاڼې هم په خپل تازه راپور کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ له اسلام آباده غوښتي، چې د بشري ناورین له رامنځته کیدو مخکې دې د افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي.

ورځپاڼې د دې کمېشنرۍ د ویاندې راوینا شمداساني له خولې لیکلي چې له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې له اړو کسانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او دا مسئله دې یقیني کړي چې په راتلونکې کې د دوی هر ډول ستنېدل به خوندي، باعزته، په خپله خوښه او له نړیوال قانون سره سم ترسره شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د شمیرو له مخې، اوسمهال په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال له اسنادو پرته ژوند کوي چې له دې ډلې شپږ لکه یې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي.

له پاکستانه د ناقانونه کډوالو د اېستلو پرېکړه تر هغه وروسته وشوه چې په دې هیواد کې څو لویې امنیتي پیښې رامنځته شوې او پاکستاني چارواکي افغانان هم پکې ښکېل بلل.

د نوي قانون له مخې د نومبر له لومړۍ نیټې څخه به د پولې د دواړو غاړو اوسیدونکو ته له پاسپورټ او ویزې پرته د پولې څخه د تېریدو اجازه نه ورکول کیږي.

له دې سره، د پاکستان د تحقیقاتو فدرالي ادارې هم اعلان کړی چې، د تورخم په پوله یې د ویزې د کنټرول سیستم لګولی چې له مخې به یې پاسپورتونه، ویزې او جعلي سفري اسناد له اصلي اسنادو جلا شي او له پولې د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیول شي.