اروپايي ټولنې د جبالیا پر کمپ د اسراییل هوايي برید خواشینونکی بللی

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورل د اسراییلي پوځ له خوا د جبالیا د کډوالو پر کمپ د بمبارۍ له امله خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې باید د ملکي وګړو ژوند ته پام وشي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورل د اسراییلي پوځ له خوا د جبالیا د کډوالو پر کمپ د بمبارۍ له امله خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې باید د ملکي وګړو ژوند ته پام وشي.
که څه هم اروپايي ټولنه د اسراییل ملاتړ کوي؛ خو دغه جګپوړي اروپايي چارواکي اسراييل ته خبرداری ورکړی، چې د نړۍوالو بشري قوانينو او د ملکيانو حقونو ته دې درناوی وکړي.
نوموړي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د اروپایي اتحادیې د روښانه دریځ له مخې؛ اسراییل حق لري چې د نړۍوال بشردوستانه قانون سره سم له ځانه دفاع وکړي؛ خو د ټولو ملکي وګړو خوندیتوب باید تضمین کړي.
د سې شنبې په ورځ د غزې په شمال کې د جبالیا د کډوالو پر کمپ د اسراییل د هوايي ځواک له لوري بمباري وشوه، چې پکې لسګونه فلسطینیان ووژل شول.
د اسراییل پوځ د دغه برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې پر اسراییل د حماس د لومړي برید یو مشر یې په دغه بمبار کې وژلی دی.
په روغتون کې په اخیستل شویو عکسونو کې لږ تر لږه ۴۷ جسدونه لیدل کېږي، چې د کمپ په انګړ کې پر ځمکه پراته دي او ځینې یې له خټو څخه را ویستل شوي؛ خو د قربانیانو شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي.
د غزې تړانګې د روغتیا وزارت، چې لا هم د حماس لخوا اداره کیږي، د لومړنیو مړو شمېر لږ تر لږه 50 ښودلی دی.


د اروپایي ټولنې ځانګړو استازو او له افغانستان سره مرسته کوونکو هېوادونو د روم په ناسته کې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د نړۍوال یووالي غوښتنه وکړه.
هغوی له طالبانو سره د اړیکو په نه عادي کولو او بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته په درناوي ټینګار وکړ.
د اروپايي ټولنې، کاناډا، فرانسې، جرمني، ايټاليا، جاپان، ناروې، بريتانيا او امريکا ځانګړي استازي د اکټوبر په اتلسمه نېټه په روم کې سره وکتل.
په دې ناسته کې د ترکیې، اسیا پراختیايي بانک، نړۍوال بانک، د اسلامي همکاریو سازمان، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر او د نشه یي توکو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د دفتر ځانګړو څارونکو برخه اخیستې وه.
له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو ځانګړي استازي د سې شنبې په ورځ «د لړم په نهمه» په خپل بیان کې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ملاتړ وکړ؛ خو ویې ویل چې دغه مرستې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د خرابېدو ځواب نه شي ورکولی.
دغو استازو د اقتصادي او بشري وضعیت د خرابوالي په برخه کې د طالبانو پر مسوولیت په ټینګار سره د بنسټیزو اړتیاوو، د خصوصي سکتور د پروژو د ملاتړ، د ښځو د پیاوړتیا او د هغوی لپاره د عاید د یوې سرچینې د رامنځته کولو په برخه کې د تمویل کوونکو د پام د پراخولو غوښتنه وکړه.
دغو هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل شدید تعلیمي سیاستونه لغوه کړي.
دغو هېوادونو پر طالبانو د نيوکې ترڅنګ ويلي، چې دغې ډلې د افغانستان د راتلونکي نظم په اړه د هر اړخيزې سياسي پروسې د پيل لپاره کوم جدي ګام نه دى پورته کړى.
دوی په ټینګار سره چې مشروعیت تر ټولو لومړی د افغانستان له خلکو تر لاسه کیږي، وویل چې د هېواد نوی اساسي قانون باید له رڼو، هر اړخیزو او معنا لرونکو ملي مشورتي خبرو وروسته تصویب شي.

رسنۍ او شنونکي وايي، شمالي کوریا د اسپانیا او هانکانګ په ګډون په څو افریقايي هېوادونو او نوره نړۍ کې خپل ۱۲ سفارتونه تړي. د پیونګ یانګ په دغه ګام سره به د شمالي کوریا نږدې ۲۵ سلنه بهرنی ماموریت په نړۍ کې ختم شي.
د سوېلي کوریا د یووالي وزیر پرون وویل، چې منزوي شمالي کوریا د نړیوالو بندیزونو له امله غواړې د دې ډیپلوماټیکو ماموریتونو بندولو سره پیسې بچت کړي.
د دوشنبې په ورځ د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وویل، په انګولا او یوګانډا کې د دغه هېواد سفیرانو ځايي چارواکي د سفارتونو پر بندېدو خبر او مخه ښه یې ور سره وکړه.
دغو دوو افریقايي هېوادونه له ۱۹۷۰ کلونو راهیسې له پیونګیانګ سره اړیکي لري او د بهرنۍ کرنسۍ ناویاتې یا کمیابې سرچینې ورته برابروي.
شمالي کوریا له ۱۵۹ هېوادونو سره رسمي اړیکې لري، خو د دریو کونسلګریو او دریو استازیو په ګډون په بهر کې ۵۳ ماموریتونه لري.

له تېرې شاوخوا یوې اونۍ راهیسې د کورمې ایجنسۍ په پاړه چنار، سده، مقبلو، غوځګړي، ترې منګلو او ورڅېرمه سیمو کې د سنيانو او شعیه مذهبو تر منځ جګړه روانه ده. د سرچینو د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې له دواړو لوريو څه باندې ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۵۹ تنه ټپیان دي.
خو ځينې سرچينې د مرګ ژوبلې شمېرې تر دې څو برابره زیاتې ښيي.
ځايي سرچینې وايي چې د روانې جګړې له امله د سنیانو لور ته ۱۹ کسان وژل شوي او د شعیه مذهبو لوري ۸۲ کسان په دې جګړه کې وژل شوي دي.
د جهانزیب خان په مستعار نوم یو قومي مشر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې دغه جګړه لومړی ځل له دې پیل شوې چې د سیمې یوه شعیه اوسېدونکي د اسلام دین ته د یوې ويډیو له لارې سپکاوی کړی و.
هغه وايي له هغه وروسته په سیمه کې د سني مذهب پیروانو له شعیه مذهبو څخه د هغه کس د ورسپارلو غوښتنه وکړه خو دوی نه دی ورسپارلی، هغه وړاندې وايي: «شعیه ګان باید هغه ملعون موږ ته وسپاري ځکه دغه کس بي بي عایشه رض عنها، حضرت امیرمعاویه او سنیانو ته ګستاخي کړې وه، بیا موږ د دغه کس غوښتنه ترې وکړه خو دوی دغه کس پټ کړو او پلمې يې کولې.»
نوموړی وايي له هغه وروسته د پاړه جنار شیلوزان تنګي سیمه کې چې د شعیه ګانو کلی دی د شګې پر سر د څو تنو شعیه ګانو تر منځ جګړه وشوه چې یو تن ووژل شو او دوه تنه ټپیان شول، «دوی تر خپل منځ په شګې جنګ وکړو سره مړه ژوبل یې کړل، خو خبره يې په دغه سیمه کې په سنیانو ور واړوله چې د خیرالدین درې سني منګلو دغه شعیه ګان ویشتلي، نو شعیه ګانو بیا د شپې پاړه جنار کې د سنیانو د بوشهرې په نوم کلي باندې برید وکړو چې جګړه بیا پسې پراخه شوه.»
جهانزیب خان وايي، «په دغه جګړه کې کارېدونکي درنې وسلې ایرانۍ دي او دغه وسلې تر دغې سیمې په لویو باروړونکو لاریو کې را رسېدلې دي.»
په سیمه کې ځينې کلي هم سوځېدلي چې لا کره شمېر يې نه دی معلوم.

داسې معلومات هم را رسېدلي چې د دواړو لوریو په جګړه کې د پاکستان دوه تنه سرحدي عسکر هم وژل شوي چې د جګړې د مهارولو هڅه يې کوله خو خپلواکو سرچینو دغه خبر نه دی تائید کړی.
د بوشهرې کلی د پاړه چنار په منځ کې پروت دی چې شاوخوا کلي يې ټول شعیه ګان دي او هر وخت چې د سني او شعیه ګانو تر منځ کړکیچ رامنځته کیږي شعیه ګان په دغه کلي ډله ییز برید کوي او شاخوا لارې يې تړي، خوراکي او نور توکي پرې بندوي.
دوه ورځې وړاندې داسې راپورونه هم ورکړل شوي و چې د دوی تر منځ جګړه درېدلې او د کشالې د هواري له پاره جرګې د دواړو لوریو تر منځ جګړه درولې ده خو اوس له سیمې تازه راپورونه ورکړل شوي چې تېره شپه او نن له سهاره تر اوسه پورې په بره کورمه کې جګړه روانه ده.
ځايي سرچينې وايي نن له غرمې مخکې يو ځل بیا جرګه ناسته او هڅه کوي چې دغې جګړه پای ته ورسوي.
د ملک نیاز بادشاه په نوم یو قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته وويل چې جرګې په کوزه کورمه (میروکاکا، سده، کوچي، بګهن او علیزائي) کې ډزبندي وکړه او د جګړې له دواړو لوریو ۱۲۰ ميلیونه کلدارې د برمتې په ډول اېښې دي چې که هر چا د جرګې پرېکړه ماته کړه هم يې برمته له لاسه وځي او هم به ځايي حکومت او خلکو ته پړ وبلل شي.
هغه وړاندې وايي: «په بره کورمه (پاړه جنار، ترې منګل، غوځګړي، شیلوزان، بیواټ، کړمان) کې لا هم جګړه روانه ده او موږ هڅه کوو چې په ټوله کورمه کې جګړه ودروو، اوس پاکستانی پوځ، ایف سي او پولیس ځينو مرچو ته ورختلي او په دواړو لورو یې ډزبندي کړې او ورته ویلي يې دي چې هر خبره د جرګې له لارې حل کړي.»
خو د ملک نیازبادشاه په خبره چې په بره کورمه کې لاهم جګړه روانه ده، «د سپکو او درنو وسلو ډزې تبادله کیږي په سیمه کې يې عادي ژوند له ګواښ سره مخ کړی، لارې بندې دي، ټپیان په کورونو کې پراته دي او خلک د ضرورت وړ توکو له نشت سره مخ دي.»
د هغه په خبره چې پاکستاني امنیتي ځواکونه او قومي جرګه هڅه کوي دغه جګړه په ټوله کورمه کې ودروي او دغه کشاله د جرګې له لارې ودروي.
د پاکستان امنيتي ځواکونو هم ویلي چې د جګړې د درېدلو هڅې يې روانې دي او تر ډیره بريده په دې توانيدلي چې جګړه مهار کړي او خلک له مورچو راکوز کړي.
له کلونو راهیسې د شیعه او سني پښتنو تر منځ په کورمه کې په یوه او بله پلمه خونړۍ جګړې کېږي او جګړې په کې هغه وخت ډیر زور اخلي چې په پاکستان کې سیاسي ناندرۍ او یا کومه بله بې ثباتي روانه وي. کورمه ایجنسۍ چې په نوي بدلون کې په دریو برخو (بره کورمه، منځنۍ او کوزه کورمه ) وېشل شوې له پکتیا او خوست سره ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده چې وخت نا وخت پکې د شعیه او سني د شخړو او ناندریو راپورنه ورکړل شوي دي.
په ۱۹۹۶ میلادي کال کې هم په پاړه چنار کې د دواړو لورو تر منځ سخته جګړه شوې وه او ګڼ ځاني او مالي زیانونه یې اړولي و.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه سازمان کمېشنر اعلان وکړ، چې په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ په جګړه کې د وژل شویو کسانو څخه ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي. فیلیپ لازاریني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې په غزه کې ۳ زره او ۲۰۰ ماشومان وژل شوي دي.
لازاریني دغه احصایه د دوشنبې په ورځ (د لړم په اتمه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې وړاندې کړه.
هغه اسراییل د غزې خلکو ته په ډله ییزې سزا ورکولو تورن کړ.
لازاريني زياته کړه: "د ملکي وګړو دغه شمېره پر غزې د اسراييل د بريدونو جبراني زيان نه شي ګڼل کېدای".
د لازاريني په وينا؛ په غزه کې د نښتو په ترڅ کې د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه سازمان انروا ۶۴ کارکوونکي هم وژل شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې؛ د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بریدونو کې تر ۸ زره او ۵۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي دي. همداراز په دغو نښتو کې لږ تر لږه ۲۱ زره او ۵۰۰ فلسطینیان ټپیان شوي دي.
لازاريني غزې ته د لېږل شويو بشري مرستو اندازه په سيمه کې د دوه ميليونو څخه د زياتو فلسطينيانو د اړتياو په پرتله ډېره کمه وګڼله.
هغه وویل، چې د اړتیا په اندازه د مرستو لېږل د "سیاسي ارادې" پرته امکان نه لري.

د غزې د روغتون مشر ویلي، چې د غزې په شمال جبالیا کې د کډوالو پر کمپ د اسراییل په هوايي برید کې تر ۵۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.
په داسې حال کې چې پر غزې د اسراییل بریدونه زیاتیږي، د اسراییل لومړي وزیر د جګړې د پای ته رسولو لپاره نړۍوالې غوښتنې رد کړې دي.
د الجزیرې تلویزیونې شبکې د سې شنبې په ورځ (د لړم په ۹مه) راپور ورکړ، چې اسراییلي ځواکونو په غزه کې د اورپکو په پراخو د تونلونو شبکه کې دننه د حماس له وسله والې ډلې سره جګړه کړې.
دا تونلونه د اسراییل اصلي موخه ده؛ ځکه چې دوی د غزې له شمال څخه سویل ته د حماس د ځپلو لپاره خپل ځمکني بریدونه پراخوي.
ګومان کېږي، چې په دغه تونلونو کې د حماس شاوخوا ۲۴۰یرغمل شوي کسان ساتل کېږي.
حماس هم ویلي، چې د غزې په سویلي سیمو کې یې پر اسراییلي ځواکونو برید کړی او څلور اسراییلي واسایط یې په راکټونو په نښه کړي دي.
حماس ویلي، چې د دوی وسله والو د غزې په شمال لویدیځ کې پر دوو اسراییلي ټانکونو او بلدوزرونو ډزې کړې دي.
د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې یو "هوايي هدف" یې مخکې له نېژدې کېدو شنډ کړی دی.
همداشان د یمن حوثیانو ویلي، چې دوی د اسراییل پر لور یو زیات شمېر بالستیک توغندي او بې پیلوټه الوتکې توغولي، چې دا د دوی درېیم عملیات دي، چې اسراییل په نښه کوي.
په غزه کې د تلفاتو مخ په زیاتېدونکي شمېر د امریکا متحده ایالات، یو شمېر هېوادونه او ملګري ملتونه دې ته اړ کړي، چې د بشري مرستو د رسولو لپاره د جګړې د درولو غوښتنه وکړه.
ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی، چې د عامې روغتیا ناورین په غزه کې ملکي وګړي ځپلي، روغتونونه د زیاتو تلفاتو او د خوراکي توکو، درملو، د څښاک اوبو او سون موادو له کمښت سره مبارزه کوي.
د اسراییل پوځ په یوې بیانیه کې اعلان وکړ: «تېره ورځ د اسراییل دفاعي ځواکونو شاوخوا ۳۰۰ هدفونه په نښه کړل، چې په کې د ټانک ضد توغندیو اډو او همدارنګه د تروریستي سازمان حماس اړوند د ځمکې لاندې تونلونو کې دننه پوځي مجتمع ګانې شامل دي».
حماس په یوې بیانیه کې اعلان وکړ، چې د دوی جنګیالي له اسراییلي ځمکنیو ځواکونو سره په درنه جګړه بوخت دي، چې دوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. حماس ویلي: «غزه به تل د اشغالګرو هدیره وي».
عیني شاهدانو د سې شنبې په ورځ وویل، چې اسراییلي ځواکونو تنګه ساحلي سیمه کې په هوایي، سمندري او ځمکنیو بریدونو کې بمباري وکړه او په شمال لویدیځو سیمو یې بریدونه وکړل.
د دوشنبې په ورځ اسراييلي ځواکونو د غزې اصلي سړک له شماله تر جنوبه په نښه کړ او د غزې پر ښار يې له دوو خواوو بريد وکړ.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، د اسراییل په بریدونو کې تر اوسه ۳زرو ۵۴۲ ماشومانو په ګډون ۸ زره او ۵۲۵ کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي دي، چې د غزې د ملکي وګړو له ۲.۳ میلیونو څخه ۱.۴ میلیونه بې ځایه شوي دي.
اسراییل ویلي دي، چې د حماس په بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰۰ اسراییلیان چې زیاتره یې ملکي وګړي دي وژل شوي دي.