له افغانستان سره مرسته کوونکي هېوادونه: نړۍ باید له طالبانو سره اړیکې عادي نه کړي

د اروپایي ټولنې ځانګړو استازو او له افغانستان سره مرسته کوونکو هېوادونو د روم په ناسته کې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د نړۍوال یووالي غوښتنه وکړه.

د اروپایي ټولنې ځانګړو استازو او له افغانستان سره مرسته کوونکو هېوادونو د روم په ناسته کې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د نړۍوال یووالي غوښتنه وکړه.
هغوی له طالبانو سره د اړیکو په نه عادي کولو او بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته په درناوي ټینګار وکړ.
د اروپايي ټولنې، کاناډا، فرانسې، جرمني، ايټاليا، جاپان، ناروې، بريتانيا او امريکا ځانګړي استازي د اکټوبر په اتلسمه نېټه په روم کې سره وکتل.
په دې ناسته کې د ترکیې، اسیا پراختیايي بانک، نړۍوال بانک، د اسلامي همکاریو سازمان، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر او د نشه یي توکو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د دفتر ځانګړو څارونکو برخه اخیستې وه.
له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو ځانګړي استازي د سې شنبې په ورځ «د لړم په نهمه» په خپل بیان کې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ملاتړ وکړ؛ خو ویې ویل چې دغه مرستې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د خرابېدو ځواب نه شي ورکولی.
دغو استازو د اقتصادي او بشري وضعیت د خرابوالي په برخه کې د طالبانو پر مسوولیت په ټینګار سره د بنسټیزو اړتیاوو، د خصوصي سکتور د پروژو د ملاتړ، د ښځو د پیاوړتیا او د هغوی لپاره د عاید د یوې سرچینې د رامنځته کولو په برخه کې د تمویل کوونکو د پام د پراخولو غوښتنه وکړه.
دغو هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل شدید تعلیمي سیاستونه لغوه کړي.
دغو هېوادونو پر طالبانو د نيوکې ترڅنګ ويلي، چې دغې ډلې د افغانستان د راتلونکي نظم په اړه د هر اړخيزې سياسي پروسې د پيل لپاره کوم جدي ګام نه دى پورته کړى.
دوی په ټینګار سره چې مشروعیت تر ټولو لومړی د افغانستان له خلکو تر لاسه کیږي، وویل چې د هېواد نوی اساسي قانون باید له رڼو، هر اړخیزو او معنا لرونکو ملي مشورتي خبرو وروسته تصویب شي.


افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن د نومبر پر لومړۍ نېټه باوري سرچینو ویلي، د پاکستان امنیتي ځواکونه په دغه هېواد کې هغه افغانان هم نیسي چې امریکا ته د تلو پي یو، پي دوه او اېس ای وي او یا کاناډا او اسټرالیا او یا هم نورو اروپايي هېوادونو ته د تلو کېسونه لري.
د پاکستان پولیسو د پلازمېنې اسلام اباد ګاونډ ته د پنډۍ ښار په صادق اباد کې هم څلور داسې کسان نیولي چې غرب ته د تلو کېسونه لري.
د سرچینو په خبره، دا کسان په پاکستان کې د اوسېدو لپاره ویزې هم لري، خو بیا هم زندان ته ولېږدول شول.
امریکا ته د تلونکي یوه کس خپلوان افغانستان انټرنشنل ته له نوم پرته وویل، خپلوان یې پي دوه کېس لري او امریکا ته د تلو په تمه دی، خو اسلام اباد کې پولیسو ونیو او زندان ته یې واچاوه.
د نوموړي په خبره، دغه کس د پاکستان ویزه لري او په ویزه کې یې وخت هم شته.
یوې بلې سرچینې هم افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پاکستان پر امریکا سربېره، اسټرالیا او کاناډا ته تلونکي کسان هم نیولي دي.
تر دې مخکې پاکستاني چارواکو ویل چې په دغه هېواد کې هغه کډوال نه نیسي چې په غرب کې کېسونه لري.
د پاکستان دا ګام په داسې مهال دی چې په دغه هېواد کې د بې قانونه کډوالو د وتلو نېټه نن پوره شوه او پاکستاني چارواکي وايي، مختلفو ښارونو کې یې د دې کډوالو د نیولو عملیات پیل کړي دي.
خو افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیووې ښيي چې قانوني کډوال هم نیول شوي دي.
یو کس د ویډیو اخیستلو پر مهال یو ملک مخاطبوي او ورته وايي چې په پنډۍ کې یې د ده په څېر نور ډېر قانوني کډوا هم نیولي او تاڼې ته یې بوولي دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت هم نن په تازه ټوېټ کې ویلي چې پاکستاني ځواکونه قانوني کډوال هم نیسي.

د سیاسي مشرتابه په کچه ولسونو او قومونو ته پېغور ورکول او په لوی لاس د یوې تاریخي جبري تېروتنې داسې توجیه کول، چې ښايي ګڼ حساسیتونه راوپاروي؛ له بدو پایلو خالي نه دي. کوېټه او پېښور کابل نه دي پلورلي، بلکې د هغه وخت د کوېټې او پېښور یو شمېر مشرانو پر انګرېزانو پلورلي دي.
د لاهور په لمز پوهنتون کې د پاکستان په خټه پښتون سرپرست لومړي وزیر د ګندمک او ډېورنډ پر تړون نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې پېښور او کوېټه د څو روپیو په بدل کې خرڅ کړل شوي دي.
کاکړ ویلي: “ زه د خرڅې شوې برخې څخه یم او تاسو هم د خرڅې شوې برخې څخه یئ او پېسې د کابل او کندهار خلکو اخیستې وې”.
دې ته ورته ځینې نورې پېغور ډوله او کنایه رنګه څرګندونې یې هم کړې دي، چې د یوه پښتون سیاستوال په توګه ترې د دا ډول له تاریخي حقیقت سره بې ربطه، د سیمې له واقعاتو سره په تضاد او کاملاً د پاکستان له خوا جوړو شويو تاریخي څرګندونو تمه نه کېده.
مخکې له دې، چې د پاکستاني تاریخي روایتونو د جوړېدو او په زوره د یو شمېر سیاستوالو دریځ ته د دا ډول روایتونو پر ځای پر ځای کېدا خبرې وکړم لومړی د ګندومک او ډېورنډ تړون ته تم کېږم.
دا دواړه تړونونه د پښتنو پر سینې د بېلښت د کرښې پیلامې او د یوې جبري تېروتنې سترې نښې دي، چې لا یې هم پښتانه د اور په لمبو کې سوځي.
د ګندومک او ډېورنډ تړونونه:
نولسمه او شلمه پېړۍ د افغانانو او په ځانګړي ډول د پښتنو لپاره یوه له تېروتنو او اوږدمهاله سختۍ پېړۍ ده، چې لا هم د تېرو تېروتنو جبران نه دی شوی.
ګندومک او ډېورنډ دواړه د افغانستان په تاریخ کې کرغېړن تړونونه دي او توجیه کول یې له ملت او خلکو سره تاریخي او فکري ظلم دی.
د امیر شېرعلي خان له ماتې وروسته د هغه زوی یعقوب خان له انګرېزانو سره لاس یو کوي، هغه له اوه کلن بند او رواني ناروغۍ وروسته واک ته رسیږي او د انګرېزانو له خوا ورته د ګندمک د تړون وړاندیز کیږي.
امیر له سخت کړاو وروسته واک ترلاسه کړی او د پښتونخوا او کوېټې له حالاتو هم خبریږي، چې ګڼو مشرانو یې په مستقیم ډول له انګرېزانو سره لاس یو کړی، په داسې حالاتو کې باید یو تصمیم ونیسي یا به د ګندومک تړون مني او یا به له انګرېزانو سره د جګړې مېدان ته ښکته کيږي.
د دوو عواملو له امله نوموړی امیر په ۱۸۷۹ کال کې د ګندومک تړون ته غاړه ږدي.
لومړی هغه نه غواړي، چې خپل واک له لاسه ورکړي او دویمه مساله دا چې که دغه تړون ته غاړه نه ږدي او له انګرېزانو سره ټکر کولو ته مجبوریږي د پښتونخوا او کوېټې مشران یې ملاتړ نه کوي، ځکه چې هغوی په خپله له انګرېزانو سره یوې مثمرې نتیجې ته رسېدلي وو.
دا تړون پر یعقوب خان یو تپل شوی تړون دی؛ ځکه هم د پښتونخوا او کوېټې مشران له انګرېزانو سره تفاهم ته رسېدلي وو او هم امیر یعقوب خان نه شول کولی چې د انګرېزانو مقابله وکړي.
پس امیر یعقوب خان مجبور و، چې د ګندومک تړون ته غاړه کیږدي او کوزني پښتانه چې له انګرېزانو سره یې د ملګرتیا تعهد کړی و او ازادي غوښتونکي یې ځپلي وو، خپلې اړیکې په مستقیم ډول له انګرېزانو سره وپالي.
دویم د ډېورنډ تړون دی، دا تړون د لوی افغانستان په وروستي تاریخ کې یو له کرغېړنو او شرمناکو تړونونو دی؛ خو په خپله امیرعبدالرحمان خان ویلي، چې دا تړون پرې د انګریزانو د فشار په وسیله شوی دی.
د تړون منځپانګه ښايي د هغه وخت د امیر په ګټه یا تاوان وه؛ خو اوږدمهاله زیان یې له بلې هرې خوا زیات و او دی، مګر د دغه تړون لپاره اساس امیر یعقوب خان ایښی.
د ډېورنډ د تړون هېڅ اړخ د توجیه وړ نه دی او نه هم باید توجیه شي؛ خو دا ضرور ده چې وپوهېږو چې امیرعبدالرحمان خان ولې کوېټه او پېښور انګرېزانو ته ورپرېښول؟
تاریخي مستند روایات دا دي، چې د کوېټې او پېښور یو شمېر قوي مشران د انګرېزانو په طرف وو، په انګریزي دربار کې له ښو دندو او ډالیو برخمن وو او کله چې وخت د دې راغی چې له برېتانوي هند سره یو ځل بیا کرښه معلومه شي، دوی ټول د برېتانوي هند په طرف ودرېدل.
دا هغه وخت دی، چې د لوی افغانستان وجود په سیاسي لحاظ وېشل شوی؛ خو یوازې رسمي مراسم پاتې دي.
برېتانویانو پېسې، ځواک او نړۍواله واکمني لرله؛ مګر امیر عبدالرحمان خان دا هېڅ نه لرل؛ خو د یوه مستقلې خاورې او سیاسي جغرافیې واک یې لاره.
حتا همدغو کاکړانو چې نن یې په نماینده ګۍ انوارالحق کاکړ د پاکستان سرپرست لومړی وزیر دی، هغه وخت یې مشري غلام محمد کاکړ کوله، د ډېورنډ له تړون وړاندې یې د امیر له پلویانو سره په کوېټه کې د برېتانویانو په ملاتړ څو ځله نښتې وکړې او دوی د برېتانویانو په ملاتړ بریا حاصله کړه.
که پوښتنه وشي، چې په پښتونخوا کې د پېښور د جمرود له چوڼۍ چا د امیر عبدالرحمان خان پر ضد د جګړې اعلانونه کول؟ خو ښکاره خبره ده، چې کوزنیو پښتنو مشرانو، د امیر عبدالرحمان خان له اطاعته بغاوت کړی و او له انګریز سره یې لاس یو کړی و.
حاجي ولي جان یوسفزی څوک و؟ او ولې یې د امیر په خلاف له انګرېزانو سره لاس یو کړی و؟ ځکه چې غوښتل یې دوی له انګرېزانو سره خپلې اړیکې ولري.
که څه هم امیر پر ټول افغانستان واک نه لاره؛ خو کټ مټ دا مساله په ټولې کوزې پښتونخوا کې تکرار شوه او د امیر عبدالرحمان خان لاسونه یې له پښتونخوا پسې ورلنډ کړل، دا کار د پښتنو مشرانو په ملاتړ انګرېزانو وکړ او بې وسه؛ مګر قهرجن امیر یې یوازې تر یوې محدودې جغرافیې محدود کړ.
امیر عبدالرحمان خان لومړی امیر نه و، بلکې له دې وړاندې یعقوب خان، امېر شېرعلي خان او نور هم له ورته ستونزې سره مخ وو.
که چېرې امیرعبدالرحمان خان په کوېټې او پېښور خپل واک ټینګ ساتلی شوی، هغه به کله هم له انګریزانو سره د ډېورنډ د تړون په اړه بحث ته نه حاضرېده؛ خو په کوېټې او پښتنونخوا کې یو شمېر پر برېتانوي هند پلورل شوي مشران موجود وو، چې غوښتل یې په دغو سیمو کې د امیر واک کمزوری او په مستقیم ډول له برېتانویانو سره تعامل ولري.
هماغسې وشول، امیر یې محدود کړ او دومره یې مجبور کړ، چې د ډېورنډ تړون ته غاړه کېږدي.
کوزنیو پښتنو ته وړاندیز:
که څه هم په یو وجود کې زما او ستا نه وي، زه دې بیا هم خپل ګڼم او له انوارالحق کاکړه نیولې تر بل هر هغه پښتونه چې په دې فکر دی، چې ګواکې کابل یا کندهار کوېټه او پېښور پلورلي؛ هیله ترې لرم چې د تاریخ حقیقي پاڼو ته ورستون شي او وګوري، چې ستاسو یو شمېر مشرانو د افغانستان د هغه وخت له امیرانو سره د انګریزانو په مقابل کې څه وکړل؟
دا پوښتنې ځواب کړئ!
د امیر شېرعلي خان په ماتې کې د کوزنیو پښتنو ونډه څومره وه؟
د یعقوب خان له واک ته رسېدو وروسته ولې بیا هم له انګرېزانو سره پاتې شوئ؟
ستاسو یو شمېر مشران د امیرعبدالرحمان په مقابل کې ولې د انګرېز د لاس اله شول؟
د یو ځانګړي سټیټ په توګه د افغانستان په کمزوري کولو کې د کوزنیو پښتنو مشرانو ونډه څومره وه؟
دا هغه پوښتنې دي، چې باید د پښتنو په توګه یې سره په شریکه ځواب کړو، چې ملامت او سلامت معلوم شي.
که حساب کوو نو له تېمور شاه به یې شروع کوو او تر نن ورځ به یې سره تلو، چې د پښتون په توګه چا څوک خرڅ کړي؟
که ستاسو ځواب دا وي، چې د هغه وخت کوزني پښتانه مشران له انګرېزانو مجبور وو، بیا د امیر یعقوب خان او امیر عبدالرحمان خان مجبوریت ته د خرڅ نوم مه ورکوئ.
زه د یوه مشترک نسب په درلودلو تاسو ته دا پېغور نه درکوم، د پښتون په توګه درته وایم چې تاسو خپلو مشرانو خرڅ کړي یاست؛ مګر دا دریادوم چې ډېورنډ، ګندومک او حتا د لاهور پر تړون یو ځانګړی اغېز له انګریز سره د کوزنیو پښتنو مشرانو دوستي وه.
تاسو د افغانستان د شاهانو تاریخ ولولئ له احمد شاه ابدالي رانیولې تر تېمور شاه او تر امیر شېرعلي خان او تر د ظاهر شاه پورې د دوی د ټولو خوږه ګوته کوزني پښتانه وو.
د امیر شېرعلي خان د واکمنۍ پر وړاندې لومړني بغاوتونه هملته راپېدا شوي، له بلوڅو سره د امیر پر وړاندې د جګړې اتحاد په کوېټه کې شوی او دا امیران په سیستماتیک ډول کمزوري شوي.
په پېښور کې له هېندکیانو سره اتحاد د همدغه امیرانو پر ضد شوی او ان وسلواله جګړه شوې ده.
د لوی افغانستان پر وجود د راکش شوې کرغېړنې کرښې قربانیان افغان ملت دی او د یوه ملت په توګه د خپلو مشرانو نادرستې پرېکړې باید وغندو؛ خو پر یوه طرف پړه اچول پښتونواله نه ده.
زه کاکړ او هغه ته ورته نور سیاستوال نه ملامتوم؛ دا ځکه چې دوی د یوه په زوره جوړ شوي تاریخي روایت ښکار دي، له ښوونځي تر پوهنتونه او له سیاسته تر بېرته مذهبه ځینې تاریخي روایات دروغجن لیکل شوي، بیان شوي او دومره بیان شوي، چې اوس پرې ستاسو باور راغلی؛ خو حقیقت داسې نه دی.
جالبه بیا دا ده، چې پر پاکستاني توغندیو د ابدالي او غزنوي نوم ایښودل شوی او د همدغه توغندیو پر زور بیا دومره مست شي، چې د خپلو نیکونو تاریخ دروغجن، خرڅ شوی او مکار ثابت کړي.
که چېرې په دې باوري یاست نو بیا ولې د کندهار او کابل د پښتنو مشرانو تاریخي ویاړنې خپلې ګڼئ؟
په نړۍ کې د ملتونو تاریخ او تاریخي لوړې ځوړې روښانه دي؛ مګر هوښیار قومونه او ملتونه ترې د فرصتونو په توګه ګټه اخلي، نه دا چې یو بل ملامته کړي.
خپلو ځوانانو ته د پښتنو یووالي پیغام ورکړئ، د یوه وجود په توګه روانه بدمرغه کرښه باید وغندل شي، نه دا چې خپل قومي رسالت هېر او د موقتي سیاست لپاره تایید شي.
د تحریف شويو تاریخي روایتونو د خپراوي لپاره که هر څومره لویې خولې پېدا شي؛ خو تحریف شوی تاریخ ناچله او روایت یې د خندا وړ دی.
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.

اسلام اباد کې د طالبانو په واک کې افغان سفارت د کډوالو اجباري ایستلو ته په اشاره وایي، چې افغانستان ته د سوداګرو کډوالو د پیسو لېږدولو په هکله کومه پالیسي نشته او له امله یې «په پاکستان کې یو مافیا رامنځته ته شوې چې په وتلو کې له کډوالو په مختلفو پلمو پیسې اخلي او ځوروي یي.»
دغه سفارت د چهارشنبې په ورځ «د نومبر په لومړۍ» په خپل اېکس کې لیکلي، چې د افغان کډوالو او سوداګرو د نغدو پیسو او غیر نغدي اموالو د انتقال په اړه ناڅرګندتیا شته او هم د قانوني کډوالو بانکي حسابونه بلاک شوي دي.
د طالبانو سفارت افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو په هکله د پاکستان پر څرنګوالي هم نیوکه کوي او وايي، د ثبت لپاره کم کسان او سخته تلاشي د دې سبب شوي چي د خلکو او موټرو اوږده کتارونه جوړ او د کډوالو د تګ پروسه ټکنۍ کړي چې له امله یې رزګونه کډوال د پاکستان غاړې ته بند پاتې دي.
د طالبانو سفارت لیکلي: «پاکستاني پولیس په مختلفو بهانو قانوني کډوال نیسي او اسناد یې څیرې کوي.»
په اسلام اباد کې افغان سفارت پر پاکستاني چارواکو غږ کوي چې د افغان کډوالو اجباري ایستل او ځورول چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغیزه لري ژر تر ژره ودروي تر څو خلک په خپله خوښه ولاړ شي.
پاکستاني چارواکي وايي، د اکتوبر په لومړیو کې بې قانونه کډوالو ته د ضرب الاجل تر ټاکلو راهیسې له یو لک څلوښت زرو ډېر کډوال له دغه هېواد وتلي دي، چې ډېری یې افغانان دي.
پاکستاني چارواکي وايي، نن د دې نېټې پوره کېدو سره یې د پاتې بې قانونه کډوالو د ټولولو او اېستلو هڅې پیل کړې دي.
د طالبانو حکومت پر پاکستان او ایران غږ کړی چې د افغان کډوالو له جبري شړلو دې ډډه وکړي.
دوی له دواړو هېوادونو غوښتي چې افغان زیانمو کډوالو سره دې له ښه ګاونډیتوب، اسلامي ورورولۍ او انساني همدردۍ اصولو ته لومړیتوب ورکړي.

رسنۍ او شنونکي وايي، شمالي کوریا د اسپانیا او هانکانګ په ګډون په څو افریقايي هېوادونو او نوره نړۍ کې خپل ۱۲ سفارتونه تړي. د پیونګ یانګ په دغه ګام سره به د شمالي کوریا نږدې ۲۵ سلنه بهرنی ماموریت په نړۍ کې ختم شي.
د سوېلي کوریا د یووالي وزیر پرون وویل، چې منزوي شمالي کوریا د نړیوالو بندیزونو له امله غواړې د دې ډیپلوماټیکو ماموریتونو بندولو سره پیسې بچت کړي.
د دوشنبې په ورځ د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وویل، په انګولا او یوګانډا کې د دغه هېواد سفیرانو ځايي چارواکي د سفارتونو پر بندېدو خبر او مخه ښه یې ور سره وکړه.
دغو دوو افریقايي هېوادونه له ۱۹۷۰ کلونو راهیسې له پیونګیانګ سره اړیکي لري او د بهرنۍ کرنسۍ ناویاتې یا کمیابې سرچینې ورته برابروي.
شمالي کوریا له ۱۵۹ هېوادونو سره رسمي اړیکې لري، خو د دریو کونسلګریو او دریو استازیو په ګډون په بهر کې ۵۳ ماموریتونه لري.

د افغانستان د والیبال د کلپونو د اتلولۍ یا سیالۍ نن د ۲۰۲۳میلادي کال د نومبر په لومړۍ نېټه په کابل کې د افغانستان د بدني روزنې ریاست په ۲۵۰۰ کسیز تالار کې پیل شوې.
د پرانېستې له مراسمو وروسته د سرې میاشتې او ښاروالۍ والیبال ټیمونه سره ولوبیدل او لوبه د ۱-۳ په توپیر سره سرې میاشتې وګټله.
دا لوبې د سرې میاشتې د اونۍ د درناوي لپاره پیل شوې او تر پنځو ورځو به دوام وکړي.
د سیالیو د مهالویش له مخې، د ګروپي پړاو سیالیو په لومړیو دریو ورځو کې به هره ورځ څلور سیالۍ وشي.
په دغو پنځو ورځو کې به د ګډونوالو لوبډلو ترمنځ ۱۶ سیالۍ وشي.
دغه لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، چې په لومړي ګروپ کې د سرې میاشتې، ستاره، شاروالي او صوفي کلب اې او په دويم ګروپ کې د ابن خلدون، صوفي کلب بي، المهدي او د لوګر اتلان لوبډلې دي.