په کرېکټ نړیوال جام کې نن نوی زېلنډ او سوېلي افریقا سره لوبېږي

د کرېکټ نړیوال جام په ۳۲ سیالۍ کې نن د سوېلي افریقا ملي لوبډله له نوي زیلنډ سره لوبېږي. د هند په پونه ښار کې نوي زیلنډ د پچې ګټلو سره سوېلي افریقا ته د توپ وهلو بلنه ور کړه.

د کرېکټ نړیوال جام په ۳۲ سیالۍ کې نن د سوېلي افریقا ملي لوبډله له نوي زیلنډ سره لوبېږي. د هند په پونه ښار کې نوي زیلنډ د پچې ګټلو سره سوېلي افریقا ته د توپ وهلو بلنه ور کړه.
د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شوی او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.
په دې جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.


د کرېکټ د نړۍوال پنځوس اوریز جام په سیالیو کې نن پاکستان له بنګله دېش سره په لوبه کې مخامخ شو، چې په اوه وېکټو یې د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په پیل کې پچه د بنګله دېش لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
د بنګله دېش لوبډلې د ۲۰۴ منډو په کولو د پاکستان لوبډلې ته د ۲۰۵ منډو هدف ورکړ.
د پاکستان د توپ وهنې په پاڼۍ کې دغې لوبډلې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۳ اورونو کې ټاکل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې په خپله ګټه پای ته ورسوله.
له دې وړاندې پاکستان له افغانستان سره پنځوس اوریزه سیالي وکړه، چې ماتې یې وخوړه.
دا مهال د لوبډلو د بریا په لېست کې پاکستان پنځم ځای لري.
د کرېکټ د نړۍوال پنځوس اوریز جام سږنۍ سیالۍ د هندوستان په کوربه توب د مختلفو ایالاتونو په لوبغالو کې ترسره کیږي.

د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ ادارې په هڅو د پکتیا له بېلابېلو ولسوالیو څخه د نیزه بازۍ د لوبغاړو تر منځ يوه ورځنۍ سیالي ترسره شوه. سرچینې وایي دا لومړی ځل دی چې د نیزه بازۍ په برخه کې په ولايتي کچه د غواروي سیالۍ کيږی.
د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې د طالبانو پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست تر چتر لاندې د نیزه بازۍ فدراسیون له لوري د ۶۰ لوبغاړو تر منځ په لومړي ځل د ۱۴۰۲ کال له پاره په ولايتي کچه د غوراوي سېالۍ ترسره شوې.
سرچینې زیاتوي چې د افغانستان په کچه د نیزه بازۍ د ملي لوبډلې د جوړېدو په موخه په هغو ولايتونو کې د نیزه بازانو تر منځ سیالۍ کیږي چې هلته تر دې مخکې په ولسي کچه د نیزه بازۍ لوبې کېدلې.
ويل کیږي دا لومړی ځل دی چې د هيواد په کچه د نیزه بازۍ ملي لوبډلې د جوړېدو هڅې پیل شوې.
په پکتیا کې د نیزه بازۍ په دغه سیالۍ کې چې یوه ورځ يې دوام درلود، ۱۶ تنه نیزه بازان د ۱۴۰۲ لمریز کال د ولايتي لوبډلې لپاره غوره شول چې د هیواد په کچه به د نیزه بازۍ په ملي سیالیو کې د پکتیا استازيتوب کوي.
نیزه بازي هم د بزکشۍ په ډول یوه لرغونې لوبه ده چې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې له ډیر پخوا راهیسې دود ده،
نیزه بازان وايي د دغې لوبې له پاره ځانګړی آس چې د لوبې پر ډګر د یرغه ځغاستې وړتیا لري روزل کیږي.
د نیزه بازۍ د لوبې ډګر په عادي هواره ځمکه چې اوږدوالی يې د شاوخوا یو کیلو متر په اندازه وي، د ډګر په منځ کې اېښودل شوې نښه په رنګینو ټوګرو نښه شوې او د نښې د ښې څرګندیدا په موخه يې مخې ته آینه اېښول وي چې په آس سپور کس يې له ورایه ووينې او په نیزې سره یې له ځمکې وباسي.
نيزه د اوسپنې څخه هغې جوړې شوې ښاخۍ ته وايي چې درې څوکې لري او درې متره د نري لرګي لاستی لري چې په آس سپور نیزه باز د همدې نیزې په مټ د آس ځغاستو پر مهال اېښودل شوی نښه (مېږوی) له ځمکې پې را وباسي.

هر هغه څوک چې د نیزه بازۍ له پاره يې آس په سم ډول روزلی وي او خپله هم د دې وړتیا لري چې پر آس سپور د ځغاستې پر مهال په نیزه باندې په ځمکې کې خښ شوی (مېږوی) له ځمکې وباسي او په نيزه کې یې له ځان سره یوسي هغه د لوبې بریالی کس دی.

د کرېکټ نړۍوال پنځوس اوریز جام کې نن افغانستان له سریلنکا سره مخامخ شوی و، په پیل کې پچه افغان لوبډلې وګټله او مخالفې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. دا د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې درې نړۍوالې لوبې ګټي.
د سرېلنکا ټوله لوبډله د ۴۹،۳ اورونو په جریان کې د ۲۴۲ منډو په هدف ورکولو سره وسوځېده.
افغانستان په ۴۵،۲ اورونو کې د درېیو ویکټو په سوځېدو دغه لوبه په خپلې بریا پای ته ورسوله.
افغان توپ اچوونکو فضل الحق فاروقي څلور لوبغاړي، مجیب الرحمان دوه، راشد خان او عظمت الله یوه – یوه ویکټ واخیسته.
د توپ وهنې په برخه کې عظمت عمرزي ۷۳، لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۵۸ او رحمت شاه ۶۲ منډې وکړې، له دې سره افغانستان د کرېکټ په نړۍوال جام کې خپله درېیمه لوبه هم وګټله
له دې وړاندې افغانستان له انګلنډ او پاکستان څخه لوبې ګټلي دي.

د کرېکټ نړۍوال پنځوس اوریز جام کې نن افغانستان له سریلنکا سره مخامخ شوی، په پیل کې پچه افغان لوبډلې وګټله او مخالفې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د سرېلنکا ټوله لوبډله د ۴۹،۳ اورونو په جریان کې د ۲۴۲ منډو په هدف ورکولو سره وسوځېده.
افغان توپ اچوونکو فضل الحق فاروقي څلور لوبغاړي، مجیب الرحمان دوه، راشد خان او عظمت الله یوه – یوه ویکټ واخیسته.
دا مهال د افغانستان توپ وهنه روانه ده.
له دې وړاندې افغانستان له انګلنډ او پاکستان څخه لوبې ګټلي دي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وايي، له سریلانکا سره د لوبې له پاره یې بشپړ چمتوالی نیولی. د افغانستان او سریلانکا تر منځ سیالۍ نن دوشنبه د (لړم ۹مه) د هند په پونې ایالت کې د کابل پر وخت د ماسپښین په یوه بجه تر سره کیږي .
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر تېره ورځ د یوې خبرې ناستې پر مهال له سریلانکا سره د سیالۍ په اړه وویل: «موږ د سیالۍ لپاره پوره چمتوالی نیولی دی. له سریلانکا سره سیالي به ډيره په زړه پورې وي ځکه موږ دواړو هیوادونو په دې ورستیو کې تر خپل منځ څو لوبې کړې دي.»
افغانستان او سریلانکا تردې مهاله یو د بل پر وړاندې ۱۱ یو ورځنۍ سیالۍ تر سره کړې دي.
په دغو ۱۱ سیالیو کې اوه سریلانکا ګټلې، درې افغانستان ګټلي او یوه سیالي هم بې پایلې اعلان شوې.
په نړیوال جام کۍ نننۍ سیالي د افغانستان او سریلانکا لپاره خورا مهمه ده ځکه دواړو لوبډلو دوه دوه لوبې ګټلې او درې درې لوبې یې بایللې دي او د نمرو په جدول کې څلور څلور پواینټونه لري.
د کرېکټ مبصرین وايي، د هند پونې ایالت پیچونه د منډو جوړولو لپاره مناسب دي او د ورو توپ اچوونکو لپاره به هم ګټور وي.
د مصبرینو په خبره په نن سیالۍ کې به د پچې ګټل هم خورا مهم وي او که هره لوبډله لومړی توپ وهنه وټاکي د لوبې د ګټلو چانس به یې ډیر وي.