• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په تورخم کې یوه کډواله مېرمن په لښتو وهلې

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۸ GMT+۰

په تورخم کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې نن یکشنبه ( د لړم ۱۴مه) یوه تازه راستنه شوې کډواله مېرمن د طالبانو د امربالمعروف د محتسبانو له خوا د "بې حجابه" ناستي په تور په لښتو وهل شوې ده.

سید محمد چې په تورخم کې د ټرانسپورټ کاروبار کوي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نن مازیګر مهال د کډوالو د یوې لارۍ موټر سیوري ته یوه تازه راستنه شوې کډواله په داسې مهال په لښتو ووهل شوه، چې خپلې کوچنۍ لور ته یې شیدې ورکولې.

نوموړي زیاته کړه: “ښځې خپلې ماشومې لور ته شیدې ورکولې، چې د ملا ابوحمزه بدر په نوم د امربالمعروف یو کس راغی او هغه یې بې له کومې پوښتنې په لښتو ووهله”.

د سید محمد په خبره؛ کله چې د مېرمنې خاوند ترې د علت پوښتنه وکړه، هغه یې هم په لښتو وواهه.

هغه وویل: “طالبانو ویل، چې دغې مېرمن په عام بازار کې خپلې لور ته شیدې ورکولې او د بدن غړي یې ښکاره کېدل”.

نوموړی وايي، چې یاد کډوال کندوز ولایت ته ستنېدل.

د یادې مېرمنې ورور د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه، چې طالبانو یې خور وهلې او دوی پرته له کومې مرستې سیمه پرېښې ده.

هغه وویل: "هلته پاکستانیانو ځورولو او دلته مو طالبان وهي، د خدای ځمکه یې راباندې راتنګه کړې اخر چېرې لاړ شو؟".

د تورخم په کمیسارۍ کې یوه طالب چارواکي دغه پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې د دوی د امربالمعروف د یاد محتسب په لټه کې دي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د امربالمعروف وزارت نظر هم راواخلو؛ خو له بار – بار اړیکو سره ونه توانېدو.

دا لومړی ځل نه دی؛ له دې وړاندې هم د طالبانو د امربالمعروف د محتسبانو له خوا ورته چلند شوی؛ خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت دا ډول پېښې ردوي او وايي، چې دوی هڅه کوي اسلامي احکام تطبیق کړي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته دغې ډلې ښځې له ټولینز ژونده محرومې کړي دي، د ښوونځیو او پوهنتونونو په ګډون ښځې د کار او پارک ته د تللو حق نه لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ستره محکمه: نړۍواله محکمه دې په فلسطین کې د روانو ظلمونو په اړه جدي اقدام وکړي

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۹ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې په یوې خبرپاڼې کې له نړۍوالې محکمې وغوښتل، چې په فلسطین کې د ترسره شویو ظلمونو په برخه کې دې بېړنی او جدي اقدام وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو ستره محکمه د اسراییل وروستۍ کړنې غندي او د دوی دغه کړنې په بشپړ ډول وحشت او له بشري حقونو سرغړونه ده.

د طالبانو سترې محکمې نن یکشنبه د ( لړم په ۱۴ مه ) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې اسراییل د نړۍوالو قوانینو خلاف د غزې په اوسېدونکو هر ډول لومړني خوراکي توکي، اوبه، درمل، برېښنا او د ژوند نور ضرورتونه بند کړي، چې دغه کار د غزې او نورو سیمو مسلمانان له ډېرو سختو مشکلاتو سره مخ کړي دي.

د خبر پاڼې په پای کې د طالبانو د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني نوم لیکل شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د اسراییل له خوا په ډېره بې رحمۍ هوايي او ځمکني بریدونه روان دي، چې له امله یې زرګونه فلسطیني ښځې، ماشومان او لویان په "شهادت" رسېدلي، زیات شمېر یې ټپیان دي، روغتونونه، جوماتونه او کورونه یې نړېدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د فلسطین له ولس څخه ملاتړ اعلانوي او له ټولو اسلامي هېوادونو څخه غواړي، چې د فلسطینیانو لاس نیوی وکړي او په دې "امتحان" کې بې تفاوته پاته نه شي.

له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د اسراییل له خوا د غزې پر تړانګه د اوبو او خوړو قطع کول او د ماشومانو او ښځو په شمول د ملکي خلکو وژل د بشریت ضد جرم بللی او له نړۍوالې ټولنې، سازمانونو او اسلامي هېوادونو یې غوښتي چې د دې ناورین مخه دې ونیسي.

حامد کرزي د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره په کابل کې ولیدل

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۳ GMT+۰

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل ولیدل. کرزي پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په دغه لیدنه کې د هرات د زلزله ځپلو او له پاکستانه څخه راکډه شويو افغان کډوالو ته د کورونو جوړلو په برخه کې د مرستې په اړه خبرې وشوې.

حامد کرزي نن یکشنبه ( د لړم په ۱۴مه ) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره په لیدنه کې د افغانستان په روانو حالاتو خبرې کړې دي.

پخواني ولسمشر د ملګرو ملتونو له لوري له افغانانو سره د مرستې د دوام ترڅنګ په ځانګړي توکه د هرات زلزله ځپلو او له پاکستانه څخه راستانه شویو کډوالو سره د لازیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.

همداراز؛ په دې لیدنه کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانیستلو او کار ته د ښځو پر راستنېدو ټینګار شوی او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره د ملي خبرو پیل اړین ګڼل شوی دی.

کرزي له دې وړاندې بار - بار د یو ملي ډیالوګ پر جوړېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دایمي سولې او ثبات لپاره ملي ډیالوګ اړین دی.

خو طالبانو بیا دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

جنوبي کوریا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره یو میلیون ډالره مرسته وکړه

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۵ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د جنوبي کوریا له لوري افغانستان سره د یو میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ. دغه پیسې به په افغانستان کې د بشردوستانه فعالیتونو د ملاتړ لپاره ولګول شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د یکشنبې په ورځ ( لړم ۱۴ مه ) پر اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي، چې دغه پیسې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته سپارل شوې دي.

دغه دفتر زیاته کړې، چې جنوبي کوریا له ۲۰۱۳ کال راهیسې له افغانستان سره څه باندې ۱۸ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي وو، چې افغانستان سره له دې چې په نړۍ کې تر ټولو لوی بشري ناورین کې ښکېل دی، په نړۍ کې تر ټولو کمه بودیجه لري.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د هرات زلزله ځپلو ته د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۲۶ سلنه برابرې شوې ده.
​

ملا برادر د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان سره په تهران کې ولیدل

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سره په تهران کې ولیدل. په دغه لیدنه کې ملا برادر او امیر عبدالهیان د افغانستان او ایران تر منځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

دا په تېرو دوو کلونو کې ایران ته د ملا برادر لومړی سفر دی. ملا برادر له دې وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه تهران ته سفر کړی و.

د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن یکشنبه ( د لړم په ۱۴مه ) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو د ریاست لوزرا د اقتصادي مرستیال تر منځ په لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو او ټرانزیټ پر پراخوالي، د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابیلو سکتورونو کې د کډ کار په موخه تخنیکي کمېټو پر جوړولو هوکړه شوې ده.

د طالبانو پلاوي له ایران څخه غوښتي، چې د ایران له لارې صادارت او واردات زیات کړي او په دغه برخه کې اسانتیاوې راولي او ایراني بانګوال دې په افغانستان پانګونه وکړي.

په دغه لیدنه کې په ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو په اړه هم خبرې شوي دي او په دغه برخه کې د یوې کډې کمېټې د جوړیدو ژمنه شوې ده.

طالبان وايي؛ په دغه لیدنه کې د واخان کوریډور پر جوړولو او له دې لارې څخه پر استفادې دوړو لوریو ټینګار وکړ، دغه لار د دواړو هېوادونو په ګټه ده او توافق وشو، چې له دواړو لوریو څخه به د دې کار د چټکوالي او ښې همغږۍ لپاره مشترکې کمېټې جوړې شي.

له دې وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو په وار - وار له طالبانو سره په خپلو ناستو کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی تېره شنبه (د لړم ۱۳مه) د ایران په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی.

د طالبانو ریاست الوزرا پر اېکس پاڼه د دغه پلاوي د سفر موخه له ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ، ټرانسپورت، زېربناوو، اوسپنې پټلۍ، سیمه‌ییز اتصال، د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، په دې بندر کې د افغانستان د ښکېلتیا د پراخولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې بللې دي.
د طالبانو ریاست الوزرا همدارنګه لیکلي، چې ملا عبدالغني برادر به د خپل دغه سفر په لړ کې د ایران دولت او خصوصي سکټور ته په افغانستان کې د کرنې، کانونو، ټرانسپورت او صنعتي سکټور په برخو کې د پانګونې بلنه ورکړې.
په تېرو شلو کلونو کې له یو شمېر هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران سره د طالبانو د اړیکو تورونه پورې کېدل؛ خو ایران تل دغه تورونه رد کړي وو.
اوس سره له دې، چې د طالبانو حاکم نظام د هېڅ یو بهرني هېواد له‌ خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ خو طالب چارواکي د ایران په ګډون پاکستان، چین، روسیې او د ترکیې په شان هېوادونو ته ازادانه تګ راتګ کوي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی دی

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) اعلان وکړ چې، سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی. راپور زیاتوي، په افغانستان کې د کوکنارو کر په ۲۰۲۳ کال کې له ۲۳۳ زره هکټارو څخه ۱۰ زره او ۸۰۰ هکټارو ته راکم شوی.

طالبانو د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري په میاشت کې د کوکنارو په کر او خرڅلاو بندیز ولګاوه.

په هغه وخت کې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده ته منسوب شوي فرمان کې اعلان شوی و چې که څوک د نشه يي توکو د کرکيلې هڅه وکړي، کښت به يې له منځه وړل کیږي او له سرغړونکي سره به شرعي چلند وشي.

ملګرو ملتونو اوس په افغانستان کې د کوکنارو د کر کمښت تایید کړی او په دې هیواد کې د کوکنارو د پاکې راتلونکې لپاره کلیوالو ته د لا زیاتو مرستو او بدیل کښت پر بیړنۍ اړتیا ټینګار کوي.

د نشه يي توکو او جرمونو پروړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د تریاکو له خرڅلاو څخه د کروندګرو عاید له ۱۳۶۰ میلیون څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۱۱۰ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.

د نشه يي توکو او جرمونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر اجرایيوي مشر غاده ولي په افغانستان کې د تریاکو د توليد د کمښت هرکلى وکړ.

په ورته وخت کې، هغه وویل چې دا کمښت مهمې پایلې لري چې باید په پام کې ونیول شي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا ویلي، چې د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه وګړي په کرنه تکیه کوي او دا مهال افغانستان د اوبو د کمښت له جدي ننګونې سره مخ دی.

ملګري ملتونه وايي، که څه هم د غنمو کرل په افغانستان کې د خوراکي توکو ستونزه تر یوه حده راکموي، خو د تریاکو په پرتله یې حاصلات خورا کم دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په څلورو ولایتونو فراه، هلمند، کندهار او ننګرهار کې کروندګرو د غنمو په کرلو سره د یو میلیارډ ډالرو احتمالي عاید له لاسه ورکړی دی.

ملګري ملتونه وايي، سوداګر په ۲۰۲۳ کال کې د تریاکو د کمښت د پوره کولو له پاره د تیرو کلونو ذخیره پلوري.