• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا برادر د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان سره په تهران کې ولیدل

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سره په تهران کې ولیدل. په دغه لیدنه کې ملا برادر او امیر عبدالهیان د افغانستان او ایران تر منځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

دا په تېرو دوو کلونو کې ایران ته د ملا برادر لومړی سفر دی. ملا برادر له دې وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه تهران ته سفر کړی و.

د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن یکشنبه ( د لړم په ۱۴مه ) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو د ریاست لوزرا د اقتصادي مرستیال تر منځ په لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو او ټرانزیټ پر پراخوالي، د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابیلو سکتورونو کې د کډ کار په موخه تخنیکي کمېټو پر جوړولو هوکړه شوې ده.

د طالبانو پلاوي له ایران څخه غوښتي، چې د ایران له لارې صادارت او واردات زیات کړي او په دغه برخه کې اسانتیاوې راولي او ایراني بانګوال دې په افغانستان پانګونه وکړي.

په دغه لیدنه کې په ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو په اړه هم خبرې شوي دي او په دغه برخه کې د یوې کډې کمېټې د جوړیدو ژمنه شوې ده.

طالبان وايي؛ په دغه لیدنه کې د واخان کوریډور پر جوړولو او له دې لارې څخه پر استفادې دوړو لوریو ټینګار وکړ، دغه لار د دواړو هېوادونو په ګټه ده او توافق وشو، چې له دواړو لوریو څخه به د دې کار د چټکوالي او ښې همغږۍ لپاره مشترکې کمېټې جوړې شي.

له دې وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو په وار - وار له طالبانو سره په خپلو ناستو کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی تېره شنبه (د لړم ۱۳مه) د ایران په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی.

د طالبانو ریاست الوزرا پر اېکس پاڼه د دغه پلاوي د سفر موخه له ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ، ټرانسپورت، زېربناوو، اوسپنې پټلۍ، سیمه‌ییز اتصال، د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، په دې بندر کې د افغانستان د ښکېلتیا د پراخولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې بللې دي.
د طالبانو ریاست الوزرا همدارنګه لیکلي، چې ملا عبدالغني برادر به د خپل دغه سفر په لړ کې د ایران دولت او خصوصي سکټور ته په افغانستان کې د کرنې، کانونو، ټرانسپورت او صنعتي سکټور په برخو کې د پانګونې بلنه ورکړې.
په تېرو شلو کلونو کې له یو شمېر هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران سره د طالبانو د اړیکو تورونه پورې کېدل؛ خو ایران تل دغه تورونه رد کړي وو.
اوس سره له دې، چې د طالبانو حاکم نظام د هېڅ یو بهرني هېواد له‌ خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ خو طالب چارواکي د ایران په ګډون پاکستان، چین، روسیې او د ترکیې په شان هېوادونو ته ازادانه تګ راتګ کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی دی

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) اعلان وکړ چې، سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی. راپور زیاتوي، په افغانستان کې د کوکنارو کر په ۲۰۲۳ کال کې له ۲۳۳ زره هکټارو څخه ۱۰ زره او ۸۰۰ هکټارو ته راکم شوی.

طالبانو د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري په میاشت کې د کوکنارو په کر او خرڅلاو بندیز ولګاوه.

په هغه وخت کې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده ته منسوب شوي فرمان کې اعلان شوی و چې که څوک د نشه يي توکو د کرکيلې هڅه وکړي، کښت به يې له منځه وړل کیږي او له سرغړونکي سره به شرعي چلند وشي.

ملګرو ملتونو اوس په افغانستان کې د کوکنارو د کر کمښت تایید کړی او په دې هیواد کې د کوکنارو د پاکې راتلونکې لپاره کلیوالو ته د لا زیاتو مرستو او بدیل کښت پر بیړنۍ اړتیا ټینګار کوي.

د نشه يي توکو او جرمونو پروړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د تریاکو له خرڅلاو څخه د کروندګرو عاید له ۱۳۶۰ میلیون څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۱۱۰ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.

د نشه يي توکو او جرمونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر اجرایيوي مشر غاده ولي په افغانستان کې د تریاکو د توليد د کمښت هرکلى وکړ.

په ورته وخت کې، هغه وویل چې دا کمښت مهمې پایلې لري چې باید په پام کې ونیول شي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا ویلي، چې د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه وګړي په کرنه تکیه کوي او دا مهال افغانستان د اوبو د کمښت له جدي ننګونې سره مخ دی.

ملګري ملتونه وايي، که څه هم د غنمو کرل په افغانستان کې د خوراکي توکو ستونزه تر یوه حده راکموي، خو د تریاکو په پرتله یې حاصلات خورا کم دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په څلورو ولایتونو فراه، هلمند، کندهار او ننګرهار کې کروندګرو د غنمو په کرلو سره د یو میلیارډ ډالرو احتمالي عاید له لاسه ورکړی دی.

ملګري ملتونه وايي، سوداګر په ۲۰۲۳ کال کې د تریاکو د کمښت د پوره کولو له پاره د تیرو کلونو ذخیره پلوري.

طالبانو د ۵۰۰ محصلینو د پاسپورټونو په ضبطولو سره روسیې ته د هغوی د تحصیلي سفر مخه نیولې ده

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د پاسپورټونو په ضبطولو سره د ۵۰۰ محصلینو روسیې ته د تګ مخه نیولې ده. له دغو زده کوونکو څخه یې درېيو تنو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې که طالبان د دوی پاسپورټونه بېرته ورنه کړي نو دوی به خپل تحصيلي بورسونه له لاسه ورکړي.

طالبانو تر اوسه د دغو محصلینو د پاسپورټونو د ضبطولو د علت په اړه څه نه دي ویلي.

پس منظر:

په کابل کې د روسیې سفارت هر کال افغان محصلینو ته په روسیه کې د ۵۰۰ دولتي تحصیلي بورسونو په ورکولو سره په روسیه کې د زده کړو زمینه برابروي.

د افغانستان انټرنشنل څېړنې ښيي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۱ کال د قوس په میاشت کې د روسیې فدراسیون د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا لپاره د «۲۰۲۳-۲۰۲۴» تحصیلي بورسونو اعلامیه خپره کړې ده.

د دې غوښتنې په متن کې ویل شوي، چې وړ نوماندان باید خپل غوښتنلیک د ۱۴۰۱ کال د قوس تر ۹مې پورې (د ۲۰۲۲ کال د نومبر له ۳۰مې سره سمون خوري) "د روسیي د تحصلي پورسونو" په ویب سایټ کې ثبت کړي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویلي وو، چې ټاکل شوي محصلین به د روسیې د تحصلاتو او علوم وزارت له خوا د دغه هېواد پوهنتونونو ته انتخاب شي.

د دې سکالرشیپ له نوماندانو څخه لږ تر لږه درې تنو د یکشنبې په ورځ د عقرب په ۱۴مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې په درېیمه نېټه د زرګونو کسانو له ډلې څخه د ۵۰۰ تحصیلي بورسونو د ګټونکو نومونه اعلان شول او د سنبلې په پای کې د وېزو د ورکړې بهیر پیل شو.

د ښځینه زده کوونکو ایستل:

د روسیې تحصلي پورس یو ګټونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې بورسونو کې ټول ۵۰۰ هلکان دي او کومه ښځینه محصله نه ده غوره شوې.

دا مهال طالبانو د نجونو پر مخ د منځنيو او عالي لېسو او پوهنتونونو دروازې تړلي او په ځينو مواردو کې يې د ښځينه محصلينو بهر ته د تګ مخه نيولې ده.

خو د روسیې په بورسونو کې ټاکل شوي محصلین وايي، چې د وېزې د ورکړې د بهیر له پیلېدو سره سم د لوړو زده کړو وزارت له دوی غوښتي وو، چې خپل پاسپورټونه دې د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه وزارت ته وسپاري.

دغه محصلين وايي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دوى پاسپورټونه ضبط کړي او بېرته يې نه ورکوي.

د دوه میاشتو غیر حاضري او د بورس له لاسه ورکولو احتمال:

دوی ادعا وکړه، چې په روسیه کې د دوی د پوهنتون ټولګي د سپټمبر په لومړیو کې پیل شوي؛ مګر دوی نه شي کولی د الوتکې ټکټ ترلاسه کړي او له کابل څخه روسیې ته لاړ شي؛ ځکه چې د دوی پاسپورټونه د طالبانو د لوړو زده کړو په وزارت کې ضبط شوي دي.

دغو محصلینو وویل؛ طالبانو د پاسپورټونو د ضبطولو په اړه دوی ته هېڅ وضاحت نه دی ورکړی او هرکله چې د لوړو زده کړو وزارت ته ورځي، نو د وزارت امنیتي ساتونکي يې د وزارت له دروازې څخه په زور او بد چلند سره شړي.

پاکستان افغان زده‌کړیانو ته د ۴۵۰۰ بورسونو د ځانګړي کېدو خبر ورکړی

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۱ GMT+۰

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستل کېدو بهیر له پیلیدو وروسته د دغه هیواد د زده کړو عالي کمیسیون د افغان زده‌کړیانو له پاره د تحصیلي بورسونو د دریم پړاو د پیل خبر ورکړي.

د پاکستان د زده‌کړو عالي کمیسیون وايي، په دې پړاو کې د علامه اقبال لاهوري له بورسونوڅخه افغان زده کړیانو ته ۴۵۰۰ بورسونه ځانګړي شوي دي.

د یو شمېر افغان زده کړیانو د فراغت په مراسمو کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیالانو، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت شورا مشر او ځېنو نورو چارواکو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې پاکستاني چارواکو افغان زده‌کړیانو ته سپارښتنه کړې، چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته د خپل هېواد شته ننګونې په ګوته او حل کړي.

له دې سره، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان هم پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې د راتلونکو درېیو کلونو له پاره افغان زده‌کړیالانو ته ۴۵۰۰ بورسونه ورکوي چې له دې لارې یې دوی کولی شي د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې زده‌کړې وکړي.

د صادق خان په خبره، پاکستان چې پر دې بورسونو دوولس میلیارډه کلدارې لګوي، یو پر درېیمه برخه یې ښځينه زده‌کوونکو ته ځانګړې شوې ده.

د پاکستان د زده‌کړو عالي کمیسیون مشر مختار احمد د افغان زده‌کړیانو د فراغت په دغو مراسمو کې افغانستان ورور بللی او له دغه هېواد سره یې د پاکستان پر مرستو ټینګار وکړ.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان له تېرې یوې میاشتې راهیسې لسګونه زره افغان کډوال له دغه هېواده وتلو ته اړ کړي دي.

د علامه اقبال لاهوري پوهنتون د پاکستان یو مشهور پوهنتون دی چې هر کال سلګونو افغان زده‌کړیالان ته پکې د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه بورسونه ځانګړي کیږي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه افغانان چې د اوسېدو په شرایطو برابر دي، نه شړل کېږي

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۵ GMT+۰

د خېبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت وايي، د کورنیو چارو فډرالي وزارت د هغو افغان کډوالو نوملړ دغه ایالت ته لېږلی چې د بې اسنادو کډوالو د اېستلو له بهیره مستثنا دي. دغه پناه غوښتونکي امریکا او اروپايي هېوادونو ته د کډوالۍ قضيې لري.

ډان ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو له قوله ليکلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته کډوال شوي يونيم ميليون افغانانو په امريکا، اروپا او نورو لوېديځو هېوادونو کې د مېشتېدو لپاره په ملګرو ملتونو کې نوم ليکنه کړې ده.

تر اوسه پورې دا روښانه نه ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد نورو ایالتونو ته هم دا ډول نوملړ استولی او که نه.

په ورته وخت کې، د افغانستان انټرنشنل د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د اکټوبر په ۳۱مه هغو پناه غوښتونکو ته چې په امریکا کې د کډوالۍ قضيې لري یو لیک استولی او ډاډ یې ورکړ چې د پاکستان د پولیسو له لوري به نه نیول کیږي.

یاد سفارت د دغه لیک د اخيستونکو په خبرتيا کې د اړیکې شمېره هم لګولې او ويلي يې دي چې د پوليسو له لوري د نيولو او يا د نيولو د ګواښ پرمهال دې له سفارت سره اړیکه ونيسي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته د کډوالۍ یوه لویه څپه پیل شوه.

د پاکستان حکومت د "ناقانونه" کډوالو د اېستلو لپاره د یوې میاشتې ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته د ناقانونه افغان کډوالو نیول او په زوره اېستل پیل کړی دی.

د پاکستان له لوري د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه د کډوالو او بشري حقونو سازمانونو له نیوکو سره مخ شوې ده.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ادارې دغه بهیر «وحشتناک» بللی و او پر هېوادونو یې غږ کړی و چې د افغان کډوالو د مېشتېدو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

مجاهد: له ډیورند کرښې پورې غاړه سپین بولدک څخه زرګونه افغانان د راستنېدو په حال کې دي

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۴ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه يې د سپین بولدک له لوری د کډوالو د راستنېدو له بهیر څخه لیدنه کوله وویل، تر اوسه له دغې کرښې او تورخم له لارې کابو یو نیم لک افغانان هیواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس چې د سپین بولدک له کرښې څخه د نوموړي د لېدنې ویډیو خپره کړې ده، وایي چې دغه شمیر نور هم په زیاتیدو دی.

دا په داسې حال کې چې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په اېکسپاڼه د سپین بولدک له لارې له پاکستانه د ۶ زره او ۵۷۴ تنه کډوالو د ستنېدو خبر ورکړ.

د کندهار ولایت سپین بولدک د سرحداتو آمریت د معلوماتو له مخې، له یاد شمېر څخه یو زر او ۱۱ کسان بیا د مرستې لپاره د کډوالو نړیوال سازمان دفتر ته ورپیژندل شوي دي.

سره له دې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سپین بولدک پر فرضي کرښه کډوالو ته د څو کمیټو له لارې د ښو خدمتونو د وړاندې کولو خبره وکړه خو وایي چې دمګړۍ راستانه شوي کډوال د خیمو له کمښت سره مخ دي .

له دې سره، د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په اېکس ټولنیزه پاڼه د یوه بل خبر په خپرولو سره ‏په تورخم کې د نورو روغتیایي خدمتونو ترڅنګ د راستنېدونکو کډوالو پنډغالي اړوند روغتون کې د لابراتوار او د غاښونو د څانګې د پرانيستو خبر هم ورکړي.