• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د افغانستان په ختیځ کې د پاکستاني طالبانو یو قوماندان وژل شوی

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۹ GMT+۰

باوري سرچينې وايي د پاکستاني طالبانو یو قوماندان فضل امين تېره ورځ ناوخته د ننګرهار په بیهسودو ولسوالۍ کې نا‌معلومو کسانو په ډزو وژلی دی. تر اوسه پورې لا پاکستاني طالبانو په اړه څه نه دي ويلی.

سرچینې زیاتوي، فضل امین چې په اصل کې د خیبر قبایلي ضلعې اوسیدونکی و، هغه د یادې ضلعې په باړه کې د پولیسو پر یوه مرکز او د پېښور په حیات اباد کې په یوه ځانمرګي برید کې لاس درلود.

فضل امین په ​​اصل کې له لشکر اسلام وسلوالې ډلې سره تړاو درلود خو کله ناکله يې له ټي ټي پي او جماعت الدعوه سره یو‌ ځای په ځينو بریدونو کې برخه اخیسته.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په ختيځو او سوېل ختيځو ولایتونو کې د پاکستاني طالبانو د په نښه کولو خبرونه ورکړل شوي و.

څو میاشتې وړاندې د خوست ولایت په مرکز کې د یوه هوټل دننه یوه زوروره چاودنه شوې وه چې پکې د پاکستاني طالبانو ګڼ شمېر مشران او غړي وژل شوي و، ځینو سرچینو هغه ډرون هوايي برید بللی و او ويل کېدل چې هغه برید پاکستاني پوځ ترسره کړی و خو خپلواکو سرچینو یې پخلی نه و کړی.

پاکستاني طالبان تل د خپلو مشرانو د وژل کېدو په اړه غلی پاتې شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو څار سازمان: هېوادونه دې د افغان کډوالو د اېستلو له پاره پر پاکستان فشار راوړي

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۲۶ GMT+۰

د بشري حقونو د څار سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل «وحشتناک» بللي دي. دغه سازمان له هغو هېوادونو چې د افغانانو د مېشتېدو ژمنې یې کړې دي، غوښتي پر پاکستان دې فشار راوړي چې د افغان کډوالو د مېشتیدو په برخه کې اقدام وکړي.

دغه سازمان د شنبې په ورځ د (لړم ۱۳مه) د اېکس پاڼې په مخ له هیوادونو وغوښتل چې د افغان کډوالو د بېرته مېشتېدو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

د پاکستان حکومت د خپل یوه میاشتني ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته د نومبر په لومړۍ نېټه د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو او په زوره د اېستلو بهیر پیل کړ.

شاوخوا یو میلیون او اوه لکه افغان کډوال له دې پروسې اغېزمن کیږي.

په تېرو څو ورځو کې په لسګونه زره افغان کډوال اړ شوي چې په پاکستان کې خپل ټول شته پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي.

پاکستان "ناقانونه" پناه غوښتونکي لومړی نیسي او بیا یې په زور شړي.

د دغو کډوالو لویه برخه هغه کسان او کورنۍ دي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د امنیتي اندېښنو، نورو هېوادونو ته د کډوالۍ د دوسیو د ثبتولو او د بې وزلۍ د خپرېدو له امله خپل هېواد پرېښود.

د بشري حقونو د څار اداره وايي، هغه ښځې او نجونې چې افغانستان ته په زور ستنېږي په ځانګړې توګه له ګواښ سره مخامخ دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې پاکستان په قانوني توګه مسول دی، او د هغو افغان کډوالو له اېستلو باید ډډه وکړي چې ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کیږي.

له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل د ځینو هیوادونو او هغو سازمانونو چې د کډوالو د حقونو ملاتړي دي، نیوکې راپارولي دي.

له دې ټولو سره سره د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په اړه د خپلې پرېکړې د بېرته اخیستو پر بیا بیا غوښتنو غور نه دی کړی.

د نړۍ په لویو ښارونو کې زرګونو لاریون کوونکو په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۵۹ GMT+۰

په لندن، برلین، پاریس، انقره، استانبول او واشنګټن کې زرګونو اعتراض کوونکو د پراخو لاریونونو په ترسره کولو سره په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه. لاریونوالو چې د "فلسطین د ازادۍ" شعارونه په لاس کې درلودل، پر غزې یې د اسراییل بریدونه وغندل.

د لندن پولیسو ویلي چې په دغه ښار کې یې د لاریون پر مهال ۱۱ کسان نیولي دي.

په واشنگټن کې هم د فلسطین پلوي لاریونوال واټونو ته راووتل او د امریکا د ولسمشر لخوا یې د اسراییل ملاتړ وغانده.

په واشنګټن کې لاریون کوونکو، جوبایډن ته په خطاب کې شعارونه ورکول: «ستاسو لاسونه په وینو رنګ دي.»

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې لاریونوالو د «تاوتریخوالي د درولو»او په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه.

په دغه لاریون کې اعتراص کوونکو د «هیڅ کار يې نه دی کړی، هیڅ یې نه دي ویلي، دا لاس لرل دي» شعارونه په لاس کې درلودل.

دا په فرانسه کې د فلسطیني ملاتړو تر ټولو لویه راټولیدنه وه.

فرانسې تر دې مخکې د فلسطین په ملاتړ ځینې راټولیدنې درولې وې.

دغه راز د ترکیې په استانبول او انقره کې هم د فلسطین په ملاتړ لاریونونه په داسې حال کې شوي چې د دغه هېواد حکومت په دې وروستیو کې له اسراییل سره خپلې اړیکې پرې کړې دي.

د فسلطین د روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې، تراوسه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۹زره او ۴۴۸ کسان وژل شوي دي.

د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو له ټینګار سره سره، اسراییل تر اوسه دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

اوکراین په کریمیا کې د روسیې د بېړیو جوړولو یوه کارخونه په توغندیو وویشتله

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۲۵ GMT+۰

د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ چې اوکراین د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) د ۱۵ کروز توغندیو په ویشتلو سره په کریمیا کې د بېړیو د جوړولو یوه کارخونه په نښه کړې ده. روسیې ویلي، ۱۳ اوکرایني توغندي یې په هوا کې له منځه وړي، خو یوه توغندي بیا یوه بېړۍ زیانمنه کړې ده.

د اوکراین د هوايي ځواک مشر ویلي، روسیې په دې کارخونه کې خپله یوه تر ټولو عصري بیړۍ چې د کروز کالیبر توغندي لېږدوي، ځای پر ځای کړي دي.

په کریمیا کې د روسیې له لوري ټاکل شوي مشر ویلي چې، په دې ټاپو کې د اوکراین برید ځاني زیان نه لري.

د اوکراین د جګړو څارونکو په ټیلیګرام شبکو کې لیکلي چې، په دغه برید کې د «اسکولډ» په نوم د روسیې یوه وړه کروز توغندي وړونکې بېړۍ زیانمنه شوې ده.

طالبانو د افغان کډوالو له حقونو څخه د دفاع په موخه د حقوق پوهانو کميټه جوړه کړه

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۵ GMT+۰

د طالبانو تر لاس لاندې باختر اژانس د طالبانو د رییس الوزرا په حکم د افغان کډوالو له حقونو څخه د دفاع په موخه د حقوق پوهانو د یوې کمیټې د جوړیدو خبر ورکړ. ملا محمد‌‌حسن د جمعې په ورځ پر پاکستان نیوکه وکړه او ویې ویل چې پاکستاني پولیس د افغان کډوالو مال او ملکیتونه ضبطوي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پر دوام د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر وايي، په پاکستان کې د څه باندې څلور میلیارد ډالرو په ارزښت د افغان کډوالو شتمنۍ ضبط شوې دي.

خان جان الکوزي افغانستان انټرنېشنل ته وویل: «د سوداګریزو توکو څلور زره کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې پاتې دي او دغه راز په پاکستان کې د افغانانو له خوا د جوړو شویو ۵۰۰ فابریکو برخلیک روښانه نه دی.»

ملا محمد‌حسن د جمعې په ورځ د لړم په ۱۲مه په پاکستان کې د افغان کدوالو د اېستلو او د شتمنیو د ضبطولو په اړه توند غبرګون وښود.

په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې کډوال حق لري یوازې ۵۰ زره پاکستانۍ کلدارې چې ۱۸۰ ډالر کیږي له دغه هېواده وباسي.

د طالبانو تر لاس لاندې باختر اژانس د خبر له مخې، دغه کمېټه به د افغان کډوالو حقونو ته د رسېدنې او د قانوني لارو چارو په برخه کې فعالیت وکړي.

له پاکستانه د کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو د اېستلو بهیر له پیل وروسته له کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

د بشري حقونو څار سازمان:د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د ښځو او نجونو ستنول ظلم دی

۱۴ لړم ۱۴۰۲ - ۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۰ GMT+۰

د بشري حقونو‌‌ څار سازمان د ښځو څانګې مسوله هېدربار وايي، افغانستان ته د ستنېدونکو ښځو او نجونو حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کېږي او له خپلو لومړنیو حقونو به بې برخې کیږي. د دغه سازمان د شمېرو له مخې، کابو ۸۵۰ زره ښځې او نجونې له پاکستانه د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د بشري حقونو څار سازمان د ښځو څانګې مسولې هېدربار همداراز زیاته کړې چې: «۸۵۰ زره ښځې او نجونې داسې یوه هېواد ته شړل کیږي چې هلته له زده کړو، کار، ګرځېدو، روغتیایي خدمتونو او مرستو ته له لاسرسي، سپورټ او آن پارکونو ته له تلو منع دي چې دا یو څرګند ظلم دی.»

نوموړې ویلي، په داسې حال کې چې د نړۍ سترګې د غزې جګړې ته دي، پاکستان په خاموشۍ سره ۱.۷ میلیونه کډوال افغانستان ته استوي.

نوموړې په اېکس پاڼه لیکلي چې، افغان کډوال په داسې حال کې خپل هېواد ته شړل کېږي چې دغه هېواد له سخت بشري ناورین سره مخ دی.

افغان کډواله فریده چې له شاوخوا یوه کال راهیسې په پاکستان کې اوسیږي، وايي، له دغه هیواده د افغان کډوالو اېستلو د ښځینه کډوالو پر ژوند ډېرې منفي اغېزې کړې دي.

نوموړې وایي، «ځینو ښځینه خبریالانو، مدني فعالانو، څارنوالانو او د امنیتي بنسټونو کارکوونکو چې د طالبانو له حاکمیت وروسته پاکستان ته پناه راوړې وه، په ستنېدو سره به د مرګ له ګواښ سره مخ شي، هغه د پاکستان له حکومته غواړي چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر دې ودروي.»

له دې سره، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ چارو د سازمان په ګډون د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه ګډه اعلامیه کې له پاکستانه غوښتي چې د ماشومانو او د هغو کورنیو خوندیتوب ته چې تر ګواښ لاندې دي، پاملرنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې له پاکستانه ۱۶۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دغو کډوالو کې شپږ اتیا سلنه کدوالو ویلي چې د پاکستاني پولیسو له خوا د نیول کېدو له ویرې یې دغه هیواد پریښی دی.

یو شمېر ښځینه زده‌کړیالانې په افغانستان کې د طالبانو پر بندیزونو نیوکه کوي او په دې باور دي، چې طالبانو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې داسې فرمانونه صادر کړي، چې پر بنسټ یې د زده‌کړو، کار، ګرځیدو او داسې نورو برخو کې د ښځو او نجونو ټول حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

په جبري توګه د افغانانو د ستنولو پرېکړه په داسې حال کې کیږي چې د یو شمېر کورنیو په خبره دوی د خپلو لوڼو د زده‌کړو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي.

پر‌ افغانستان د طالبانو تر بیاځلې واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي، نجونې او ښځې پوهنتونونو ته له تګ او په ډېری دولتي ادارو کې له کار کولو منع شوې دي.

پر دې سربېره، طالبانو له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې شاوخوا ۵۰ فرمانونه صادر کړي، چې پر بنسټ یې ښځې او نجونې په عامه غونډو، ورزشي لوبغالو، سیاسي او فرهنګي فعالیتونو کې له ګډون څخه راګرځول شوې دي.

خو طالبان بیا وایي چې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.