د ایران د دفاع وزیر امریکا ته: که سمدستي جګړه بنده نه کړئ سخت به وځپل شي

د ایران د دفاع وزیر محمدرضا قرایي اشتياني امریکا ته خبرداری ورکړ، چې سمدستي دې په غزه کې جګړه ودروي او اوربند دې وکړي. نوموړي د یکشنبې په ورځ (د لړم په ۱۴مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: "جګړه بنده کړئ که نه، تاسو به درانه ګوزارونه وخورئ."