د طالبانو اوبو او انرژۍ وزارت: په افغانستان کې د ګڼو بارانونو او سیلابونو راوتلو اټکل شوی

دا په داسې حال کې ده چې په لسګونو زرو افغان کډوال چې په دې وروستیو کې له ايران او پاکستان څخه په زرو اېستل شوي د افغانستان په بیلابېلو سيمو کې بې سرپناه ژوند کوي.
دغه وزارت د لړم په ١٤مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د هوا پېژندنې ادارې او د يو شمېر نورو ادارو د څېړنو پر بنسټ، د آمو، کابل، شمال، هلمند او د هريرود سمندري حوزې به د لړم له پنځلسمې څخه تر اوولسمې پورې د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدې وي.
ويل کيږي له دغو سیلابونو سره د پراخو زیانونو د اوښتو وېره هم شته.
دغه راز د کوکچې، بغلان، تالقانو، پنجشېر، غوربند، سمنګان، بلخ، سرپل، میمنې، هرات، فراه، هلمند او د زابل سیندونه هغه لارې دي چې پکې د سیلابونو د راوتلو وړاندوینې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ډېر اورښتونه، د سیندونو د سطحې لوړېدل او د واورو ویلې کیدل په دغو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو لاملونه بلل شوي دي.
