• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سږ کال به په تېرو ۱۲۵ زره کلونو کې تر ټولو ګرم کال وي

۱۷ لړم ۱۴۰۲ - ۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ لړم ۱۴۰۲ - ۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۶ GMT+۰

د اروپايي ټولنې ساینسپوهان ډاډمن دي، چې سږ کال به په تېرو یو لک ۲۵ زره کلونو کې تر ټولو ګرم کال وي. د دوی دا اټکل له هغه وروسته دی، چې معلوماتو وښوده تېر اکټوبر د نړۍ تر ټولو ګرمه میاشت وه.

د اروپايي ټولنې د کوپرنیک اقلیمي بدلون اداره وايي؛ له ۲۰۱۹ کال راهیسې د پخوانیو اکټوبر میاشتو ریکارډ تېرې اکټوبر میاشتې په خوار لوی توپیر مات کړ.

د رویټرز د راپور له مخې؛ دې ادارې مرستیال مشر سمانتا برګس د تېرې میلادي میاشتې پر ګرمۍ د بحث پر مهال وویل؛ د ۰.۴ سانتي ګراد درجې ډېرې ګرمۍ سره ریکاډ مات شو، چې دا خورا لوی توپیر دی.

د تودوخي زیاتېدل هم د انساني چارو له امله د ګلتوني ګازونو تولید او سږ کال هم ور سره د ال نینو په نوم د هوا بدلون دی چې د ارام سمندر ختیځ کې یې د اوبو کچه ګرمه کړې ده.

په نړۍواله کچه د اکټوبر په میاشت کې د هوا منځنۍ تودوخه د ۱۸۵۰ ـ ۱۹۰۰ کلونو تر ورته میاشتې ۱.۷سانتي ګراد درجې ګرمه وه او کوپرنیکوس دغه دوره له صنعتي پړاو مخکې بولي.

100%

کوپرنیکس وايي؛ د اکتوبر میاشتې دا ریکارډ ماتول ښيي، چې ۲۰۲۳ کال به په پوخ باور د نړۍ تر ټولو ګرم کال وبلل شي.

تر دې مخکې تر ټولو ګرم او ال نینو کال ۲۰۱۶ و.

دا اداره له ۱۹۴۰ کلونو راهیسې ډېټا یا معلومات ټولوي او مرستیال برګس یې زیاتوي، چې د خپلو معلوماتو پرتللو سره دا پایله اخلي، چې روان کال به په تېرو یو لک ۲۵ زره کلونو کې تر ټولو ګرم وي.

تر اکټوبر مخکې هم ورته ریکارډ سپټمبر میاشت جوړ کړی و او د کال تر ټولو ګرمه میاشت بلل شوې وه؛ خو اکټوبر د روان کال خورا بې ساری ګرم ثابت کړ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سومالیا کې د لسیزو تر ټولو بد سېلاب له امله ۲۹ کسان مړه شول

۱۷ لړم ۱۴۰۲ - ۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۱ GMT+۰

د سومالیا له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، په دغه هېواد کې د لسیزو تر ټولو بد سېلاب کې ۲۹ کسان مړه او تر درې لکو ډېر بې ځایه شوي دي. سومالیا کې درون باران د دې سیلاب د راوتلو لامل شوی چې ډېرې مېنې یې ځپلې دي.

د سومالیا حکومت په سېلاب کې ایسار زرګونه کسان ژغورلي دي.

دا سخت ورښت د سومالیا د ۴۰ کلنې بدې وچکالۍ په اوج کې دی، خو سخت زیان یې هم اړولی دی.

د دې هېواد د طبیعي پېښو سره د مبارزې مشر وايي، دا په لسیزو کې تر ټولو بد سېلاب دی ان د ۱۹۹۷ کال له سېلاب بد دی.

چارواکي زیاتوي چې ښايي د سېلاب له امله مرګ ژوبله هم ډېره شي.

اروپایي اتحادیې د بشري مرستو په برخه کې افغانستان ته ۶۱ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۶ GMT+۰

اروپایي ټولنې د بشري مرستو په برخه کې په افغانستان کې زیانمنو او په پاکستان کې افغان کډوالو ته ۶۱ میلیون یورو ځانګړې کړې دي.

اروپایي ټولنې د سې شنبې په ورځ (د نومبر ۷مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې بشرپاله وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی، اروپایي اتحادیې د بشري مرستو په برخه کې په هېواد کې دننه زیانمنو وګړو او همداراز په ګاونډ هېواد پاکستان کې د کډوالو اړتیاو ته د رسېدو لپاره ۶۱ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.

دغه اتحادیه وایي، چې له دغو ۶۱ میلیونه یورو څخه ۶۰ میلیونه یورو یې په افغانستان کې فعاله بشرپاله نهادونو لپاره او یو میلیون یورور یې په پاکستان کې افغان کډوالو ته ځانګړې کړې دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې نېږدې نیمایي نفوس په جدي توګه د خوړو خوندیتوب نه لري، دغه مرستې به د خوړو د ناورین د حل په برخه کې مرسته وکړي.

همداراز؛ دغه بشري مرستې به د زیانمنو وګړو نورې اړتیاوې لکه سرپناه، ساتنې، روغتیایي پاملرنې، تغذیه او اوبه پوره کړي. په ځانګړې توګه د هغو خلکو لپاره چې د اکټوبر په میاشت کې د هېواد په لویدیځ کې د زلزلې له امله اغېزمن شوي.

د دغې مرستې یوه برخه به افغانستان ته د افغان راستنیدونکو کډوالو سره مرسته وکړي.

دا نوې مرسته د هغو ۹۴ میلیون یورو بشري مرستو سربیره ده، چې سږ کال د افغانستان لپاره ځانګړې وه.

په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې بشري مرستې یوازې د بشرپاله شریکانو له لارې ترسره کیږي.

اروپایي اتحادیه وایي، چې افغانستان د نړۍ یو له هېوادونو څخه دی چې له ستر بشري ناورین سره مخ دی او سږ کال څه باندې ۲۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

اروپایي اتحادیه زیاتوي، چې په افغانستان کې له ۹۰ سلنه ډېر نفوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او شاوخوا ۱۷ میلیونه خلک په جدي توګه د خوړو نا خوندیتوب سره مخ دي.

د حزب الله استازی وايي، دوی به پر لبناني ولسي وګړو د اسراییل برید ته دوه برابره ځواب ورکړي

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۵ GMT+۰

د اسراییل او لبنان پر پوله د وژونکو ناکراریو په پایله کې د لبنان په پارلمان کې د حزب الله یوه غړي د سې شنبې په ورځ وویل، چې دوی به په لبنان کې پر ملکي وګړو د اسراییل هر ډول برید ته "دوه چنده" ځواب ورکړي.

رویټرز لیکي؛ وروسته له هغه چې اسراییل د یکشنبې په ورځ د یوې کورنۍ پر یوه موټر برید وکړ، چې له امله یې درې ماشومان او یوه ښځه ووژل شوه، حزب الله وویل چې جدي ځواب به ورکړي.

د حزب الله استازی علي فیاض د دغه هېواد په جنوب کې د وژل شویو څلورو لبنانیانو د جنازې په مراسمو کې وویل: «حزب الله به هر هغه یرغل ته دوه چنده ځواب ورکړي، چې ملکي وګړي په نښه کوي.هغه دغې ځواکمنې ډلې ته چې د ايران له خوا يې ملاتړ کېږي، په اشارې سره وويل: تر ​​اوسه يې خپل بشپړ وزن نه دى ښودلى.د لبنان امنیتي چارواکي وايي، له اسراییل سره د لبنان پر پوله د پوځي تاوتریخوالي په پایله کې تر ۶۰ زیات حزب الله جنګیالي او ۱۰ ملکیان وژل شوي دي.د اسراییل پوځ ویلي چې د دوی پوځیانو په لبنان کې یو موټر چې "د یوه مشکوک تروریستي موټر په توګه پیژندل شوی و" نیولی او د هغو راپورونو پلټنه کوي چې ملکي وګړي پکې وو.

اسراییل د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د حزب الله سره تړلې هدفونه یې په نښه کړي دي.

که څه هم حزب الله له اسراییل سره په جګړه کې د حماس سره د یوځای کېدو غوښتنه رد کړې؛ خو د لبنان پولې ته نېږدې د اسراییل پر پوستو یې محدود راکټي بریدونه پیل کړي دي.

له اسراییل سره د لبنان پر پوله د پوځي تاوتریخوالي په پایله کې تر ۶۰ زیات حزب الله جنګیالي او ۱۰ ملکیان وژل شوي دي.

طالبانو په عربي اماراتو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړ

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، چې دوی په متحده عربي اماراتو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړی او زیاتوي، چې له دې وروسته افغان مسافر کولی شي چې په اماراتو کې پاسپورټونه تر لاسه کړي.

ضیا احمد نن سې شنبه (د لړم ۱۶مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د پاسپورټونو د وېش بهیر یې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په فرمان په ابوظبۍ کې پیل کړی دی.

د روانې میاشت په لومړیو کې طالبانو په ابوظبۍ کې د افغانستان سفارت ته خپل نوی استازی د سرپرست په توګه معرفي کړ او په کار یې پیل وکړ.

تر اوسه د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

ترکیې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره په بشري مرستو بار یو ریل ګاډی ولېږه

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۶ GMT+۰

ترکیې د سې شنبې په ورځ (د لړم ۱۶مه) اعلان وکړ، چې په هرات کې یې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره په بشري مرستو بار یو ریل ګاډی استولی دی. تمه ده، چې دغه اورګاډی به د ۴۲۰۰ کیلومتره واټن په وهلو سره په ۱۵ ورځو کې هرات ته ورسیږي.

د ترکیې د پېښو او بېړنیو حالاتو ادارې په یوه بیان کې ویلي، چې دغه په دغه اورګاډی کې ۵۰۸ ټنه خوراکي توکي، خیمې، کمپلې، د حفظ الصحې مواد، ژمنۍ جامې، جنراتورونه، هیټرونه او د پخلنځي سامانونه بار دي.

د ترکیې د بشري مرستو کارګو د دغه هېواد د سرې میاشتې او ۲۶ خیریه موسسو او مرستندویه موسسو له خوا راټول شوي دي.

تر دې مخکې د ترکیې د دفاع وزارت دوه الوتکې د لټون او ژغورنې پرسونل له نورو بشري مرستو سره هرات ته استولې وې.