طالبانو د ملا تره خېل څلور وروڼه هم ونیول

د پخوانۍ ولسي جرګې د غړي ملا تره خېل محمدي ورور حاجي موسی وايي، پرون طالبانو د دوی څلور نور وروڼه هم ونیول. طالبانو د اکټوبر پر ۲۶مه ملا تره خېل د ځمکو د غصب په تور نیولی او لا هم ور سره بندي دی.

د پخوانۍ ولسي جرګې د غړي ملا تره خېل محمدي ورور حاجي موسی وايي، پرون طالبانو د دوی څلور نور وروڼه هم ونیول. طالبانو د اکټوبر پر ۲۶مه ملا تره خېل د ځمکو د غصب په تور نیولی او لا هم ور سره بندي دی.
د نوموړي ورور حاجي موسی وايي، چې د ملا تره خیل محمدي د خوشي کولو لپاره یې د طالبانو د عدلیې وزیر ټول شرطونه پوره کړل؛ خو نه یوازې هغه خوشی نه شو، بلکې څلور وروڼه او یو وراره یې هم بندي شول.
هغه یوه ویډیو کې چې نور ملایان او قومي مخور هم ور سره دي وايي؛ د طالبانو د عدلیې وزیر ترې غوښتنه کړې وه، چې خپل کور، مدرسه او مېلمستون ورته خالي کړي، دوی دا ټول ورته تش کړل.
نوموړی وایي؛ پر دې سربېره یې د وزیر په امر له خپل نیکه او پلار ور پاتې جایدادونه ور پرېښول او دوی ترې وکوچېدل.
هغه وايي، چې د طالبانو د ټولبښنې له امله هېواد کې پاتې شول؛ خو اوس یې وروڼه بندیان دي.
ملا تره خېل محمدي د جمهوریت پر مهال څو ځلې د کوچیانو په استازۍ د ولسي جرګې یو ځواکمن وکیل و.
پر نوموړي د ځمکو د غصب تورونه دي؛ خو ډېری دا ځمکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د فرمان له مخې ور کړل شوې وې.
ملا تره خېل خپلو خلکو ته د ځمکو پر ورکړه سربېره څو مدرسې او روغتیايي مرکزونه او روغتونونه هم جوړ کړي دي.
ملا تره خېل د جمهوریت پر مهال له طالبانو سره پر خواخوږۍ هم تورن و.


د طالبانو ویاند د پاکستان د موقت لومړي وزیر د ادعاو په غبرګون ویلي؛ څه ډول چې دوی په افغانستان کې سوله او امن غواړي په پاکستان کې یې هم غواړي. ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې طالبان په پاکستان کې دننه د امنیت د ټینګولو مسوولیت نه لري.
مجاهد د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې د اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان د موقت وزیر انوارالحق کاکړ د ادعاو پر وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي؛ لکه څه ډول چې دوی په افغانستان کې امن او سوله غواړي په پاکستان کې هم سوله او امن غواړي.
انوارالحق کاکړ د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوه خبرې کنفرانس کې وویل:« په پاکستان کې د نا امنیو په خپرولو کې بې اسناده کډوال شامل دي، ترهګرو د پاکستان پر ضد د جګړې اعلان کړی، ترهګر د افغانستان له خاورې کار اخلي، د ترهګرو په اړه مو له افغانستان سره معلومات شریک کړي؛ خو افغانستان یې پر ضد هېڅ ګام نه دی پورته کړی».
طالبانو په یوې اعلامیې کې زیاته کړې، چې طالبان هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد استعمال کړي.
اعلامیه کې راغلي، چې پاکستان باید خپل کورني مسایل په خپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي دی افغانستان ته نه راجع کوي.
اعلامیه کې ویل شوي: «دا چې د طالبانو له بریا څخه وروسته په پاکستان کې نا امني زیاته شوې، د دې دلیل نه شي کېدی چې ګنې موږ به د پاکستان د ناامنیو تر شا یو».
همداراز؛ د پاکستان سرپرست لومړی وزیر له افغانستانه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې مېشت پاکستاني وسلهوال دوی ته وسپاري.
طالبانو په اعلامیه کې دا هم ویلي، چې په افغانستان کې وسلې محفوظې دي، د هیچا لاسته نه دي ورغلي، د وسلو قاچاق ممنوع دی او د هر ډول غیر قانوني اقداماتو مخه نیول شوې ده.
د اعلامیې په وروستۍ برخه کې طالبانو لیکلي، چې افغانستان د یوه ورور او ګاونډ هېواد په شان له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتنونکی دی او پاکستان دې دا درک کړي، چې افغانستان د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله او د هغو پر ضد اقدامات کول نه غواړي.
پاکستاني چارواکو تل ادعا کړې چې د پاکستان په ناامنیو کې افغانان ښکیل دي؛ خو طالب چارواکو بیا دغه ادعاوې رد کړي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت یوه چارواکي ویلي؛ پاکستاني چارواکو د دغې ډلې له مشرانو غوښتي چې د قوش تپې کانال چارې ودروي. د طالبانو د نشراتو د څارنې ادارې مشر عبدالحق حماد وویل، چې پاکستاني چارواکو په رسمي غونډو کې دغه غوښتنه مطرح کړې ده.
دغه طالب چارواکي د طلوع ټلوېزيون په یوه ګردي مېز کې زياته کړه، چې پاکستاني چارواکو په وار - وار او په ښکاره توګه له طالب مشرانو څخه په رسمي غونډو کې د «قوش تپې د کانال» د بندولو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي حماد د کوم پاکستاني چارواکي نوم وانه خیست؛ خو زیاته یې کړه کله چې له دوی څخه پوښتنه وشوه چې ولې دا کانال بند کړو، دغو چارواکو وویل: «دا کانال زموږ په تاوان دی».
ښاغلي حماد زیاته کړه، چې د دې غوښتنې لامل دا دی چې له دې کانال سره به افغانستان په ځان بسیاینې ته ورسیږي او پاکستان فکر کوي، چې وروسته له هغه به افغانستان پاکستان ته اړتیا ونه لري.
دغه طالب چارواکي استدلال وکړ، چې په پاکستان کې اصلي واک د پوځ په لاس کې دی او د هېواد د سیاست لویه برخه یې په دې فکر ولاړه ده چې «د افغانستان په ویجاړولو کې د پاکستان ګټه ده».
د طالبانو د نشراتو د څارنې د څانګې مشر دا ادعا په داسې حال کې کړې، چې پاکستان تل د دغې ډلې په ملاتړ تورن شوی دی.
ښاغلي حماد د پاکستان ملکي حکومت "بې وزله" او د هغه حیثیت "سمبوليک" وباله او ادعا يې وکړه، چې د پاکستان پوځ په تېرو ٥٠-٦٠ کلونو کې "د افغانستان زيان خپله ګټه ګڼلې ده". هغه څه چې د افغانستان پر وړاندې یې د پاکستان په سیاست کې تر ټولو خطرناک ټکی وګاڼه.
په وروستیو دوو کلونو کې طالبانو د ډېرو پیسو په لګولو سره د قوش تپې کانال د پروژې پلي کولو ته تمرکز کړی. دغه کانال د امو سیند د اوبو یوه برخه د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو شمال ته غځوي.
ويل کيږي، چې دغه کانال به څه له پاسه ٥٥٠ زره هکتاره ځمکې خړوبوي.
منتقدین په دې باور دي، چې طالبانو د دې کانال چارې د خپلو خلکو د ځای پرځای کیدو او ستراتیژیکو موخو د ترسره کولو لپاره پر لار اچولې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا سرپرسته کرن ډېکر د کابل د پرونۍ چاودنې له قربانیانو سره د خواخوږۍ پر ښودلو سربېره د امنیت او عدالت هیله څرګنده کړې ده. د کابل په دشت برچي کې د سپرلۍ پر موټر د چاودنې له امله ۷ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. داعش د دې برید مسوولیت منلی دی.
کرن ډېکر د چارشنبې په ورځ دې برید ته په اشارې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې افغانستان له ننګونو سره مخ دی؛ خو «ترهګرو» ته باید اجازه ور نه کړل شي چې له دې ننګونو کار واخلي.
د هغې په خبره؛ افغانان د خوندیتوب احساسولو او عدالت واکمنېدو مستحق دی.
نوموړې پر خپلې اېکس پاڼې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورټر ریچارډ بېنېټ له یادولو سره د دې پېښې د ځوابولو غوښتنه کړې ده.
ریچارډ بېنېټ هم پر اېکس د دې برید له غندلو سره د دې پېښې د عاملانو د پېژندلو او عدالت پلي کولو خواست کړی دی.
هغه ویلي؛ په یوه میاشت کې دا درېیم برید دی چې پکې په دشت برچي کې هزاره افغانان په نښه کېږي.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم پرونۍ چاودنه غندلې ده.
لا هم د دې چاودنې ډول مالوم نه دی، چې د سپرلۍ موټر پکې په نښه شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر نن په ننګرهار کې له ستنو شویو افغانانو سره په لیدنه کې له دوی سره د پاکستان چلن نامناسب وباله. سراج الدین حقاني وویل، د دې ډول ستنېدو له امله نه یوازې پر کډوالو خپه دی، بلکې د دې کمزوري چلن له امله پر پاکستان هم خپه دی.
نوموړي زیاته کړه: «په بله معنا به موږ پر ګاونډیانو هم زړه بد دی، کاش داسې کمزوري اخلاق یې نه وی کړي، ورته مناسب نه و».
ښاغلي حقاني له افغان کډوالو سره د پاکستان وروستی چلن د اسلامي او بشري قوانیو خلاف وباله او زیاته یې کړه چې تمه یې دا وه، چې په عزت سره افغان کډوال ستانه کړي؛ خو داسې ونه شول.
حقاني زیاته کړه: «د دوی دا کمزورې پرېکړه چې د افغانانو په رالېږلو کې یې وکړه، د دوی لپاره مناسب نه وه، د اسلامي اصولو او دنیاوي اصولو د ټولو نورمونو خلاف وه».
نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې افغانان به له لوږې تندې سره مخ وي؛ خو د عزت شمله یې لوړه ده.
پاکستان د تېر اکټوبر په لومړیو کې بې اسناده کډوالو ته د یوې میاشتې لپاره د وتلو وخت ورکړی و؛ خو له هغه راهیسې په دغه هېواد کې د اسنادو لرونکو کډوالو نیول او ځورول هم زیات شوي دي.
په دغه موده کې تر دوو لکو ډېر کډوال له پاکستان ستانه شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د پاکستان سرپرستې کابینې په دغه هېواد کې راجسټر افغان کډوالو د کارتونو موده د روان میلادي کال تر پایه وغځوله. پاکستانۍ رسنۍ وايي، دا پرېکړه د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو له غوښتنې وروسته شوې ده.
د کابینې د نوې پرېکړې له مخې، هغه افغان کډوال چې راجسټر دي او کارتونو وخت یې ختم و د ۲۰۲۳ کال د ډیسمبر تر ۳۱ ورته د کارتونو وخت غځول شوی دی.
ویل کېږي د دې کډوالو د کارتونو موده د سږني جون پر ۳۱ پای ته رسېدلې وه.
پاکستاني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د راجسټر کډوالو شمېر یو میلیون او دریو لکو ته رسېږي.
دې کډوالو ته دا له دوو میاشتو کمه موده په داسې مهال ور کول کېږي چې تېر اکتوبر کې د بې اسناده کډوالو د اېستلو سره سم په پاکستان کې د اسنادو کډوال هم نیول کېږي.