• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې د ټولټاکنو په جامه کې بيا زړه لوبه

نورالبشر نوید

نورالبشر نوید

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۲ GMT+۰

د پاکستان د اروانو ټولټاکنو لپاره "جنرال میدان" يو ځل بيا جوړ دی او مقتدره ادارې د ۲۰۱۸ ياد تازه کولو لپاره چمتو دي.

د اليکشن یا انتخاباتو په نوم د سلېکشن یا غوراوي دا زړه لوبه له ورايه ښکاره ده چې ريفري د چا لاس د برياليتوب لپاره اوچتوي، هغه لاس باندې په لاهور کې کوتره هم کېناسته چې مسلم ليګ ن ورته نېک پال وايي.

د نوازشريف د وزيراعظم کېدو چغو دا څرګنده کړه چې د لندن نه هسې څوک نه راځي د پاکستان جمهوريت هر دور کې دغه شان د بره راشي او پنجاب د هغه په حق کې فیصله وکړي.

دا وخت له پنجاب نه د نواز شريف د وزيراعظمۍ چغې پورته کيږي حالانکې نه انتخابات شوي دي، نه په بندو صندوقونو کې چا د سرونو شمېره کړې ده خو د جنرال پخوانۍ لوبه دا پېشګویي کوي چې نواز شريف ته نمبر ورکوي- اپوزيشن ورته د عمران خان له هغو ملګرو نه جوړوي چې ټول به خپل خپلوان وي.

دلته په پاکستان کې د جمهوريت د اس واګي همېشه د جنرالانو په لاس کې وي. د ۱۹۷۰ انتخاباتو د جناح صیب پاکستان ځوانی مرګ کړ او نيم جمهوريت ديخوا د نوي پاکستان په نوم پاتې شو او نيم مشرقي پاکستان مرحوم شو بنګله دېش جوړ شو.

دغه کیسه هر ځل شوې ده هر ځل له مضبوطې کودتا کمزوری جمهوريت زېږېدلی او له کمزوري جمهوريت نه مضبوطه مارشلا د قومي او ملکي مفادو په نوم راغلې ده او پکې پوځي واکمن د کور مالکان شوي دي.

دا ملکيت په مختلفو شکلونو کې بيا هم او اوس هم داسې قوي دی چې د سياست په پوزه کې پېزوان دی او سياست دا هر څه قبول کړي دي، ځکه چې بغیر د دې نه بله لاره چاره نه لري.

دا وخت د پاکستان سياست کې ريټايرډ یا متقاعد جنرالان او د مختلفو اعلا بالا دندو پوځي تمغه دار یا مډال لرونکي ناست دي او بيا په وزارتونو کې هم د جمهوريت پسندۍ دعوه کوي.

ډېر پخوا ويل شوي دي چې جمهوريت د سرمايه دارو جاګيردارو د تورې پېسې د سپينېدو مهذبه طريقه ده- سرونه په بيه اخلي او ځان هغه ځاې ته د پنځو کلو لپاره رسوي خو د هر چا خپل خپل نصيب وي که د پېريانو په بچو چا پښې کېښودې نو بيا جمهوريت دا لنډۍ په بوغ اواز وايي.

دا ستا په سترګو کې پېريان دي

چې په تا راشي غوټې ماته راکوينه

دا د پېريانو غوټې د سياست جمهوريت په هر دور کې راځي، بلکې مستقل پرې ناست دي چې نه یې دم شته نه تعويز.

اوس خو دا غیبانه په نورو مختلفو شکلونو کې موجود دي او په دې منطقه کې خو داسې مېشت دي لکه چې دا ټوله خاوره کشمالو وي يا د کاف غر- هيچا سره سلېماني اجازه نشته چې په پېريانو باچایي وکړي. د بشر خاوره د شیطان په اور سوځي او بشر پکې په بارودو الوځي.

د جمهوريت د اس وښکی د اوسپنې په واګو کې دی او سياستوال په پټو سترګو په دغه اس سپاره دي.

د اسونو په باچاهۍ کی دا لوبه هرچاته معلومه ده خو هر څوک په دې لوبه نه پوهيږي ډېر ناجاڼه شهسواران د دې سرتېزه اس نه پريوځي او پېريان پرې بزکشي وکړي.

د ۲۰۲۴ د سياسي بزکشۍ لپاره چې اوس کوم میدان جوړ دی، نو ټولو تماشګيرو ته دا نتيجه معلومه ده چې ګټه د چا او بايلات د چا دی.

په سياست کې بايللی جوارګر هم ځانته ګټور وایي، ځکه چې دا لوبه د تاوان نه ده. تاوان د ولس او ګټه د سرمایې د واکدارانو د جاګيردارانو د سياست د وارثانو ابن وارثانو وي. د پاکستان په جمهوريت کې دا اصطلاح هم ډېره کارولی شی چې سیاستوال د خلکو د سرونو لوبغاړی وي.

په سياست کې هيڅ حرف اخر نه وي. د جمهوريت دروازې د بهر او دننه دواړو طرفو نه زنځيرونه قلفونه لري، خو کوشش دا وي چې بهر ولاړ دروازه نه بندوي، ځکه چې څه وخت هم بهر ولاړ ته دننوتلو ضرورت پېښېدی شی او دننه چې کوم تورابان ناست وي څه وخت هم هغه بهر ولاړو ته دننه راتلو بلنه ورکولی شي.

د پاکستان د جمهوريت دا لوبې د سرمایې دي، ځکه خو یې لوبغاړي ډېر زيات شتمن دي او تماشګير خلک یې د حده زيات د غربت د کرښې نه لاندې تاترين کې پراته وي او په دې هيله چغې وهي چې دا ځل به کرښې ته بره کيږو خو د سرمايه دارو اصول دا دي چې هغوی خپل رعايا د قدم لاندې ساتي او دا سلسله تر ډېر بره هم رسېدلې ده چې د سر دپاسه هم سر شته ځکه خو د ووټ د مېنډيټ یا رایې لرلرلو د دعوې باوجود څوک دا نشي ويلې چې زما کرسۍ مضبوطه ده او دغه کرسۍ مضبوطه ده خو ناست جمهوريت پسند پرې کمزوری ناست وي.

نن سبا د دغه بې اختياره کرسۍ لپاره پاکستان کې ډلې وایي، دا ځل زمونږ نمبر دی. مونږ سره خبره شوې ده.

په صوبایي سطحو هم هره ډله دا خوشبيني نه پټوي. هغوی د صوبې د حکومت لپاره وایي زمونږ خبره شوې ده.

سياسي شعور لرونکي تماشګير دا سوال راپورته کوي چې که تاسو د ووټ عزت غواړئ نو دا عزت خو د ولس نه وغواړئ او دا فیصله خو خپلو ووټرانو یا رایه ور کوونکو سره وکړئ او که نه خامخا ستاسو خبره شوې ده نو بيا په اربونو روپۍ په ټولټاکنو خرچ کېدو ته څه ضرورت دی.

د ۲۰۱۸ اليکشن که سلېکشن وو نو دا نوې لوبه خو هم څه بدله نه ده صرف جنرال بدل دی - عدليه بدله ده- دربار او حکم خو هم هاغه دی.

چې هر څوک وایي، زمونږ خبره شوې ده او مونږ خپله فیصله الله ته پريښې ده، خو چې د ماضي "مشرق" او "مغرب " ته لاړ شو نو د بنګله ديش او پاکستان سياست او جمهوريت کې دومره فرق دی څومره یې چې معيشت کې فرق دی.

دلته بېنظير بوټو او اوس نواز شريف خپله فیصله الله ته پرېيښې ده. د اقتدار لپاره تبليغي سياست کوي.

هلته بنګله ديش کې شيخ حسينه واجد د خپل پلار شيخ مجيب فیصله د ايېن قانون مطابق وکړه ځکه چې د جمهوريتپه خوله کې د اوسپنې واګې نشته او د پاکستان جمهوريت په پردو بوټانو کې پښې ورکوي او د جناح د قامي لباس په ځاې په وردۍ کې له ښي نه چپ جوړوي او عوام به هم يوځل بيا د نوي جمهوريت لپاره په زوړ قطار کی پريډ ته ودريږي او د ووټ یا رایې بې عزتي به کوي.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.


ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

جرمني له فلسطین سره د ۳۸ میلیونه یورو مرسته کوي

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۱ GMT+۰

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک اعلان وکړ چې، دغه هیواد له فلسطین سره د ۳۸ میلیونه یورو نورې مرستې هم کوي. مېرمن بربوک د دغو مرستو اعلان د شنبې په ورځ (د لړم ۲۰ مه) په رام الله ښار کې د فلسطین له لومړي وزیر محمد اشتبه سره په کتنه کې وکړې.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې به له فلسطین سره د دغه هېواد ټولې مرستې ۱۶۰ میلیونه یورو ته ورسېږي.

ویل کیږي چې د نویو مرستو ځانګړې کېدل د اسراییل په بریدونو کې د غزې د پراخې ویجاړۍ څخه وروسته کیږي.

د جرمني د (ډي پياې) خبري آژانس د خبر له مخې، میرمن بربوک د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

مېرمن بربوک د شنبې په ورځ تل ابیب ته ولاړه او هلته یې له اسراییلي چارواکو سره وکتل او خبرې یې وکړې.

جرمني د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د اسراییل ملاتړ کوي او د جرمني لومړی وزیر اولاف شولتس وروسته له هغه اسراییل ته ولاړ چې حماس د تلې په ۱۵مه پر دې هیواد برید وکړ.

نوموړي له اسراییلي چارواکو سره په لیدنه کې له دغه هیواده خپل کلک ملاتړ اعلان کړ.

له دې سره، جرمني چارواکو په پرله پسې ډول د اسراییل په بریدونو کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت: له ایران او پاکستانه اته زره افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۳ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د شنبې په ورځ د (لړم ۲۰مه) له ۸ زره زیات افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت په خبره یاد کډوال چې تېره ورځ د سپین بولدک او تورخم له لارې هیواد ته راستانه شوي، په زور له پاکستان څخه افغانستان ته استول شوي.

له پاکستانه په دغو راستانه شویو افغان کډوالو کې ۸۲ هغه بندیان هم شامل وو، چې د پاکستان په سند ایالت کې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو.

همدارنګه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د شنبې په ورځ د (لړم ۲۰ مه) له ایران څخه هم له ۲زره زیات افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي .

دغه افغان کډوال چې د اسلام کلا له لارې هیواد ته راستانه شوي یو شمېر یې په زور او یو شمېر یې په خپله خوښه له ایران څخه راستانه شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایران څخه هیواد ته ستنېدوکو ټولو کډوالو سره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالې کمیشنرۍ له لوري مرستې هم کیږي.

د دې تر څنګ یاد وزارت وايي، تېره ورځ یې نږدې ۲۷ زره ستانه شویو افغان کډوال د راستېدونکو د ښه راغلاست د کمیټې له خدمتونو برخمن شوي.

د دوی په خبره دغه کمیټې، د لړم په شلمه نږدي ۲۷ زره راستانه شویو کډوالو ته په بیلابیلو برخو کې خدمتونه وړاندې کړي دي.

د دغه کمیټې په وینا د کډوالو د اوسیدو له پاره یې ځانکړې ځایونه جوړ کړي او له ۳ زره څخه زیاتو کډوالو ته یې په بیلابیلو روغتیايي مرکزونو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د نومبر میاشتې له لومړۍ نیټې تر دوه نیم لکه ډیر افغان کډوال د پاکستان د حکومت له لورې په زور له دغه هیواده شړل شوي.

د پاکستان له لوري په زور د افغان کډوالو اېستولو ته د نړیوالو سازمانونو په غبرګونونو سربیره هم پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو پر پرېکړه کلک ولاړ دی او وايي، ټول هغه افغان کډوال به له پاکستانه وباسي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

روسیه: امریکا غوښتل هېرویین له افغانستانه روسیې او نورو هېوادونو ته قاچاق کړي

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۳ GMT+۰

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال ډیمیټري مېدودېف ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن شتون پر مهال غوښتل، هېرویین له افغانستانه روسیې او نورو هېوادونو ته قاچاق کړي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ددې مطلب په خپرولو سره زیاته کړې ده چې، د روسیې ملي امنیت شورا مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې د طالبانو حکومت مبارزه د امریکا او د هغوی د ملګرو له ۲۰ کلنې مبارزې څخه اغېزناکه ده.

سره له دې چې په راپور کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي چې نوموړي دا خبرې چیرته کړې، خو د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر تېره اونۍ اعلان وکړ چې، سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.

د نشه يي توکو او جرمونو پروړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د تریاکو له خرڅلاو څخه د کروندګرو عاید له ۱۳۶۰ میلیون څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۱۱۰ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې امریکا شل کاله له ترهګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ د نشه یي توکو د له منځه وړلو په برخه کې هم میلیونونه ډالره ولګول خو واک ته د طالبانو رسېدل او تر اوسه هم یو شمېر سیمو کې د کوکنارو کر او پروسس د دې ښکارندویي کوي چې د امریکا دا دواړه هڅې ناکامې وې.

د یادولو ده چې، طالبانو د ملا هېبت‌الله د یوه فرمان پر بنسټ د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري په میاشت کې د کوکنارو په کر او خرڅلاو بندیز ولګاوه، خو لا هم د افغانستان په سویل لویدیځو ولایتونو کې د نشه یي توکو د پروسس فابریکې شته او په څرګنده د تریاکو او نورو نشه یی توکو د پیر او پلور مارکیټونه په ازاد ډول فعال دي.

د چمن پرلت ۲۳مه ورځ هم روان دی خو د پاکستان حکومت یې غوښتنې لا نه مني

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۴ GMT+۰

پرلت وهونکي وايي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ نه مني او اسلام اباد وايي، له خپلې پرېکړي نه په شا کیږي. له څه باندې درې اونیو راهیسې د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې زرګونو کسانو پرلت وهلی او لا روان دی.

پرلت وهونکي وايي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ نه مني، خو د پاکستان حکومت بیا پر خپله پرېکړه کلک ولاړ دی او وايي، چې نور به د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه کیږي.

په دغه پرلت کې زرګونه ځایي اوسېدونکو، سوداګر او د بلوچستان ایالت سیاسي ګوندونو ګډون لري.

د یاد پرلت له پاره لسګونه سیاسي ګوندونه په یوه خوله شوي او وايي نور د پاکستان دا ډول «خپل سرو پرېکړو» ته نه تسلیمیږي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي:«نور دې پاکستان د پښتنو له ګریوانه لاس وباسي، د پښتنو د زهیرولو څخه دې لاس واخلي، کنه بیا به همداسې عمل در سره وکړو. که زموږ غوښتنې و نه منل شي موږ مجبوره کیږو چې د دې سوله ییز اعتراض څخه لاس واخلو او بیا به سړکونه او لویې لارې بندې کړو.»

همدارنګه د دغه پرلت پرمهال د پاکستان له لوري د افغان کډوالو سره د زور زیاتي او په زور له دغه هیواد څخه د وتلو په اړه هم د پاکستان پر حکومت کلکې نیوکې کیږي.

د پښتونخوا ملي عموامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ وايي، د افغانستان او پاکستان په نوم چې کومې معاهدې لاسلیک شوې دي، هغه که د ګندومک، ډیورنډ او یا هم د راولپېنډۍ معاهدې دي په هیڅ یوه کې یې دا نه دې ذکر شوي چې د ډیورنډ دواړه غاړو ته مېشت پښتانه دې په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ وکړي.

نوموړی وايي: «کوم ظلم او زیاتی چې د افغان کډوالو سره د پاکستان له لوري روان دی اول به موږ دا حساب د پاکستان له حکومت او پاکستاني جنرالانو سره کوو، دوی هیڅ د بښلو نه دي. نړۍ او هیڅ افغان د ډیورنډ کرښه نه پيژني، نو بیا موږ پاسپورټ او ویزه هم پر دغه لار د تګ راتګ له پاره نه منو.د پنجاب واکداره ته دا جرئت څنګه لرې چې ته دې پښتانه بیل کړې؟ موږ هیڅکله تا ستا دغه ارمان پوره کولو ته نه پریږدو.»

همدارنګه په دغه پرلت کې چې له تېرو درې اونیو راهیسې روان دی د پښتونخوا ګڼو دیني عالمانو هم ګډون کړی دی.

مولانا عبدالقادر لوڼي پرلت ته په خپل وینا کې وویل: «دا د پښتانه وطن دی او دلته به د پښتانه پرېکړه منل کیږي نه د پنجاب. که مو غوښتنه و نه منل شوه ټولې لویې لارې به موږ بندې کړو دا د پښتون قوم مسله ده او دا حق د پښتنو دی چې د خپلې سوکالۍ له پاره په خپله پرېکړه وکړي.»

د دریو اونیو په تېرېدو بیا هم پاکستاني حکومت د پرلت وهونکو غوښتنه نه ده منلې او وايي د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه به تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه تر سره کیږي.

پاکستاني عسکرو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د انګور اډې له لارې افغان کډوال راګرځولي دي

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۵۱ GMT+۰

د سوېلي وزیرستان انګور اډې په خمرانګ سیمه کې د هغو افغان کډوالو لسګونه کورنۍ له ډیورنډ کرښې اوښتلو په تمه ولاړې دي چې پاکستاني امنیتي عسکر ورته د اوښتو اجازه نه ورکوي. په دغو کډوالو کې چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي له تېرو پنځو ورځو راهیسې په تراکتورونو او موټرو بار کډې ولاړ دي.

آزاد خبریال لال وزیر وايي تر اوسه پورې دغو افغان کډوالو ته پاکستاني امنیتي عسکر دا نه روښانوي چې ولې يې دوی راګرځولي خو یوازې دا ورته وايي چې «له اسلام اباده اجازه نه شته.»

د دغو کډوالو د کورنیو غړي وايي چې، سړې هوا يې ماشومان ناروغه کړي دي. او دا مهال د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ شوي.

۶۶ کلن عطا محمد چې د افغانستان د بلخ ولایت اوسیدونکی دی افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې پاکستاني امنیتي عسکرو درولي او افغانستان د تګ اجازه نه ورکوي. هغه وايي: «نن پنځمه ورځ ده چې د پنجاب له چکواله راکډه شوي یو او اوس پاکستاني عسکر په انګور اډه د اوښتو اجازه نه را کوي، یو وار یې اعلان وکړ چې له پاکستانه ووخئ اوس دادی بار کډې ولاړ یو خو اجازه نه راکوي حیران ولاړ یو څه وکړو.»

څه باندې یوه میاشت وړاندې د پاکستان حکومت هغو بهرنیو کډوالو ته د یوې میاشتې وخت په ورکولو سره اعلان وکړ چې له پاستانه دې ووځي که نه له ټاکلې مودې (اکټوبر ۳۱مه) وروسته به یې له دغه هیواده په زور وباسي.

له دغه اعلان اعلان وروسته ډیری هغه افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل د پاکستاني امنیتي ادارو له لوري په زور له ډیورنډ کرښې واړول شول او دا لړۍ لا روانه ده.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه په انګور اډه کې د اېسارو شويو افغان کډوالو له ډلې يو بل تن عبدالروف چې ۳۸ کلن دی وايي چې تر شنه اسمان لاندې سړې هوا يې ماشومان او ښځې ناروغان کړي او له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

هغه وړاندې وايي: «یو وار يې راکډه کړو اوس یې دلته را اېسار کړي یو، ښځې او ماشومان له یخه ناجوړه دي نه ډاکتر شته او نه اجازه راکوي چې یوې خواته ولاړ شو، نه خبره اوري او نه بل څوک شته چې زموږ غږ واوري آخر چاته ورشو؟»

په پاکستان کې د بشر حقونو فعالان وايي هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد هم لري د نیول کېدو له پرله پسې ګواښ سره مخ دي، او دا کار د دې لامل شوی چې ډیری یې د اېستلو له ویرې ځانونه په خپلو کورونو کې بندیان کړي او دا مهال د خوراکي او نورو اړینو توکو له نشت سره مخ دي.

د شمېرو له مخې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته تر دوه نیم لکه زیات افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.