• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په یوه ورځ کې له پاکستانه د څه باندې درې زره افغان کډوالو د ستنېدو اعلان وکړ

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۱ GMT+۰

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې سیمه ییزو طالبانو اعلان وکړ، چې د یکشنبې په ورځ ۳۳۴۰ تنه له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. په تېرو دوو اونیو کې له پاکستانه تر ۲۵۰ زره ډېر افغان کډوال راېستل شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د تېرې شنبې په ورځ له پاکستانه د څه باندې ۶۰۰۰ افغان کډوالو د بېرته ستنېدو اعلان وکړ.

په دوی کې ۸۲ بندیان هم شامل دي.

له پاکستان څخه د بې اسنادو کډوالو د شړلو له اعلان وروسته په تېرو ۱۲ ورځو کې تر ۲۵۰ زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د سلګونو زرو کډوالو د جذبولو او هغوی ته د اسانتیاو د برابرولو په اړه اندېښنې شته.

نړۍوالو بنسټونو د راستنیدونکو کډوالو د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په همدې حال کې د خوړو نړۍوال پروګرام تېره اونۍ وويل: "له پاکستان څخه د شړل کېدو د وېرې له امله هره ورځ په زرګونو کورنۍ افغانستان ته داخلېږي. ډېرو یې خپل معیشت له لاسه ورکړی".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي؛ د راستنېدونکو ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان د خپلې وروستۍ ارزونې پر بنسټ له پاکستان څخه د اخراج شویو کډوالو وضعیت "مایوسونکی" بللی دی.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۵

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان؛ د پاڼ او پړانګ تر منځ

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۵ GMT+۰
•
شاه محمود میاخېل
پاکستان؛ د پاڼ او پړانګ تر منځ
100%

په دې نېږدې وختونو کې د پاکستان د طالبانو د تحریک پلوې انټرنیټ پاڼې المرصاد د دغه تحریک د پخواني ویاند احسا الله احسان یوه لیکنه خپره کړې ده او ویلې دي چې داعش او پاکستان د یوې سکې دوه مخه دي.

احسان الله احسان زیاته کړې ده، چې د داعش د سقوط نه وروسته د داعش غړي د پاکستان پوځ په خپلو میلمستونونو کې ساتل او د ژوند ټولې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي.

زما په اند داعش یوازې نه بلکې ټولې ترورستې افراطي ډلې او پاکستان د یوې سکې دوه مخونه دي. که تېر لنډ تاریخ ته نظر واچوو؛ پاکستان د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په خاطر په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان جوانان مسلمان غړي، د مجاهدینو ګروپونه، طالبان، د داعش خراسان څانګه، لشکر طیبه، لشکر اسلام، جنید خراسان، د شرقي ترکستان تحریک، د ازبکستان اسلامي تحریک، حزب التحریر او نورو ډلو ته ځای او روزنه ورکړې او بیا یې د افغانستان او سیمې پر ضد کارولې دي.

د همدغه ډلو د تقوې او استخدامولو له امله د افغانستان دوه حکومتونه چپه او د افغانستان سیاسي، پوځي، اقتصادي او ټولنیز بڼسټونه ونړېدل.

کله چې زه په ننګرهار کې والي وم، د هرې جنګې او ترورستې ډلو غړي به مو چې نیول او تحقیق به مو ترې کاوه؛ نو د ټولو د تمویل منبع، روزنې او استخدامولو سرچینه یوه وه او هغه پاکستان و.

پاکستان له دغو ډلو څخه د شوروي اتحاد سره د سوړ جنګ په دوران کې استفاده وکړه او په میلیاردونو ډالره یې د دغو جګړو له لارې تر لاسه کړل او حتا پاکستان یو اټومي قوت هم شو.

همداشان پاکستان په افغانستان او سیمه کې د تروریزم سره د جګړې په کلونو کې دغه ډلې هم تقویه کولې او هم یې د امریکا او غرب نه په میلیاردونو ډالره تر لاسه کول.

په دې هکله ډېرې مستندې لیکنې شوي دي، چې پاکستان څنګه د دغه ډلو په جوړولو، روزولو او استخدامولو کې رول درلود.

د پاکستان پوځ په تېرو څو لسیزو کې د بحران د ایجادولو او د بحران د مدیریت په برخه کې بریالی و او د همدغه پروژو د جوړولو او پلې کولو له امله یې د امریکا، چین، عربو او نورو هېوادونو څخه کافي ګټې تر لاسه کړي دي.

خبره دا ده چې ایا پاکستان به وکړی شي، چې همداسې نورې پروژې جوړې او عملي کړې؟

زما په اند پاکستان اوس د پاڼ او پړانګ تر منځ واقع دی. پاکستان د لاندې څو لویو ستونزو سره مخامخ دی:

اول:

د پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحران د پخوا په پرتله ژور او څو برابره زیات شوی دی. د پاکستان سیاسي ډلې او پوځ د پخوا په شان کریزماتیک پوځي او سیاسي مشران نه لري او د پاکستان سیاسي بې ثباتې ورځ تر بلې زیاتیږي.

د سیاسي بې ثباتۍ سره اقتصادي بې ثباتي تړلې ده. اوس پاکستان د جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی. په تېرو لسیزو کې پوځ کله یوه سیاسي ډله تقویه کړله او کله بله او د اړتیا پر وخت کې به یې حکومتونه بدلول او رابدلول. اوس سیاسي ډلې په وړو نورو سیاسي ډلو وېشل شوي او سیاسي ډلې د پخوا په شان د ولس تر منځ ولسي حمایت نه لري.

دویم:

د پاکستان پوځ په تېرو څو لسیزو کې مستقیم حکومت کاوه. د زیاتو او بې حسابه پيسو د ښکته پورته کولو له امله د پاکستان د پوځ د افسرانو په منځ کې مالي او اخلاقي فساد اوج ته رسیدلی او د دوی پخواني جنرالان میلونران شوي دي.

دوی په ډېرو کمپنیو کې سهم لري او هم یې د ملک نه بهر خپله سرمایه انتقال کړې ده، چې په دې هکله هم زیات اسناد خپاره شوي دي.

ښه بېلګه یې "پاکستان پوځ: فاسده اداره په ناکام هېواد کې؛ مقاله ده.

د پاکستان د ځینو سیاسیونو سره د خبرو په لړ کې دا جوته شوې، چې فساد د پاکستان پوځ په ټولو برخو د لوړې کچې څخه نیولې تر ښکته کچې پورې عام شوی او په ډېر مواردو کې ټیټ رتبه افسرانو د خپلو مشرانو اوامر په سمه توګه نه عملي کوي؛ ځکه ټول په دې فساد کې شریک دي.

همداشان د پاکستان پوځیانو کوښښ کړی، چې د دوی د عالي رتبه جنرالانو دوسې ونه څېړل شي او محاکمه نه شي ځکه دا د پوځ په روحیه باندې بد تاثیر لري.

د دغه فساد له امله د پاکستان پوځ اوس د پاکستان د خلکو په منځ کې پاک ځای نه لري او په دې هکله د پښتون ژغونې حرکت (PTM) او د عمران خان تحریک انصاف ګوند خاص رول ولوبوه چې د پاکستان د پوځیانو څیرې یې په علني توګه پاکستانیانو ته برملا کړې، چې د پاکستان د ترهګرۍ او بې ثباتۍ تر شا د پاکستان پوځ ولاړ دی.

درېیم:

په تېرو څو لسیزو کې پاکستان د مدرسو او اسلامي احزابو د لارې د افراطي ډلو د جوړولو، روزولو او تقويې څخه کار اخیسته.

د بروکینګ د انستیتوت د معلوماتو په اساس؛ په پاکستان کې اوس تقریبا ۴۵ زره مدرسې موجود دي او د دې مدرسو نه یې که یو وخت د افراطي ډلو د سرباز ګیرۍ ګټه اخستله؛ خو اوس د دغو مدرسو د فارغینو او غړو مدیریت اسانه کار نه دی.

دغو مدرسو ته د عربو او عجمو افراطي ډلو پیسې ورکولې او د دغو مدرسو مشران میلیونران شول. د همدغه مدرسو مسوولین او غړي اوس د نورو افراطي ډلو او ملاتړو بنسټونو سره د پاکستان له پوځ څخه په مستقله توګه اړیکې لري.

که د پاکستان پوځ د دې مدرسو د له منځه وړلو او مدیریت پلانونه عملي کوي، نو محبوره دي چې یو بل داخلي جنګ د افراطي ډلو د ځپلو لپاره پيل کړي. که پاکستان داسې جګړې ته داخل کیږي نو جنګي او افراطې ډلې سره یوځای کیږي او د پاکستان د پوځ په وړاندې ودریږي.

دا چې د پاکستان د پوځ اعتبار د ولس په منځ کې راټیټ شوی دی؛ پوځ په ځانګړې توګه د دغه ډلو مخه نه شي نیولې.

سربېره پر دې؛ افراطي ډلې لکه؛ ټي ټي پي او نور يو څه جغرافیه په سرحدي سیمو کې په لاس کې لري او کولی شي چې د هغه سیمو نه د پاکستان د پوځ پر وړاندې موثره عملیات تر سره کړي.

د پاکستان له خوا دا روزل شوې افراطي ډلې اوس په سیاسي، مادي، سازماندهي، تجهیزاتو له اړخه او همداشان په تبلیغاتي، تاکتیکي او ستراتیژیکو برخو کې ښه تجربه لري او د پاکستان پوځ دا خپل ماران نه شي کولی چې بېرته په سوړه ننباسي.

همدا علت دی، چې د پاکستان پوځیان او سرپرست حکومت د پاکستان د بې ثباتۍ ملامتیا پر افغانستان او افغانانو اچوي؛ تر څو د پاکستان د خلکو په منځ کې حمایت تر لاسه کړي.

پایله:

د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازي اصف دراني د افغانستان له طالبانو غوښتي، چې د دوی لپاره تحریک طالبان ډله خلع سلاح کړي او وایي، چې دا د افغانستان د طالبانو مسوولیت دی.

کېدې شي چې د پاکستان حکومت او پوځیانو دا فکر کاوه، چې دوی د طالبانو د بیا راوستلو په برخه کې رول درلود؛ نو طالبان باید د دوی غوښتنې عملي کړي.

اما د افغانستان طالبانو ته هم دا ستونزمنه ده، چې د پاکستان ټولې غوښتنې عملي او یا د پاکستاني طالبانو پر ضد عملیات تر سره کړي.

که طالبان دا کار وکړي؛ نو د طالبانو د بقاء شپې به هم کمې وي.‌ همدا علتونه دي چې پاکستان د پاڼ او پړانګ ترمنځ واقع دی او دا ځل به د پاکستان پوځ ته مشکله وي، چې د موجوده بحرانونو مدیریت وکړي؛ ځکه سیمه او نړۍ هم وېشل شوې ده او پاکستان نه شي‌ کولی، چې د پخوا په څېر د امریکا، غرب، چین او عربو نه همزمان مرستې تر لاسه او یا د پخوا په څېر لوی پروژې عملي کړي.

البته پاکستان به کوښښ کوي د وړو پروژو له لارې د نړۍ او سیمې هېوادونو څخه یو څه تر لاسه کړي؛ خو دا سیمه ییزې او یا نړۍوالې وړې پروژې د پاکستان لوی اقتصادي، سیاسي او امنیتي مشکل حل کولې نه شي ځکه د وړو پروژو مصارف زیات او ګټه یې کمه ده.

اوس د پاکستان له داخلي افراطي ډلو د کنټرول واک او ځواک یو څه کم ښکاري او په نړۍواله کچه لویو رقابتونو کې د دغه هېواد ارزښت مخ په کمېدو دی.

په یو وخت کې له داخلي سیاسي، اقتصادي او افراطي کړکېچه نیولې د سیمې او نړۍ لوی سیاستونه او په دغو کشالو کې د پاکستان ارزښت ثابت ساتل ستونزمن دي.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.

پاکستان کې سږ کال د پولیو پنځمه پېښه هم ثبت شوه

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۰ GMT+۰
پاکستان کې سږ کال د پولیو پنځمه پېښه هم ثبت شوه
100%

د پاکستان د روغتیا وزارت وايي؛ د دغه هېواد د سند صوبې په کراچۍ ښار کې یو دوه نیم کلن ماشوم پولیو اخته شوی دی. د دې وزارت د مالوماتو له مخې؛ دا په روان کال کې د پولیو پنځمه پېښه ده چې په پاکستان کې ثبتېږي.

د ایکسپرېس ټریبیون د یکشنبې ورځې د راپور له مخې؛ تر دې مخکې څلورمه پېښه هم کراچۍ کې ثبت شوې وه.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم پکې ماشومان په پولیو اخته کېږي.

د واکسین پر اهمیت د خلکو نه پوهاوی او په لېرې پرتو سیمو کې د وسلوالو تاوتریخوالی هغه لاملونه دي چې لا هم په دواړو هېوادونو کې ماشومان په پولیو اخته کېږي.

ناموسي وژنه؛ یوه پاکستاني یو افغان کډوال وواژه او خپله پخوانۍ مېرمن یې ټپي کړه

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۴ GMT+۰
ناموسي وژنه؛ یوه پاکستاني یو افغان کډوال وواژه او خپله پخوانۍ مېرمن یې ټپي کړه
100%

پاکستانۍ رسنۍ وايي، په کراچۍ ښار کې د ډزو له امله یو افغان کډوال وژل شوی او پاکستانۍ مېرمن یې سخته ټپي شوې ده. د دې رسنیو د راپور له مخې؛ دا ډزې هم د افغان کډوال د مېرمنې پخواني مېړه کړې دي.

ډان ورځپاڼې لیکلي؛ وژل شوي افغان کډوال غوښتل له خپلې مېرمنې او له پخواني مېړه د هغې له څوارلس کلنې لور سره افغانستان ته ستون شي.

خو د دې افغان د مېرمنې پخواني مېړه د خپل وراره په مرسته د ناموسي غیرت په نوم هغه وواژه.

ویل کېږي د دې افغان کډوال مېرمنې له پخواني مېړه طلاق هم اخیستی و.

طالبان وايي تورخم کې یې ۵۰ ورک ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۲ GMT+۰
طالبان وايي تورخم کې یې ۵۰ ورک ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل
100%

په تورخم کې د ستنېدونکو افغانانو لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې مسوول وايي، پرون یې د کډوالو مېشت غالي کې ۵۰ ورک شوي ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل. نوموړي دا نه دي ویلي، چې دا ماشومان څومره وخت ورک وو او نور ورک ماشومان هم ور سره شته او که نه.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خپل ټولنیز ګروپ کې پرون هم د یوه ماشوم د ورکې خبر خپور کړی او لیکلي یې دي چې درې اونۍ کېږي له پاکستان ستون شوی؛ خو خپله کورنۍ ترې ورکه ده.

په دې ګروپ کې نن هم د یو بل ماشوم د ورکې اعلان خپور شوی او ویل شوي، چې د پښتونخوا له درګۍ راستون شوی او کورنۍ ترې ورکه ده.

طالبانو له خلکو غوښتي چې د دې دواړو ماشومانو د کورنیو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

د ماشومانو د ورکې خبرونه په داسې مهال دي، چې په پاکستان کې ځینې بندي شوي افغانان وايي؛ پولیس یې تر نیولو وروسته ماشومان او ښځې له نارینه و جلا کوي.

یوې ستنې شوې افغانې کډوالې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تېره اونۍ وویل؛ پولیسو یې د کورنۍ له نیولو وروسته پلار ترې جلا کړ او تر ۲۸ ورځې بند وروسته یې تورخم کې سره وموندل.

متقاعد قاضي سید ارشد حسین شاه د پښتونخوا سر وزیر وګومارل شو

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۴ GMT+۰
متقاعد قاضي سید ارشد حسین شاه د پښتونخوا سر وزیر وګومارل شو
100%

د خېبر پښتونخوا والي حاجي غلام علي نن پخوانی قاضي ارشد حسین شاه د دې صوبې د نوي سرپرست وزیر اعلی یا سر وزیر په توګه وګوماره. پخواني سر وزیر محمود خان او د اپوزیسیون ګوند مشر اکرم خان دراني د نوموړي د ګومارل کېدو سپارښتنه کړې وه او والي ومنله.

ارشد حسین شاه تر منظورۍ وروسته د خپلې دندې لوړه هم وکړه.

متقاعد قاضي سید ارشد حسین د پښتونخوا د ایبټ اباد اوسېدونکی دی. تر دې مخکې یې د پښتونخوا د لوی څارنوال، د پاکستان د مرستیال لوی څارنوال او د ګلګت بلتستان د لوی قاضي په حیثت دنده کړې ده.

نوموړی تر پرون د پښتونخوا د قانون او انساني حقونو صوبايي وزیر و.

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد اعظم خان پرون د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ او په چارسده کې خاوره ته وسپارل شو.
خان د روان کال په جنورۍ میاشت کې د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلی په توګه لوړه کړې وه.