• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازادۍ جبهې په پروان کې د طالبانو پر یوې قرار ګاه د برید خبر ورکړی

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د پروان ولایت په جبل سراج کلا کې یې د طالبانو پر یوې قرارګاه برید کړی دی. یادې جبهې د دوشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې برید کې دوه طالبان وژل شوي او یو ټپي شوی دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې د طالبانو پر پوستو د دغې وسله والې مخالفې ډلې دویم برید دی.

تر دې مخکې د ازادۍ جبهې د لړم په ١١مه اعلان کړى و، چې په بغلان کې يې د طالبانو پر استخباراتي مرکز بريد کړى دى.

دغې جبهې هغه مهال اعلان وکړ، چې په یاد برید کې د طالبانو څلور استخباراتي مامورین وژل شوي دي.

یادې جبهې ویلي وو، چې په وژل شویو کې محب الله چې په حنظله مشهور و هم وژل شوی دی.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې یاد خبر تایید یا رد کړي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۵

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

علي وزیر پاکستان ته: یوه ورځ به راځي چې پښتانه او افغانان به تاسو ته د دې ظلم سزا درکوي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۴ GMT+۰
علي وزیر پاکستان ته: یوه ورځ به راځي چې پښتانه او افغانان به تاسو ته د دې ظلم سزا درکوي
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر غړي او د پاکستان د پارلمان پخواني غړي علي وزیر د چمن پرلت غونډې ته په وینا کې وویل، چې د پاکستان حکومت د مذهب په نوم پښتانه تباه کړي دي. نوموړي دا خبرې د تېرو ۲۳ ورځو راهیسې د روان پرلت په غونډه کې کړي دي او له افغان کډوالو سره کېدونکی ظلم یې غندلی.

هغه د ډېورنډ د کرښې دواړو غاړو ته د قومونو لپاره د ډېورنډ پر پوله د پاسپورټ او ویزې د نه منلو تر څنګ ویلي، چې افغانان له خپل وطن څخه په زوره شړل کیږي او د ویزو او پاسپورټونو قید ټاکل ورته د نه منلو خبره ده.

ښاغلي وزیر په چمن کې د مظاهره چیانو په منځ کې په داسې حال کې خبرې کولې، چې د پاکستان حکومت د پاکستان ځینو پښتنو سیاستوالو ته خبرداری ورکړی و، چې د امنیتي دلایلو له مخې دې په دې سیاسي غونډه کې ګډون ونه کړي.

علي وزیر د مظاهره کوونکو په منځ کې د وینا پر مهال د پاکستان حکومت تورن کړ، چې د اسلام او جهاد په نوم سوداګري کوي او د مذهب په نوم افغانستان او پښتانه تباه کوي.

نوموړي د سرحدي ستونزو او د افغان کډوالو په ډله ییز اخراج کې د پاکستان د موقت حکومت سیاستونو ته په اشارې سره خبرداری ورکړ، چې یوه ورځ به راشي چې "پښتانه او افغانان به تاسو ته د دې ظلم سزا درکړي".

د پاکستان د موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ له ټاکل کېدو وروسته د نوموړي موقت حکومت د افغان کډوالو په تړاو یوه بې سارې پرېکړه وکړه.

د ښاغلي کاکړ په مشرۍ موقتې کابینې د خپل کار په لومړیو میاشتو کې له ۱.۷ میلیونو څخه زیاتو افغان کډوالو ته له پاکستان څخه د وتلو ضرب الاجل ټاکلی و او د ټاکلې مودې په پوره کېدو سره افغان کډوال په زوره وباسي.

د راپورونو له مخې؛ تر دې مهاله له ۲۲۰ زرو څخه زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د طالبانو پلاوی په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلی دی

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۴ GMT+۰
د طالبانو پلاوی په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلی دی
100%

د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلی دی. په دې پلاوي کې د طالبانو د مالیې، ټرانسپورټ او هوايي چلند ترڅنګ د بهرنیو چارو وزارت استازی شامل دی.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د دوشنبې په ورځ ( د لړم ۲۲مه ) پر ایکس ټولنیزه شبکه یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي، چې دغه پلاوی د ازبکستان او پاکستان له استازو سره په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په هدف اسلام اباد ته تللی دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هم یوه ویډیو خپره کړې، چې وايي د طالبانو پلاوی به د دغه سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو پر حل خبرې وکړي.

یو شمېر افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل؛ اوس یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د داخلي تولیداتو سوداګری ادامه لري.

دوی زیاتوي؛ پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو په مالونو بندیز لګولی دی.

یو افغان سوداکر وايي؛ ۲۲۰ قلمه بېلابیل سوداګریز توکي چې پاکستان پرې بندیز لګولی دی او په یو شمېر خوراکي توکو یې لس فیصده مالیه زیاته کړې ده.

د ننګرهار ملي سوداګرو ټولنې رییس او د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې د هیت مدیره غړي زلمي عظیمي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل، چې په کراچۍ کې د افغان سوداګرو سلګونه کانټرونه ولاړ دي او پاکستان ورته ګڼې ستونزې جوړې کړي دي.

دی زیاتوي، چې د افغان سوداګرو ستونزو ته د حل په موخه یې د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر او سوداګرۍ وزیر سره څو وارې لیدلي دي؛ خو دوی ورته ویلي چې ډېر ژر به د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی د پاکستاني چارواکو سره د خبرو په موخه دغه هېواد ته لاړ شي.

زلمی عظیمي نیوکه کوي، چې پاکستان تل د افغان سوداګرو پر توکو یوطرفه پرېکړې کوي، چې دا د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ یا ' اپټا ' تړون خلاف کار دی.

تمه کیږي سبا به د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوی درې اړخیزه غونډه کې د کډون ترڅنګ په کراچۍ بند کې د افغان سوداګرو د توکو بار کانټرونونو د خوشې کېدو پر ستونزو د حل لپاره هم پاکستاني لوري سره خبرې وکړي.

پاکستان ته د طالبانو د استازو سفر په داسې حال کې کېږي، چې پاکستان په دې وروستیو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو په شړلو د طالب چارواکو له نیوکو سره مخ شوی دی.

د افغان کډوالو په تړاو تصویري راپور

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۳ GMT+۰
د افغان کډوالو په تړاو تصویري راپور
100%

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ډله ییزو ایستل کېدو تصویري کیسه؛ د چمن پر پوله څه روان دي؟ په افغانستان کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې؛ له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په چټکۍ سره دوام لري.

پاکستاني رسنيو د دوشنبې په ورځ (د لړم په ٢٢مه) وويل، چې تر ٢٢٠ زره زيات افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا؛ یوازې د یکشنبې په ورځ ۳۴۳ کسان له ۳۱۲ موټرو سره افغانستان ته راستانه شول.

خو د طالبانو له خوا خپرې شوې احصایې له دغو احصایو سره توپیر لري.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارو د راستانه شویو کډوالو شمېر پنځه زره او ۵۷ تنه اعلان کړ.

یو کډوال او مېرمن یې چې یو ماشوم یې په غیږ کې دی، د چمن پر پوله افغانستان ته د ننوتلو دمخه د ګوتو نښې ورکوي
100%
یو کډوال او مېرمن یې چې یو ماشوم یې په غیږ کې دی، د چمن پر پوله افغانستان ته د ننوتلو دمخه د ګوتو نښې ورکوي

پاکستان بیا خبر ورکړی، چې سر له نن څخه به د ډېورنډ پر پوله درې نورې لارې پرانیزي.

یوه کډواله مېرمن د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې لارۍ ته خیژي
100%
یوه کډواله مېرمن د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې لارۍ ته خیژي

د کډوالۍ د ژوند د بدمرغۍ څو کوچنۍ نندارې.

افغان کډوال د هرې وسیلې په واسطه له پاکستان څخه افغانستان ته راځي
100%
افغان کډوال د هرې وسیلې په واسطه له پاکستان څخه افغانستان ته راځي

د ژمي د موسم له پیل سره اکثره افغان کډوال زیانمن شوي دي. کډوال ماشومان د دې جبري بې ځایه کېدو له خطرونو سره مخ دي
100%
د ژمي د موسم له پیل سره اکثره افغان کډوال زیانمن شوي دي. کډوال ماشومان د دې جبري بې ځایه کېدو له خطرونو سره مخ دي

د پنځو هېوادونو د انرژۍ وزیران د برېښنا په نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره تهران ته ځي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۵ GMT+۰
د پنځو هېوادونو د انرژۍ وزیران د برېښنا په نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره تهران ته ځي
100%

د پاکستان، عراق، ازبکستان او تاجکستان د انرژۍ وزيران د لړم په ٢٣مه د ايران د برېښنا د صنعت په نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره تهران ته ځي. د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور چې د شنبې په ورځ (د لړم په ۲۰ مه) ایران ته تللی، نوموړی به هم په دغه نندارتون کې ګډون کوي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر د ایران د برېښنا د تولید، لیږد او توزیع شرکت (توانیر) له مشر سره په لیدنه کې له ایران څخه د وارداتي برېښنا د بیې د کمېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران د سپاه پاسداران د تسنیم خبری اژانس د راپور له مخې؛ د ایران د برقی صنعت نړۍوال تخصصي نندارتون به د ۴۷۴ ایراني او ۱۱۰ بهرنیو شرکتونو په ګډون سره ترسره شي.

دغه څلور ورځنی نندارتون به د سپتمبر له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۶مې نیټې پورې د تهران د نړۍوالو نندارتونونو په دایمي ځای کې په ۵۴ زره مربع مترو په پراخوالي کې ترسره شي.

یوناما په غزه کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د وژنې په غبرګون خپل بېرغ نیم ځوړند کړ

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۵ GMT+۰
یوناما په غزه کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د وژنې په غبرګون خپل بېرغ نیم ځوړند کړ
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ نن دوشنبه (د لړم ۲۲مه) په غزه کې د ملګرو ملتونو د لسګونو کارکوونکو د وژلو په غبرګون د دغه سازمان بېرغ نیم ځوړند کړ او د یوې دقیقې لپاره یې خاموشي غوره کړه.

یوناما په یوه بیان کې ویلي، چې د نړۍ د جګړو په تاریخ کې دا د ملګرو ملتونو د تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې؛ د حماس او اسراییل د جګړې له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو د دفتر له ۱۵۰ زیات کارکوونکي وژل شوي او یو شمېر یې ټپیان شوي دي.

یوناما وایي، چې دا د نړۍ په نښتو کې د ملګروملتونو د تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده.

په ورته وخت کې په جینوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر له خوا په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې د دغه سازمان د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې د هېڅ یوه بیرغ نه پورته کېږي.