• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوناما په غزه کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د وژنې په غبرګون خپل بېرغ نیم ځوړند کړ

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۵ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ نن دوشنبه (د لړم ۲۲مه) په غزه کې د ملګرو ملتونو د لسګونو کارکوونکو د وژلو په غبرګون د دغه سازمان بېرغ نیم ځوړند کړ او د یوې دقیقې لپاره یې خاموشي غوره کړه.

یوناما په یوه بیان کې ویلي، چې د نړۍ د جګړو په تاریخ کې دا د ملګرو ملتونو د تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې؛ د حماس او اسراییل د جګړې له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو د دفتر له ۱۵۰ زیات کارکوونکي وژل شوي او یو شمېر یې ټپیان شوي دي.

یوناما وایي، چې دا د نړۍ په نښتو کې د ملګروملتونو د تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده.

په ورته وخت کې په جینوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر له خوا په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې د دغه سازمان د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې د هېڅ یوه بیرغ نه پورته کېږي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

روسیې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

بدخشان او نېږدې سیمې یوې زورورې زلزلې لړزولي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۱ GMT+۰

راپورونه وايي، چې څو شېبې وړاندې د بدخشان ولایت ځینې سیمې یوې زورورې زلزلې لړزولي دي. د سیمې یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې لومړی د زلزلې یو ضعیف ټکان حس شو او ورپسې لړزې زورورې شوې.

د زلزلې د ارزونې یوې ادارې ويلي، چې یاده زلزله د ریختر په کچه ۵،۳ درجې وه، چې د تاجکستان یو شمېر سیمې یې هم لړزولې دي.

یو شمېر سرچینو د دغې زلزلې مرکز د تاجکستان ورزاب ښودلی دی.

تر اوسه پورې د دغې زلزلې د مالي او ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویلي شوي.

په غزه کې د مرستندویه ادارو د سلو کارکونکو د وژل کېدو په ویر کې د م، م بیرغ نیم ځوړند شو

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۲ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د دوشنبې په ورځ د (لړم په ۲۲ مه) اعلان وکړ چې دغه سازمان په غزه کې د ملګرو ملتونو د څه باندې ۱۰۰ مرستندویه کارکونکو د وژل کېدو له امله خپل بیرغ نیم ځوړند کړی دی.

یوناما په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کارکونکو هم په غزه کې د خپلو همکارانو د وژل کېدو له امله یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.

له دې سره، فرانس پرېس خبري اژانس لیکلي چې په کابل کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایوا او د هغې ۲۵۰ همکارانو د خواخوږۍ په دغو مراسمو کې برخه اخیستې ده.

پر غزې د اسراییل له بریدونو وروسته د مرستندویه ادارو د سلو کارکونکو ترڅنګ څه باندې ۱۱ زره کسان وژل شوي دي دي.

اسراییل وروسته له هغه پر غزې بریدونه پيل کړل چې حماس پر اسراییل په برید سره ۱۴۰۰ کسان ووژل او تر ۲۴۰ زیات نور یې برمته کړل.

سره له دې چې نړیوالو مرستندویه ادارو او یو شمیر هیوادونو په وار وار له اسراییل د اوربند غوښتنه کړې خو اسراییل وایي تر هغه به اوربند و نه کړي چې د حماس له خوا د دوی یرغمل شوي کسان خوشې شوي نه وي.

د غزې د عامې روغتیا وزارت په وینا، له هغه مهاله د اسراییلي پوځیانو په غچ اخستونکو بریدونو کې تر اوسه پورې څه باندې ۱۱ زره ولسي خلک وژل شوي چې ډېره برخه یې ماشومان دي.

پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټکولو له پاره درې نورې لارې خلاصوي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۰ GMT+۰

د پاکستان حکومت غواړي له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه درې نورې لارې پرانیزي، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړي. د پاکستان ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د (لړم په ۲۲مه) خبر ورکړى، چې نوې لارې به نن پرانيستل شي.

دغې ورځپاڼې د سند ایالت د کورنیو چارو وزارت له خوا د چمتو شوي راپور په حواله لیکلي چې که «بې اسناده افغان کډوال» خپل هېواد ته ونه لېږل شي، پاکستان به له امنیتي ستونزو سره مخ شي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، هغه بنسټونه چې د کډوالو د اېستلو مسولیت لري د کډوالو د هویت په ثبت او پروسس کې له ستونزو سره مخ دي.

د پاکستاني رسنیو د خپرو شویو رسمي راپورونو له مخې، ۸۸ زره کډوال یوازې د چمن له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د سند حکومت د افغان کډوالو شتون د دې ایالت له پاره د نفوسو د ډیریدو ګواښ بللی او خبرداری یې ورکړی چې که کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته وا نه ستول شي نو تر ۲۰۴۰ کال پورې به د دغه ایالت په اجتماعي هویت بدل شي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې په سند کې شاوخوا یو لک او ۵۰ زره افغانان د اوسېدو له اسنادو پرته ژوند کوي.

همدارنګه په دغه ایالت کې د بنګال د اتباعو شمېر ۲۶زره ۸۲۰ او د برما د اتباعو شمېر ۱۹۸۰ ته رسېږي.

له پاکستانه څه باندې پنځه زره کډوال افغانستان ته راستانه شول

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۹ GMT+۰

د طالبانو کډوالو چارو وزارت وایي چې د (لړم په ۲۱مه) نیټه د سپین بولدک او تورخم له لارې پنځه زره او ۵۷ کډوال افغانستان ته راستانه شول. دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، په راستانه شویو کسانو کې لس تنه یې په پاکستان کې بندیان شوي کډوال و.

د راپورونو له مخې، یاد شمېر کسان د کډوااو په ادارو کې له ثبت وروسته د کډوالو د نړیوال سازمان دفتر ته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه ور پیژندل شوي.

له دې سره، د پکتیکا ولایت د کډوالو چارو ریاست بیا په دې ولایت کې راستنېدونکو کډوالو ته په دریو پنډغالو کې د ۵۲ خیمو د درولو خبر ورکړ.

دغه ریاست وایي، دا درې لنډمهاله پنډغالي چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تروو، انګور هډه او د پکتیکا په مرکز ښرنه کې جوړ شوي دي، راستنیدونکو کډوالو ته د سرپناه، خوراکي توکو، پاکو اوبو او د روغتیایي خدمتونو په برخو کې همکاري کوي.

علي وزیر: افغانستان او پښتانه پاکستان د مذهب په نوم تباه کړل

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۲ GMT+۰

د پاکستاني قامي اسمبلۍ پخوانی وکیل او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر په سوېلي پښتونخوا چمن کې پرلت وهونکو ته په وینا کې وویل، «همدا پاکستان دی چې افغانستان او پښتانه يې د مذهب په نوم تباه کړي دي.»

دغه پرلت ټیک ۲۳ ورځې وړاندې د چمن ـ سپین بولدک په دروازه د پاسپورټ او وېزې د حتمي کېدو په غبرګون کې پیل شوی او لا روان دی.

نوموړی وايي، پر سپین بولدک ـ چمن دروازه پاسپورټ نه منو او له افغان وطن څخه د پښتونو په زور اېستل او د هغوی کاروبار یرغمل کول ورته د منلو وړ نه دی.

د پاکستان حکومت له لوري پرلت ته په ورتلو د بندیزونو او مخنیوي سره سره د علي وزیر په ګډون د پښتون ژغورني غورځنګ ګڼ شمېر غړو د دوشنبې په ورځ د (لړم ۲۲مه) د چمن په پرلت کې ګډون وکړ.

علي وزیر د چمن پرلت ته په خپله وینا کې وویل: «پاکستان پښتانه او افغانستان د مذهب په نوم تباه کړي دي. دغه د پاسپورټ مسله او د افغان وطن څخه افغانان په زور شړل او د دوی کاروبار یرغمل کول نه منو. داسې ورځ به راځي چې همدا پښتانه او افغانان به ستا د دې ظلمونو سزا حتمآ درکوي. موږ د پاکستان سوداګریزې پالیسيانې نه منو، پاکستان پر اسلام او جهاد هم سواګري کوي.»

په دغه پرلت کې د بلوچستان ایالت څخه ګڼو سیاسي ګوندونو ګډون کړی او دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د بېلابیلو سیمو بیلابیل سیاسي ګون‍دونه او غورځنګونه په یوه خوله په دغه پرلت کې راټول شوي دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ یو بل غړی حنیف خان پښتین چې د پښتونو د حقونو د ترلاسه کولو په مبارزه کې څلور کاله بندي شوی پرلت ته په خپله وینا کې وویل: «موږ د دغه پرلت ملاتړ کوو، که پرلت دا غوښتنه لري چې موږ ته پاسپورټ د منلو وړ نه دی زه وایم چې موږ ته دا د ډیورنډ کرښه بیخي د منلو وړ نه ده. د پاکستان له لوري د افغان کډوالو سره ترسره کیدونکی ظلم موږ ته د منلو وړ نه دی موږ چمتو یو چې قرباني ورکړو او د پښتنو په خاوره کې د پاکستان د سوداګریزو پالیسیو مخه ونیسو.»

د پاکستان حکومت له لورې هڅه کیږي چې د چمن پر پرلت بندیزونه ولګوي.

د بلوچستان ایالت پولیسو درې ورځې وړاندې په دغه پرلت کې د پښتون سیاستوال محسن داوړ د ګډون مخنیوي هم کړی و.

د بلوچستان پولیسو په بېلابیلو سیمو کې د پښتون ژغورني غورځنګ لسګونه کسانو مخه نیولي چې غوښتل یې په دغه پرلت کې ګډون وکړي.

د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې ډیورنډ کرښې ته نږدي د یوې پوځي اډې مخې ته لسګونه زره کسانو د تېرو ۲۳ ورځو راهیسې پرلت وهلی دی.

دغه پرلت وهونکي د پاکستان د هغې پرېکړي په غبرګون کې پرلت وهلی چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه به تګ راتګ په پاسپورټ او وېزهترسره کیږي.