• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

علي وزیر: افغانستان او پښتانه پاکستان د مذهب په نوم تباه کړل

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۲۲:۰۲ GMT+۰

د پاکستاني قامي اسمبلۍ پخوانی وکیل او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر په سوېلي پښتونخوا چمن کې پرلت وهونکو ته په وینا کې وویل، «همدا پاکستان دی چې افغانستان او پښتانه يې د مذهب په نوم تباه کړي دي.»

دغه پرلت ټیک ۲۳ ورځې وړاندې د چمن ـ سپین بولدک په دروازه د پاسپورټ او وېزې د حتمي کېدو په غبرګون کې پیل شوی او لا روان دی.

نوموړی وايي، پر سپین بولدک ـ چمن دروازه پاسپورټ نه منو او له افغان وطن څخه د پښتونو په زور اېستل او د هغوی کاروبار یرغمل کول ورته د منلو وړ نه دی.

د پاکستان حکومت له لوري پرلت ته په ورتلو د بندیزونو او مخنیوي سره سره د علي وزیر په ګډون د پښتون ژغورني غورځنګ ګڼ شمېر غړو د دوشنبې په ورځ د (لړم ۲۲مه) د چمن په پرلت کې ګډون وکړ.

علي وزیر د چمن پرلت ته په خپله وینا کې وویل: «پاکستان پښتانه او افغانستان د مذهب په نوم تباه کړي دي. دغه د پاسپورټ مسله او د افغان وطن څخه افغانان په زور شړل او د دوی کاروبار یرغمل کول نه منو. داسې ورځ به راځي چې همدا پښتانه او افغانان به ستا د دې ظلمونو سزا حتمآ درکوي. موږ د پاکستان سوداګریزې پالیسيانې نه منو، پاکستان پر اسلام او جهاد هم سواګري کوي.»

په دغه پرلت کې د بلوچستان ایالت څخه ګڼو سیاسي ګوندونو ګډون کړی او دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د بېلابیلو سیمو بیلابیل سیاسي ګون‍دونه او غورځنګونه په یوه خوله په دغه پرلت کې راټول شوي دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ یو بل غړی حنیف خان پښتین چې د پښتونو د حقونو د ترلاسه کولو په مبارزه کې څلور کاله بندي شوی پرلت ته په خپله وینا کې وویل: «موږ د دغه پرلت ملاتړ کوو، که پرلت دا غوښتنه لري چې موږ ته پاسپورټ د منلو وړ نه دی زه وایم چې موږ ته دا د ډیورنډ کرښه بیخي د منلو وړ نه ده. د پاکستان له لوري د افغان کډوالو سره ترسره کیدونکی ظلم موږ ته د منلو وړ نه دی موږ چمتو یو چې قرباني ورکړو او د پښتنو په خاوره کې د پاکستان د سوداګریزو پالیسیو مخه ونیسو.»

د پاکستان حکومت له لورې هڅه کیږي چې د چمن پر پرلت بندیزونه ولګوي.

د بلوچستان ایالت پولیسو درې ورځې وړاندې په دغه پرلت کې د پښتون سیاستوال محسن داوړ د ګډون مخنیوي هم کړی و.

د بلوچستان پولیسو په بېلابیلو سیمو کې د پښتون ژغورني غورځنګ لسګونه کسانو مخه نیولي چې غوښتل یې په دغه پرلت کې ګډون وکړي.

د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې ډیورنډ کرښې ته نږدي د یوې پوځي اډې مخې ته لسګونه زره کسانو د تېرو ۲۳ ورځو راهیسې پرلت وهلی دی.

دغه پرلت وهونکي د پاکستان د هغې پرېکړي په غبرګون کې پرلت وهلی چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه به تګ راتګ په پاسپورټ او وېزهترسره کیږي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

وسله والو کسانو په ډېره اسمعیل خان کې د تېلو او ګاز، یوه شرکت په کارکونکو برید کړی

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۲ GMT+۰

ځايي سرچینې وايي، نن سهار د خیبر پښتونخوا د ډېره اسمعیل خان په درازېنده سیمه کې د تېلو او ګاز د یوه شرکت په کارکونکو د بريد په پایله کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. ويل کیږي په دغه وسلوال برید کې د شرکت یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاتوي برید هغه مهال رامنځته شوی چې د دغه شرکت کارکونکي له بازار څخه د کار سیمې ته په لاره روان و.

په سیمه کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو له لوري د پلټنې عملیات روان دي.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي د تیلو او ګاز دغه سیمه له ښاره لېرې پرته ده او وخت ناوخت د شرکت په کارکونکو بریدونه کیږي، هغه وايي: «د شرکت کسان چې کله بازار ته په خوراکي توکو او اوبو پسې را ښکته کیږي نو بیا وسله وال کسان بریدونه پرې کوي او مرګ ژوبله ور اړوي.»

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ د تیلو او ګاز دغه سیمه د درازېندې په نوم یادیږي او ويل کيږي چې په دغه سیمه کې د تيلو او ګاز پراخې سرچینې شته دي، د یادې سیمې سوېل ته د بلوچستان شيراڼي، شمال ته ډېره اسمعیل خان، لوېديځ ته د پښتونخوا ټانګ او ختيځ ته يې پنجاب ایالت پروت دی.

تر اوسه پورې د برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو ویل کیږي په دغه سیمه کې د ټي ټي پي اړوند د قوماندان ضرار کنډاپور به نوم وسله واله ډله فعالیت کوي. او له حکومت څخه په ورته چارو کې پنځه سلنه مالیه اخلي.

څو ورځې وړاندې هم په یاده سیمه کې د تيلو او ګاز شرکت په کارکونکو باندې برید شوی و چې دوه تنه پکې وژل شوي و او اووه تنه نور ټپیان شوي و.

په یوه اونۍ کې درې بریدونه؛ په کاناډا کې پر یوه یهودي ښوونځي ډزې شوې دي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۰ GMT+۰

د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې په لړ کې، د یکشنبې په ورځ یوه کس د کاناډا په مونټریال کې د یهودانو په ښوونځي ډزې وکړې. په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. دا په تېره یوه اونۍ کې دریم ښوونځی دی چې برید پرې کیږي.

رویټرز راپور ورکړی چې د یشیوا ګیدولا ښوونځي په دیوال د ګولیو نښې لیدل کیږي.

کاناډايي رسنيو د دغه هېواد د پوليسو له خولې ليکلي، چې دغه بريدونه د غزې پر تړانګې د اسرایيل له بريد وروسته له رامنځته شوې کړکېچن حالت سره تړاو لري.

د چارشنبې په ورځ (د لړم۱۷مه) د مونټریال ښار د کانکورډیا پوهنتون په انګړ کې د فلسطینیانو او اسراییل د پلویانو ترمنځ نښته وشوه، چې په پایله کې یې یو شمېر کسان ټپیان شول او پولیسو ځېنېلاریون کوونکي ونیول.

د کاناډا د ټورنټو ښار پولیسو چې د کاناډا یو ترټولو لوی او ډیر وګړ لرونکی ښار دی خبر ورکړی چې په دې ښار کې د یهودانو او مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالی او جنایتونه د تلې میاشتې ۱۵مه د حماس له خوا د اسراییل له حملې وروسته دوه برابره شوي دي.

ترکیې د هرات له زلزله ځپلو سره د ۱۰۰۰ ژمنیو خیمو مرسته وکړه

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۳ GMT+۰

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه په دغه ولایت کې طالب چارواکو ته ۱۰۰۰ ژمنۍ خیمې وسپارلې. د هرات په وروستیو زلزلو کې د دغه ولایت تر لسو ډېر کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ګڼ شمېر بې کوره شوي دي.

د ترکیې د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، په هرات کې د (ټیکا) دفتر مشر عرفات دینیز ویلي چې، دغه خیمې د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکو ته ورکړل شوې دي.

د یادولو ده چې دا ولسوالي د هرات د زلزلې مرکز و.

نوموړي وویل: «موږ د خیمو چمتو کولو ته لومړیتوب ورکړ، ځکه چې د هوا په سړیدو سره مو وغوښتل له هغو خلکو سره مرسته وکړو چې پر سړکونو پرته له خیمو پاتې دي.»

تېره میاشت په هرات ولایت کې د پر له پسې زلزلو له امله شاوخوا ۲ زره او ۵۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

ملګرو ملتونو هم اعلان کړی، چې د هرات زلزله ځپلو ۱۱ زره او ۴۰۰ کورنیو ته یې خیمې وېشلې دي.

اوچا د تلې په ٢٥مه نېټه اعلان وکړ چې په هرات ولایت کې د زلزلو له امله څه باندې درې زره کورونه ويجاړ شوي او څه باندې دوه زره نور کورونه سخت زيانمن شوي دي.

اخوا، طالبانو بیا ویلي چې د هرات د زلزلو زیانمنو کورنیو ته د ۱۲۰۰ کورونو د جوړیدو چارې به د ژمي له رسېدو مخکې بشپړې شي.

امریکا په سوریه کې د ایران اسلامي جمهوریت پر دوو مرکزونو بریدونه کړي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۶ GMT+۰

د امريکا دفاع وزير لويډ اسټین اعلان وکړ چې د دغه هېواد پوځ په سوريه کې د ایران اسلامي جمهوریت او ورسره د تړلو ډلو دوه مرکزونه په هوايي بريدونو کې په نښه کړي دي. د سوریې د بشري حقونو څار ډله وايي، په دغو بریدونو کې څلورو تنو ته مرګژوبله اوښتې ده وژل.

لویډ اسټین ویلي دي چې دا برید د امریکا د ولسمشر جوبایډن په حکم شوی و.

د نوموړي په وينا، د بريد موخه د ابو کمال ښار ته څېرمه يو تعليمي مرکز او د ميادين ښار ته څېرمه يو خوندي کور و.

د امریکا د دفاع وزیر وویل: «ولسمشر د امریکایي ځواکونو له امنیت څخه لوړ لومړیتوب نه لري.»

هغه ټینګار وکړ: دا اقدام د دې له پاره شوی چې «دا روښانه کړي چې امریکا له ځان، خپلو ځواکونو او ګټو څخه دفاع کوي.»

رویټرز د سیمه ییزو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې، یو برید د دیر الزور ښار د ابو کمال په لویدیځ کې په یوه سیمه کې د ایران اسلامي جمهوریت سره د تړلو وسله والو ډلو یو کمپ په نښه کړ.

بل برید د عراق پولې ته څېرمه د میادین ښار ته نږدې پله سره د ایران په حکومت پورې د تړلو ملیشو پر مرکز شوی دی.

دا په دې میاشت کې دریم برید دی چې امریکا هڅه کوي په سوریه او عراق کې د خپلو ځواکونو پروړاندې د ډرون او توغندیو بریدونو ځواب ورکړي چې د اسراییل او حماس تر منځ له جګړې وروسته پیل شوي.

د ایران د حکومت په ملاتړ سره په دې وروستیو اونیو کې د امریکايي ځواکونو او پر متحدینو یې لږ تر لږه ۴۰ځله په عراق او سوریه کې بریدونه شوي چې کابو ۴۵ امریکايي پوځیانو ته دماغي زیان اوښتی او یا هم برسیرن ژوبل شوي دي.

امریکا په سوریه کې ۹۰۰ او په عراق کې ۲۵۰۰ سرتیري لري چې د داعش د بیا راپورته کیدو د مخنیوي لپاره سیمه ییزو ځواکونو ته د پوځي مشورې او مرستې دنده په غاړه لري.

په سوریه کې د اسلامي جمهوریت ډلې پرضد د یکشنبې په ماښام د امریکا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د پراخیدو او په سیمه کې د یوې بشپړې جګړې د بدلیدو په اړه اندېښنې د کړکیچ د زیاتیدو له امله دوام لري.

د پولیسو له لوري د چمن پرلت ته د احتمالي امنیتي ګواښ له امله د پای ته رسېدو خبرداری

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۸ GMT+۰

د چمن ځایي حکومتي چارواکو هغو پرلت وهونکو ته د امنیتي ګواښ په اړه لیکلی خبرداری لیږلی چې له تېرو ۲۳ ورځو راهیسې يې د سپین بولدک - چمن په دروازه د پاسپورټ او ویزې د حتمي کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی.

خو پرلت وهونکي دا یوازې د پرلت ختمېدو ته پلمه بولي او وايي د پاکستان حکومت له لوري د پرلت ختمولو هیڅ ګواښ او زور ته نه تسلیمیږي.

د چمن ځايي امنیتي کسانو تېره ورځ پرلت ته یو لیکلی مکتوب لیږلی او پکې لیکلي یې دي چې، «د څو هیوادونو له لوري پر پرلت د بریدونو هڅې کیږي، تاسو په یو ازاده فضا کې یاست ستاسو امنیت نیول ستونزمن دی، یا مو پرلت پای ته ورسوئ او یایې سرپټي ځای ته ولیږدوئ چې امنیت نیول يې آسانه شي او که دلته هره پیښه رامنځته شي مسولیت به یې د پرلت وهونکو پر غاړه وي.»

پرلت وهوونکو د چمن د ځایي امنیتي چارواکو له لوري یاد مکتوب ته سخت غبرګون ښودلی دی او وايي د پاکستان حکومت له لوري د دې پر ځای چې غوښتنې یې ومنل شي د پرلت د پای ته رسېدو هڅې کیږي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي:«موږ د دوی د مرمیو او ټانګونو پروا نه لرو نو موږ به د دوی د دا ډول مکتوبونو څه پروا ولرو؟ چې ټول دلته وژل کیږو موږ نه پرلت ختموو او نه یې ختمولای سو او نه یې هم څوک راباندې ختمولای شي. چې زموږ ولسونه بیکاره او بې روزګاره کیږي زموږ د قبایلي سیمې د تګ راتګ مخنیوی کیږي موږ چاته اجازه نه ورکوو موږ د خپل حق ترلاسه کولو له پاره خپل پرلت ته دوام ورکوو.»

د لغړي اتحاد یو بل غړی امیر محمد او د پرلت تنظیمونکی وايي: «چاودنه خو بل څوک نه کوي خپله یې همدا د پاکستان پوځیان کوي، په موږ څوک کار نه لري او نه هم بل څوک راباندې برید کوي. که موږ ته داسې کوم زیان واوښت زموږ مسولیت د همدې پاکستاني پوځیانو په غاړه دی.»

د پاکستان حکومت د پرلت په ۲۳مه ورځ د یو مکتوب په لیږلو سره خپل دريځ څرګند کړ او غوښتنه يې وکړه چې د امنیتي ګواښ له امله باید پرلت نور پای ته ورسیږي.

نن د دوشنبې ورځ د (لړم ۲۲مه) هم د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ په غبرګون کې پرلت روان دی.