• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه وايي په هرات کې له لسګونو زرو زلزله ځپلو سره مرسته شوې ده

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په هرات کې له لومړۍ ویجاړونکې زلزلې وروسته له څه باندې یوې میاشتې راهیسې مرستندویه موسسو له ۱۷۶ زره او ۷۰۰ کسانو سره په مستقیمه توګه مرسته کړې ده.

په دغو مرستو کې خیمې، نغدې پیسې، کمپلې، خوراکي توکي، له کروندګرو سره مرستې، روغتیايي خدمتونه او نورې مرستې شاملې دي.

یاد سازمان د یوه راپور په خپرولو سره همداراز زیاته کړه چې، تر دې مهاله یې د هرات په ۱۱ زره او ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو باندې خیمې ویشلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ژمی په رارسېدو دی او څرګنده نه ده چې زیانمن خلک به کله بېرته سرپناه ترلاسه کړي.

اوچا د تلې په ٢٥مه نېټه اعلان وکړ چې په زلزله کې څه باندې درې زره کورونه ويجاړ شوي او څه باندې دوه زره نور کورونه سخت زيانمن شوي دي.

ډیری کورونه د هرات په زنده جان او انجيل ولسواليو کې ويجاړ شوي دي.

د اوچا د راپور له مخې، په تېره يوه مياشت کې ۱۴ زره او ۳۰۰ کورنيو ته غير خوراکي توکي او ۱۲ زره او ۵۰۰ کورنیو ژمنۍ کمپلې ورکړل شوې دي.

دغه بنسټ همدا راز ویلي، چې په ۸۹۵۰ کورنیو باندې ۲،۵ میلیونه ډالره مرسته وېشل شوې ده.

شاوخوا ۱۴۲ کليو د څښاکو پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کړی دی.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې په ۸۴ زره او ۵۰۰ کسانو د خوراکي توکو مرستې وېشل شوي او د مالدارۍ په برخه کې هم له ۵۰۰۰ کسانو څخه ملاتړ شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د هرات له زلزله ځپلو سره د بیړنۍ مرستې لپاره ۲۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۵

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په یوه ورځ کې له پاکستانه د څه باندې درې زره افغان کډوالو د ستنېدو اعلان وکړ

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۱ GMT+۰
 طالبانو په یوه ورځ کې له پاکستانه د څه باندې درې زره افغان کډوالو د ستنېدو اعلان وکړ
100%

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې سیمه ییزو طالبانو اعلان وکړ، چې د یکشنبې په ورځ ۳۳۴۰ تنه له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. په تېرو دوو اونیو کې له پاکستانه تر ۲۵۰ زره ډېر افغان کډوال راېستل شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د تېرې شنبې په ورځ له پاکستانه د څه باندې ۶۰۰۰ افغان کډوالو د بېرته ستنېدو اعلان وکړ.

په دوی کې ۸۲ بندیان هم شامل دي.

له پاکستان څخه د بې اسنادو کډوالو د شړلو له اعلان وروسته په تېرو ۱۲ ورځو کې تر ۲۵۰ زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د سلګونو زرو کډوالو د جذبولو او هغوی ته د اسانتیاو د برابرولو په اړه اندېښنې شته.

نړۍوالو بنسټونو د راستنیدونکو کډوالو د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په همدې حال کې د خوړو نړۍوال پروګرام تېره اونۍ وويل: "له پاکستان څخه د شړل کېدو د وېرې له امله هره ورځ په زرګونو کورنۍ افغانستان ته داخلېږي. ډېرو یې خپل معیشت له لاسه ورکړی".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي؛ د راستنېدونکو ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان د خپلې وروستۍ ارزونې پر بنسټ له پاکستان څخه د اخراج شویو کډوالو وضعیت "مایوسونکی" بللی دی.

ناموسي وژنه؛ یوه پاکستاني یو افغان کډوال وواژه او خپله پخوانۍ مېرمن یې ټپي کړه

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۴ GMT+۰
ناموسي وژنه؛ یوه پاکستاني یو افغان کډوال وواژه او خپله پخوانۍ مېرمن یې ټپي کړه
100%

پاکستانۍ رسنۍ وايي، په کراچۍ ښار کې د ډزو له امله یو افغان کډوال وژل شوی او پاکستانۍ مېرمن یې سخته ټپي شوې ده. د دې رسنیو د راپور له مخې؛ دا ډزې هم د افغان کډوال د مېرمنې پخواني مېړه کړې دي.

ډان ورځپاڼې لیکلي؛ وژل شوي افغان کډوال غوښتل له خپلې مېرمنې او له پخواني مېړه د هغې له څوارلس کلنې لور سره افغانستان ته ستون شي.

خو د دې افغان د مېرمنې پخواني مېړه د خپل وراره په مرسته د ناموسي غیرت په نوم هغه وواژه.

ویل کېږي د دې افغان کډوال مېرمنې له پخواني مېړه طلاق هم اخیستی و.

طالبان وايي تورخم کې یې ۵۰ ورک ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۲ GMT+۰
طالبان وايي تورخم کې یې ۵۰ ورک ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل
100%

په تورخم کې د ستنېدونکو افغانانو لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې مسوول وايي، پرون یې د کډوالو مېشت غالي کې ۵۰ ورک شوي ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل. نوموړي دا نه دي ویلي، چې دا ماشومان څومره وخت ورک وو او نور ورک ماشومان هم ور سره شته او که نه.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خپل ټولنیز ګروپ کې پرون هم د یوه ماشوم د ورکې خبر خپور کړی او لیکلي یې دي چې درې اونۍ کېږي له پاکستان ستون شوی؛ خو خپله کورنۍ ترې ورکه ده.

په دې ګروپ کې نن هم د یو بل ماشوم د ورکې اعلان خپور شوی او ویل شوي، چې د پښتونخوا له درګۍ راستون شوی او کورنۍ ترې ورکه ده.

طالبانو له خلکو غوښتي چې د دې دواړو ماشومانو د کورنیو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

د ماشومانو د ورکې خبرونه په داسې مهال دي، چې په پاکستان کې ځینې بندي شوي افغانان وايي؛ پولیس یې تر نیولو وروسته ماشومان او ښځې له نارینه و جلا کوي.

یوې ستنې شوې افغانې کډوالې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تېره اونۍ وویل؛ پولیسو یې د کورنۍ له نیولو وروسته پلار ترې جلا کړ او تر ۲۸ ورځې بند وروسته یې تورخم کې سره وموندل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د دولتي خبري اژانس "باختر" وېبپاڼه تړل شوې

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۱ GMT+۰
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د دولتي خبري اژانس "باختر" وېبپاڼه تړل شوې
100%

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو معلومات ښيي چې د څو ورځو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان دولتي اژانس "باختر" وېبپاڼه کار نه کوي. تر اوسه پورې د باختر خبري اژانس ادارې د وېبپاڼې د بندېدو په اړه څه نه دي ویلي، چې ستونزه نخنیکي ده او که دغه وېبپاڼه هېک شوې ده.

د افغانستان یوازینی دولتي اژانس چې اوسمهال د طالبانو تر کنټرول لاندې دی او تر ډېره د دغې ډلې د حکومت چارې پکې خپریږي.

د څو ورځو راهیسې د نامعلومو دلایلو له امله تړل شوی دی او د افغانستان دننه او بېرون کار نه کوي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د باختر اژانس دننه یوې سرچینې وویل، چې وېبپاڼه د کار لاندې ده او د تخنیکي ستونزو له امله تړل شوې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي اژانس پر اېکس پاڼه له څو ورځو راهیسې ورځیني راپورونه خپروي؛ خو د تېر په څېر له دغو خبرونو سره د وېبپاڼې ادرس نه خپریږي.

ددغه اژانس پر اېکس پاڼه درې ورځې وړاندې د وېبپاڼې ادرس خپور شوی دی.

باختر دولتي اژانس د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې ځانګړي مدیرتونه او څانګې لري.

دغه اژانس په ټولو ولایتونو کې د خبري پوښښ لپاره خبریالان لري او تر ډېره د طالبانو دولتي فعالیتونو ته انعکاس ورکوي.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو سره مېټا کمپنۍ اعلان وکړ، چې په فیسبوک ټولنیزۍ رسنۍ کې به د دغې ډلې فعالیتونو محدودوي او د ملي ټلویزیون په شمول یو شمېر دولتي ادارو فېسبوک پاڼې وتړلې؛ خو په اېکس کې د دغې ډلې فعالیتونه او تبلغات اوس هم دوام لري.

د افغانۍ د ارزښت له لوړېدو سره طالبان وايي د بیو د ټیکاو هڅه کوي

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۵ GMT+۰
د افغانۍ د ارزښت له لوړېدو سره طالبان وايي د بیو د ټیکاو هڅه کوي
100%

د طالبانو په واک کې افغانستان بانک وايي، د هېواد پولي بازارونه په دقت سره څاري او د بیو د ټیکاو ساتلو لپاره اړین ګامونه اخلي. د دې بانک دا اعلامیه له هغه وروسته ده، چې افغانۍ په دې ورځو کې د ډالر په مقابل کې بې سارې پورته شوې ده.

نن د کابل په شهزاده سرای کې یو ډلر له ۶۷ په کمو افغانیو تبادله شوی دی او لامل یې هم په بازار کې د افغانۍ د غوښتنې یا تقاضا زیاتېدل بلل کېږي.

د افغانۍ د ارزښت د لوړېدلو په درشل کې طالبانو د کندهار په ګډون په مختلفو سرحدي ولایتونو کې د پاکستانۍ روپۍ پر راکړه ور کړه بندیز ولګاوه او هم ویل کېږي افغان کډوالو ستنېدو سره کالدارې افغانستان ته وړې دي چې اوس یې پر افغانۍ بدلوي.

د افغانۍ د ارزښت بې ساري زیاتېدو سره بیا هم نیوکه دا وي، چې د توکو بیې د پخوا په څېر وي او هم ور سره په بازار کې د افغانۍ کمېدو اندېښنه زیاتېږي.

خو افغانستان بانک وايي، د اړتیا په صورت کې د هېواد د بازارونو او مالي ادارو افغانۍ او اسعاري اړتیاوې پوره کوي.

طالبان زیاتوي: «په کافي اندازه د افغانیو بانکنوټونه د افغانستان بانک په واک کې دي او د پخوا په څېر د هېواد د پولي شاخصونو په پام کې نیولو سره یې په خپرولو او توزیع کولو اقدام کېږي او په دې برخه کې باید هېڅ ډول اندېښنه نه وي».

دا له نېږدې شپږو کلونو وروسته افغانۍ د ډالر په مقابل کې خپل پخواني ارزښت ته ستنېږي.

د طالبانو په واکمنېدو سره یو ډالر د ۱۳۵ سره برابر تبادله شو؛ خو افغانستان ته د ډالري بستو په پیلېدو د افغان ارزښت ورو - ورو زیات شو.